دين الحق
ریښتینی دین
ریښتینی دین
د محترم شيخ
عبد الرحمن بن حماد العمر، لیکنه
بسم الله الرحمن الرحيم
سريزه او ډالۍ
ثنا او صفت یوازی الله لره دي، درود او سلام دې وي د الله پر ټولو پیغمبرانو، وبعد:
دا د نجات لورې ته بلنه ده، چې زه په وجود کې هر عاقل انسان ته - نارینه او ښځینه - ته وړاندې کوم، له الله تعالی څخه غواړم، ترڅو - پدې سره - هغه کسانو ته هدایت نصیب کړي چې د هغه له لارې بې لارې شوي دي، او ماته او هر هغه چا ته چې د دې بلنې په خپرولو کې مرسته کوي، ډیر اجر راکړي، نو زه د الله په مرستې سره وایم چې:
اې هوښيار انسانه! پوه شه چې ستا لپاره په دې ژوند کې او له مرګ څخه وروسته په ژوند کې هيڅ نجات او خوشحالي نشته تر څو دې ته خپل رب ونه پېژنې چې ته یې پيدا کړی یې، او په هغه ايمان رانه وړي او يوازې د هغه عبادت ونه کړې، او خپل پېغمبر چې ستا رب تا ته او ټولو انسانانو ته لېږلی دی ونه پېژنې، او په هغه ایمان را نه وړې او د هغه پیروي و نه کړې او په هغه دین پوه نشې چې ستا رب درته امر کړی، او پر هغه ایمان را نه وړې او عمل پرې و نه کړې.
او دا کتاب (ریښتینی دین) چې ستاسو مخې ته دی، د دې لویو مسایلو توضیحات پکې دي چې تاسو هغو باندې پوه شئ او عمل پرې وکړئ، او په حاشیه کې مې د اړتیا پر مهال د لا ډیر وضاحت لپاره ځینې یادونې کړي، په ټولو مسایلو کې مې د الله سبحانه وتعالی په قول او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم په احادیثو تکیه کړې؛ - ځکه همدغه دوی د ریښتینی دین یوازینۍ مرجع ده چې الله تعالی له هیچا څخه دین نه مني پرته له دې څخه.
هغه ړوند تقلید مې پریښی چې ډیر خلک یې بې لارې کړي دي، او حتی د یو شمیر ګمراه شوو ډلو یادونه مې هم کړې چې د حق ادعا کوي حال دا چې له هغه څخه لرې دي، ترڅو هغه ناپوه خلک چې دې ډلو پورې تړلي او همدارنګه نور خلک هم با خبر شي، او الله ماته کافي او وکیل دی.
وینا او لیکنه: د بې وزله او د الله تعالی بخښنې ته فقیر
عبدالرحمن بن حماد آل عمر
د دیني علومو استاد
لومړی څپرکی – د لوي خالق الله تعالی پېژندنه [۱]
[1] الله: د کاېناتو خلکو او ټولو شیانو پرودګار پورې خاص نوم دی، او دا نوم د هغه لپاره علم دی چې خپل سپېڅلی ځان یې پرې نومولی، او معنی یې: «رېښتنی پرودګار» دی.
اې هوښيار انسانه! پوه شه چې ستا رب ته له هيڅ شي نه پيدا کړی یې او په نعمتونو يې ستر کړی یې، هغه ذات د جهانونو رب دی. هوښيار خلک هغه دي چې په الله تعالی باندې ايمان ولري [۲] حال دا چې هغه یې په خپلو سترګو نه دی ليدلی بلکې د هغه د وجود ثبوتونه يې ليدلي، او دا چې هغه د ټولو مخلوقاتو خالق او مالک دی نو په دې سره يې پيژندلی دی، او د ثبوتونو له جملې څخه:
[2] تعالی (لوړ): د الله د ستاینې او تعظیم کلمه ده، او د هغه لپاره د لوړتیا او سپېڅلتیا وصف دی.
لومړی ثبوت: کائنات، انسانان او ژوند: دا پیدا شوي شیان دي چې پیل او پاي لري، او بل څه ته اړتیا لري، ناڅاپي شیان او هر شی چې نورو ته اړتیا ولري، هرو مرو هغه مخلوق دی، او مخلوق باید خالق ولري، او دا لوی خالق الله دی، او الله هغه ذات دی چې د خپل سپیڅلي نفس په اړه یې خبر ورکړی چې هغه د ټولو مخلوقاتو خالق او نظام چلوونکی دی، او دا خبر د الله تعالی لخوا په خپلو کتابونو کې راغلی، کوم چې یې پر خپلو پیغمبرانو باندې نازل کړي. او د الله رسولانو د هغه خبرې خلکو ته رسولې، او هغوی ته یې بلنه ورکړې چې په الله ایمان راوړي، او یوازې د هغه عبادت وکړي. الله تعالی په خپل عظیم الشان کتاب کې فرمایی:
(إِنَّ رَبَّكُمُ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَىٰ عَلَى الْعَرْشِ يُغْشِي اللَّيْلَ النَّهَارَ يَطْلُبُهُ حَثِيثًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُومَ مُسَخَّرَاتٍ بِأَمْرِهِ ۗ أَلَا لَهُ الْخَلْقُ وَالْأَمْرُ ۗ تَبَارَكَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ) بېشكه ستاسو رب هغه الله دى چې آسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي، بیا د عرش له پاسه برقراره شو، هغه په شپې سره ورځ پټوي، پداسې حال كې چې دا (شپه) هغې (ورځ) لره په تلوار سره طلب كوي او (پیدا كړې يې ده) لمر سترګه، او سپوږمۍ او ستوري، چې د هغه په حكم سره مسخر كړى شوي دي، خبر شئ! خاص هغه لره دي پیدا كول او حكم كول، ډېر بركت والا دى الله؛ چې رب العالمین دى.
[الأعراف:54].
د مبارک آیت لنډه معنا:
الله تعالی ټولو خلکو ته خبر ورکوي چې هغه د دوی رب دی، هغه ذات چې دوی یې پیدا کړي، او آسمانونه او ځمکه یې په شپږو ورځو کې پیدا کړي [3] ، او خبر ورکوي چې هغه د عرش له پاسه برقرار دی [۴] . [۳] په پی درپی ډول د مخلوقاتو پیداکول د الله تعالی د هغه حکمت له امله دي چې اراده یې کړې ده، او که نه نو هغه د دې توان لري چې ټول مخلوقات د سترګو له رپېدو هم ژر پيدا کړي؛ ځکه هغه فرمایی چې هر کله څه شی وغواړي نو ورته وایی چې: شه، نو هغه کیږی. [۴] د عربو په ژبه کې - چې د قرآن ژبه ده - د يو شي د پاسه برقرار کیدل، په دې معنا ده: چې د هغه د پاسه پورته شو، او د الله تعالی برقرار کیدل پر عرش باندې هغه ډول پورته کیدل دي چې د هغه له شان او جلال سره مناسب دي، او د برقرار کیدلو پر کیفیت او څرنګوالي باندې هیڅوک نه پوهیږي، پرته له الله تعالی څخه . او د برقرار کیدلو (استوا) معنی دا نه ده: چی پر بادشاهۍ یې تسلط وکړ، لکه څنګه چې ګمراه خلک ادعا کوي، دا هغه خلک دي چې د الله د هغه صفاتو له حقیقت څخه انکار کوي په کومو چې هغه د خپل ځان ستاېنه کړې، او د هغه پیغمبرانو پرې د هغه ستاېنه کړې، په دې سره دوی دا ګمان کوي که دوی د الله صفتونه په خپل حقیقت سره ومني، په حقیقت کې دوی به الله د هغه د مخلوق سره تشبیه کړي، او دا یوه فاسده ادعا ده؛ ځکه چې تشبیه دا ده چې د دې په اړه وویل شي: دا د مخلوقاتو د دې صفاتو سره شباهت او یا ورته والی لري، لیکن د صفاتو اثبات د الله تعالی لپاره پرته له ورته والي، مثال ورکولو، څرنګوالي، تعطیل، او تأویل څخه، دا د پېغمبرانو هغه طريقه ده چې مخکنيو نيکانو يې تعقيب کړې وه، او دا هغه حق دی چې مؤمن يې بايد په کلکه سره مراعت کړي، که څه هم ډېرو خلکو پرېښودي وي.
عرش د اسمانونو څخه پورته دی، او هغه د ټولو مخلوقاتو څخه لوړ او پراخ دی. او الله تعالی د دې عرش د پاسه دی، او هغه په خپل علم، اورېدلو او لېدلو د لحاظه د ټولو مخلوقاتو سره دی، د هغوی د کارونو څخه ترې هیڅ هم پټ نه دي، او الله تعالی خبر ورکوي چې د شپې د تیارو په واسطه ورځ پوښوي، او په چټکتیا سره یې تعقیبوی، او همدارنګه خبر ورکوي چې لمر، سپوږمۍ او ستوري یې پیدا کړي او ټول یې خپل فرمان ته تابع کړي دي او هر یو په خپل مدار کې د هغه په امر حرکت کوي، او خبر ورکوي چې یوازې هغه د پیدایښت او امر څښتن دی، او هغه په خپل ذات او صفاتو کې لوی او کامل دی، هغه ذات چې تلپاتي او ډېر خیرات ورکونکی دی، او دا چې هغه رب العالمین دی، چې دوی یې پیدا کړي او په نعمتونو یې نازولي دي.
الله تعالی فرمايلي دي:
(وَمِنْ آيَاتِهِ اللَّيْلُ وَالنَّهَارُ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ ۚ لَا تَسْجُدُوا لِلشَّمْسِ وَلَا لِلْقَمَرِ وَاسْجُدُوا لِلَّهِ الَّذِي خَلَقَهُنَّ إِن كُنتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ) او د هغه له دلیلونو څخه شپه او ورځ او لمر او سپوږمۍ دي، تاسو مه لمر ته سجده كوئ او مه سپوږمۍ ته او تاسو خاص الله ته سجده كوئ چې دغه (نښې) يې پیدا كړې دي، كه چېرې تاسو خاص د هغه عبادت كوئ.
[فصلت:37].
د مبارک آیت مختصره معنا:
الله تعالی خبر ورکوي چې له هغو نښو څخه چې د هغه په شتون دلالت کوی: شپه او ورځ، لمر او سپوږمۍ دي، لمر او سپوږمۍ ته سجده کول یې منع كړې دي؛ ځکه چې هغه د نورو مخلوقاتو په څیر پیدا شوی مخلوق دی، او د مخلوق لپاره عبادت کول صحیح ندي، او سجده: یو ډول عبادت دی، او الله تعالی په دې آیت کې خلکو ته امر کوي - لکه څنګه چې په نورو آیاتونو کې امر کوي - چې یوازې هغه ته سجده کوئ؛ ځکه چې هغه خالق، مالک، او د عبادت وړ دی.
- دويم دلیل:
هغه نر او ښځه پیدا كړي دي: د ښځې او نارینه شتون د الله په موجودیت باندې دلالت کوی.
- دریم دلیل:
بېلابېلې ژبې او رنګونه: داسې دوه كسان نشته چې غږ یې یو شان وي، او یا یې رنګ یو شان وي، بلکې د دوی تر منځ هرومرو توپیر شتون لري.
څلورم دلیل:
د نصیب او قسمت توپیر: دا شتمن دی، دا غریب دی، دا رئيس دی، او دا تابع دی، په داسې حال کې چې هر یو عقل، فکر او پوهه لري، او د شتمنۍ، شرف، او د ښکلې ښځې د ترلاسه کولو هڅه یې کړي ده، مګر هیڅوک نشي کولای چې یو څه تر لاسه کړي پرته له هغه څه چې
الله تعالی هغه ته مقدر کړي وي، او دا د یو لوی حکمت له امله دي چې الله سبحانه غوښتلي دی [5]، او هغه: د خلکو ازموينه پر یو بل باندې، او د یو بل خدمت کول، ترڅو د دوی کارونه او مصلحتونه ضایع نشی.
[۵] سبحانه: یعنی الله پاک له عیبونو او نیمګړتیاوو څخه پاک دی.
او د چا لپاره چې الله تعالی په دې دنیا کې د قسمت او نصیب پریکړه نه وي کړي، الله تعالی خبر ورکوي چې د هغه نصیب او قسمت به په جنت کې د هغه په نعمتونو کې زیاتوالی راولي که چیرې هغه په داسې حال باندې مړ شي چې په الله باندې ایمان ولري، سره لدې چې اکثرا الله غریبانو ته رواني او روغتیایي ځانګړتیاوې ورکړي چې هغه په ډیری شتمنو خلکو کې نه موندل کیږي، دا هم د الله له حکمت او عدالت څخه دي.
پنځم دلیل:
خوب، او ریښتینی خوب لیدل چې په هغه کې الله تعالی ویده شوي کس ته له غیبو څخه خبر ورکوي، یا زیری وي او یا خبرداری وي.
شپږم دلیل:
روح: چې د هغه حقیقت یوازې الله ته معلوم دی.
اووم دلیل:
انسان: او هغه څه چې د هغه په بدن کې دي لکه حواس، عصبي سیسټم، دماغ، د هاضمې سیسټم او داسې نور دي.
اتم دلیل:
الله جل جلاله پر وچه زمکه باران اوروي، او په مختلفو شکلونو، رنګونو، ګټو او خوندونو بوټي او ونې راټوکوي، او دا د هغو سلګونو دلائلو له جملې څخه یو څو دلیلونه دي، چې الله تعالی په قرآنکریم کې ذکر کړي دي، او فرمايي چې دا هغه ولاړ او برحال دلیلونه دي چې د هغه سبحانه و تعالی پر وجود دلالت کوي، او دا چې هغه د ټولو مخلوقاتو خالق او حاکم دی.
نهم دلیل:
هغه فطرت چې الله تعالی پرې خلک پیدا کړي، او هغه دا چې د هغه خالق او حاکم په وجود ایمان ولري، او هر څوک چې دا ردوي هغه ځان غولوي او بدبخت کوي یې، - د مثال په توګه - کمونیست [6] دنیا کې بدبختانه ژوند کوي، د مرګ وروسته یې برخلیک اور ته دی، دغه بدله ورکول کیږي ځکه هغه د الله موجودیت درواغ ګڼل، هغه رب چې هغه یې له هیڅ شي څخه پیدا کړی دی، او په نعمتونو سره يې نازولی، مګر دا چې الله ته توبه وباسي او په هغه باندې، او د هغه په دين او د هغه پر رسول ايمان راوړي. [۶] او د هغه په څیر: ملحد (بې دین) . لسم دلیل: برکت، او هغه زیاتوالی دی لکه په ځینو مخلوقاتو لکه پسونو کې، او د برکت برعکس ناکامي ده، لکه چې په سپو او پیشوګانو کې ده. *** او د الله تعالی له صفاتو څخه دا دی چې هغه:
لومړی دی پرته له پیل څخه، او تل ژوندی دی، هیڅکله نه مري او نه ختمیږي، په خپل ذات شتمن او یوازې په خپل ذات باندی اتکا لري، هیچا ته اړتيا نه لري او شريک هم نلري، الله تعالی فرمایي:
(قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ (1) (اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: شان دا دى چی الله یو دى.
اللَّهُ الصَّمَدُ (2) هم دا الله بې نیازه (بې حاجته) دى.
لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ (3) نه يې (څوک) زېږولي دي او نه دى (له چا) زېږول شوى دى.
وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ (4)) او د ده هیڅوک سیال (او) برابر نشته.
[الإخلاص:1-4].
د آیتونو معنا:
کله چې کافرانو د خاتم النبیین څخه د الله د صفت په اړه پوښتنه وکړه؛ الله دغه سورت په هغه نازل کړ او امر یې وکړ چې دوی ته ووایه:
الله یو دی هیڅ شریک نلري، الله تل ژوندی او حاکم دی، هغه یوازې پر کائناتو، خلکو او هر څه باندې بشپړ حاکمیت لري، او یوازې هغه ته باید خلک د خپلو اړتیاو پوره کولو لپاره رجوع وکړي.
نه يې څوک زېږولى دى او نه دى له چا زېږول شوى دى، او نه د ده لپاره زوی، لور، پلار او یا مور لرل صحیح دي، هم په دې سورت کې او هم نورو سورتونو کې یې له ځانه دا ټول په کلکه نفي کړي دي، ځکه چې جانشیني او زیږون د مخلوقاتو له صفتونو څخه دي، او الله تعالی د نصاراو خبره رد کړه کله چې دوی وویل: مسیح د الله زوی دی، او یهودانو ته هم کله چې دوی وویل: عزیر د الله زوی دی، او نورو خبرې چې ویل یې: ملایکې د الله لوڼي دي، او د هغوی دغه باطل قول یی توهین و ګاڼه.
او وې ویل چې عیسی علیه السلام یې په خپل قدرت سره له مور څخه بې پلاره پیدا کړ، لکه څنګه چې ادم علیه السلام د انسانانو پلار یې له خاورو څخه پیدا کړ، او لکه څنګه چې حوا د انسانانو مور یې د آدم له پښتۍ څخه پیدا کړه، او هغه يې تر خپل څنګ وليده، بيا يې د آدم اولاد د يوه سړي او يوې ښځې له اوبو څخه پيدا کړه، هر څه يې له پيله له هیڅ څخه پيدا کړل؛ او له هغې وروسته یې د خپلو مخلوقاتو لپاره یو سنت او نظام جوړ کړ، چې له هغه پرته بل هیڅ څوک نه شي کولای چې هغه کې بدلون راولي، او که الله تعالی وغواړي چې په دې نظام کې هر ډول بدلون راولي، کولای شی.نازولى
لکه څنګه چې يې عیسی علیه السلام بې پلاره له مور څخه پیدا کړ، او هغه یې په زانګو کې په خبرو راوست، او لکه څنګه چې یې د موسی علیه السلام له امسا څخه مار جوړ کړ چې منډې یې وهلې، او کله يې چې په هغې سره سمندر وواهه څیري شو او لاره پکې جوړه شوه چې هغه او د هغه قوم په هغې باندې تیر شول، او لکه څنګه چې سپوږمۍ د خاتم النبیین محمد صلی الله علیه وسلم لپاره دوه ټوټې شوه،او ونې یې داسې وګرځولې چې هغه به کله د هغې له مخې تیریده هغې به ورته سلام کاوه، او څارويو به هم د نبوت ګواهي ورکوله چې حتی خلکو به اوریدل، او ویل به یې: زه ګواهي ورکوم چې ته د الله رسول یې، او له مسجد الحرام څخه د براق په وسیله مسجد الاقصی ته یوړل شو، او له هغې وروسته جبرائیل سره د اسمان په لور پورته شو، تر دې چې د اسمان د پاسه ورسید، هلته الله تعالی ورسره خبرې وکړې، او لمونځ یې پرې فرض کړ، او بیرته د ځمکې په لور مسجد حرام ته راستون شو، او په لاره کې یې د هر اسمان خلک ولیدل، او دا ټول په یوه شپه کې له سهاره مخکې ترسره شول، او د اسرا او معراج کیسه په قرآن، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو او د تاریخ په کتابونو کې مشهوره ده.
***
او د الله تعالی له صفاتو څخه چې خپل ځان یې پر هغو وصف کړی او د هغه پیغمبرانو پرې ستاېلی دی:
1- اورېدل او ليدل، پوهه او قدرت، او اراده، هر څه اوري او ويني یې، د اورېدلو او ليدلو لپاره یې کومه پرده او مانع نشته.
هغه پوهیږي په هر څه چې په رحم کې وي، او سینو پټ کړي وي، څه چې وو او څه چې به وي، او هغه قادر ذات دی چې د هر څه اراده وکړي نو ورته ووایي چې: شه، هغه کیږي. 2- هرکله او هره خبره چې وغواړي کوي یې: موسی - علیه السلام - سره یې خبرې وکړې، او د خاتم الانبیاء محمد - صلی الله علیه وسلم - سره یې خبرې وکړې، او د قرآن حرفونه او معناوې د الله کلام دی، او پر خپل رسول حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندې یې نازل کړي دي، او هغه د هغه د صفتونو څخه یو صفت دی، او هغه مخلوق ندی لکه څرنګه چې ګمراه معتزله ادعا کوي [۷] . [۷] معتزله یوه ګمراه ډله ده چې د الله نومونه یې تحریف کړي، او د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د مراد او مقصد پر خلاف یې معناوې تعبیروي. ۳- مخ او لاسونه، برقرار کیدل او ښکته کېدل [۸]، رضایت او غصه کېدل. هغه له خپلو مؤمنو بندګانو څخه راضی دی، او له کافرانو څخه ناراضه دی، او له هغو کسانو څخه ناراضه دی چې د خپلو کړنو په واسطه د الله د غضب لامل ګرځي. د هغه رضایت او ناراضي د هغه د نورو صفاتو په څېر دي، چې د مخلوق له صفتونو سره ورته والی نلري، او د هغه صفتونه نه تاویل کیږي او نه یې څرنګوالی بیانیږي. [8] د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث پر اساس چې فرمایی: " زمونږ رب تبارک و تعالی هره شپه د مځکې آسمان ته را ښته کیږي کله چې د شپې دریمه برخه پاتې شي، او وايي: څوک چې ما وغواړي نو زه يې بلنه قبلوم، او څوک دی چې له ما څخه څه وغواړي چې زه یې ورکړم، او څوک دی چې له ما څخه بخښنه وغواړي او زه هغه ته بخښنه وکړم. تخریج د بخاري (۷۴۹۴)، مسلم (۷۵۸) او ترمذي (۳۴۹۸).
او په قرآن او سنتو کې ثابت دي چې مؤمنان به د قيامت په منازلو او په جنت کې الله تعالی په خپلو سترګو ويني، او د الله تعالی صفات په قرآن عظيم الشان او د رسول کریم محمد - صلی الله علیه وسلم - په احاديثو کې په تفصيل سره بيان شوي دي، هغې ته باید مراجعه وشی.
***
د هغه شي لپاره چې الله تعالی انسانان او پیریان پیدا کړي دي. كه ته پوه شوی یې – اې هوښياره – الله ستا هغه رب دى چې ته يې پيدا كړى يې؛ نو پوه شه چې الله ته بې ځایه نه يې پیدا کړی، بلکې د هغه د عبادت لپاره یې پیدا کړی يې؛ او دلیل یې د الله تعالی دا قول دی:
(وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ (56) او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي (56)
مَا أُرِيدُ مِنْهُم مِّن رِّزْقٍ وَمَا أُرِيدُ أَن يُطْعِمُونِ (57) زه له دوى نه هېڅ رزق نه غواړم او نه دا غواړم چې دوى ما ته خوراک راكړي (57)
إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِينُ (58)) بېشكه هم دغه الله ښه روزي وركوونكى، قوت والا، (او) ډېر مضبوط دى (58)
[الذاريات:56-58]. د آيتونو مختصره معنا:
الله تعالی په لومړي آيت کې فرمايي: پېريان او انسان يې يوازې د خپل عبادت لپاره پيدا کړي دي. او په دويم او دريم آيت كې فرمايي: چې هغه د خپلو بندګانو د عبادت څخه بې نیازه دى، او له هغوى څخه نه روزي او نه خواړه غواړي، ځکه چې هغه طاقتور او روزي ورکوونکی دی، چې د خلکو او نورو شیانو روزي نشته مګر د هغه لخوا څخه، او هغه داسې ذات دی، چې باران اوروي او له ځمکې څخه روزي راوباسي. [۹] پیریان: عقل لرونکی مخلوق دی چې الله پاک د بنی آدم په څېر د خپل عبادت لپاره یې پيدا کړي دي، او په ځمکه کې د بني آدمانو سره اوسېږي، خو بنی آدمان يې نه ويني.
او همدارنګه نور مخلوقات چې په ځمکې کې دي، الله تعالی فرمایي چې هغه یې د انسان لپاره پیدا کړي دي، ترڅو د هغه د اطاعت په ترسره کولو کې یې وکاروي، او د الله د شریعت سره سم ورسره عمل وکړي. او په کایناتو کې هر مخلوق او هر حرکت او سکون، الله تعالی د یو حکمت لپاره پیدا کړی او په قرآن کریم کې یې بیان کړی، او پوهان یې د الله د شریعت په نوم پېژني، هر یو د خپلې پوهې په پیمانه، حتی د عمرونو، روزۍ، پیښې او د آفتونو تفاوت، دا ټول د الله په اجازې سره ترسره کیږي؛ ترڅو خپل هوښيار بندګان وازمايي. که څوک د الله تعالی په تقدیر راضي وي او هغه ته غاړه کیږدي او هغه کار د ترسره کولو هڅه وکړي چې د هغه خوښ وي، نو هغه ته به د الله رضایت حاصل شي، او په دنیا او د مرګ څخه وروسته په آخرت کې به خوشبخته وي، او هغه څوک چې د الله په تقدیر راضي نه وي، او هغه ته غاړه کېنږدي او د هغه اطاعت و نکړي، هغه لپاره د الله لخوا په دنیا او آخرت کې غضب او بدبختي وي. د الله د رضا غوښتنه کوو او د هغه له غضب څخه پناه غواړو.
***
له مرګ نه وروسته بیا را ژوندي کیدل، د اعمالو حساب او جزا، او جنت او دوزخ.
كه ته پوه شوی یې – اې هوښياره – چې الله د خپل عبادت لپاره پيدا كړی يې؛ پوه شه چې الله په خپلو ټولو کتابونو کې چې پر خپلو پیغمبرانو یې نازل کړي دي فرمایي چې، هغه به تاسو له مرګ وروسته راژوندي کوي، او تاسو ته به د مرګ څخه وروسته د جزا په کور کې ستاسو د کار بدله درکړي؛ دا ځکه چې انسان له مرګه وروسته د عمل او فنا له کور څخه – او هغه همدا ژوند دی - د جزا او ابدیت کور ته انتقالیږی، او هغه د مرګ څخه وروسته دی،
او کله چې د انسان د ژوند کولو لپاره ټاکل شوې موده بشپړه شي، الله د مرګ فرښتې ته امر کوي چې د هغه له بدن څخه روح واخلي، هغه د مرګ تریخ خوند اخیستو وروسته مړ کیږي مخکې لدې چې روح یې له بدن څخه ووځي. لیکن روح، الله تعالی د نعمت په کور کې ځای په ځای کوي - جنت - که چیرې هغه په الله ایمان ولري او د هغه اطاعت یې کړی وي. او كه هغه په الله باندې کافر وي، او وروسته له مرګ څخه ژوند او جزا درواغ وګڼي، الله به هغه د عذاب په کور - اور - کې وګرځوي، تر هغه چې د نړۍ د پای وخت راشي، بیا به قیامت پیل شي، او هر مخلوق چې پاتې شوی وي مړ کیږي به، او هیڅ څوک به پاتي نشي مګر یوازې الله تعالی. بیا به الله ټول مخلوق - حتی څاروي - بیا راژوندي کوي او هر روح به بیرته خپل بدن ته راګرځوي وروسته له دې چې هغه ټول بدن بیرته راوګرځوي لکه څنګه چې یې د لومړي ځل لپاره پیدا کړی و؛ دا د دې لپاره چې د خلکو سره حساب کتاب وشي او هغوی ته په خپلو عملونو بدله ورکړل شي، نارینه او ښځینه، رئيس او تابع، شتمن او غریب، او په هیچ چا باندې به ظلم و نشي، او د ظالم څخه به د مظلوم لپاره بدله اخیستل کیږي، حتی له څارویو څخه هم بدله اخیستل کیږي، او د یو بل څخه به انتقام اخلي. بیا به ورته وویل شي: خاورې شه؛ ځکه هغوی نه جنت ته داخلیږي او نه دوزخ ته. انسانان او پیریانو ته د هغو د عمل بدله ورکول کیږي، او هغه مومنان به جنت ته داخل شی چې په الله باندې ایمان راوړی وي او د هغه اطاعت یې کړی وي، او د هغه د پیغمبرانو پیروي یې کړي وي؛ که څه هم دوی تر ټولو بې وزله خلک وي، او کافران او منکران به دوزخ ته ننوځي، که څه هم د نړۍ تر ټولو شتمن او باعزته خلک وي، الله تعالی فرمایی: (إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ) بېشكه د الله په نیز په تاسو كې ډېر عزتمن، ستاسو زیات پرهېزګار دى. [الحجرات:13].
او جنت: دا د نعمتونو کور دی، په هغه کې ډول ډول نعمتونه دي چې هیڅوک یې نشي بیانولی، په دې کې سل درجې دي، د هرې درجې لپاره اوسیدونکي دي، په الله باندې د دوی د ایمان او د دوی د اطاعت او قوت پر اساس، او په جنت کې تر ټولو ټیټه درجه خلکو ته د هغه نعمت په څیر ورکول کیږي لکه د نړۍ ترټولو په نعمتونو نازول شوی پادشاه او حتا تر هغه هم څو برابره ډیر [10]. [10] د مغیره بن شعبہ رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: موسی علیه السلام له خپل رب څخه پوښتنه وکړه چې د جنتیانو ټیټه درجه کومه ده؟ هغه وفرمایل: یو سړی به وروسته له هغه راشي چې جنتيان جنت ته داخل شي، هغه ته به وویل شي: جنت ته ننوځه، هغه به ووایي: ای زما ربه زه څنګه ننوځم حال داچې ټول خلک خپلو کورونو کې میشت شوي دي؟ او خپل متعلق څیزونه او انعامونه یې اخیستي دي؟ نو ورته به وويل شي: آيا ته غواړې چې د دنیا د پاچاهانو په شان جایداد ولرې؟ هغه به ووایي: ای ربه زه راضي یم، هغه به ورته ووایي: دا هم ستا دي او د هغه په شان یو بل هم ستا لپاره دی. او په پنځم ځل کې به ووایي: ای ربه زه راضي یم، الله تعالی به ورته وفرمايي: دا ستا لپاره دي، او ددې لس چنده هم ستا دي، او ستا لپاره هغه څه دي چې ستا زړه یې غواړي او سترګې دې له دې څخه خوند اخلي. هغه به ووايي: ای ربه زه راضي یم. او ویې ویل: ای زما ربه، نو تر ټولو لوړ مقام به څرنګه وي؟ هغه وفرمایل: د هغوی اکرام او اعزاز ما په خپلو لاسونو جور کړی دی او مهر مې ورباندې لګولی، چی نه سترګو لیدلي، نه غوږونو اوریدلي، او نه د انسان زړه کې تیر شوي. د مسلم روایت (۱۸۹) . او اور: - الله دې موږ له هغې څخه وساتي - له مرګ نه وروسته په آخرت کې د عذاب كور دی، چې په کې ډول ډول عذابونه او تکلیفونه دي چې زړونه ویروي او سترګې ژړوي.
او که مرګ په آخرت کې شتون درلودای، نو جهنمیان به یې د لیدلو سره سم مړه شوي وو، مګر مرګ یوازې یو ځل دی چې له مخې یې انسان د دې دنیا له ژوند څخه آخرت ته انتقالیږي. په قرآن عظیم الشان کې د مرګ، پس له مرګه ژوندي کیدل، حساب، جزا، جنت او دوزخ په بشپړ شکل باندې بیان شوي دي، او دلته مو ورته په مختصر ډول اشاره وکړه.
او له مرګه وروسته د راژوندي کيدو او حساب او جزا دلايل ډير دي، الله تعالی په قرآن عظيم الشان کې فرمايي:
(۞ مِنْهَا خَلَقْنَاكُمْ وَفِيهَا نُعِيدُكُمْ وَمِنْهَا نُخْرِجُكُمْ تَارَةً أُخْرَىٰ) له همدې (ځمكې) نه مونږ تاسو پیدا كړي یئ او په هم دې كې به مونږ تاسو داخلوو، او بل ځل به مونږ تاسو له همدې (ځمكې) څخه راوباسو.
[طه:55]،
او الله تعالى فرمايي: (وَضَرَبَ لَنَا مَثَلًا وَنَسِيَ خَلْقَهُ ۖ قَالَ مَن يُحْيِي الْعِظَامَ وَهِيَ رَمِيمٌ) او دى زمونږ لپاره مثال بیانوي او خپل پیدایښت يې هېر كړى دى، وايي: دغه هډوكي به څوک راژوندي كوي، په داسې حال كې چې هغه وراسته وي. [يس:78-79].
او الله تعالى فرمایي:
(زَعَمَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَن لَّن يُبْعَثُوا ۚ قُلْ بَلَىٰ وَرَبِّي لَتُبْعَثُنَّ ثُمَّ لَتُنَبَّؤُنَّ بِمَا عَمِلْتُمْ ۚ وَذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ) کافران شوي خلک دا (غلطه) عقېده ساتي چې دوی به له سره بیا راژوندي نه کړی شي، ته (دوی ته) ووایه: ولې نه! زما دې په خپل رب قسم وي خامخا به تاسې به بېرته راژوندي کولی شئ، او بیا به تاسو ته ستاسو په عملونو خبر درکولی شي، او دا کار الله تعالی ته ډېر اسان دی.
[التغابن:7]. د آيتونو مختصره معنا: ۱- په لومړي آيت کې الله جل جلاله فرمايي : له ځمکې څخه يې بني آدم پيدا کړ، دا هغه وخت دی چې د دوی پلار آدم علیه السلام یې له خاورو څخه پیدا کړ، او بیا خبر ورکوي چې دوی به پس له مرګ قبرونو ته بیرته راګرځوي؛ د هغوی د عزت لپاره، او خبر ورکوي چې هغه به دوی له خپلو قبرونو څخه بیا راوباسي، نو دوی به له خپلو قبرونو څخه ژوندي راووځي، له پیل څخه تر پایه پورې، نو الله به دوی سره محاسبه وکړي او بیا به دوی ته بدله ورکړي. ٢- په دويم آيت کې: الله د هغو کافرانو ځواب ورکوي چې په حیرانتیا به یې ویل، څنگه امکان لري چی هډوکي بیرته ژوندي شی پس له فنا کېدو څخه. الله هغه ته ځواب ورکوي، او وايي چې هغه به بیا را ژوندي کوي، ځکه چې هغه په لومړي ځل له نشت څخه پیدا کړ. 3- او په دريم آيت کې: الله د هغو کافرانو ځواب ورکوي چې له مرګ نه وروسته بيا راژوندي کيدل یی درواغ گڼل، د هغوى د فاسدو ادعاوو، او خپل رسول (صلى الله عليه و اله و سلم) ته امر کوي، چې هغوی ته په الله قسم یاد کړي او ووایي، چې بیشکه الله به هغوى بیا را ژوندي کوي، او هغوی ته به خبر ورکړي په هغو کارونو چې هغوی ترسره کړي، او دوی ته به د خپلو کارونو بدله ورکړي، او دا د الله لپاره اسانه دي.
او په بل آيت کې الله خبر ورکړى کله چې د مرګ وروسته د ژوندي کیدلو او د دوزخ منکران حشر کړي، د دوزخ په اور کې به يې سزا ورکړي او ورته به وويل شی:
(ذُوقُوا عَذَابَ النَّارِ الَّذِي كُنتُم بِهِ تُكَذِّبُونَ) د اور هغه عذاب وڅَكئ چې تاسو به د ده تكذیب كاوه.
[السجدة:20].
د انسان د کړنو او خبرو ثبتول:
او الله - عزوجل – پوهیږي پر هغه څه چې انسان یې په راتلونکي کې وایي او یا يې کوي، که ښه وي یا بد، په پټه یا په ښکاره، او فرمایې چې هغه د اسمانونو او ځمکې او انسان او نورو مخلوقاتو له پیدا کولو دمخه دا ټول شیان په لوح محفوظ کې لیکلي و، او فرمایي چې له دې سره سره يې پر هر انسان دوه پرښتې مقررې کړي دي چې يوه يې ښي لورې ته نيکي ليکي او بله يې چپ لورې ته بدي ليکي، له دوی څخه هیڅ شی نه خطا کیږي، او الله سبحانه و تعالی خبر ورکړی چې هر انسان ته به د حساب په ورځ د هغه کتاب (عملنامه) ورکول کیږي چې د هغه خبرې او عملونه پکې لیکل شوي دي، نو هغه به یې ولولي، بې له دې چې د هغه څخه د کوم شي انکار وکړي، او که څوک د کوم شي څخه انکار وکړي، الله به د هغه غوږ ، سترګه، لاسونه، پښې او پوستکی ټول په خبرو راولي او په خپلو کړنو به یې ګواهي ورکړي.
په قرآن عظیم الشان کې ددې خبرې تفصیل بیان شوی دی. الله تعالی فرمایلي دي:
(مَّا يَلْفِظُ مِن قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ) (دغه بنده) هېڅ خبره نه كوي مګر له ده سره حاضر ساتونكى دى.
[ق:18]،
او الله تعالی فرمایلي: (وَإِنَّ عَلَيْكُمْ لَحَافِظِينَ (10) كِرَامًا كَاتِبِينَ (11) يَعْلَمُونَ مَا تَفْعَلُونَ (12)) [الانفطار:10-12]. په داسې حال كې چې پر تاسو باندې ساتونكي (پرښتې) مقرر دي، چې عزتمن لیكونكي دي، دوى په هغه څه پوهېږي چې تاسو يې كوئ. [سورت انفطار: 10-12].
- د آیتونو شرحه:
الله جل جلاله خبر ورکوي چې پر هر انسان یې دوه پرښتې مقررې کړي دي، یوه یې ښي لوري ته (رقیب) ده چې د هغه نیکۍ لیکي او بله یې چپ لوري ته (عتید) ده چې د هغه بدۍ لیکي، او الله تعالی په دوو ورستیو آیتونو کې فرمایي چې هغه عزتمندې پرښتې مقررې کړي دي، او د هغوی ټول عملونه لیکي او فرمایي چې هغوی ته یې دا توان ورکړی چې د دوی ټول عملونه وپیژني، او ویې لیکي لکه څرنګه چې د الله پوهه وه او له ځانه سره یی په لوح محفوظ کې لیکلي و مخکې له دې چې هغوی پیدا کړي.
ګواهي (شاهدي) ورکول:
زه ګواهي (شاهدي) ورکوم چې له الله پرته بل معبود حق نشته او زه ګواهي (شاهدي) ورکوم چې محمد د الله رسول دی، او زه ګواهي (شاهدي) ورکوم چې جنت حق دی، دوزخ حق دی، او دا چې قیامت راروان دی په دې کې هیڅ شک نشته، او دا چې الله به هغه کسان چې په قبرونو کې دي د حساب او بدلې لپاره راپورته کوي، او دا چې هر هغه څه چې الله په خپل کتاب کې یا د خپل رسول (صلی الله علیه وسلم) په ژبې ویلي حق دي. زه تاته بلنه درکوم – اې هوښياره – چې پر دې ګواهۍ (شاهدۍ) باندې ايمان راوړې، او هغه اعلان کړې او پر مانا يې عمل وکړې؛ او دا د نجات لاره ده.
دویم څپرکی - د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) پیژندنه
که ته پوه شوی یې - اې هوښياره - دا چې الله ستا پیداکونکی دی، او هغه به تا را ژوندی کړي چې ستا د کارونو بدله درکړي، او پوه شه چې الله تا او ټولو خلکو ته رسول رالېږلی دی، چې د هغه د امر اطاعت او پیروي وکړئ، او فرمایی چې د هغه د سم عبادت کولو هیڅ لاره نشته پرته لدې چې د دې رسول پیروي وکړئ، او د هغه د شریعت مطابق د الله عبادت وکړئ، هغه شریعت چې هغه رالیږلی دی.
او دغه عزتمند پیغمبر چې ټول خلک باید پر هغه ایمان راوړي او پیروي یې وکړي، هغه خاتم النبیین دی، او د ټولو خلکو لپاره د الله رسول نالوسته محمد - صلی الله علیه وسلم - دی، هغه چې د هغه په اړه د موسی او عیسی علیهما السلام له خوا په تورات او انجیل کې له څلویښتو څخه زیاتو ځایونو کې زیری ورکړل شوی دی، یهودیان او نصارانیانو به په خپلو کتابونو کې لوستل، مخکې له دې چې هغوی په دې دوو کتابونو کې لاس وهنه وکړي او تحریف یې کړي [11] .
[۱۱] وګوره : د محمد صلی الله علیه وسلم د خوشالۍ زېری لکه څنګه چې په تورات او انجیل کې راغلی دی، په کتاب: الجواب الصحيح لمن بدل دين المسيح ، جلد "1" د شيخ الإسلام أحمد ابن تيمية (رحمه الله)، او د علامه محمد ابن القیم کتاب (هدایت الحیاری) وګورئ، او د ابن هشام کتاب (سیرت النبی) وګورئ ، او کتاب معجزات النبوة في تاريخ ابن كثير او نورو کتابونو کې.
او دا پیغمبر چې الله پر هغه باندې د پیغمبرانو سلسله پای ته ورسوله، او ټولو خلکو ته يې ولېږه، هغه محمد د عبدالله زوی د عبدالمطلب زوی هاشمي او قریشي دی – صلی الله علیه وسلم - تر ټولو معزز او صادق انسان، او د ځمکې پر مخ تر ټولو د باعزته قبيلې اوسیدونکی، چې سلسله یې د حضرت اسماعیل بن ابراهیم علیهم السلام اولادې ته رسیږی، او خاتم النبیین محمد صلی الله علیه وسلم په ۵۷۰ میلادي کال کې په مکه مکرمه کې زیږیدلی دی.
په کومه شپه چې هغه پیدا کیده او د مور له ګېډې څخه د وتلو په وخت کې یوې سترې رڼایي نړۍ روښانه کړه، چې خلک یې حیران کړل، او د تاریخ په کتابونو کې ولیکل شو، د قريشو هغه بت چې دوى يې په مكه كې په كعبې كې عبادت كاوه وغورځيد، او د فارس د پاچا ايوان يې ولړزاوه، څه دپاسه لس بالكونۍ يې پرې راښكته شوې، او د فارسیانو هغه اور مړ شو چې دوى يې عبادت كاوه، چې هغه اور له دوو زرو کالو راهیسی نه و مړ شوی.
دا ټول د الله تعالی له خوا د ځمکې د خلکو لپاره د خاتم النبیین د زیږون اعلان و چې هغه به هغه بتان له منځه یوسي چې له الله پرته یې عبادت کیدلو، او فارس او رومیانو ته به بلنه ورکوي چې یوازې د الله عبادت وکړي، او په دغه ریښتیني دین کې داخل شي، که دوی انکار وکړي، هغه او د هغه پیروان به منکرینو سره جهاد وکړي، او الله به هرومرو دوی بریالي کړي، او د هغه دین چې د هغه نور دی په ځمکه خپور کړي. دا په حقیقت کې هغه څه دي چې وروسته له دې چې الله خپل رسول محمد صلی الله علیه وسلم واستاوه.
او الله تعالی خاتم النبیین، محمد - صلی الله علیه وسلم – د نورو مخکنيو پیغمبرانو وروڼو څخه په ځانګړو ځانګړتیاوو سره جلا کړ، له هغې جملې څخه:
لومړی: هغه خاتم الانبیاء دی، چې له هغه وروسته نه رسول او نه پیغمبر شته.
دويم: ټولو خلکو ته د هغه د پیغام عمومیت، ټول خلک د محمد (صلی الله علیه وسلم) امت دی، څوک چې د هغه اطاعت او پیروي وکړي جنت ته به لاړ شي، او څوک چې د هغه نافرماني وکړي هغه به دوزخ ته لاړ شي، حتی یهود او نصارا هم د هغه په پیروۍ سره مکلف دي، او څوک چې د هغه پیروي ونه کړي او پر هغه ایمان را نه وړي هغه پر موسی او عیسی او پر ټولو پیغمبرانو باندې کافر شوی دی.
موسی، عیسی او ټول پیغمبران له هر هغه انسان څخه بې زاره دي چې د محمد صلی الله علیه وسلم پیروي نه کوي؛ ځکه چې الله دوی ته امر کړی چې خپلو امتونو ته د محمد صلی الله علیه وسلم په اړه خبر ورکړي او ووایي چې د هغه پیروي وکړئ هرکله چې الله راولیږه؛ او دا ځکه چې هغه دين چې الله ورسره رالېږلى دى هماغه دين دى چې الله خپلو پېغمبرانو ته رالېږلی و، او ددین کمال او اسانتیاوې د دغه عزتمند پیغمبر په زمانه کې رامنځ ته کړې، د محمد صلی الله علیه وسلم له بعثت نه وروسته هیڅوک اجازه نه لري چې له اسلام پرته بل دین ومني چې الله تعالی رالیږلی و؛ ځکه چې دا هغه کامل دین دی چې د هغه په واسطه الله ټول ادیان منسوخ کړل، او دا ځکه چې دا خوندي او حق دین دی.
د یهودیت او عیسویت دین تحریف شوی دین دی،او په هغه شکل باندې ندی پاتې لکه څنګه چې د الله لخوا نازل شوی و، نو هر هغه مسلمان چې د محمد صلی الله علیه وسلم پیروي کوي هغه د موسی، عیسی او ټولو پیغمبرانو پیرو ګڼل کیږي، او هر څوک چې له اسلام څخه بهر وي هغه د موسی، عیسی پر ټولو پیغمبرانو کافر ګڼل کیږي، که څه هم د موسی او یا د عیسی د پیروۍ ادعا وکړي! له همدې امله، یوه ډله د یهودي او عیسوي راهبانو چې هوښیار او عادل وو، په چټکۍ سره پر محمد - صلی الله علیه وسلم - ایمان راوړ او اسلام یې ومانه. ***
د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- معجزې [۱۲]
[۱۲] او د معجزو نوم په قرآن کریم کې: آیات دی، او دغه نوم تر ټولو صحیح دی، او د معجزې لفظ یې ځکه ذکر کړی چې د خارق العاده و لپاره ځانګړې دی. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت پوهانو د هغه معجزې شمیرلې دي، هغه معجزې چې د هغه د رسالت په ریښتونولۍ دلالت کوی، له زرو څخه زیاتې معجزې دي، له هغې جملې څخه: ۱- د نبوت مُهر چې الله د هغه د دوو اوږو تر منځ لګولی و، او هغه کې محمد رسول الله لیکل شوی و، د سرې غدې یا دانې په شکل و [۱۳] . [۱۳] الثآليل : د ثُؤْلُول جمع ده، او د غدې یا دانې په شکل و چې پوستکي کې څرګندیږي او د نخود او یا له هغه څخه وړه وي، او دغه مُهر د سپوږمۍ په څیر ګرد و،او د کوترې د هګۍ په اندازه و.
۲- د اوړي په ګرم لمر کې د هغه لپاره د وريځو سيوری کول.
۳- د هغه په لاسونو کې د کاڼو تسبیح ویل او پر هغه باندې د ونو سلام اچول.
۴- د غیب څخه خبر ورکول چې د زمانې په اخر کې به واقع کیږي؛ او د هغه د څرګندونو سره سم کرار کرار پیښیږي. دا هغه غیبي چارې دي چې د خاتم الانبیاء محمد - صلی الله علیه وسلم - له وفات نه وروسته د نړۍ تر پایه پورې پیښیږي، چې الله تعالی ورته معلومات او خبر ورکړی و، او هغه د احادیثو او د قيامت د نښو په کتابونو کې ثبتې شوې دي، لکه: د ابن کثير په کتاب "النهایة"، او "الأخبار المشاعة في أشراط الساعة"، او " أبواب الفتن والملاحم " د احادیثو په کتابونو کې. او دغه معجزې د مخکې پیغمبرانو معجزو ته ورته دي. مګر الله هغه په عقلي معجزې سره ځانګړی کړ چې د زمانو په پاڼو کې به د نړۍ تر پایه پورې پاتې وي، هغه څه چې الله نورو پیغمبرانو ته نه دي ورکړي، او هغه: قرآن عظیم - د الله کلام – دی، هغه څه چې الله یې د ساتلو تضمین کړی، نو د تحریف لاس دې ته غزیدلی نشي، او که چا هڅه وکړه چې له هغه څخه یو حرف هم بدل کړي، هغه به ښکاره او معلوم شي، او دلته د مسلمانانو په لاسونو کې د قرانکریم په لکونو نسخې دي، یو له بل سره توپیر نلري، حتی په یوه حرف کې هم. لیکن د تورات او انجیل کتابونه ډیر ډولونه لري، او یو له بل څخه توپیر لري؛ ځکه چې یهودو او نصاراو پکې لاس وهنې کړي دي، دا پداسې حال کې و چې الله دوی ته د هغوی د کتابونو د ساتلو دنده وسپارله نو دوی پکې تحریف وکړ، مګر د قرآن کریم د ساتلو دنده یې هیچ چا ته نه ده سپارلې، د هغه ساتنه الله سبحانه و تعالی په غاړه اخیستې ده، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: (إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ) بېشكه همدا مونږ پخپله ذكر نازل كړى دى او بېشكه مونږ د ده خامخا ساتونكي یو. [الحجر:9]. د الله تعالی له کلام څخه منطقي ثبوت او شواهد چې قرآن کریم د الله کلام دی او محمد د الله رسول دی. د هغو د منطقي او عقلي دلائلو له جملې څخه چې قرآن کریم د الله تعالی کلام دی، او محمد - صلی الله علیه وسلم - د الله رسول دی دا دي: کله چې د قریشو کفارو د محمد - صلی الله علیه وسلم - تکذیب وکړ، الله تعالی هغوی وننګول، لکه په پخوانیو امتونو کې د نورو پیغمبرانو منکرانو په څیر، مشرکانو وویل: قرآن د الله کلام ندی. الله دوی وننګول چې د قران کریم په شکل کتاب رواړي؛ مګر هغوی ونشو کولی، که څه هم قرآن د هغوی په ژبه و، او تر ټولو ډېر فصیح خلک وو، او لدې سره سره چې د هغوی په منځ کې نامتو خطیبان، فصیحان او قوي شاعران هم و، نو بیا یې هغوی وننګول چې د دې (قرآن) په څېر لس درواغجن سورتونه راوړي، خو دوی ونه توانېدل، بیا یې هغوی وننګول چې یو سورت راوړي، خو دوی و نه توانیدل، بیا یې د هغوی عجز او ناتواني اعلان کړه، او ټول پیریان او انسانان و نه توانیدل چی ددې په څېر یو سورت راوړي، که څه هم یو له بل سره مرسته وکړي. الله تعالی فرمايي:
(قُل لَّئِنِ اجْتَمَعَتِ الْإِنسُ وَالْجِنُّ عَلَىٰ أَن يَأْتُوا بِمِثْلِ هَٰذَا الْقُرْآنِ لَا يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا) ته ووایه: خامخا كه انسانان او پېریان ټول پر دې خبره سره جمع شي چې د دې قرآن مِثل راوړي (نو) د ده په مثل به رانه وړى شي اګر كه د دوى ځینې د ځینو نورو ملاتړي (هم) وي.
