عربي - Arabic English Qafár af - Afar Afrikaans - Afrikanns Akan Shqip - Albanian አማርኛ - Amharic Հայերեն - Armenian অসমীয়া - Assamese Azərbaycanca - Azerbaijani Bamanankan - Bambara Bassa Bemba বাংলা - Bengali Bosanski - Bosnian Български - Bulgarian မြန်မာဘာသာ - Burmese Bisaya - Cebuano Cham Нохчий - Chechen chiCheŵa - Chewa 中文 - Chinese Адыгэбзэ - Circassian Hrvatski - Croatian Česky - Czech Dagbani Dansk - Danish فارسی دری - Dari Dendi ދިވެހި ބަސް - Dhivehi Nederlands - Dutch إستوني - Estonian Suomi - Finnish Français - French Fulfulde - Fula ქართული - Georgian Deutsch - German Ελληνικά - Greek ગુજરાતી - Gujrati Kreyòl ayisyen - Haitian Creole Hausa हिन्दी - Hindi Magyar - Hungarian Igbo Indonesia - Indonesian Italiano - Italian 日本語 - Japanese Jóola - Jola ಕನ್ನಡ - Kannada Қазақша - Kazakh ភាសាខ្មែរ - Khmer Kikuyu Ikinyarwanda - Kinyarwanda Ikirundi - Kirundi 한국어 - Korean كوردی سۆرانی - kurdish كوردي kurmancî - Kurmanji Kyrgyz ລາວ - Lao latviešu - Latvian Lingala lietuvių - Lithuanian Luganda Македонски - Macedonian Maguindanaon Malagasy - Malagasy Bahasa Melayu - Malay മലയാളം - Malayalam Mandinka मराठी - Marathi Mõõré - Moore नेपाली - Nepali أنكو - NKo Norwegian ଓଡ଼ିଆ - Odia oromoo - Oromo پښتو - Pashto فارسی - Persian Polski - Polish Portuguese ਪੰਜਾਬੀ - Punjabi Română - Romanian Русский - Russian Српски - Serbian Shona සිංහල - Sinhala Slovenščina - Slovenian Soomaaliga - Somali Soninke Sesotho - Sotho Español - Spanish Kiswahili - Swahili Svenska - Swedish Tagalog Тоҷикӣ - Tajik தமிழ் - Tamil తెలుగు - Telugu ไทย - Thai ትግረኛ - Tigrinya Türkçe - Turkish Ukrainian اردو - Urdu ئۇيغۇرچە - Uyghur Ўзбек - Uzbek Việt Nam - Vietnamese Wolof Yao Yorùbá - Yoruba Zarma زولو - Zulu
780 احاديث
د نبوي احاديثو پوهنغونډ
وېشنيزې
د حدیث درجه
روایت شوی په
راوي
ټول راویان وښایاست (49)
"څوک چې د هر لمانځه په پای کې درې دېرش ځلې سبحان الله، درې دېرش ځلې الحمد لله او درې دیرش ځلې الله اکبر ووایي نو دا نهه نوي شول، او د سلو د پوره کولو لپاره یې: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ" ووایي نو د هغه ګناهونه به وبخښل شي، که څه هم د سمندر د زګ په څېر وي.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم د سهار د لمانځه په دوو رکعتونو کې {قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ}، او {قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ} ولوستل.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«مَنِ اغْتَسَلَ يَوْمَ الجُمُعَةِ غُسْلَ الجَنَابَةِ ثُمَّ رَاحَ، فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ بَدَنَةً، وَمَنْ رَاحَ فِي السَّاعَةِ الثَّانِيَةِ، فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ بَقَرَةً، وَمَنْ رَاحَ فِي السَّاعَةِ الثَّالِثَةِ، فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ كَبْشًا أَقْرَنَ، وَمَنْ رَاحَ فِي السَّاعَةِ الرَّابِعَةِ، فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ دَجَاجَةً، وَمَنْ رَاحَ فِي السَّاعَةِ الخَامِسَةِ، فَكَأَنَّمَا قَرَّبَ بَيْضَةً، فَإِذَا خَرَجَ الإِمَامُ حَضَرَتِ المَلاَئِكَةُ يَسْتَمِعُونَ الذِّكْرَ».
«څوک چې د جمعې په ورځ دجنابت غسل وکړي او ( په لومړي ساعت کې جومات ته) لاړ شي، نو داسې ده لکه یو اوښ چې قرباني کړي، او څوک چې په دویم ساعت کې لاړ شي، نو لکه یوه غوا چې قرباني کړي، او څوک چې په دریم ساعت کې لاړ شي لکه یو ښکرور پسه چې قرباني کړي او څوک چې په څلورم ساعت کې لاړ شي نو لکه یوه چرګه چې قرباني کړي، او څوک چې په پنځم ساعت کې لاړ شي نو لکه یوه هګۍ چې خیرات کړي، او کله چې امام (د خطبې لپاره) راووت ملايکې حاضرېږي او ذِکر ته غوږ نیسي)».
صحيح دی متفق علیه دی
"که خلک پوهېدلی چې په اذان او د لمانځه په لومړي صف کې څه دي (څومره ثواب دی) بیا یې لدې پرته بله لار نه موندله چې پچه پرې واچوي، نو پچه به یې اچولې وای، او که پوهېدلی چې لمانځه ته په وختي تللو کې څومره (ثواب) دی، نو یو له بل څخه به مخکې کېدل؛ او که پوهېدلی چې په ماخوستن (عِشاء) او د سهار په لمانځه کې څومره (ثواب) دی، نو خامخا به ورته حاضر شوي وو که څه هم په خاپوړو وای".
صحيح دی متفق علیه دی
«په جماعت سره ستاسو د یو کس لمونځ په یوازې لمونځ کوونکي پنځه ویشت برخې زیات فضیلت لري، او د سهار په لمانځه کې د شپې او د ورځې ملايکې راټولېږي» بیا به ابو هریره ويل: که وغواړئ دا تلاوت کړئ: {إِنَّ قُرْآنَ الفَجْرِ كَانَ مَشْهُودًا} [الإسراء: 78] یعنې: (بېشكه د سهار قرائت ته شاهدي ورکول کېږي (ملايکې حاضرېږي).
صحيح دی متفق علیه دی
"څوک چې سهار او یا بیګا مهال جومات ته لاړ شي، نو الله تعالی به د هغه لپاره په جنت کې د مېلمستیا ځای چمتو کړي، هر ځل چې دی سهار او یا هم بیګا کوي".
صحيح دی متفق علیه دی
«که خپل ملګرې ته دې د جمعې په ورځ وویل چې: چپ شه، په داسې حال کې چې امام خطبه وایي، نو تا د جمعې فضیلت له لاسه ورکړ».
صحيح دی متفق علیه دی
"له تاسو څخه دې هېڅوک په یوه جامه کې لمونځ نه کوي چې په اوږو یې هېڅ شی نه وي".
صحيح دی متفق علیه دی