Skip to content

"کله چې یو سړی د ثواب په نیت په خپل اهل او عیال باندې نفقه کوي، نو دا د هغه لپاره صدقه ده".

له ابو مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

"کله چې یو سړی د ثواب په نیت په خپل اهل او عیال باندې نفقه کوي، نو دا د هغه لپاره صدقه ده".

«إِذَا أَنْفَقَ الرَّجُلُ عَلَى أَهْلِهِ يَحْتَسِبُهَا فَهُوَ لَهُ صَدَقَةٌ».

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې کله یو سړی په خپلې کورنۍ لګښت کوي چې نفقه یې پرې واجب ده، لکه میرمن یې، مور او پلار یې، اولادونو یې او داسې نورو او پدې سره یې نیت الله تعالی ته نږدیوالی او له هغه څخه د اجر غوښتل وي نو د نوموړي انسان لپاره دا صدقه ده.

د کلمو معناوې

...:

د حديث له ګټو څخه

په کورنۍ باندې په مصرف کولو سره د ثواب ترلاسه کول.

مؤمن په خپل عمل سره د الله جل جلاله خوښي او له هغه څخه اجر او ثواب غواړي.

هر کار باید په ښه نیت سره وشي، چې لدې څخه په کورنۍ باندې د لګښت کولو پر مهال نیت هم دی.

مراجع
نور (10)

صحيح البخاري (1/ 20) (55).

صحيح مسلم (2/ 695) (1002).

كنوز رياض الصالحين.

لمجموعة من الباحثين (5/ 334).

شرح رياض الصالحين.

لابن عثيمين (3/ 157).

نزهة المتقين بشرح رياض الصالحين.

لمصطفى الخن وغيره (1/ 293).

بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.

سليم الهلالي (1/ 375).