[الإسراء:88].
که قرآن د محمد یا نورو خلکو له خبرو څخه وی؛ د ژبې د فصاحت خاوندان به پدې توانیدلي وی چې د هغه په څیر رواړي.
خو دا د الله تعالی کلام دی، او د الله د کلام فضیلت او برتریت د انسان د کلام په پرتله، داسې دی لکه د الله برتریت پر انسانانو باندې. او څنګه چې د الله لپاره مثیل نشته؛ نو د هغه د کلام مثیل هم نشته، په دې توګه دا روښانه شوه، چې قرآن د الله تعالی کلام دی او محمد د الله رسول دی؛ ځکه چې د الله کلام یوازې د هغه لخوا د رسول په واسطه راوړل کیږي، الله تعالی فرمايي:
(مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِّن رِّجَالِكُمْ وَلَٰكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ ۗ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا) محمد (ﷺ) ستاسو په سړیو كې د هیچا پلار ندى او لېكن د الله رسول دى او د نبیانو (د لړۍ) ختموونكى دى او الله په هر شي ښه عالم دى.
[الأحزاب:40]،
او الله تعالی فرمايي:
(وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِّلنَّاسِ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ) او ته مو نه يې لېږلى مګر د ټولو خلکو (انسانانو) لپاره زېرى وركوونكى او وېروونكى مګر اكثره خلک نه پوهېږي.
[سبأ:28]،
او الله تعالی فرمايي:
(وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ) او مونږ ته نه يې لېږلې مګر د عالمونو لپاره رحمت
[الأنبياء:107].
د آيتونو لنډه معنا: ۱- الله تعالی په لومړي آيت کې فرمايي چې محمد - صلی الله عليه وسلم - د هغه لخوا د ټولو خلکو لپاره رسول دی، او هغه د نبیانو (د لړۍ) ختموونكى دى چې له هغه وروسته بل نبي نه راځی، او فرمایی چې هغه يې د خپل پیغام د اوچتولو لپاره غوره کړی دی ترڅو هغه د نبیانو ختموونكى وي؛ ځکه چې هغه پوهیږي چې هغه د دې لپاره غوره کس دي.
۲- او الله تعالی په دویم آيت کې فرمايي: چې خپل رسول محمد - صلی الله عليه وسلم- یې سپين او تور، عرب او عجم او ټولو خلکو ته لېږلی دی، او فرمايي چې ډېری خلک حقیقت باندې نه پوهيږي؛ له همدې امله دوی د محمد - صلی الله علیه وسلم - په نه پیروۍ کولو سره ګمراهان او کافران شول. 3- الله خپل پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم ته په دریم آیت کې خطاب کوي، هغه ته وایي چې هغه یې د ټولې نړۍ لپاره د رحمت په توګه لیږلی دی؛ ځکه چې هغه د الله رحمت دی چې خلک یې په هغه باندې ونازول، نو هر څوک چې په هغه باندې ایمان راوړي او د هغه پیروي وکړي د الله رحمت یې قبول کړ او د هغه لپاره به جنت وي. او هر څوک چې په محمد - صلی الله علیه وسلم - ایمان ونلري او د هغه پیروي و نکړي د الله رحمت یې له خپل ځان څخه لرې کړی دی، او د اور او دردناک عذاب مستحق به وي. د الله او د هغه پر رسول محمد صلی الله علیه وسلم باندې د ایمان راوړلو بلنه: له همدې امله موږ تاته بلنه دركوو – اې هوښياره – چې پر الله د رب په توګه او د هغه پر رسول محمد د رسول په توګه ايمان راوړه، او تا ته بلنه دركوو چې د هغه پيروي وكړه، او د هغه د شریعت مطابق عمل وكړه کوم چې الله رالېږلى دى او هغه شریعت د اسلام دی، چې سرچینه یې قرآن کریم دی - د الله کلام، او د نبیانو (د لړۍ) ختموونكي محمد - صلی الله علیه وسلم - حدیثونه دي کوم چې د هغه څخه ثابت شوي دي؛ ځکه چې الله تعالی د هغه مخکني او ورستني گناهونه معاف کړي دي، نو هغه د الله له حکم پرته بل څه باندې امر نه کوي، او نه منع کوي مګر هر هغه څه چې الله منع کړي وي، نو د زړه له اخلاصه ووایه چې: پر الله مې د رب او معبود په توګه، او د هغه پر رسول محمد د رسول په توګه ايمان راوړه او د هغه پیروي وکړئ؛ ځکه چې ستا لپاره لدې پرته د خلاصون بله لاره نشته. الله دې ما او تا ته د خوښۍ او نجات تر لاسه کولو توفیق راکړي ... آمین.
***
دریم څپرکی - د رښتینی دین- اسلام - پیژندل
كه ته پوه شوی – اې هوښياره – چې ستا رب هغه ذات دى چې ته يې پيدا كړى یې او تا ته روزي دركوي، او دا چې هغه يو رښتينى الله دى چې هېڅ شريک نلري، او ته بايد يوازې د هغه عبادت وكړې، او په دې پوه شې چې محمد صلى الله عليه وسلم تاسو او ټولو خلکو ته د الله رسول دی؛ او په دې پوه شه چې پر الله تعالی او د هغه پر رسول محمد صلی الله علیه وسلم ایمان مو تر هغه پورې اعتبار نه لري تر څو چې د اسلام په دین پوه نه شې او پر هغه ایمان ولرې او عمل پرې وکړې؛ ځکه دا هغه دین دی چې الله جل جلاله پرې خوښ او پر همدې دین باندې یې پیغمبرانو ته امر کړی، او د نبیانو (د لړۍ) ختموونكى محمد صلی الله علیه وسلم یې پر هغه باندې ټولو خلکو ته استولی، او خلک یې مکلف کړي ترڅو پر هغه عمل وکړي.
*** د اسلام تعریف د نبیانو (د لړۍ) ختموونكى محمد صلی الله علیه وسلم او ټولو خلکو ته د الله رسول فرمایی:
«دا چې شاهدي ورکړې چې له الله پرته بل معبود حق نشته، او دا چې محمد د الله رسول دی، او لمونځ قایم کړې، او زکات ورکړې، او د رمضان میاشت روژه ونیسې، او که توان ولرې د بیت الله حج ادا کړې.» ۱۴].
[۱۴] مسلم (۸) او ابوداود (۴۶۹۵) کې روایت کړی .
اسلام هغه نړيوال دين دى چې الله تعالی ټولو انسانانو ته په هغه امر کړى، او د الله رسولانو پرې ايمان راوړى، او خپل اسلام يې الله ته اعلان کړى، او الله تعالی اعلان کړى چې همدا رښتینی دین دى او له هغه پرته بل دین نه مني. الله تعالی وفرمایل: (إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ) بېشكه (معتبر) دین د الله په نیز اسلام دى. [آل عمران:19]،
او الله تعالی وفرمایل:
(وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ) او څوک چې له اسلام نه غېر (بل) دین غواړي، نو هېڅكله به هم له ده نه قبول نه كړى شي او دغه كس په اخرت كې له تاوانیانو څخه دى.
[آل عمران:85].
د دوو آيتونو مختصره معنا:
۱- الله تعالی فرمايي چې د هغه په نیز یوازینی دین اسلام دی.
٢- په دويم آيت کې الله تعالی فرمايی چې له اسلام پرته بل دين نه مني، او دا چې یوازې مسلمانان له مرګه وروسته خوشحاله اوسی، او هغه څوک چې له اسلام پرته مړ شي په آخرت کې تاواني دی، او په اور کې عذاب ورکول کیږي.
له همدې امله ټولو پیغمبرانو الله تعالی ته خپل تسلمېدل اعلان کړل، او له هغو کسانو چې اسلام یې و نه مانه بی زاري اعلان کړه، نو څوک چې د یهودو او نصاراو څخه نجات او خوښي غواړي، هغه دې په اسلام کې داخل شي، او د اسلام د پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم پیروي دې وکړي؛ تر څو هغه د موسی او عیسی علیهما السلام ریښتینی پیرو وي؛ ځکه چې موسی، عیسی، محمد او د الله ټول پیغمبران مسلمانان وو، هغوی ټولو اسلام ته دعوت کړی دی؛ ځکه دا د الله هغه دین دی چې په هغه باندې یې پیغمبران لیږلي دي، او د خاتم النبیین له بعثت څخه وروسته د نړۍ تر پایه پورې د هیچ چا دین نه قبلیږي، او صحیح نده چې ځان الله تعالی ته تسلېمېدونکی وګڼي، او الله د هغه دغه دعوا نه مني تر څو چې پر محمد د الله د پیغمبر په توګه ایمان ولري، او د هغه پیروي وکړي، او په هغه قرآن باندې عمل وکړي چې الله ورباندې نازل کړی دی، الله تعالی په قرآن عظیم الشان کې فرمایلي دي:
(قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ ۗ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ) (اى نبي!) ته ووایه: كه چېرې یئ تاسو چې له الله سره مینه كوئ، بیا نو زما اتباع وكړئ، الله به له تاسو سره مینه وكړي او تاسو ته به ستاسو ګناهونه وبخښي او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى.
[آل عمران:31].
د آیت مختصره معنا:
الله خپل رسول محمد صلی الله علیه وسلم ته امر کوي چې هغو کسانو ته چې د الله سره د مینې لرل دعوا کوي ووایه: که تاسو واقعا له الله سره مینه لرئ، نو زما پیروي وکړئ، الله به تاسو سره مینه وکړي؛ ځکه چې الله به له تاسو سره مینه و نکړی او ستاسو ګناهونه به ونه بخښي، تر څو چې تاسو د هغه پر رسول محمد صلی الله علیه وسلم ایمان ولرئ او د هغه پیروي وکړئ.
او دا اسلام چې الله تعالی د خپل رسول محمد صلى الله عليه وسلم په واسطه ټولو خلکو لپاره رالېږلى دى، هغه بشپړ، جامع او د عفوې او بخښنې دین دى، چې الله تعالی د خپلو بندګانو لپاره د يو داسې دين په توګه پوره او اختیار کړى، چې بل هېڅ دين نه قبلوي، او دا هغه څوک دی چې پیغمبرانو د هغه د راتګ زیری ورکړى دی او په هغه یې ایمان راوړی؛ الله تعالی په قرآن عظیم الشان کې فرمایلي دي:
(الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا) نن ورځ ما تاسو لپاره ستاسو دین مكمل كړ او پر تاسو باندې مې خپل نعمتونه تمام كړل او ما ستاسو لپاره اسلام د دین په توګه خوښ كړ.
[المائدة:3].
د آیت مختصره معنا:
الله تعالی په دې مبارک آیت کې چې پر خاتم النبیین محمد - صلی الله علیه وسلم - یې پداسې حال کې نازل کړ چې هغه حجة الوداع کې د مکې په عرفات کې له مسلمانانو سره ولاړ و او هغوی له الله سره مناجات او دعا کوله، او دا د محمد صلی الله علیه وسلم د ژوند په پای کې ترسره شو - وروسته له دې چې الله له هغه سره مرسته وکړه، او اسلام خپور شو او قرآن په بشپړ ډول نازل شو.
الله تعالی فرمایي چې د مسلمانانو لپاره یې د دوی دین بشپړ کړی دی، او پر دوی یې خپل نعمت د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لیږلو او د قرآن کریم په نزول سره بشپړ کړی دی، او فرمایی چې د دوی لپاره يې اسلام د دين په توګه غوره کړ چې هيڅکله به هغه بد ونه ګڼي، او هيڅکله به له هغه پرته بل دين و نه مني.
او الله -تعالی- فرمایی چې هغه اسلام چی د محمد صلی الله علیه وسلم له لارې یې ټولو خلکو ته رالیږلی دی، هغه بشپړ او جامع دین دی چې د هر وخت، ځای او ملت لپاره د تطبیق وړ دی، هغه د پوهې، آسانۍ، عدالت او نیکمرغۍ دین دی. او هغه یو دین او دولت دی چې د حکومتولۍ، قضا، سیاست، ټولنیز او اقتصاد لپاره سم او ریښتینی نصاب دی، او هر هغه څه ته چې خلک ورته په خپل دنیوي ژوند کې اړتیا لري، او دا هغه څه دي چې د مرګ وروسته ژوند کې د دوی د خوښۍ سبب ګرځي.
***
د اسلام رکنونه
او بشپړ اسلام چې الله تعالی پرې خپل رسول محمد - صلی الله علیه وسلم - رالېږلی دی په پنځو رکنونو ولاړ دی، او یو انسان تر هغه وخته ریښتیني مسلمان ندی تر څو چې په هغو باندې ایمان ونلري او عمل پرې وکړي، او هغه رکنونه دا داي: ۱- دا ګواهي ورکول چې له الله پرته بل (حق) معبود نشته او محمد د الله رسول دی. ۲- لمونځ اداء کول. ۳- زکات ورکول. ۴- د رمضان روژه نيول. ۵- د بیت الله الحرام حج کول، که څوک یې توان ولري [۱۵] . [۱۵] رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: اسلام په پنځو شیانو ولاړ دی: دا ګواهي ورکول چې له الله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول دی، لمونځ کول، زکات ورکول، د بیت الله حج کول، او د رمضان روژه نیول.» د بخاري تخریج په خپل صحیح کې (۸ ص ۴۵۱۵) او په التاریخ الکبیر (۴/۲۱۳)، (۸/۳۱۹، ۳۲۲)، او مسلم (16)، او قرآنی دلایل د رکنونو په بیان کې په تفصیل سره راځي. لومړی رکن: (شهادة أن لا إله إلا الله، وأن محمدًا رسول الله) (ګواهي ورکول چې له الله پرته بل حق معبود نشته او محمد د الله رسول دى):
دا ګواهي ورکول په دې معنا دي چې مسلمان باید پر هغه پوه شي او عمل پرې وکړي، او هغه څوک چې په ژبه يې ووايي او په معنا يې پوه نشي او عمل پرې ونکړي نو هغه ته ګټه نه رسوي.
او د (لا إله إلا الله) معنا دا ده چې: په ځمکه او آسمان کې هیڅ حقیقي معبود نشته مګر یوازې الله دی، ځکه چې هغه ریښتینی الله دی او له هغه پرته هر معبود باطل دی. او د الله معنی: معبود دی. او هغه څوک چې له الله پرته د بل چا عبادت كوي، پر الله كافر او مشرک دی، كه څه هم معبود يې پېغمبر او یا ولي وي، كه څه هم د الله جل جلاله د نږدېوالي او د هغه د بللو په پلمه وي؛ له هغه مشرکانو سره چې رسول الله صلی الله علیه وسلم جنګ کړی دی، هغوی هم د پیغمبرانو او اولیاوو عبادت نه کاوه مګر په همدې دلیل، او دا یو باطل او مردود دلیل دی، ځکه چې الله جل جلاله ته نږدې کېدل او هغه ته متوسل کیدل بل چاته په عبادت اړولو سره نه کیږي. دا یوازې د الله په نومونو او صفتونو، او په نیکو اعمالو چې هغه باندې الله امر کړی دی، لکه لمونځ، صدقه، ذکر، روژه، جهاد، حج او د والدینو عزت کول. او همداسې نور شیان، او د ژوندي مؤمن دعا د خپل ورور لپاره هرکله چې دعا وکړي. عبادت ډیر ډولونه لري، له هغې جملې څخه:
۱- دعا:
دا د اړتیاوو غوښتنه ده چې یوازې الله تعالی پر هغه باندې قادر دی لکه باران، ناروغ ته شفا ورکول، هغه تکليفونه چې هيڅ مخلوق يې نه شي لرې کولاى، همدارنګه د جنت غوښتل، او له دوزخ څخه خلاصون، او د اولاد غوښتنه، روزي، خوښي او داسې نور.
