سَبَقَ الْمُفَرِّدُونَ
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
رسول الله صلى الله عليه وسلم د مکې په لاره روان و چې د جمدان نومې غره سره تېرېده نو ویې فرمايل: «سِيرُوا هَذَا جُمْدَانُ، سَبَقَ الْمُفَرِّدُونَ» قَالُوا: وَمَا الْمُفَرِّدُونَ يَا رَسُولَ اللهِ؟ قَالَ: «الذَّاكِرُونَ اللهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتُ». « لاړ شئ دا جمدان دی، ځانته خلک مخکې شول» هغوی وویل چې: ځانته خلک څوک دي اې د الله رسوله! ویې فرمایل: هغه نارینه او ښځې چې الله تعالی ډېر یادوي».
كَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَسِيرُ فِي طَرِيقِ مَكَّةَ، فَمَرَّ عَلَى جَبَلٍ يُقَالُ لَهُ جُمْدَانُ، فَقَالَ: «سِيرُوا هَذَا جُمْدَانُ، سَبَقَ الْمُفَرِّدُونَ» قَالُوا: وَمَا الْمُفَرِّدُونَ يَا رَسُولَ اللهِ؟ قَالَ: «الذَّاكِرُونَ اللهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتُ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو کسانو مرتبه بیان کړه چې الله جل جلاله په کثرت سره یادوي او دا چې هغوی د نعمتونو په جنتونو کې د لوړو مرتبو په ګټلو سره له نورو جلا شوي او مخکې شوي دي، دوی یې د جمدان له غره سره تشبیه کړل، چې له نورو غرونو څخه جلا شوی دی.
زیات ذکر کول او پرې بوختېدل مستحب عمل دی، ځکه په آخرت کې مخکې والی په زیات طاعت او په عباداتو کې په اخلاص سره کیږي.
د الله ذکر یوازې په ژبه، یا یوازې په زړه، یا په ژبه او زړه دواړو سره کیږي، او دا یې تر ټولو لوړه مرتبه ده.
د اذکارو له جملې څخه شرعي محدود اذکار هم دي لکه: د سبا او بېګا اذکار او هغه چې د فرض لمونځونو وروسته کیږي.
نووي رحمه الله فرمايي: پوه شه چې د ذکر فضيلت يوازې د الله تعالى په تسبيح، تهلیل، تحمید، تکبیر او داسې نورو کې نه دی، بلکې هر هغه څوک چې د الله تعالى په اطاعت سره عمل کوي، هغه د الله تعالى ذکر کوونکی دی.
د الله تعالی ذکر د استقامت یو له سترو اسبابو څخه دی الله تعالی فرمايي:(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا لَقِيتُمْ فِئَةً فَاثْبُتُوا وَاذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ) [الأنفال: 45] اې هغو کسانو چې ایمان يې راوړی دی (یعنې اې مؤمنانو!) کله چې تاسې د (ډښمن) له کومې ډلې سره مخامخ شئ (چې جنګ درسره کوي) نو ثابت قدم اوسئ (او مه ترې تښتئ) او الله ډېر یادوئ (په خوله او زړه) ښايې چې تاسې په مراد ورسیږئ ( د ذکر په برکت پر دښمن برلاسي شئ)
د ذکر کوونکو او جمدان غره تر منځه تشبیه لدې امله ده چې د جمدان غر له نورو غرونو جلا او ځانته دی؛ همدا رنګه د الله تعالی ذکر کوونکی هم دی. ځانته او جلا کس هغه چا ته ویل کیږي چې زړه او ژبه یې د الله ذکر ته ځانګړي کړي وي که څه هم دوی د خلکو تر منځه وي. او په یوازې والي کې سکون او د خلکو سره په زیاته ناسته پاسته کې ځورېږي، او کېدی شی د تشبیه لامل دا وي چې ذکر کول په ایمان د ثابت پاتې کېدو لامل ګرځي، لکه څنګه چې غرونه د ځمکې د ثبات لامل دي، یا دا چې د دنیا او آخرت ښېګڼو ته تر ټولو د مخکې رسېدلو معنا لري، ځکه مسافر به چې کله جُمدان غره ته ورسېدل نو دا به مکې ته درسېدو نښه وه، او څوک به چې ورته ورسېده نو هغه به له نورو مخکې و، همدا رنګه د الله تعالی ذکر کوونکی د الله په ذکر سره له نورو مخکې دی. والله اعلم.
نور (9)
صحيح مسلم (4/ 2062) (2676).
نزهة المتقين.
لمجموعة من الباحثين (2/ 983).
تيسير الكريم الرحمن في تفسير كلام المنان.
لابن سعدي (ص665).
بهجة الناظرين.
لسليم الهلالي (2/ 510).
شرح رياض الصالحين.
لابن عثيمين (5/ 516).
په کتابونو کې یاد شوی
5 کتابونهنور (5)
- الذكر والدعاء والعلاج بالرقي من الكتاب والسنة"سبق المفرِّدون" قالوا: وما المفردون يا رسول الله! قال: "الذاكرون الله كثيراً والذاكرات".
- المنتقى من المتجر الرابح في ثواب العمل الصالح - المعتمدالمنتقى من المتجر الرابح في ثواب العمل الصالحعن أبي هريرة رضي الله عنه قال: كان رسول الله صلى الله عليه وسلم يسير في طريق مكة، فمرّ على جبل يقال له: جمدان، فقال: “سيروا هذا جمدان، سبق المفردون”.
- رسالة في الأذكار1«سَبَقَ المُفَرِّدُونَ». قالوا: وما المفرِّدون يا رسولَ الله؟ قال: «الذَّاكِرُونَ اللهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتُ».
- رياض الصالحينرياض الصالحين مع فوائد وهدايات - 7«سَبَقَ المُفَرِّدُونَ» قالوا: وَمَا المُفَرِّدُونَ يا رَسُولَ الله؟ قَالَ: «الذَّاكرونَ اللهَ كثيراً والذَّاكراتُ».
- نبراس طالب (1)1«سَبَقَ الْمُفَرِّدُونَ» قَالُوا: وَمَا الْمُفَرِّدُونَ يَا رَسُولَ اللهِ؟ قَالَ: «الذَّاكِرُونَ اللهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتُ»