«په حقیقت کې دا دوه لمونځونه د منافقانو لپاره تر ټولو درانده لمونځونه دي او که تاسو په دې پوهیدلي چې په دې دواړو (لمونځونو) کې څه دي، نو تاسو به ورته راغلي وئ، که څه هم په خاپوړو وای
له أُبيّ بن کعب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته د سهار لمونځ راکړ نو ویې ویل: «آیا فلانی حاضر دی؟» هغوی وویل: نه، ویې ویل: «آیا فلانی حاضر دی؟»: هغوی وویل: نه، ویې ویل: «په حقیقت کې دا دوه لمونځونه د منافقانو لپاره تر ټولو درانده لمونځونه دي او که تاسو په دې پوهیدلي چې په دې دواړو (لمونځونو) کې څه دي، نو تاسو به ورته راغلي وئ، که څه هم په خاپوړو وای ، او یقینا چې لومړی صف یې د ملایکو د صف په څېر دی، او که چېرته یې په فضیلت پوه شوي وئ نو ځانونه به مو وختي ور رسولي وو، او یقینا چې د یو سړي لمونځ د بل سړي سره له یوازې لمانځه څخه ډېر پاکیزه دی، او د دوو سړيو سره یې لمونځ د یو سړي سره له لمانځه څخه ډېر پاکیزه دی او هر څومره چې ډېرېږي نو همغومره الله تعالی ته محبوب وي.
صلَّى بنا رسولُ الله صلى الله عليه وسلم يومًا الصُّبحَ فقال: «أشاهِد فُلان؟» قالوا: لا، قال: «أشاهِدٌ فُلان؟» قالوا: لا، قال: «إنَّ هاتيَنِ الصَّلاتين أثقَلُ الصَّلَواتِ على المُنافقين، ولو تعلمون ما فيهما لأتيتُمُوهما ولو حَبْوًا على الرُّكب، وإن الصفَّ الأوّلَ على مِثلِ صَفِّ الملائكة، ولو عَلِمتُم ما فضيلتُه لابتَدَرتُموهُ، وإنّ صلاةَ الرجل مع الرجل أزكى من صلاتِه وحدَه، وصلاتَه مع الرجلَين أزكى من صلاتِه مع الرجل، وما كَثُرَ فهو أحبُّ إلى الله تعالى».
یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم د سهار لمونځ وکړ، بیا یې پوښتنه وکړه چې: آیا فلانی زموږ دې لمانځه ته حاضر شوی دی؟ صحابه و وویل: نه. بیا یې وویل: آیا فلانی حاضر دی؟ یو بل کس یې وښود، هغوی وویل: نه. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: یقینا چې د سهار او ماخوستن لمونځونه په ټولو لمونځونو کې پر منافقانو زیات درانده لمونځونه دي؛ چې په دواړو کې پرې تمبلي غالبه وي، او ځکه چې کمه ریا پکې کیږي، ځکه چې په تیاره کې نه لیدل کیږي. او ای مؤمنانو! که چېرته پوهېدلئ چې د سهار او ماخوستن په لمونځونو کې څومره زیات اجر او ثواب دی- ځکه چې زیات اجر د سختۍ په اندازه وي - نو تاسو به ورته راغلي وئ که څه هم په سینه راڅښېدلئ او یا په خاپوړو راتلئ. او یقینا چې امام ته د نږیوالي له امله لومړی صف داسې دی لکه د ملائکو صف چې الله تعالی ته نږدې وي، او که مؤمنان د لومړي صف په فضیلت پوهېدلی نو یو له بل سره به یې پکې سیالي کړې وه. د یو سړي لمونځ له بل سړي سره (په جماعت) د هغه د لمانځه څخه ډېر اجر او تاثیر لري چې یوازې یې وکړي، او له دوو سړیو سره یې (په جماعت) لمونځ له یو سړي سره د لمانځه کولو څخه غوره دی، او په کوم لمانځه کې چې لمونځ کوونکي زیات وي، نو هغه لمونځ الله تعالی ته محبوب او غوره وي.
دا مستحب دي چې د جومات امام د مقتدیانو له احوالو ځان خبر کړي او د غیر حاضرانو په اړه پوښتنه وکړي.
د جماعت په لمانځه اهتمام کول، او په ځانګړې توګه د ماخوستن او سهار لمونځونه چې د ایمان له نښانو څخه دي.
د ماخوستن او سهار د لمونځونو عظمت؛ ځکه چې په ورتلو کې د نفس په وړاندې مبارزه او په اطاعت باندې صبر دی، نو ځکه د دواړو اجر له نورو څخه لوی دی.
د جماعت لمونځ په دوو او له دوو څخه په زیاتو کسانو کیږي.
د لومړي صف د فضیلت بیان، او په ورتلو کې بیړې کولو ته هڅول.
د زیات جماعت فضیلت، ځکه چې جماعت څومره زیاتېږي اجر یې هم زیاتېږي.
نېک عملونه د فضیلت له اړه سره توپیر لري چې شریعت ورکړی او هغه احوال چې هغه عمل پرې یادېږي.
نور (11)
سنن ابو داود (1/ 415) (554).
سنن النسائي (2/ 104) (843).
د امام أحمد مسند (35/ 188) (21265).
شرح الطيبي على مشكاة المصابيح.
لشرف الدين الطيبي (4/ 1132).
مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح.
لعلي القاري (3/ 838).
سبل السلام شرح بلوغ المرام.
للصنعاني (1/ 360 ).
شرح سنن أبي داود.
لعبد المحسن العباد (40/ 11).
په کتابونو کې یاد شوی
2 کتابونهنور (2)
- الصلاة التي علمها النبي ﷺ الصحابة رضي الله عنهمالصلاة التي علمها النبي ﷺ الصحابة رضي الله عنهمصَلَّى بِنَا رَسُولُ اللَّهِ ﷺ يَوْمًا الصُّبْحَ، فَقَالَ: «أَشَاهِدٌ فُلَانٌ»، قَالُوا: لَا، قَالَ: «أَشَاهِدٌ فُلَانٌ»، قَالُوا: لَا، قَالَ: «إِنَّ هَاتَيْنِ الصَّلَاتَيْنِ أَثْقَلُ الصَّلَوَاتِ عَلَى الْمُنَافِقِينَ، وَلَوْ تَعْلَمُونَ م
- الصلاة التي علمها النبي ﷺ الصحابة رضي الله عنهمصَلَّى بِنَا رَسُولُ اللَّهِ ﷺ يَوْمًا الصُّبْحَ، فَقَالَ: «أَشَاهِدٌ فُلَانٌ»، قَالُوا: لَا، قَالَ: «أَشَاهِدٌ فُلَانٌ»، قَالُوا: لَا، قَالَ: «إِنَّ هَاتَيْنِ الصَّلَاتَيْنِ أَثْقَلُ الصَّلَوَاتِ عَلَى الْمُنَافِقِينَ، وَلَوْ تَعْلَمُونَ م