دا ټول شیان یوازې له الله څخه غوښتل کیږي، نو څوک چې له مخلوق څخه څه وغواړي، که هغه ژوندی وي که مړ، په حقیقت کې د هغه عبادت یې کړی دی، الله تعالی خپلو بندګانو ته د امر په شکل فرمایی چې یوازې د هغه څخه وغواړي، او فرمایی چې دعا یو عبادت دی، څوک چې عبادت بل چا ته واړوي، هغه به د دوزخیانو له ډلې څخه وي؛ الله تعالی فرمایي:
(وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ ۚ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ) او ستاسو رب وفرمايل: تاسو ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم، بېشكه هغه كسان چې زما له عبادت نه تكبر كوي، ژر دی چې دوى به دوزخ ته ننوځي، په داسې حال كې چې خوار او ذلیله به وي. [غافر:60]، او الله تعالی فرمایلي دي چې له هغه پرته بل څوک چې بلل کیږي هیچا ته د ګټې او ضرر رسولو توان نلري، که څه هم پیغمبران او یا اولیاء وي: (قُلِ ادْعُوا الَّذِينَ زَعَمْتُم مِّن دُونِهِ فَلَا يَمْلِكُونَ كَشْفَ الضُّرِّ عَنكُمْ وَلَا تَحْوِيلً) ته ووایه: تاسو هغه (معبودان) راوبلئ چې تاسو يې له هغه (الله) نه غير عقیده لرئ، نو دوى اختیار نه لري له تاسو نه د ضرر لرې كولو او نه يې د ګرځولو. [الإسراء:56 او د دی وروسته آیت]، الله تعالی فرمایلي دي: (وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلَا تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا) او دا چې یقینًا جوماتونه خاص د الله لپاره دي، نو تاسو له الله سره بل هیڅوک مه بلئ. [الجن:18]. ۲- قربانۍ، نذرونه او د نذرانو وړاندې کول: دا سمه نه ده چې څوک دې په وینه تویولو، نذرانه کولو، او یا په نذر سره خپل ځان نږدې کړي مګر یوازې الله تعالی لپاره، او څوک چې له الله پرته د بل چا لپاره وینه تویوي - لکه څوک چې قبر او یا پیری لپاره ذبح کوي – نو دې کس د الله پرته د بل چا عبادت وکړ او د الله د لعنت مستحق وګرځید؛ الله فرمایلي دي: (قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ) ته ووایه: بېشكه زما لمونځ او زما قرباني او زما ژوند او زما مرګ خاص د الله رب العالمین لپاره دي.
[الأنعام:162-163].
او رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "د الله لعنت دی په هغه چا چې د الله پرته د بل چا لپاره قرباني کوي." [16]. [16] مسلم (1978) او نسائي (4422) روایت کړی.
او که یو انسان ووایي: " د فلاني پر ما باندې نذر دی که ما ته دا شی پیښ شو، نو زه به دغه شی صدقه ورکوم او یا به دغه کار وکړم"، دغه نذر الله سره شرک راوړل دي؛ ځکه چې دا د مخلوق لپاره نذر دی، او نذر یو عبادت دی چې یوازې د الله لپاره باید ترسره شي، او یو مشروع نذر دا دی چې ووایې: "د الله پر ما باندې نذر دی چې زه به دغه شی صدقه ورکړم، او یا دا ډول اطاعت وکړم که ماته دغه شی پیښ شو".
۳- عمومی مرسته غوښتل، ځانګړی وخت کې مرسته غوښتل، او پناه غوښتل [۱۷] [۱۷] استعانة: په عمومی شکل باندې د مرستې غوښتل. استغاثة: د غم او تکليف په وخت کې د مرستې غوښتل. استعاذة: پناه غوښتل او منګولی لګول پر هغه چا باندې چې بدۍ او ناخوالۍ له منځه وړي. نو استغاثه او استعانه او استعاذه پرته له الله جل جلاله د بل چا څخه نه غوښتل کیږي، نه مرسته غواړي او نه پناه غواړي؛ الله تعالی په قران کریم کې فرمایلي دي: (إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ) مونږ خاص ستا عبادت كوو او خاص له تا نه مدد غواړو. [الفاتحة:5]، او الله تعالی فرمایلي دي:
(قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ (1) (اى نبي) ته ووایه: زه په رب د سبا پورې پناه نيسم. مِن شَرِّ مَا خَلَقَ (2)) د هر هغه شي له شر نه چې ده پیدا كړى دى. [الفلق:1-2]،
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي:
«إنَّهُ لَا يُسْتَغَاثُ بِي وَإِنَّمَا يُسْتَغَاثُ بِاَللَّهِ»[18]، « بېشکه له ما څخه مرسته نه غوښتل کیږي، بلکې له الله څخه مرسته غوښتل کیږي » [۱۸]
او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي: «إِذَا سَأَلْتَ فَاسْأَلْ اللَّهَ وَإِذَا اسْتَعَنْتَ فَاسْتَعِنْ بِاللَّهِ»[19]. "که څه غواړې، نو له الله نه یې وغواړه، او که مرسته غواړې، نو له الله څخه مرسته وغواړه." [19]. [18] احمد (5/317/22758) او طبراني (10/246) روايت کړی او الباني رحمه الله يې تصحیح کړې ده.
[19] د ترمذي (2516)، احمد (2802) او طبراني (2820) (12989) تخریج دی = او ترمذي ويلي دي: حسن او صحيح حديث.
د حاضر او ژوندي انسان څخه مرسته غوښتل صحیح دي، او یوازې په هغه څه چې توان لري مرسته وغوښتل شي، لیکن پناه غوښتل یوازې په الله باندې کیږي، له مړي او غایب څخه مرسته نه غوښتل کیږي، او په هیڅ صورت کې له هغه څخه مرسته نه غوښتل کیږي، ځکه چې هغه د هیڅ شي اختیار نه لري، حتی که هغه پیغمبر، ولي او یا پاچا هم وي.
او غیبو باندې یواځي الله تعالی پوهیږي، نو که هر څوک دا دعوه وکړي چې هغه په غیب پوهیږي هغه کافر دی او باید خبره یې و نه منل شي، که څه ځینی وړاندوینې هم وکړي او هغه صحیح ثابتې شي هغه به یو تصادفي او توافقي خبره وي؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
"څوک چې یو کاهن یا فال ویونکي ته لاړ شي او په هغه څه باور وکړي چې هغه یې وايي، نو دغه کس په هغه څه کفر وکړ چې پر محمد نازل شوي دي»[۲۰].
[۲۰]د ابوداود (3904)، ترمذي (135) او ابن ماجه (639) تخریج دی، او الباني په صحيح الترغيب و الترغيب (3047) کې يې صحيح بللی دی.
توکل، هیله [۲۱] او خشوع: انسان له الله پرته په بل چا باندې توکل نکوي، او له الله پرته له بل چا څخه هیله نه لري، او له الله پرته د بل چا لپاره خشوع او عاجزي نکوي.
[21] توکل: د زړه اعتماد او تکیه په هغه چا باندې چې توکل کیږي. هیله: د زړه تعلق = پر هغه خوښۍ باندې چې په راتلونکي کی منځ ته راځي.
له بده مرغه ډېر خلک چې ځانونه اسلام پورې تړلي بولي له الله سره شرک کوي، او له الله پرته ژوندي لویان او د قبرونو والاو څخه غوښتنه کوي، او د هغوی له قبرونو څخه طواف کوي، او له هغوی څخه خپل حاجت او اړتیاوې غواړي، او دغه ډول کړنې د غیر الله عبادت دی او ددې کړنو کوونکی مسلمان ندی؛ که څه هم د اسلام دعوه وكړي، او ووايي چې لا إله إلا الله محمد رسول الله، او لمونځ وکړي، روژه ونيسي، او د بیت الله حج وکړي؛ الله تعالی فرمایلی دي:
(وَلَقَدْ أُوحِيَ إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكَ لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ) او یقینًا تا ته وحي كړى شوې ده او هغو كسانو ته چې له تا نه مخكې وو (داسې چې) قسم دى كه تا شرک وكړ (نو) ستا عمل به خامخا برباد شي او ته به خامخا له تاوانیانو ځني شې. [الزمر:65]، او الله تعالى فرمایلي دي: (إِنَّهُ مَن يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُ ۖ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنصَارٍ) بېشكه خبره دا ده چې څوک له الله سره شریک نیسي، نو یقینًا په هغه باندې الله جنت حرام كړى دى او د هغه استوګنه اور دى او د ظالمانو لپاره هیڅوک مدد كوونكی نشته.
[المائدة:72]. او الله تعالی خپل رسول محمد صلی الله علیه وسلم ته امر کړی، چې خلکو ته ووایې:
(قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يُوحَىٰ إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَٰهُكُمْ إِلَٰهٌ وَاحِدٌ ۖ فَمَن كَانَ يَرْجُو لِقَاءَ رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلًا صَالِحًا وَلَا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا) ته (دوى ته) ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې زه يواځې ستاسو په شان بشر یم، ما ته وحي كولى شي چې بېشكه ستاسو معبود يواځې یو معبود دى، نو هغه څوک چې د خپل رب د ملاقات هلیه لري، نو هغه دې نېک عمل وكړي او د خپل رب په عبادت كې دې هیڅوک نه شریكوي.
[الكهف:110].
دغه جاهل خلک د شر او ګمراهۍ علماوو له خوا دوکه شوي دي، چې ځينې فرعي مسایل یې پېژندلي او توحید یې هیر کړی کوم چې د دېن اساس او بنسټ دی، نو له همدې کبله شرک ته خلک رابلي؛ د وسېلې او سپارش په معنی د ناپوهۍ له وجې، او د هغوی حجت او دلیل د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- پخواني او اوسني عصر کې د ځینو درواغي نصوصو او احادیثو فاسد او نا سم تفسیرونه وو، هغه کیسې او د خوب لیدلو کیسې چې شیطان د دوی لپاره جوړې کړي دي؛ او ددې په څیر نور د ګمراهۍ موارد چې دوی په خپلو کتابونو کې راټول کړي؛ ترڅو خپل عبادت د غیر الله لپاره ثابت کړي؛ د شیطان د پیروۍ او د پلرونو او نیکونو ړوند تقلید له وجې، لکه د لومړنیو مشرکانو په څیر.
او هغه وسیله چې الله تعالی موږ ته په خپل قول کې د اخیستلو امر کړی دی (وَابْتَغُوا إِلَيْهِ الْوَسِيلَةَ) (المائده: 35)، هغه: نیک عملونه دي لکه: د الله توحید، لمونځ، صدقه، روژه، حج، جهاد، په نېکیو امر کول او له بديو منع کول، د خپلولۍ ټينګول، او داسې نور، لیکن د مړو رابلل او په سختیو او مصيبتونو کې د هغوی نه مرسته غوښتل، نو دا د الله پرته د هغوی لپاره عبادت دی.
د پیغمبرانو، اولیاوو او نورو مسلمانانو شفاعت چې الله تعالی د شفاعت کولو واک ورکړی حق دی او موږ ورباندې باور لرو، مګر دا د مړو څخه نه غوښتل کیږي؛ ځکه چې دا د الله حق دی او د هغه له اجازې پرته هیچا لپاره نه حاصلیږي، نو موحد انسان له الله تعالی څخه غواړي او وايي: اى الله خپل رسول او خپل صالح بندګان زما لپاره شفیع وګرځوه، او داسې دې نه وايي چې: اې فلانيه زما شفاعت وكړه؛ ځكه چې هغه مړ دى، او له مړي څخه هيڅ هم نه غوښتل كېږي. (قُل لِّلَّهِ الشَّفَاعَةُ جَمِيعًا ۖ لَّهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ) ته (دوى ته) ووایه: شفاعت ټول خاص د الله په اختیار كې دى،خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، بیا به تاسو خاص هغه ته بېرته ورګرځول كېږئ. [الزمر:44].
د حرامو بدعتونو له جملې څخه چې له اسلام سره په ټکر کې دي او رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې منع کړې ده -کوم چې په صحيحو احاديثو؛ بخاري، مسلم او سننو کې راغلي دي: پر قبرونو باندي د جوماتونو جوړول او څراغونه پرې لګول، په هغه باندې آبادي، د قبرونو سېمنټ کول او پخول او په هغې باندې لیکل، او پر هغې باندې پردې اچول، او په قبرستان کې لمونځ کول، دا ټول رسول الله صلی الله علیه وسلم منع کړي دي؛ ځکه چې دا د قبر پرستو د عبادت کولو لپاره یو لوی لامل دی.
نو لدې سره څرګنده شوه چې د شرک له جملې څخه هغه دي چې په ډېرو هېوادونو کې یې جاهلان د ځينو قبرونو په وړاندې تر سره کوي، لکه په مصر کې د بدوي او سیده زینب قبرونه، په عراق کې د جیلاني قبر، او اهل بیت رضی الله عنهم ته منسوب قبرونه چې د عراق په نجف ښار او کربلا کې دي، او نور قبرونه په ډیرو هیوادونو کې چې طواف ورڅخه کیږي، اړتیاوې ورڅخه غوښتل کیږي، او په اړه یې د ګټې او یا تاوان رسولو باور ساتل کیږي.
نو څرګنده شوه چې پدې کار سره هغوی مشرک او ګمراهان دي، و لو كه د اسلام دعوه وكړي، لمونځ وكړي، روژه ونيسي او د بیت الله حج وكړي، او په ژبه دا ووايي چې لا إله إلا الله محمد رسول الله،ځکه چې د لا إله إلا الله محمد رسول الله ویونکی یوازې په ویلو سره موحد نه ګڼل کیږي؛ تر څو چې د دې کلمې په معنی باندې ځان پوه نكړي او عمل پرې ونكړي - لکه څنګه چې مخکې ورته اشاره شوې ده -، مګر غیر مسلم د دې کلمې په ویلو سره اسلام ته داخلیږي، او تر هغه وخته پورې مسلمان بلل کېږي تر څو چې له هغه څخه دا څرګنده نه شي چې ددې کلمې ضد وي او د دې ښکارندوینه وكړي چې هغه تر اوسه هم په شرک کې پاتی دی، د هغو جاهلانو په څېر، او يا د اسلام له ځينو فرایضو څخه انکار وکړي وروسته له دې چې ورته بيان شوي وي، او یا په هغه دین باندې عقیده ولري چې د اسلام له دین سره په ټکر کې وي.
پیغمبران او ولیان [۲۲] له هغو خلکو څخه بېزاره دي چې هغوی یې را بلي او له هغوی څخه مرسته غواړي؛ ځکه چې الله تعالی خپل پیغمبران رالیږلي ترڅو خلک یوازې د هغه عبادت ته دعوت كړي، او له هغه پرته د بل چا عبادت پریږدي که هغه پیغمبر او یا ولي او یا نور څوک وي.
[22] د الله ولیان هغه څوک دي چې د الله پر وحدانیت ایمان ولري او دهغه اطاعت وکړي، او د هغه د رسول -صلی الله علیه وسلم- پيروي وکړي، ځینې یې د خپلې پوهې او خپل جهاد له امله پیژندل شوي دي، او ځیې یې ندي پیژندل شوي، او د دوی په منځ کې مشهور خلک په دې راضي ندي چې خلک دې د هغه تقدیس وکړي، او ریښتیني ولیان دا دعوا نه کوي چې دوی اولیا دي، بلکه خپل ځان داسې ورته ښکاري چې هغوی نیمگړتیاوی لري، هغوی هیڅ کومې ځانګړې جامې یا ځانګړی شکل نه لري پرته لدې چې په دې کې د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- پیروي کوي، موحد او د الله د رسول پیروي کوونکی مسلمان د خپل صلاح او اطاعت په اندازه د الله تعالی ولایت (محبت) ورسره وي، نو په دې توګه دا څرګنده شوه چې هغه کسان چې د الله د ولي توب دعوا کوي، او ځانګړې جامې اغوندي چې خلک د هغه تعظیم او او تقدیس وکړي، دا معلومه شوه چې هغوی د الله ولیان ندي، هغوی درواغجن دي.
او د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- او د هغه د پېروانو سره مېنه د هغوی په بنده ګۍ کولو کې نه ده؛ ځکه د هغوی بنده ګي کول د هغوی سره دښمني ده، لیکن د دوی سره مینه کول د دوی په پیروي او د هغوی د لاری تعقیبولو کې ده، او ریښتینی مسلمان د پیغمبرانو او ولیانو سره مینه لري مګر د هغوی عبادت نه کوي. او موږ په دې باور یو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مینه کول په موږ باندې د خپل ځان، کورنۍ، اولاد او ټولو خلکو څخه په لوړه کچه واجب ده. *** ژغورل شوې ډله مسلمانان په شمېر کې ډېر دي، خو په حقیقت کې لږ دي، او هغه فرقې او ډلې چې د اسلام ته منسوبې دی ډېرې دي، چې ۷۳ فرقو ته رسیږي، د غړو شمېر یې تر زرو میلیونو ډېر دی [۲۳] ، مګر د مسلمانانو حقیقی ډله یوه ده، او دا هغه ډله چې الله تعالی په وحدانیت سره پیژني او د محمد -صلی الله علیه وسلم- طریقه تعقیبوي، او د هغه د اصحابو لاره په عقیده او صالح عمل باندې تعقیبوي، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: یهودیان په یو اویا فرقو وویشل شول، او عیسویان په دوه اویاو فرقو وویشل شو، او دغه امت به په درې اویا فرقو وویشل شي، ټول به په دوزخ کې وي پرته له یوې فرقې څخه.
