"خپل صفونه برابر کړئ، ځکه د صف برابرول د لمانځه له بشپړتیا څخه دي".
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"خپل صفونه برابر کړئ، ځکه د صف برابرول د لمانځه له بشپړتیا څخه دي".
«سَوُّوا صُفُوفَكُمْ، فَإِنَّ تَسْوِيَةَ الصَّفِّ مِنْ تَمَامِ الصَّلَاةِ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ کوونکو ته امر کوي چې خپل صفونه سم کړي او تېر او بېر سره ونه دریږي او دا چې د صفونو سموالی د لمانځه له بشپړتیا او کمال څخه دي، او د صف په ګوږوالي کې ګډوډي او نېمګړتیا ده.
د هر هغه شي د خيال ساتلو مشروعيت چې لمونځ پوره کوي او له نيمګړتياو څخه يې ساتي.
په ښوونه کې د رسول الله صلى الله عليه وسلم حکمت، چې حکم یې د علت سره تړلی یاد کړ؛ تر څو د شریعت حکمت څرګند شي او نفسونه پیروۍ کولو ته وهڅول شي.
نور (8)
صحيح البخاري (1/ 145) (723).
صحيح مسلم (1/ 324) (433).
تيسير العلام شرح عمدة الأحكام.
للبسام (ص127).
تنبيه الأفهام شرح عمدة الأحكام.
لابن عثيمين (1/ 161).
الإفهام في شرح عمدة الأحكام.
لابن باز (ص173).