Skip to content

«هغه مهال لمونځ کول نه صحیح کېږي چې خواړه د خوراک لپاره چمتو وي او نه هغه مهال چې د وړوکي او یا لوی اودس ماتي له امله یې اودس تنګ وي».

له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې:

«هغه مهال لمونځ کول نه صحیح کېږي چې خواړه د خوراک لپاره چمتو وي او نه هغه مهال چې د وړوکي او یا لوی اودس ماتي له امله یې اودس تنګ وي».

«لَا صَلَاةَ بِحَضْرَةِ الطَّعَامِ، وَلَا هُوَ يُدَافِعُهُ الْأَخْبَثَانِ».

مسلم روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه خوراک په شتون کې له لمانځه څخه منعه کړې چې د عبادت کوونکي اشتها ورته راځي او زړه یې ورسره تړلی وي. همدا رنګه یې هغه مهال له لمانځه څخه منع فرمایلي ده چې اودس ماتی ورټینګ وي - تشې او یا ډکې متیازې ورځي - ځکه چې د دې دواړو ایسارول یې مشغولوي.

د کلمو معناوې

...:

د حديث له ګټو څخه

لمونځ کوونکي ته په کار دي چې په لمانځه له پیلولو مخکې هر هغه شی له مخې لرې کړي چې مشغولوي یې.

مراجع
نور (6)

صحيح مسلم (1/ 393) (560).

شرح النووي على مسلم (5/ 46).

تيسير العلام شرح عمدة الأحكام.

للبسام (ص96).

تنبيه الأفهام شرح عمدة الأحكام.

لابن عثيمين (1/ 123).