صحابه کرامو وویل: هغه کومه ډله ده ای د الله رسوله؟ هغه وویل:
" هغه ډله کومه چې هغه لاره تعقیبوي چې نن ورځ زه او زما صحابه پر هغې باندې یو." [۲۴] .
[23] د هغه احصایې له مخې چې د کتاب لیکلو په وخت کې په 1395هـ/1975 میلادي کال کې اعلان شوې ده. [۲۴] ابو داود (۳۸۴۲)، او ابن ماجه (۳۲۲۶) تخریج کړی، او البانی په صحیح الجامع (۱۰۸۲) او السلسلة الصحیحة (۲۰۳) کې تصحیح کړی دی.
هغه څه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د صحابه کرامو عقیده ده چې له الله پرته بل معبود نشته، محمد د الله رسول دی، او په هغه باندې عمل کول یوازې د الله په رابللو سره، یوازې الله ته قربانۍ او نذر کول، یوازې الله څخه مرسته او مدد غوښتل، او یوازې الله تعالی ته پناه وړل، او پر دې باندې عقیده ساتل چې د ګټې او ضرر رسوونکی یوازې الله دی، او د اسلام د رکنونو عملی کول باید خاص الله لپاره وي، او د هغه په ملائکو، کتابونو، رسولانو، قیامت، پس له مرګه ژوند، جنت او دوزخ، د خیر او شر په تقدیر تصدیق کول، او دا چې دا ټول د الله تعالی له طرفه دي.
د قرآن او سنتو تحکیم په مختلفو برخو کې، او د هغو په احکامو باندې راضي اوسیدل، او د الله له اولیاوو سره دوستي، او د هغه له دښمنانو سره دښمني، او د الله لورې ته دعوت کول او د هغه په لاره کې جهاد او پر هغه باندې غونډیدل، او د مسلمان مشر (حاکم) ته غوږ نیول او اطاعت کول که هغه د نیکۍ امر وکړي، او په هر ځای کې چې اوسي باید د حق خبره وکړي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له میرمنو او کورنۍ سره مینه کول، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له صحابه کرامو سره مینه کول، او د هغوی د فضیلت په تناسب هغوی ته لومړیتوب ورکول، او هغوی ټولو ته رضی الله عنهم ویل، د هغوی تر منځ له اختلاف څخه ځان ساتل [۲۵]، او د هغوی په اړه د ځینو منافقانو لخوا بدنامي او توهین باندې باور نه کول، هغه توهین چې موخه یې د مسلمانانو په منځ کې د تفریقی اچول وي، او ځینې علما او مورخین په دې کې دوکه شوي و، او خپلو کتابونو کې د ښه نیت له مخې ځای پر ځای کړې، حال دا چې دا ناسم کار دی.
[۲۵] یعني د صحابه کرامو په منځ کې چې څه پیښ شوی دی، په نقد او یا جرح باندې تبصره نه کول.
هغه کسان چې د اهل بیت دعوا کوي او ځانونه سیدان بولي، هغوی باید خپل نسب څخه ځانونه ډاډه کړي؛ ځکه چې الله پر هغه چا لعنت ویلی دی چې د خپل پلار پرته بل چا ته منسوب شي، نو هرکله چې د هغوی نسب ثابت شو، نو هغوی باید په اخلاص سره د الله پر وحدانیت د رسول الله صلی الله علیه وسلم - او د هغه د کورنۍ پیروي وکړي، گناهونه پرېږدي او کله چی خلک هغوی ته سجدې او تعظیم کوي او د هغوی زنګنونه او پښې ښکلوي باید خپله ناخوښۍ ځرګنده کړي، او په ځانګړي لباس کې له خپلو مسلمانو وروڼو سره بايد توپير ونلري؛ ځکه چې دا ټول د هغه څه خلاف دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې عمل کړی دی، او هغه له دې څخه بېزار دی، او د الله په نزد تر ټولو عزتمند خلک متقیان دي.
وصلى الله على نبينا محمد وعلى آله وسَلَّمَ تسليمًا.
***
حکم او قانون جوړول یوازې د الله حق دی او چېرته چې قانون وي هلته عدالت، رحمت او فضیلت وي.
او د " لا إله إلا الله " له معنا ګانو څخه چې باید باور او عمل ورباندې وشي: دا چې حکم او قانون جوړول یوازې د الله حق دی، د هیڅ انسان لپاره جواز نلري چې په هیڅ موضوع کې د الله له قانون سره مخالف قانون وضع کړي، او مسلمان ته دا جواز نلري چې د الله له نازل شوي قانون پرته په بل څه باندې حکم وکړي، او همدارنګه هغه لپاره جواز نلري چې هغه حکم ومنې چې د الله له قانون سره په ټکر کې وي، او د هېچا لپاره دا جواز نه لري چې هغه څه چې الله حرام کړي حلال یې کړي، او یا هغه څه یې چې حلال کړي وی حرام یې کړي، که څوک دا کار په قصد سره وکړي او یا پرې راضي وي، نو هغه په الله تعالی باندې کافر دی؛ الله تعالی فرمایلی:
(وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ) او چا چې د الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلق كافران دي. [المائدة:44]. *** د رسولانو دنده چې الله پرې دوی رالیږلي دي توحید کلمې -لا إله إلا الله - ته د خلکو را بلل دي، او د کلمې په مقتضا باندې عمل کول، او هغه یوازې د الله عبادت دی، په دې معنا چې د مخلوق عبادت او قانون څخه وتل او د یوازې خالق عبادت او قانون په لورې تلل دي چې هیڅ شریک نلري. او څوک چې قرآن عظیم الشان په غور سره ولولي او له ړانده تقلید څخه ځان لرې وساتي، هغه به په بشپړه توګه پوهه شي چې هغه څه مو چې بیان کړل حق دی، او په دې به هم پوهه شي چې الله تعالی خپله اړیکه له انسان او مخلوق سره تعینه کړې ده، نو د خپل مومن بنده اړیکه یې په دې سره ټاکلې ده چې ټول عبادتونه خاص هغه لپاره وي او هیڅ ډول عبادت د بل چا لپاره ونشي، او د بنده اړیکه يې له پیغمبرانو سره داسې جوړه کړې ده چې هغوی سره مینه او د هغوی متابعت او پیروي وشي، او د بنده اړیکه يې له کافرانو سره داسې تعینه کړې ده چې له هغوی څخه کرکه وشي؛ ځکه چې الله له هغوی څخه کرکه کوي او له دې سره سره دوی اسلام ته رابولي او دوی ته اسلام واضح کوي ترڅو هغوی ته هدایت وکړی شي، او که هغوی له اسلام څخه انکار وکړي او د الله له حاکمیت څخه سرغړونه وکړي، نو هغوی سره جهاد کوي، تر څو ظلم او فتنه پاتي نشي او دین ټول خاص د الله لپاره شي. دا د توحید د کلمې - لا إله إلا الله- معناوې دي او مسلمان باندې واجب دي چې هغه باندې باید ځان پوه کړي؛ ترڅو رښتینی مسلمان ترې جوړ شي.
د محمد رسول الله شهادت (ګواهۍ) معنا
ددې شهادت (ګواهۍ) معنا چې محمد د الله رسول دی داده چې پدې پوه شې او باور ولرې چې محمد ټولو خلکو ته د الله رسول دی، او دا چې هغه یو بنده دی او عبادت يې نه کيږي، هغه رسول دی چې دروغ و نه ګڼل شي، بلکې باید د هغه اطاعت او پیروي وشي، څوک چې د هغه اطاعت وکړي جنت ته به داخل شي او څوک چې د هغه نافرماني وکړي دوزخ ته به داخل شي، او په دې پوهېدل او باور کول چې د قانون اوشریعت اخیستل که هغه عباداتو کې وي چې الله تعالی هغې باندې امر کړی وي، او یا د حکومت او شریعت د نظام په جوړونې کې وي، او يا په حلال او حرام کې وي، دا ټول باید يوازې د ګران رسول محمد صلی الله عليه وسلم له لارې تر سره شي؛ ځکه چې هغه د الله رسول دی چې د هغه شریعت تبلیغوي، نو مسلمان لپاره دا جواز نه لري چې هغه قانون ومني چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له طریقې پرته د بلی لارې څخه راغلی وي؛ الله تعالی فرمایلي دي:
(وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۖ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ) او رسول چې تاسو ته څه هم دركړي، نو هغه واخلئ او له څه نه چې هغه تاسو منع كړي ياست، نو تاسو منع شئ او له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله ډېر سخت عذاب والا دى.
[الحشر:7]، او الله تعالى فرمایلي دي:
(فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّىٰ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لَا يَجِدُوا فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيمًا) پس داسې نه ده، ستا پر رب مې دې قسم وي! دوى مومنان كېدى نشي تر هغه پورې چې دوى په خپل مینځ كې په پېښو جګړو كې تا فیصله كوونكى ومني، بیا په خپلو نفسونو كې ستا د كړې فیصلې په باره كې هېڅ تنګي ونه مومي او په ښو منلو سره يې ومني.
[النساء:65].
د دوو آیتونو معنا:
۱- په لومړي آيت کې، الله تعالی مسلمانانو ته امر کوي چې د خپل رسول محمد -صلی الله علیه وسلم- اطاعت وکړي په هر هغه څه کې چې هغه امر کوي، او له هر هغه څه څخه چی منع کوي ډډه وکړي؛ ځکه چې هغه د الله په امر، امر کوي او د هغه په منعې سره منع کوی. ٢- په دويم آيت کې الله پاک په خپل سپيڅلي نفس باندې قسم کوي چې د انسان ايمان په الله او د هغه پر رسول تر هغه پورې صحيح نه دى، تر څو چې رسول د ده او نورو تر منځ د اختلاف په صورت کې پرېکړه ونه کړي [۲۶]، او بيا د هغه پر قضاوت راضي شي، او هغه ته غاړه کیږدي او هغه ته دې وسپارل شی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "څوک چې يو عمل وکړي چې هغه زموږ حکم کې نه وي، هغه مردود دی" [27] [۲۶] د هغه او نورو تر منځ اختلاف رامنځته کيږي.
[۲۷] د بخاري (2697)، او مسلم (1718) تخریج او لفظ د بخاري دی.
***
اعلان
– اې هوښياره – که ته د : « لا إله إلا الله محمد رسول الله، یعنې له الله پرته بل معبود نشته او محمد د الله رسول دی» په معنا پوه شوی يې او ته پوه شوې چې دا شهادت (ګواهي) د اسلام چابي (کلي) ده او د اسلام بنسټ پر دې جوړ شوی دی، نو په اخلاص سره ووایه: " أشهد أن لا إله إلا الله، وأشهد أن محمدًا رسول الله"، زه شاهدي ورکوم چې د الله پرته بل معبود نشته او زه شاهدي ورکوم چې محمد د الله رسول دی"، او د دې شهادت په معنا عمل کوم؛ ترڅو د دنیا او آخرت خوښۍ ترلاسه کړې، او د مرګ وروسته د الله له عذاب څخه خلاصون ومومې.
او پوه شه چې ددې ګواهي چې "له الله پرته بل معبود نشته او محمد د الله رسول دی" له غوښتنو څخه دا دي چې: د اسلام په نورو رکنونو باندې عمل وکړې؛ ځکه چې الله په مسلمان باندې دغه رکنونه فرض کړي دي ترڅو د رکنونو په عملي کولو سره په ریښتیا او اخلاص د هغه عبادت وکړې، چا چې د هغې یو رکن له شرعي عذر پرته پرېښود، د "لا إله إلا الله" په معنا کې يې خلل او نقص پیدا کړ او د هغه شهادت (ګواهي) صحيح نه ګڼل کېږي.
***
د اسلام له رکنونو څخه دویم رکن (لمونځ) دی
پوه شه – اې هوښياره – چې د اسلام دویم رکن لمونځ دی: چې په ورځ او یوه شپه کې پنځه لمونځونه دي، چې الله تعالی وضع کړي دي؛ ترڅو د الله او مسلمان تر منځ یوه رابطه وي، او د دې له لارې الله سره مناجات او دعا وکړي، ترڅو لمونځ مسلمان له بې حیایۍ او بدیو څخه منع کړي، او هغه ته روحي او جسمي سکون په دنیا او آخرت کې په برخه شي.
الله تعالی د لمانځه لپاره د بدن او جامو پاکوالی او هغه ځای چې لمونځ پکې کېږي فرض کړی دی، نو مسلمان په اوبو سره خپل ځان له نجاست څخه پاکوي، لکه: ادرار او غایطه مواد، د دې لپاره چې بدن یې له حسي نجاست او زړه یې له معنوي نجاست څخه پاک شي.
لمونځ د دین ستنه ده، او له شهادتینو څخه وروسته تر ټولو مهمه ستنه ده؛ مسلمان باید د بلوغ څخه تر مرګ پورې د هغه ساتنه او ورته پابند اوسي، او مسلمان باید خپله کورنۍ او ماشومان له اوه کلنۍ څخه د لمونځ ادا کولو ته وهڅوي؛ ترڅو ورسره عادت شي، الله تعالی فرمایي: (إِنَّ الصَّلَاةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَّوْقُوتًا) بېشكه لمونځ له شروع نه په مومنانو باندې په (معلومو) وختونو كې فرض كړى شوی دى. [النساء:103]، الله تعالی فرمایي: (وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ وَيُقِيمُوا الصَّلَاةَ وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ ۚ وَذَٰلِكَ دِينُ الْقَيِّمَةِ) حال دا چې دوى ته حكم نه و وركړى شوى مګر په دې چې دوى دې د الله عبادت وکړي، په داسې حال كې چې دین (عبادت) دغه (الله) لره خالص كوونكی وي (او) حنیفان (له باطله حق ته راګرځېدونكي) وي، او (د دې چې) دوى دې لمونځ قايموي او زكات دې وركوي او همدغه ډېر محكم دین دى. [البينة:5]. د دوو آيتونو مختصره معنا: ۱- الله تعالی په لومړي آيت کې فرمايي چې لمونځ په مؤمنانو باندې قطعي فرض دی، او دوی باید لمونځونه په خپل ټاکلي وخت کې ترسره کړي. 2- په دویم آيت کې الله عزوجل فرمایی هغه امر چې خلکو ته يې کړی او د هغه لپاره يې پيدا کړي دي دا دی چې يوازې د هغه عبادت وکړي، او په عبادت کې ورته اخلاص وکړي، لمونځ ادا کړي، او مستحقو کسانو ته زکات ورکړي. او لمونځ په مسلمان باندې په هر حالت کې فرض دی، حتا د وېرې او ناروغۍ په وخت کې، د خپل توان په اندازه باید لمونځ ادا کړي، که هغه په ولاړه وي، یا په ناسته وي او یا د پروت په حالت کې وي، حتا که یوازې سترګو او یا د زړه په اشارې سره وي، باید په اشارې سره لمونځ وکړي، پدې هکله رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي څوک چې لمونځ پریږدي هغه مسلمان نه دی، که هغه نارینه وي او یا ښځینه وي، او هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
"زموږ او د دوی تر منځ تړون لمونځ دی، نو چا چې دا پرېښود، هغه کفر وکړ." [۲۸]
[۲۸] د ترمذي (2621)، نسائي (463) او احمد (5/346) تخریج، او الباني په صحيح الجامع کې صحيح بللی دی.
پنځه وخته لمونځونه، او هغه دا دي:
د سهار لمونځ، د ماسپښین لمونځ، د مازدېګر لمونځ، د ماښام لمونځ، د ماخوستن لمونځ.
د سهار د لمانځه وخت په ختیځ کې د سهار په رڼا سره پیل کیږي، او د لمر په لویدو سره پای ته رسیږي، او ځنډول یې د وخت تر پایه پورې جواز نلري، او د ماسپښین د لمانځه وخت د لمر د زوال څخه پیلیږي تر دې چې د یو شي سیوری د هغه په اندازه وي پس له سیوري د زوال څخه، او د مازدیګر دلمانځه وخت د ماسپښین د لمانځه د وخت څخه وروسته تر دې چی لمر زیړ شي، او وروستي وخت ته ځنډول یې روا نه دي، بلکې تر هغه وخته پورې لمونځ کېږي، چې لمر سپين وي، او د ښام د لمانځه وخت د لمر غروب وروسته پيلېږي، او د سور شفق په ورکیدو سره پای ته رسېږي، د خپل وخت تر پایه پورې باید و نه ځنډیږي، او د ماخستن د لمانځه وخت د ماښام د لمانځه په ختمیدو سره پیلیږي د شپې تر آخره پورې او له هغه وروسته باید و نه ځنډیږي.
