Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 91

فلټرونه لرې کړئ

راوي

ټول راویان وښایاست (49)
"له تاسو څخه دې هېڅوک په یوه جامه کې لمونځ نه کوي چې په اوږو یې هېڅ شی نه وي".
صحيح دی متفق علیه دی
د مازدیګر لمونځ وختي وکړئ، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: « چا چې د مازدیګر لمونځ پرېښوده نو یقینا چې عمل یې برباد شو».
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
«پر ځینو خلکو څه شوي دي چې په لمانځه کې سترګې اسمان ته پورته کوي» نو په دې اړه یې خبره سخته کړه، تر دې چې ویې ویل: «هغوی دې له دې کاره لاس واخلي، که نه نو سترګې به یې واخیستل شي».
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
ام سلمې رضي الله عنها رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د حبشې په خاوره کې د ماریا په نوم د یوې کلیسا یادونه وکړه، نو هغې ورته د هغو انځورنو یادونه وکړه چې په کلیسا کې یې لیدلي وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «دا هغه خلک دي چې کله په دوی کې کوم نیک بنده یا نیک سړی مړ شي نو پر قبر یې جومات جوړوي او بیا پکې هغه تصویرونه انځوروي، «دا د الله تعالی په نېز تر ټولو بد مخلوق دي».
صحيح دی متفق علیه دی
د : {إِذَا جَاءَ نَصْرُ اللَّهِ وَالفَتْحُ} [النصر: 1] له نازلېدو وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم هېڅ لمونځ ندی کړی مګر دا چې: «سُبْحَانَكَ رَبَّنَا وَبِحَمْدِكَ اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي» یې پکې ویلی دی.
صحيح دی متفق علیه دی
یوه شپه مې رسول الله صلی الله علیه وسلم په بستر کې ونه موند نو زه یې په لټه کې شوم، تر دې چې زما لاس د هغه د پښو په تلو ولږېده، په داسې حال کې چې هغه په ​​جومات کې و، او پښې یې ودرولې وې (د سجدې په حالت کې و) او داسې یې ویل:«اللهُمَّ أَعُوذُ بِرِضَاكَ مِنْ سَخَطِكَ، وَبِمُعَافَاتِكَ مِنْ عُقُوبَتِكَ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْكَ لَا أُحْصِي ثَنَاءً عَلَيْكَ أَنْتَ كَمَا أَثْنَيْتَ عَلَى نَفْسِكَ». «اې الله! زه ستا له غضب څخه ستا په رضایت او ستا له عذاب څخه ستا په بخښنې پناه غواړم، او له تا نه پر تا پناه نیسم، او زه پر تا ستاینې نه شمېرم (دومره ستاینه دې نه شم کولی) لکه څومره چې تا پر خپل ځان ستاینه کړې ده (لکه څومره چې ته د ستاینې وړ یې)
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"په ولاړه لمونځ وکړه، که دې نشو کولای نو په ناسته یې وکړه، او که دې نشو کولای نو په څنګ یې وکړه".
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
له پېغمبر صلی الله علیه وسلم سره مې لمونځ وکړ، هغه به ښي لور ته «السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ»، او کیڼ لور ته : «السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ» داسې سلام ګرځاوه.
حسن ابو داود روايت کړی دی