"هغه څه پرېږده چې تا شکمنوي، او هغه وکړه چې تا نه شکمنوي، ځکه چې رښتیا ډاډ او دروغ شک دی".
له ابو الحوراء السعدي څخه روايت دی وايي چې: ما حسن بن علي رضی الله عنهما ته وويل: له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه دې څه زده کړي دي؟ هغه وویل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دا زده کړي دي چې:
"هغه څه پرېږده چې تا شکمنوي، او هغه وکړه چې تا نه شکمنوي، ځکه چې رښتیا ډاډ او دروغ شک دی".
«دَعْ مَا يَرِيبُكَ إِلَى مَا لاَ يَرِيبُكَ، فَإِنَّ الصِّدْقَ طُمَأْنِينَةٌ، وَإِنَّ الكَذِبَ رِيبَةٌ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو ویناوو او عملونو په پرېښودلو امر کړی چې تا په شک کې اچوي چې آیا له دې څخه به منع شوي وي که نه، آیا حرام به وي که حلال، نو هغه څه ته ترې واوړه چې تا په شک کې نه اچوي او ته یې له ښه والي او حلالوالي څخه ډاډه یې، داسې څه چې زړه ورته ډاډ او سکون پیدا کوي او په څه کې چې شک وي نو انسان پکې زړه نازړه او د اضطراب په حالت کې وي.
مسلمان باید خپل کارونه په یقین سره وکړي او شک پرېږدي او په دین کې باید بصیرت ولري.
په شکونو کې له واقع کېدلو څخه ممانعت.
که ډاډ او سکون غواړې نو شکمن کارونه پرېږده او څنډې ته یې کړه.
پر بندګانو د الله تعالی رحمت چې امر یې ورته کړی تر څو هغه څه وکړي چې د نفس او فکر سکون پکې وي، او له هغه څه نه یې منع کړي دي چې تشویش او ګډوډي ولري.
نور (8)
سنن النسائي (8/ 327) (5711).
جامع الترمذي (4/ 286) (2518).
د امام أحمد مسند (3/ 248) (1723).
التحفة الربانية في شرح الأربعين حديثًا النووية.
لإسماعيل الأنصاري (ص29).
شرح الأربعين النووية.
لابن عثيمين (ص153).
فتح القوي المتين في شرح الأربعين وتتمة الخمسين للنووي وابن رجب (ص56).