Skip to content

اې ابو سعيده! څوک چې پر الله د رب، پر اسلام د دین او پر محمد صلی ﷺ د پېغمبر په توګه راضي وي نو جنت ورته واجب شوی دی»

له ابو سعيد الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل:

اې ابو سعيده! څوک چې پر الله د رب، پر اسلام د دین او پر محمد صلی ﷺ د پېغمبر په توګه راضي وي نو جنت ورته واجب شوی دی»، ابو سعيد دې خبرې ته حیران شو او ویې ویل: «اې د الله رسوله! بیا یې راته تکرار کړه» نو رسول ﷺ بیا تکرار کړل، بیا یې وویل: «او بل عمل چې له امله یې سړی په جنت کې سل درجې لوړېږي، او د هرې درجې ترمنځ فاصله د آسمان او ځمکې ترمنځ ده»، ابو سعيد پوښتنه وکړه: یا رسول الله ﷺ هغه څه دي؟ رسول الله ﷺ وفرمایل: «د الله په لار کې جهاد، د الله په لار کې جهاد».

«يَا أَبَا سَعِيدٍ، مَنْ رَضِيَ بِاللهِ رَبًّا، وَبِالْإِسْلَامِ دِينًا، وَبِمُحَمَّدٍ نَبِيًّا، وَجَبَتْ لَهُ الْجَنَّةُ»، فَعَجِبَ لَهَا أَبُو سَعِيدٍ، فَقَالَ: أَعِدْهَا عَلَيَّ يَا رَسُولَ اللهِ، فَفَعَلَ، ثُمَّ قَالَ: «وَأُخْرَى يُرْفَعُ بِهَا الْعَبْدُ مِائَةَ دَرَجَةٍ فِي الْجَنَّةِ، مَا بَيْنَ كُلِّ دَرَجَتَيْنِ كَمَا بَيْنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ»، قَالَ: وَمَا هِيَ يَا رَسُولَ اللهِ؟ قَالَ: «الْجِهَادُ فِي سَبِيلِ اللهِ، الْجِهَادُ فِي سَبِيلِ اللهِ».

مسلم روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله ﷺ ابو سعيد الخدري رضي الله عنه ته خبر ورکړ چې څوک په الله ایمان ولري، هغه د رب، خالق، مالک، بادار او امر کوونکي په حیث ومني، اسلام په پيروۍ او ورته غاړې اېښودلو کې د دین په توګه ومني، او محمد ﷺ د داسې پېغمبر په توګه ومني چې د هغه ټول پیغامونه او هغه څه ومني چې هغه خلکو ته رسولي دي، نو د هغه لپاره جنت ثابت دی، ابو سعيد رضي الله عنه د دې خبرې په اورېدو سره حیران شو او ویې ویل: «اې د الله رسوله! دا راته بیا ووایه» رسول ﷺ بیا تکرار کړل، بیا رسول الله ﷺ وویل: «او بل عمل شته چې په وسیله یې الله تعالی سړي ته په جنت کې سل درجې لوړوي، او د هرې درجې ترمنځ فاصله لکه د آسمان او ځمکې ترمنځ ده» ابو سعيد وویل: «هغه څه دي ای د الله رسوله؟» هغه وفرمایل: «د الله په لار کې جهاد، د الله په لار کې جهاد».

د حديث له ګټو څخه

جنت ته د داخلېدو له اسبابو څخه دا دي چې انسان د الله تعالی په ربوبیت راضي وي، اسلام د خپل دین په توګه ومني، او محمد صلی الله علیه وسلم د خپل پیغمبر په توګه وپېژني او ایمان پرې ولري.

د الله تعالی په لاره کې د جهاد لوی مقام.

په جنت کې د مجاهد لوړ مقام.

په جنت کې بې شمېره درجې، او بې شمېره مقامونه دي، او په دې کې د مجاهدينو لپاره سل درجې ځانګړې شوي.

د خېر له کړنو، لارو او اسبابو سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اصحابو مینه.

مراجع
نور (7)

صحيح مسلم (3/ 1501) (1884).

نزهة المتقين.

لمجموعة من الباحثين (2/ 910).

بهجة الناظرين.

لسليم الهلالي (3/ 423).

النهاية في غريب الحديث والأثر.

لابن الأثير (5/ 153).