Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 66

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

رسول الله صلی الله علیه وسلم راته تشهد داسې رازده کړ لکه څرنګه به یې چې له قرآن څخه یو سورت رازده کاوه، دا پداسې حال کې چې زما لاس د هغه په لاسونو کې و: «التَّحِيَّاتُ لِلَّهِ، وَالصَّلَوَاتُ وَالطَّيِّبَاتُ، السَّلاَمُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ، السَّلاَمُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللَّهِ الصَّالِحِينَ، أَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ» ټولې ستاینې ژبنې، بدني، او مالي عبادتونه الله جل جلاله لره دي، سلام او د الله رحمتونه او برکتونه دې وي پر تا ای پیغمبره، سلام دې وي پر مونږ او د الله پر نیکو بنده ګانو، ګواهي ورکوم چې له الله تعالی پرته بل هېڅوک د عبادت وړ نشته او ګواهي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی». او د دواړو په یو بل لفظ کې راغلي: «إِنَّ اللهَ هُوَ السَّلَامُ، فَإِذَا قَعَدَ أَحَدُكُمْ فِي الصَّلَاةِ فَلْيَقُلْ: التَّحِيَّاتُ لِلَّهِ وَالصَّلَوَاتُ وَالطَّيِّبَاتُ السَّلَامُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَاتُهُ، السَّلَامُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللهِ الصَّالِحِينَ، فَإِذَا قَالَهَا أَصَابَتْ كُلَّ عَبْدٍ لِلَّهِ صَالِحٍ فِي السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ، أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، ثُمَّ يَتَخَيَّرُ مِنَ الْمَسْأَلَةِ مَا شَاءَ». «یقینا الله سلام دی، نو کله چې ستاسو څخه یو څوک په لمانځه کې کېناست نو ودې وایي: التَّحِيَّاتُ لِلَّهِ...ثنا، ستاینې او پاکۍ الله لره دي، اې نبي ! پرتا دې سلام، د الله رحمت او برکتونه دې وي، پر مونږ او دالله پر نیکو بندګانو دې سلام وي. کله یې چې دا دعا وویله هر نېک بنده ته به په اسمان او ځمکه کې ورسیږي. (بیا به ووایي) ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل حق معبود نشته او پدې ګواهي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله بنده او رسول دی. د دې پسې بیا کولی شي هر ډول سوال او دعا چې وغواړي غوره یې کړي»
صحيح دی متفق علیه دی
"که په تاسو کې یو څوک د خپل لمانځه په اړه شک وکړي او نه پوهیږي چې څو رکعته (لمونځ) یې کړی؛ درې که څلور رکعته، نو شک دې لرې کړي او په هغه څه دې باور وکړي چې یقیني وي، بیا دې له سلام اړولو مخکې دوه سجدې وکړي، نو که چېرته یې پنځه رکعته کړي وو نو سجدې به یې ورته لمونځ جفت کړي، او که چېرته یې د څلورو د پوره کولو لپاره کړې وي نو د شیطان د رټلو لپاره به وي.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"په قبرونو د پاسه مه کېنئ او لمونځ ورته مه کوئ".
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
چاچې کله اذان واورید، او ویې وېیل: «أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، رَضِيتُ بِاللهِ رَبًّا وَبِمُحَمَّدٍ رَسُولًا، وَبِالْإِسْلَامِ دِينًا، غُفِرَ لَهُ ذَنْبُهُ». «یعنې زه ګواهي ورکوم چې له الله جل جلاله پرته په حقه بل معبود نشته او شریک نه لري. او پدې چې محمد - صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله بنده او رسول دی. پدې خوښ یم چې الله مې رب دی او پدې چې محمد صلی الله علیه وسلم مې رسول دی او پدې چې اسلام مې دین دی، نو ګناه به یې ورته وبښل شي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
رسول الله ﷺ مسجد ته داخل شو نو یو سړی راغی، لمونځ یې وکړ او پر رسول ﷺ ئې سلام واچاوه، رسول ﷺ ورته وویل: «بېرته لاړ شه او لمونځ وکړه، ځکه تا لمونځ نه دی کړی»، سړی بېرته ولاړ او لمونځ یې وکړ بیا راغی او پر رسول ﷺ ئې سلام واچاوه، رسول ﷺ ورته بیا وویل: «بېرته لاړ شه او لمونځ وکړه، ځکه تا لمونځ نه دی کړی»، دا (عمل) درې ځلې تکرار شو، سړي وویل: «زما دې په هغه ذات قسم وي چې ته یې په حقه رالېږلی یې چې له دې یې ښه نه شم کولی، نو رازده یې کړه، رسول الله ﷺ ورته وویل: «کله چې لمانځه ته ودرېدې نو تكبیر ووایه، بیا د قرآن هغه برخه ولوله چې درته آسانه وي، بیا رکوع وکړه تر څو په رکوع کې سکون ومومې، بیا پورته شه تر څو په قیام کې اعتدال رامنځته شي، بیا سجده وکړه تر څو په سجده کې سکون ومومې، بیا پورته شه تر څو په ناسته کې سکون ومومې، او دا (کړنې په پاتې) ټول لمونځ کې ترسره کړه».
صحيح دی متفق علیه دی
"کله چې تاسو اذان واورئ، نو تاسو هم د موذن په څېر هغه څه ووایئ چې هغه يې وایي".
صحيح دی متفق علیه دی
"څوک چې د هر لمانځه په پای کې درې دېرش ځلې سبحان الله، درې دېرش ځلې الحمد لله او درې دیرش ځلې الله اکبر ووایي نو دا نهه نوي شول، او د سلو د پوره کولو لپاره یې: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ" ووایي نو د هغه ګناهونه به وبخښل شي، که څه هم د سمندر د زګ په څېر وي.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم د سهار د لمانځه په دوو رکعتونو کې {قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ}، او {قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ} ولوستل.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی