Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 38

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

رسول الله صلى الله عليه وسلم به په يوې پیمانې (صاع) غسل کاوه نو تر پنځو لپو پورې به یې غسل کاوه او په يوه لپه به یې اودس کاوه.
صحيح دی متفق علیه دی
زه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په یو سفر کې وم، نو زه ټیټ شوم چې (د اودس پر مهال یې) موزې وباسم، نو ویې فرمایل: « پرې یې ږده، یقینا چې له پاکۍ سره مې پښو کړي دي(یعنې په اودس مې پښو کړي دي)» نو مسح یې پرې وکړه.
صحيح دی متفق علیه دی
له عائشې رضي الله عنها څخه مې وپوښتل چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله کور ته ننوت، نو په څه به یې پیل کاوه؟ هغې وویل: په مسواک.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"څوک چې ښه اودس وکړي، نو ګناهونه يې له بدن څخه وځي، تر دې چې د نوکانو له لاندې برخې څخه یې هم وځي".
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مې د غسل لپاره اوبه کېښودې، نو په یوې تکې سره مې پټ کړ، هغه په خپلو لاسونو اوبه راتوې کړې، دواړه لاسونه یې ووینځل، بیا یې په ښي لاس سره په چپ لاس اوبه واچولې نو خپل عورت یې ومینځه، بیا یې لاس پر ځمکه راښکود او ویې مږه، بیا یې ومینځه، نو خولې او پوزې ته یې اوبه واچولې او مخ او دواړه مټې یې ومینځلې، بیا یې په سر اوبه واړولې او پر نور ځان یې تېرې کړې، بیا څنډې ته شو، نو دواړه پښې یې ومینځلې، بیا مې یوه تکه ورکړه خو هغه وا نه خسته او روان شو پداسې حال کې چې لاسونه یې څنډل.
صحيح دی متفق علیه دی
یو سړي اودس وکړ او په پښه کې یې د یو نوک په اندازه ځای (وچ) پرېښود، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید او ویې فرمایل: «بېرته لاړ شه او سم اودس وکړه». نو وګرځېده او بېا یې لمونځ وکړ.
د شواهدو په اعتبار صحيح دی مسلم روايت کړی دی
مشرکینو مونږ ته وویل چې: زه ستاسې ملګری وینم چې تاسو ته حتی د قضای حاجت زده کړه درکوي، هغه وویل: هو همداسې ده هغه موږ منع کړي یو چې زمونږ څخه دې یو تن په ښي لاس استنجا وکړي، یا دا چې د حاجت پر مهال قبلې ته مخ کړي، او لدې یې منع کړې چې یو څوک ځان په خوشایي او هډوکي پاک کړي او فرمایلي یې دي چې: «هېڅوک باید له درې لوټو نه په کمو ځان وچ نه کړي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
کله چې به رسول الله صلی الله علیه وسلم د شپې له خوبه پاڅېد، نو په مسواک به یې خپله خوله پاکوله.
صحيح دی متفق علیه دی