Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 91

فلټرونه لرې کړئ

راوي

ټول راویان وښایاست (49)
"څوک چې د قدر شپه پر هغې د ایمان لرلو او ثواب په نیت - په عبادت - کې تیره کړي، د هغه تېر ګناهونه به وبخښل شي".
صحيح دی متفق علیه دی
«زما پدې جومات کې یو لمونځ په نورو جوماتونو کې له زرو لمونځونو څخه غوره دی پرته له مسجد الحرام (بیت الله ) څخه».
صحيح دی متفق علیه دی
څوک چې اذان واوري او بیا ووایي: اللَّهُمَّ رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ، وَالصَّلاَةِ القَائِمَةِ، آتِ مُحَمَّدًا الوَسِيلَةَ وَالفَضِيلَةَ، وَابْعَثْهُ مَقَامًا مَحْمُودًا الَّذِي وَعَدْتَهُ». «اې د دې بشپړې بلنې او د دې ودریدونکي لمونځ (مالکه)؛ محمد - صلی الله علیه وسلم - ته وسیله او فضیلت ورکړه، او هغه ستایل شوي مقام ته یې ولېږه چې تا یې ورسره ژمنه کړې ده. (چا چې د اذان پسې دا دعا وویله نو ) هغه د قیامت په ورځ زما د شفاعت مستحق وګرځېده».
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
"کله چې سجده کوې نو لاسونه دې کېږده او څنګلې دې پورته کړه".
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
رسول الله صلى الله عليه وسلم موږ ته بهر راووت نو ویې فرمایل: اى د الله جل جلاله رسوله، یقینا دا مو زده کړی چې څرنګه پر تا سلام ووایو، خو درود درباندې څنګه ووایو؟ ویې فرمایل: « نو وایئ: اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ».«یا الله! پر محمد - صلی الله علیه وسلم - او د هغه پرکورنۍ رحمت ووروه، لکه پر ابراهیم -علیه السلام- او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولی و، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې. یا الله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ برکتونه ووروه، لکه پر ابراهیم - علیه السلام - او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولي و، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې».
صحيح دی متفق علیه دی
«مَنْ حَافَظَ عَلَى أَرْبَعِ رَكَعَاتٍ قَبْلَ الظُّهْرِ وَأَرْبَعٍ بَعْدَهَا حَرَّمَهُ اللَّهُ عَلَى النَّارِ». "څوک چې له ماسپښین نه مخکې څلور رکعته او له ماسپښین نه وروسته څلور رکعته لمانځه ته پاملرنه وکړي، الله تعالی به یې په اور حرام کړي".
صحيح دی أبو داود، الترمذي، النسائي، ابن ماجه او أحمد روایت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم به د دوو سجدو تر مینځه وییل. یعنې "اې الله، ما ته بخښنه وکړه، پر ما رحم وکړه، ما ته روغتیا راکړه، لارښوونه راته وکړه، او روزي راکړه".
د شواهدو په اعتبار حسن دی ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
"اووه کسان دي چې الله تعالی به هغوی د خپل سیوري لاندې کړي، په هغه ورځ چې د الله له سیوري پرته به بل هېڅ سیوری نه وي: عادل پاچا، هغه ځوان چې د الله په عبادت کې رالوی شوی وي، هغه سړی چې زړه یې له جوماتونو سره تړلی وي، هغه دوه کسان چې د الله لپاره یو بل سره مینه لري، په همدې سره یو ځای شوي وي او په همدې سره جلا شوي وي، او هغه سړی چې یوې د منصب او ښکلا خاوندې ښځې (بدکارۍ) ته بلنه ورکړې وي خو هغه ویلي وي: زه له الله نه وېرېږم، او هغه سړی چې په پټه صدقه ورکړي، تر دې چې چپ لاس یې نه پوهېږي ښي لاس یې څه ورکړي دي، او هغه سړی چې کله الله یاد کړي، نو سترګې یې له اوښکو ډکې شي".
صحيح دی متفق علیه دی