که يو مسلمان يو لمونځ له خپل وخت څخه ځنډوي، تر دې چې وخت یی تیر شي بغیر له کوم شرعی عذر نه چې د خپلې ارادې څخه بیرون وي؛ نو هغه لویه ګناه کړې ده، او باید الله ته توبه وباسي او دې کار ته بیرته و نه ګرځي؛ الله تعالی فرمایلي دي:
(فَوَيْلٌ لِّلْمُصَلِّينَ (4) نو هلاكت دى لمونځ كوونكو لره
الَّذِينَ هُمْ عَن صَلَاتِهِمْ سَاهُونَ (5)) هغه كسان چې دوى له خپلو لمونځونو نه غافله (او اعراض كوونكي) وي
[الماعون:4-5].
***
د لمانځه احکام
لومړی: طهارت (پاکوالی):
مخکې له دې چې مسلمان لمونځ ته داخل شي، باید طهارت (اودس) ولري؛ له هر څه څخه مخکې خپل مخرج باید پاک کړي، که له هغه څخه ادرار يا غایطه مواد وتلي وي، او بيا دې اودس وکړي.
اودس: په زړه کې د پاکوالي او طهارت نيت کوي او په ژبې نیت نه وایي؛ ځکه الله د هغه پر نیت خبر دی؛ او بله دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ژبې باندې نیت ندی کړی، او بسم الله وایي، بیا خپله خوله مینځي، او اوبه خپلې پزې ته کش کوي او بیرته یې سوغ (سوڼ) وهي، او خپل ټول مخ مينځي، بيا به خپل لاسونه له مړوندونو او څنګلو سره مينځي؛ البته له ښي اړخه پیل کوي، بيا ټول سر په خپلو لاسونو سره مسح کوي، او غوږونه مسح کوي ، بیا پښې له ښنګرو سره مینځي،پداسې حال کې چې له ښي اړخه پيل کوي. او کله چې له طهارت نه وروسته له انسان څخه ادرار (میتیازې)، غایطه مواد یا باد راووځي او یا یې عقل په ویده کیدلو او یا بې هوښۍ سره له هغه څخه لرې شي؛ او وغواړي چې لمونځ ادا کړي هغه باید خپل اودس بیرته تازه کړي، او که مسلمان جنب وي او د هغه څخه مني په شهوت سره راووځي حتا که په خوب کې هم وي، که نارینه وي یا ښځینه، هغه د خپل ټول بدن په مینځلو سره د نجاست څخه باید ځان پاک کړي، او کله چې ښځه د حیض او یا د زیږون وروسته د وینې څخه پاکه شي، هغه باید خپل ټول بدن په مینځلو سره پاک کړي؛ ځکه چې د حايضه او نفاسه ښځې لمونځ نه قبلېږي، او هغوی باندې لمونځ واجب ندی تر هغه وخته پورې چې ځانونه پاک نکړي، الله تعالی هغوی باندې سهولت راوستی دی، د حيض او نفاس د ورځو د لمونځ قضا هغوی باندې نشته، لدې پرته په دوی باندې د یو نارینه په څېر د قضا شویو لمونځونو قضایي شته. که څوک اوبه و نه مومي، او يا يې استعمال ورته ضرر رسوي، لکه ناروغ نو هغه به په تيمم سره ځان پاکوي، د تيمم طريقه: په خپل زړه کې د پاکوالی نيت کوي او بسم الله وايي، بيا خپل لاسونه يو ځلې په خاورو باندې وهي، او خپل مخ پرې مسح کوي، بيا د ښي لاس شا د چپ لاس په واسطه مسح کوي، او د چپ لاس شا د ښي لاس په واسطه مسح کوي، او په دې توګه هغه پاک شو، دا تيمم د حايضې او نفاس لرونکې ښځې دواړو لپاره دى كله چې پاکې شي، او د هغو کسانو لپاره چې جنب وي او د هغو کسانو لپاره چې غواړي اودس وکړي کله چې اوبه ورسره نه وي او یا د اوبو له کارولو څخه ویره ولري. دویم: د لمانځه طریقه:
۱- د سهار لمونځ:
دوه رکعته دی؛ مسلمان که نارینه وي یا ښځینه قبلې ته مخ کوي، او قبله هماغه کعبه ده چې په مسجد الحرام مکه کې ده، او په زړه کې د سهار د لمانځه نيت کوي، پرته لدې چې په ژبې سره یې تلفظ کړي، بيا تکبير وايي: «الله اکبر». بیا د استفتاح دعا ووایی؛ او له هغه جملې څخه: "سبحانك اللهم وبحمدك، وتبارك اسمك، وتعالى جدُّك، ولا إله غيرك." اې الله! پاکي او ستاینې یوازې تا لره دي او نوم دي مبارک دی، شان دې لوړ دی او له تا پرته بل معبود نشته . اعوذ بالله من الشیطان الرجیم، زه الله ته پناه وړم د رټل شوي شیطان څخه، بیا د قرآن کریم فاتحه تلاوت کوي، او هغه داده:
(بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ (1) د الله په نوم سره (پيل كوم) چې ډېر زيات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (2) ټول (د كمال) صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو عالَمونو ښه پالونكى دى
الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ (3) ډېر زيات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ (4) د قیامت د ورځې مالک دى
إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ (5) مونږ خاص ستا عبادت كوو او خاص له تا نه مرسته غواړو
اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ (6) ته مونږ ته سَمَه (نېغه) لاره وښایه
صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ (7)) د هغو خلقو لاره چې تا پر هغوى باندې انعام كړى دى؛ چې نه پر هغوى باندې غضب شوى او نه ګمراهان دي [الفاتحة:1-7]. او قرآن باید په عربي ژبه [۲۹] له خپل توان سره ولوستل شي ، بيا وايي: «الله اکبر» رکوع کې خپل سر او شا ټيټوي، په لاسو سره د زنگنو کوری (سترګې) نیسي او بيا وايي: « سبحان ربي العظيم »، بیا پاڅیږي او وايي: " سَمِعَ اللهُ لمن حمده" او کله چې ودرېږي، نو وايي: "ربنا لک الحمد "، او بیا وایی چې "الله اکبر"، په ځمکه د خپلو پښو په ګوتو، زنګونونو، لاسونو، تندي او پوزې باندې سجده کوي، بیا په سجده کې وايي: "سبحان ربی الاعلی" بیا کښینی او وايي: " ربِّ اغفر لي"، او بیا ووایی: الله اکبر، دویم ځل باندې پر ځمکه سجده کوي، او وايي: " سبحان ربي الأعلى" بیا پاڅیږي او وايي "الله اکبر"، بیا سورت فاتحه تلاوتوي، او هغه (الحمد لله رب العالمین) ده. تر اخره پورې لکه څنګه چې په لومړي رکعت کې وویل شوه، بیا تکبیر وایی او رکوع کوي، بیا پورته کیږي، بیا سجده کوي، بیا کښینی، بیا دویم ځل باندې سجده کوي ، په دغو ځایونو کې هم هماغه ډول وایي چې په لومړي ځل یې ویلي و [۲۹] ځکه چې که قرآن يې له عربي پرته په بله ژبه لوستلی وای، نو قرآن نه حسابیده، نو ځکه د قرآن الفاظ نه ژباړل کېږي، بلکې مانا يې ژباړل کېږي؛ ځکه چې که د قرآن حروف او کلمات وژباړل شي، بلاغت او اعجاز یې له منځه ځي، او ځینې حرفونه یې له منځه ځي او په دې سره بیا دا عربي قرآن نه محسوبیږي. بیا کښینی او وایی چې : "التحيات لله، والصلوات والطيبات، السلام عليك أيها النبي ورحمة الله وبركاته، السلام علينا وعلى عباد الله الصالحين، أشهد أن لا إله إلا الله، وأشهد أن محمدًا عبده ورسوله، اللهم صَلِّ على محمد، وعلى آل محمد، كما صليت على إبراهيم، وعلى آل إبراهيم إنك حميد مجيد، اللهم بارك على محمد وعلى آل محمد، كما باركت على إبراهيم وعلى آل إبراهيم، إنك حميد مجيد ". ثنا، ستاینې او پاکي الله لره دي، ای نبي ! پرتا دې سلام، د الله رحمت او برکتونه وي، پرمونږ او د الله پر نیکو بندګانو دې سلام وي، شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته او شاهدي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی. یاالله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او دهغه پر کورنۍ رحمت ووروه، لکه پر ابراهیم علیه السلام او د هغه پر کورنۍ دې چې ورولی ؤ، بېشکه ته ستایلی شوی او لوی یې . یا الله ! پر محمد او د هغه پر کورنۍ برکتونه ووروه، لکه پر ابراهیم علیه السلام او د هغه پر کورنۍ دې چې ورولي وو، بېشکه ته ستایلی شوی او لوی یې، بیا خپل ښي خوا ته مخ اړوي او وایی: " السلام عليكم ورحمة الله" بیا خپل کیڼ لوري ته مخ اړوی او وایې: " السلام عليكم ورحمة الله"؛ په دې توګه د سهار لمونځ ادا شو.
۲- د ماسپښېن، مازدیګر، او ماخوستن لمونځونه:
هر یو یې څلور رکعته دی او لومړي دوه رکعته یې داسې ادا کوي لکه د سهار دوه رکعته، خو هرکله چې پس له دوه رکعتو څخه د تشهد لپاره کښېناست هغه څه دې ووايي چې کله یې ویلی و مخکې له سلام څخه، او سلام دې نه وايي، بلکي پاڅيږي او د لومړيو دوو رکعتونو په څېر دوه رکعته اداء کوي، بيا په دویم ځل باندې تشهد ته کښېني، هغه څه وايي چې په لومړۍ ناسته کې یې ویلي و، او پر محمد صلی الله علیه وسلم درود وايي، بیا به ښي او چپ لورې ته سلام ګرځوي، لکه څنګه چې یې د سهار په لمانځه کې سلام کړی و.
۳- د ماښام لمونځ:
هغه درې رکعته دی، لومړی دوه رکعته کوي لکه څنګه چې مخکې ذکر شو، بیا کښېنی او هغه څه وایی چې د نورو لمونځونو لپاره یې په ناسته کې ویلي و، خو سلام به نه ګرځوي، بلکې ولاړیږي او دريم رکعت اداء کوي، هغه څه کوي او وایي لکه څنګه چې مخکې کړي و، بيا له دویمې سجدې وروسته کښېنۍ او په ناسته کې هغه څه وايي چې د هر لمانځه يې په ناسته کې يې ويلي و، بيا ښي لوري او بيا چپ لوري ته سلام کوي، که لمونځ کوونکی د رکوع او سجدې اذکار تکرار کړي دا به غوره وي.
او نارینه دا پنځه فرضي لمونځونه په جومات کې په جماعت سره د یو امام په امامت سره ادا کوي، چې په دوی کې تر ټولو د قرآن کریم ښه تلاوت کوي، او د لمانځه په احکامو پوه وي، او په خپل دین تر ټولو پوه وي، او امام د سهار په لمانځه کې له رکوع مخکې په لوړ اواز قراءت کوي، او همدارنګه د ماښام او ماخوستن د لمانځه په لومړيو دوو رکعتونو کې، او هغه کسان چې د هغه تر شا ولاړ دي د امام تلاوت ته غوږ نیسي.
او ښځې په خپلو کورونو کې په پټه او ستر سره باید لمونځ وکړي، او خپل ټول بدن وپوښي، حتی لاسونه او پښې؛ ځکه چې ښځه ټول عورت ده پرته له مخ څخه، او باید امر ورته وکړی شي چې د نارینه و څخه یې پټ کړي؛ ځکه چې مخ فتنه ده چې د دې د لارې پیژندل کیږي او ضرر ورته رسیدلای شي، او کچیرته مسلمانه ښځه په جومات کې د لمانځه اراده وکړي، په دې شرط چې په ستر او بغیر له خوشبویۍ څخه لاړه شي هغې ته ممانعت نشته، او د سړیو تر شا دې لمونځ وکړي؛ ترڅو سړي په فتنه کې وا نچوي او نه خپل ځانونه په فتنه کې واچوي.
او مسلمان باید الله ته په خشوع او تواضع او د زړه په حضور سره لمونځ وکړي، ښه په اطمینان او آرامتیا سره قیام، رکوع او سجده وکړي، او بېړه دې نکوي، لوبې دې نکوي، اسمان ته دې سترګې نه پورته کوي، او له قرآن پرته نورې خبرې نکوي. او د لمانځه اذکار، هر څه بايد په خپل ځای کې وویل شي [۳۰] ؛ ځکه چې الله تعالی د لمانځه حکم کړی دی ترڅو د هغه ذکر وشي.
[۳۰] پرته لدې چې که وغواړي يو څوک تنبيه کړي او يا يې ځواب ورکړي، نو لمونځ کوونکی: «سبحان الله» وايي، دغه جمله مقتدي امام ته وايي، که چیرته امام په کوم کار کې غلط شي، زیاتوالی او يا نيمګړتيا وکړي، ترڅو خپلې تیروتنې ته متوجه شي. او که چیرې یو څوک لمونځ کوونکي ته غږ وکړي، لمونځ کوونکی په ځواب کې دغه جمله کاروي -د بیلګی په توګه - او ښځه په تصفیق (چک چک) سره خبرداری ورکوي او خبرې نکوي؛ ځکه چې د هغې غږ فتنه ده.
د جمعې په ورځ مسلمانان دوه رکعته د جمعې لمونځ ادا کوي، امام پکې په جهر سره قراءت کوي، لکه د سهار لمونځ، او له هغې مخکې امام دوه خطبې وړاندې کوي، چې په هغه کې مسلمانانو ته یادونې کوي او هغوی ته د دين په اړه لارښونې کوي، او نارينه بايد له امام سره پکې ګډون وکړي، دا جمعې د ورځې د ماسپښین لمونځ دی.
***
د اسلام له رکنونو څخه دریم رکن زکات دی
او الله تعالی هر مسلمان ته امر کړی چې کله د هغه مال (سرمایه) نصاب[31] ته ورسیږي هر کال باید د خپل مال زکات مستحقو کسانو ته ورکړي، لکه فقیران او داسې نور چې د زکات ورکول ورته جواز ولري، لکه څنګه چې په قرآن کریم کې ورته اشاره شوې ده. [۳۱] نصاب : هغه مقدار ته ویل کیږي چې مال تر هغې اندازې ورسيږي نو زکات ورباندې فرض کیږي. د سرو زرو نصاب شل مثقاله دی، او د سپینو زرو نصاب دوه سوه درهمه یا د کاغذی پیسو معادل دی، او سوداګریزو مالونو چې هر ډول مال وي، کله چې د هغې قیمت نصاب ته ورسیږي مالک باندې د هغې زکات فرض کیږي کله چې ورباندې یو کال تېر شي، د حبوباتو او مېوو نصاب درې سوه صاعه دی، د خرڅلاو لپاره چمتو شوی املاک (جایداد) د هغه د ارزښت له مخې زکات ورکول کیږي، او د کرایې املاک (جایداد) یوازې د کرایې زکات یې ورکول کیږي، او د سرو زرو، سپینو زرو او سوداګریزو مالونو زکات په لسو کې څلورمه برخه ده 2.5٪ په هر کال کې. او په حبوباتو او میوو کې 10٪ زکات ورکول کیږي ، هغه څه چې پرته له کوم مشکل څخه خړوبیدلی وي، لکه هغه حبوبات او میوې چې د سیندونو، د روانو چینو او بارانونو په اوبو سره خړوبیدلې وي، او نیمه لسمه 5٪ برخه د هغه څه ده چې په سختۍ سره خړوبیدلې وي، لکه څنګه چې د کرین په واسطه اوبه کیږي.
د حبوباتو او ميوو د زکات ورکولو وخت د هغو د محصولاتو د راټولولو وخت دی، حتا که یوکال کې دوه یا درې وارې د هغې حاصل را ټول شي باید هر وارې د هغې زکات ورکړل شي. اوښانو، غواګانو او پسونو کې واضح شوی زکات شته چې مقدار يې د اسلامي احکامو په کتابونو کې بيان شوی، هغې ته دې مراجعه وکړل شي؛ الله تعالی فرمایلي دي:
(وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ وَيُقِيمُوا الصَّلَاةَ وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ ۚ وَذَٰلِكَ دِينُ الْقَيِّمَةِ) حال دا چې دوى ته حكم نه و وركړى شوى مګر په دې چې دوى دې د الله عبادت كوي، په داسې حال كې چې دین (عبادت) دغه (الله) لره خالص كوونكي وي (او) حنیفان (له باطله حق ته راګرځېدونكي) وي، او (د دې چې) دوى دې لمونځ قايموي او زكات دې وركوي او همدغه ډېر محكم دین دى.
