Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 10

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

"څوک چې د هر فرض لمانځه پسې آیت الکرسي ووایي، نو هېڅ شی به هغه جنت ته له ننوتلو منع نه کړي، تر څو چې مړ شي".
صحيح دی النسائي په الکبری کې روایت کړی
«یقینا چې زموږ او د دوی تر منځ تړون لمونځ دی، نو چا چې دا پرېښود، هغه كافر شو».
صحيح دی الترمذي، النسائي، ابن ماجه او أحمد روایت کړی دی
یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته د سهار لمونځ راکړ نو ویې ویل: «آیا فلانی حاضر دی؟» هغوی وویل: نه، ویې ویل: «آیا فلانی حاضر دی؟»: هغوی وویل: نه، ویې ویل: «په حقیقت کې دا دوه لمونځونه د منافقانو لپاره تر ټولو درانده لمونځونه دي او که تاسو په دې پوهیدلي چې په دې دواړو (لمونځونو) کې څه دي، نو تاسو به ورته راغلي وئ، که څه هم په خاپوړو وای ، او یقینا چې لومړی صف یې د ملایکو د صف په څېر دی، او که چېرته یې په فضیلت پوه شوي وئ نو ځانونه به مو وختي ور رسولي وو، او یقینا چې د یو سړي لمونځ د بل سړي سره له یوازې لمانځه څخه ډېر پاکیزه دی، او د دوو سړيو سره یې لمونځ د یو سړي سره له لمانځه څخه ډېر پاکیزه دی او هر څومره چې ډېرېږي نو همغومره الله تعالی ته محبوب وي.
صحيح دی ابو داود، النسائي او احمد روایت کړی دی
کله چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات وخت رانږدې شو نو عمومي وصیت یې دا وه: « لمونځ! او هغه څه چې ستاسو په واک کې دي (یعنې غلامان او وینځي)، لمونځ! او هغه څه چې ستاسو په واک کې دي» تر دې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم دا خبرې په سینه کې کولې (یعنې وروستۍ ساه یې له همدې خبرو سره وتله)، او په ژبه یې سمې نه شوې کولای.
صحيح دی رواه النسائي في السنن الكبرى وابن ماجه
«قیامت به تر هغه پورې نه قائمېږي، تر څو چې خلک په خپلو کې سره په جوماتونو جوړلو کې سیالي ونه کړي».
صحيح دی ابو داود، النسائي او ابن ماجه روایت کړی دی
«رُفِعَ الْقَلَمُ عن ثلاثة: عن النائم حتى يَسْتَيْقِظَ، وعن الصبي حتى يَحْتَلِمَ، وعن المجنون حتى يَعْقِلَ». "له درې ډوله خلکو څخه قلم پورته شوی دی: له ویده څخه تر هغه پورې چې راویښ شي، له کوچني څخه تر هغه پورې چې زلمی (بالغ) شي او له لیوني څخه تر هغه پورې چې په هوش راشي".
صحيح دی ابو داود، الترمذي او النسائي په الکبری کې او ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
"څوک چې ددرېو جمعو لمونځونه د غفلت له امله پرېږدي، نو الله تعالی به یې په زړه باندې مهر ولګوي".
صحيح دی أبو داود، الترمذي، النسائي، ابن ماجه او أحمد روایت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه له لاس څخه ونیوه او ویې ویل: "اې معاذه، په الله قسم چې زه درسره مینه لرم"، نو ویې فرمایل:«اې معاذه! زه تاته سپارښتنه کوم چې د هر لمانځه په پاي کې مه پرېږده چې ووایې: اې الله، ستا په یادولو، ستا په شکر ادا کولو او ستا په ښه عبادت کولو کې راسره مرسته وکړې».
صحيح دی ابو داود، النسائي او احمد روایت کړی دی