Skip to content

«تر ټولو غوره ذکر : لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ دی، او تر ټولو غوره دعا: الحمد لله ده».

له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې : ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې:

«تر ټولو غوره ذکر : لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ دی، او تر ټولو غوره دعا: الحمد لله ده».

«أَفْضَلُ الذِّكْرِ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَأَفْضَلُ الدُّعَاءِ: الْحَمْدُ لِلهِ».

الترمذي او النسائي په الکبری کې او ابن ماجه روایت کړی دی
حديث حسن
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته خبر راکوي چې تر ټولو ښه ذکر: "لا إله إلا الله" دی، معنا دا چې له الله پرته بل حقیقي معبود نشته، او غوره دعا الحمد لله ده؛ چې معنا یې اعتراف کول دي پر دې چې لوروونکی هماغه الله پاک دی، هغه ذات چې د ښایسته او پوره ستاینې وړ دی.

د کلمو معناوې

...:

د حديث له ګټو څخه

د توحید په کلمې سره د الله تعالی په زیات یادولو ټینګار، او د الله په ستاینې (الحمد) سره دعا کول.

مراجع
نور (5)

جامع الترمذي (5/ 393) (3383).

نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.

لمصطفى الخِن وغيره (2/ 984).

زاد المعاد في هدي خير العباد.

ابن قيم الجوزية (1/ 36).