Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 91

فلټرونه لرې کړئ

راوي

ټول راویان وښایاست (49)
رسول الله صلی الله علیه وسلم د سهار د لمانځه په دوو رکعتونو کې {قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ}، او {قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ} ولوستل.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې لس رکعتونه یاد کړي دي: دوه رکعتونه د ماسپښین له لمانځه څخه مخکې، او دوه ترې وروسته، او دوه رکعته له ماښام نه وروسته په کور کې، او دوه رکعتونه د ماخوستن نه وروسته په کور کې، او دوه رکعتونه د سهار له لمانځه څخه مخکې. او دا هغه وخت و چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کور ته به نه ننوت، حفصې راته وویل: کله به چې مؤذن اذان وکړ او سهار به راوخوت، نو دوه رکعته لمونځ به یې وکړ، او په یو بل لفظ کې راځي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به له جمعې څخه وروسته دوه رکعته لمونځ کاوه.
صحيح دی په ټولو روايتونو سره متفق عليه دی
«يا بلالُ، أقِمِ الصَّلاةَ، أرِحْنا بها». «اې بلاله، د لمانځه لپاره - اذان او - اقامت وکړه او مونږ پرې راحت کړه».
صحيح دی ابو داود روايت کړی دی
«کله چې ستاسو څخه یو څوک جومات ته ننوت نو ودې وایي: اللَّهُمَّ افْتَحْ لِي أَبْوَابَ رَحْمَتِكَ، یعنې اې الله! ماته ستا د رحمت دروازې پرانیزه، او کله چې راووځي نو ودې وایي: اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ. یعنې اې الله! زه ستا څخه ستا د فضل غوښتنه کوم».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«قیامت به تر هغه پورې نه قائمېږي، تر څو چې خلک په خپلو کې سره په جوماتونو جوړلو کې سیالي ونه کړي».
صحيح دی ابو داود، النسائي او ابن ماجه روایت کړی دی
«له چا څخه چې لمونځ هېر شو، نو هغه مهال دې وکړي کله چې وریاد شو، لدې پرته یې بله کفاره نشته: {وَأَقِمِ الصَّلاةَ لِذِكْرِي} او زما د یاد لپاره لمونځ وکړئ [طه: 14] ».
صحيح دی متفق علیه دی
«مَنِ اغْتَسَلَ يَوْمَ الجُمُعَةِ غُسْلَ الجَنَابَةِ ثُمَّ رَاحَ، فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ بَدَنَةً، وَمَنْ رَاحَ فِي السَّاعَةِ الثَّانِيَةِ، فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ بَقَرَةً، وَمَنْ رَاحَ فِي السَّاعَةِ الثَّالِثَةِ، فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ كَبْشًا أَقْرَنَ، وَمَنْ رَاحَ فِي السَّاعَةِ الرَّابِعَةِ، فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ دَجَاجَةً، وَمَنْ رَاحَ فِي السَّاعَةِ الخَامِسَةِ، فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ بَيْضَةً، فَإِذَا خَرَجَ الإِمَامُ حَضَرَتِ المَلاَئِكَةُ يَسْتَمِعُونَ الذِّكْرَ». «څوک چې د جمعې په ورځ دجنابت غسل وکړي او ( په لومړي ساعت کې جومات ته) لاړ شي، نو داسې ده لکه یو اوښ چې قرباني کړي، او څوک چې په دویم ساعت کې لاړ شي، نو لکه یوه غوا چې قرباني کړي، او څوک چې په دریم ساعت کې لاړ شي لکه یو ښکرور پسه چې قرباني کړي او څوک چې په څلورم ساعت کې لاړ شي نو لکه یوه چرګه چې قرباني کړي، او څوک چې په پنځم ساعت کې لاړ شي نو لکه یوه هګۍ چې خیرات کړي، او کله چې امام (د خطبې لپاره) راووت ملايکې حاضرېږي او ذِکر ته غوږ نیسي)».
صحيح دی متفق علیه دی
عثمان بن عفان رضي الله عنه غوښتل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم جومات جوړ کړي، نو خلکو بده وګڼله، او دا یې خوښ وګڼل چې په خپل حال یې پریږدي، نو ویې ویل چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې: « چا چې د الله جل جلاله لپاره جومات آباد کړ، نو الله تعالی به ورته د هغه په څېر کور په جنت کې آباد کړي».
صحيح دی متفق علیه دی