«په بُتانو او خپلو پلرونو قسم مه کوئ».
له عبدالرحمن بن سمره رضی الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«په بُتانو او خپلو پلرونو قسم مه کوئ».
«لَا تَحْلِفُوا بِالطَّوَاغِي، وَلَا بِآبَائِكُمْ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم پر طواغی (بُتانو) له قسم کولو څخه منع فرمایلې ده، او طواغي د طاغیة جمع ده، او دا هغه بُتان دي چې مشرکانو به یې له الله جل جلاله پرته عبادت کاوه، او همدا یې د ګمراهۍ او کفر لامل وګرځېدل، همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم په پلرونو له قسم کولو څخه منع کړې ده؛ دا په جاهلیت کې د عربو عادت و چې په پلرونو به یې د ویاړ او تعظیم له مخې سوګند کاوه.
له الله تعالی، د هغه له نومونو او صفتونو پرته قسم کول جایز نه دي.
پر طاغوتانو، پلرونو، مشرانو، بُتانو او دې ورته هر باطل شي باندې قسم کول حرام دي.
له الله پرته پر بل څه قسم خوړل کوچنی شرک دی او کله لوی شرک هم ګرځي چې په زړه کې یې تعظیم وکړي او دومره تعظیم یې وکړي لکه څومره چې د الله جل جلاله کوي او یا دا چې په یو څه عبادت کولو یې عقیده ولري.
نور (9)
صحيح مسلم.
نزهة المتقين.
مجموعة من الباحثين (2/ 1166).
شرح رياض الصالحين.
لابن عثيمين (6/ 451).
سبل السلام.
لمحمد الصنعاني (2/ 545).
المنهاج شرح صحيح مسلم.
للنووي (11/ 108).