[البينة:5]؛
د زکات په ورکولو سره د بې وزلو نفسونه خوشاله کیږي، د دوی اړتیاوې پوره کیږي، او د دوی او د شتمنو خلکو ترمنځ د مینې اړیکې پیاوړې کیږي.
د اسلام دين د مسلمانانو تر منځ د ټولنيز پيوستون او مالي همکارۍ په مسئله کې د زکات تر کچې ندی درېدلی، بلکې الله تعالی شتمنو ته امر کړی چې د قحطۍ په وخت کې د غریبانو لپاره د هغوی اړتیاوی باید پوره کړي، او په مسلمان باندې یې موړتیا حرامه ګرځولې په داسې حال کې چې د هغه ګاونډي وږی وي، او پر مسلمان یې د فطر صدقه (سرسایه) ورکول واجب کړي دي، چې د کوچني اختر په ورځ ادا کیږي، د فطر صدقه یو صاع د هیواد د خوراکي موادو څخه دي او په هر انسان باندې واجب ده، حتا ماشوم او خادم باندې هم واجب ده چې سرپرست یې باید ادا کړي. او الله تعالی مسلمان باندې د قسم خوړلو کفاره[۳۲] فرض کړې ده، كه چیرې قسم یاد کړي چې دغه کار به کوم او بیا یې عملي نه كړي، او الله تعالی په مسلمان باندې د مشروع نذر پوره کول واجب کړي، او الله تعالی مسلمان په نفلي صدقې باندې هڅولی او تشوېق کړی یې دی، او له هغو کسانو سره یې د غوره اجر ژمنه کړې ده چې د خیر او نیکیو په میدانونو کې یې د هغه په لاره کې مصرفوي، او ژمنه یې ورسره کړی ده چې د دوی لپاره به اجر څو چنده وي، د یو نیک عمل په مقابل کې له لسو څخه تر اوه سوه چنده آن تر ډیرو پورې نیکۍ ورکول کیږي. [۳۲] د قسم خوړلو کفاره درې اختیاره لري، یا دې غلام آزاد کړي او یا دې لسو مسکينانو ته خوراک او یا جامې ورکړي، او که ددې توان یې نه درلود درې ورځې روژه دې ونيسي. ***
د اسلام له رکنونو څخه څلورم رکن روژه ده
د رمضان د میاشتې روژه، چې د هجري کال نهمه میاشت ده.
د روژې طریقه:
مسلمان د سهار له څرګندېدو څخه مخکې د روژې نيت کوي، بيا له خوراک، څښاک او جماع –همبسترۍ- څخه ډډه کوي، تر هغه چې لمر لوېږي او روژه ماته کړي، همدغه کار د روژې د مياشتې په اوږدو کې ترسره کوي؛ ددې کار موخه باید د الله تعالی رضا او عبادت وي.
روژه بې شمېره ګټې لري، چې تر ټولو مهمې یې دا دي:
- دا د الله عبادت او د هغه حکم ته غاړه ایښودل دي، بنده خپل خواهشات او خوراک او څښاک د الله د رضا لپاره پریږدي، دا د الله تعالی د تقوا او ویرې یو لوی لامل دی.
- او د روژې روغتيايي، اقتصادي او ټولنيزې ګټې ډېرې دي، يوازې هغه څوک یی درک کولای شي چې د ايمان او عقیدې پر بنیاد روژه نيسي؛ الله تعالی فرمایلي دي:
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (183) اى هغو كسانو چې ایمان مو راوړى دى! پر تاسو باندې روژه فرض كړى شوې ده لكه چې فرض كړى شوې وه پر هغو كسانو چې له تاسو نه مخكې وو، د دې لپاره چې تاسو متقیان شئ.
أَيَّامًا مَّعْدُودَاتٍ ۚ فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ ۚ وَعَلَى الَّذِينَ يُطِيقُونَهُ فِدْيَةٌ طَعَامُ مِسْكِينٍ ۖ فَمَن تَطَوَّعَ خَيْرًا فَهُوَ خَيْرٌ لَّهُ ۚ وَأَن تَصُومُوا خَيْرٌ لَّكُمْ ۖ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ (184) یو څو ورځې شمېرل شوې، نو څوک چې په تاسو كې مریض وي، یا پر سفر وي، نو (په هغه باندې) د نورو ورځو شمېرل دي، او په هغو كسانو باندې چې طاقت یې لري، د یو مسكین خوراک فدیه لازم ده، پس څوک چې په خوښۍ سره نېكي وكړي، نو د ده لپاره هغه بهتره ده، او دا چه روژه ونیسئ (دا) ستاسو لپاره ډېره غوره دي، كه چېرې تاسو پوهېږئ.
شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَىٰ وَالْفُرْقَانِ ۚ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ ۖ وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ ۗ يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُوا الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُوا اللَّهَ عَلَىٰ مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ (185)) د رمضان میاشت هغه ده چې په هغې كې قرآن نازل كړى شوى دى، چې د خلقو لپاره هدایت دى، او د هدایت او د فرقان (د حق او د باطل بېلوونكي) ښكاره دلیلونه دي، نو په تاسو كې چې څوک دې میاشتې كې حاضر و، نو هغه دې د دې روژې ونیسي، او څوك چې مریض وي، یا پر سفر وي، نو (پر هغه) د نورو ورځو شمېرل دي، الله پر تاسو د اسانتیا اراده لري او پر تاسو باندې د سختۍ اراده نه لري او د دې لپاره چې تاسو شمېره پوره كړئ او د دې لپاره چې تاسو د الله لويي بیان كړئ، په دې چې هغه تاسو ته هدایت كړى دى، او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ.
[البقرة:183-185].
*** د روژې د احکامو له جملې څخه چې الله تعالی په قرآن کریم کې، او د هغه رسول محمد صلی الله علیه وسلم په احادیثو کې تشریح کړي دي دا دي:
۱- ناروغ او مسافر روژه ماتوي او د هغو ورځو قضایی راوړي چې روژه يې نه وي نيولې، له رمضان وروسته په نورو ورځو کې. همدا شان د حايضه او نفاسه ښځو روژه صحيح نه ده، بلکه د حيض او د نفاس څخه وروسته د هغو ورځو قضاء راوړي چې روژه يې نه وي نيولې. ۲- همدارنګه حامله او شيدې ورکوونکې ښځې دې هم روژه نه نیسی، که د ځان او يا د خپلو اولادونو په اړه وېره ولري، نو روژه دې وخوری او قضاء دې راوړي. ۳- که روژه لرونکی د هيرېدو له امله خوراک او څښاک وکړي او بيا يې ياد شو نو روژه يې صحيح ده؛ ځکه چې الله هېریدل، خطا او جبر د محمد صلی الله علیه وسلم امت ته بخښلي دي - او هغه څه چې د هغه په خوله کې دي باید بهر یې کړي.
***
د اسلام له رکنونو څخه پنځم رکن حج دی
دا په ژوند کې یو ځل بیت الله الحرام ته زیارت کول دي، او چا چې د یو ځل څخه زیات ترسره کړ هغه نفل کې حسابیږي، او په حج کې بې شمېره ګټې دي:
لومړی: د الله تعالی عبادت په روحي، بدني او مالي شکل باندې ترسره کیږي.
دوهم: په حج کې د هر ځای مسلمانان راټولیږي، او په یو ځای کې سره ملاقات کوي، ورته جامې اغوندي، او په یو وخت کې د یو الله عبادت کوي، د رییس او تابع، شتمن او غریب، سپین او تور سره هیڅ توپیر نکیږي، ټول د الله مخلوق او د هغه بنده ګان دي، او مسلمانان یو له بل سره پیژنګلوي او همکاري کوي، او دوی هغه ورځ یادوي چې الله به دوی ټول راژوندي کوي او د حساب لپاره به يې په یوه ځای کې راټولوي؛ او دوی د الله تعالی په اطاعت سره له مرګ وروسته لپاره چمتوالی نیسي.
د کعبې- د مسلمانانو قبله – د طواف موخه دا ده چې الله هغوی ته امر کړی چې په هر لمانځه کې او په هر ځای کې چې وي باید کعبې ته مخ کړي، او د مکې په نورو ځایونو کې په خپل ټاکل شوي وخت کې. او د دریدلو مقصد: عرفات، مزدلفه او په مینا کې استوګنه ده؛ ددې ټولو موخه دا ده چې په دغو سپېڅلو ځایونو کې د الله تعالی عبادت په هغه طریقې سره وشي چې الله يې امر کړی دی.
لیکن پخپله کعبه، او هغه ځایونه او ټول مخلوقات د عبادت وړ نه دي، نه چا ته ګټه رسولی شي او نه ضرر، بلکې عبادت یوازې د الله لپاره دی، او ګټه او ضرر رسوونکی یوازې الله دی، که الله تعالی د حج پر ادا کولو امر نه وی کړی مسلمان لپاره سمه نه وه چې د حج مراسم ادا کړي!؛ ځکه چې عبادت د خيال او خواهش پر بنسټ ندی ولاړ، بلکې د الله تعالی د حکم پر اساس چې د هغه په کتاب او يا د هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په سنتو کې شتون ولري. الله تعالی فرمایلي دي:
(وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا ۚ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ) او خاص د الله لپاره په خلقو باندې د (هغه د) كور حج كول فرض دي، په هغه چا باندې چې هغه ته د لارې وسه او طاقت ولري او څوک چې كافر شو، نو بېشكه الله له مخلوقاتو نه بېخي بې پروا دى.
[آل عمران:97] [33].
[۳۳] او د جاهلانو حج د اولياوو قبرونو او مزارونو ته ګمراهي او د الله تعالی له حکم او د هغه د رسول -صلى الله عليه وسلم- له حکم څخه سرغړونه ده، رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: د عبادت په نېت سفر نه دی جاېز مګر درېو جوماتونو ته: مسجد الحرام، زما دغه مسجد او مسجد الاقصی. بخاري (۱۱۸۹) او مسلم (۱۳۹۷) له ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت کړی دی.
او عمره پر مسلمان باندې په ټول عمر کې یو ځل فرض ده، که له حج سره وي یا نورو وختونو کې وي، او په مدینه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسجد زیارت ته تلل له حج سره او یا په نورو وختونو کې واجب ندي، بلکې دا یو مستحب کار دی چې زیارت کوونکې ته اجر ورکول کیږي، او پرېښودونکي ته سزا نه ورکول کیږي. او دا حدیث چې وایی: "من حج فلم يزرني فقد جفاني"، یعنی څوک چې حج وکړي او زما زیارت ونکړي نو له ما سره یې جفا کړی ده، دا حدیث صحیح ندی، بلکې رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې درواغ ویل دي [۳۴] .
[۳۴] ددې په څیر بل حدیث چې وایی: زما په جاه او مقام باندې توسل وکړئ، ځکه د الله په نزد زما جاه او مقام پراخ دی"، او بل حدیث چې وایی: " هر څوک چې ډبرې باندې ښه ګمان وکړي هغه ورته ګټه رسوي". دا ټول موضوعي او ناسم حدیثونه دي چې هیڅ اعتبار نلري او د احادیثو په هیڅ معتبر کتاب کې نه موندل کیږي، بلکې دا دول حدیثونه او دې ته ورته نور حدیثونه د ګمراه کوونکو خلکو په کتابونو کې شتون لري، هغه ګمراه کوونکي چې خلک شرک او کفر ته رابولي په داسې حال کې چې په خپل ځان باندې نه پوهیږي.
او هغه زیارت(ليدنه) چې سفر ورته روا دی یوازې د جومات لپاره دی، نو هرکله چې زیارت کوونکی جومات ته ورسيد او تحیة المسجد یې ادا کړ، پس له هغه څخه د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د قبر زیارت کول ورته روا دي. هغه باندې سلام وایي په ټول ادب او احترام او ټیټ آواز سره دې ووایې چی: السلام عليك يا رسول الله"، یعنی ای د الله رسوله پر تا دې سلام وي. او هغه -دصلی الله علیه وسلم - څخه دې څه شی نه غواړي؛ او له هغه وروسته باید لاړ شي، څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت ته امر کړی دی، او څرنګه چې صحابه و -رضی الله عنهم- همدارنګه کړي وو.
او هغه کسان چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر قبر داسې په عاجزۍ سره ودریږي ګواکې په لمانځه ولاړ وي، او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه خپل حاجتونه غواړي، او یا د هغه څخه مرسته غواړي، او یا هغه د ځان لپاره الله ته واسطه کړي، دا ټول الله تعالی باندې مشرکان دي او رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له دوی څخه بېزاره دی. نو هر مسلمان ته په کار ده چې دا ډول کارونه د رسول الله صلی الله علیه وسلم – یا د بل چا په حق کې ونکړي، بیا به د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوو یارانو ابوبکر او عمر – رضی الله عنهما – زیارت وکړي، بیا به د اهل بقيع او شهيدانو او د مسلمانانو د قبرونو زيارت وکړي، پدې شکل چې زيارت کوونکي په مړو باندې سلام واچوي او هغوی ته دې دعا وکړي او مرګ دې یاد کړي او لاړ دې شي.
او دا ده د حج او عمرې طریقه:
حاجي لومړی حلال رزق غوره کوي، او مسلمان له حرام کسب څخه ځان ساتي؛ ځکه چې حرام مال د حاجي دعا او حج د نه قبلیدو لامل ګرځي، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حدیث کې راغلي دي:
"هره هغه غوښه چې له حرامو څخه وده وکړي، نو اور ورته مناسب دی." [۳۵]
صالح او د توحید او ایمان لرونکي ملګري د ځان لپاره غوره کوي.
[۳۵] طبرانی په الاوسط (۴۴۸۰) او بیهقی په «شعب الایمان» (۲/۱۷۳/۲) کې شامل کړی دی، او البانی په السلسلة الصحيحة(6/212). کې صحیح بللی دی.
*** میقاتونه
کله چی ميقات ته ورسيږي له هغه ځایه احرام تړي، که په موټر او یا هغې ته ورته کې وي، او که په الوتکه کې وي، احرام دې وتړي هرکله چی ورته نږدې شو، مخکې لدې چې میقات نه تېر شي. او هغه میقاتونه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خلکو ته امر کړی چې باید له هغه ځایه احرام وتړي، پنځه دي، او هغه دا دي:
۱- ذوالحلیفه (ابیار علي) د مدینې د خلکو لپاره.
۲- الجحفة (رابغ ته نژدې) د شام، مصر او مغرب خلکو لپاره.
۳- قرن المنازل (سیل او یا محرم دره) د نجد او طائف د خلکو او څوک چې د دوی له طرفه راځي.
۴- ذات عرق (دعراق د خلکو لپاره).
۵- يلملم د یمن د خلکو لپاره.
او څوک چې پدې میقاتونو تیریږي چې ددې د اهل څخه نه وي همدغه هغه لپاره میقات دی او باید له همدې ځایه احرام وتړي. او د مکې او هغه خلک چې کورونه یې د میقاتونو څخه نږدې وي هغوی له خپلو کورونو څخه باید احرام وتړي.
*** د احرام طریقه
مستحب دا ده چې د احرام څخه مخکې ځان پاک کړي، او خوشبویی ووهي، بيا په ميقات کې د احرام جامې واغوندي، او د الوتکې مسافر په خپل هېواد کې د احرام تياری ونیسي، بيا به نيت وکړي او تلبیه[۳۶] به ووایی کله چې ميقات ته ورنږدې شي او يا يې څنګ ته ورسیږي، او د سړيو لپاره د احرام لنګ او څادر دی چې ګنډل شوي نه وي له ځان څخه به یې راتاو کړي او سر به نه پټوي.
او د ښځې د احرام لپاره ځانګړې جامې نشته، بلکې پر هغې واجب دي چې تل پراخې او با ستره جامې واغوندي چې که خلک يې وويني نو په هغې کې فتنه نه وي، او کله چې د احرام نیت وکړي باید ګنډل شوي شیان پر مخ او لاسونو وانه چوي، لکه بورقه او دستکشې، مګر یوازې هغه وخت دې مخ په هغه څادر چې سر باندې اچولی پټ کړي چې نارینه وویني، لکه څنګه چې د مؤمنانو میندو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اصحابو مېرمنو – کړی و.
[۳۶] تلبیه : يعنې دا چې ووایي: لبيك حجًّا أو لبيك عمرة، پدې مانا چې په دوامداره توګه الله ته غاړه ایښودل.
وروسته له دې چې حاجي د احرام جامې واغوستې، په زړه کې د عمرې نیت کوي، بيا به پدې طریقې سره تلبیه ووایي: " اللهمَّ لبيك عمرة " ای الله زه د عمرې نیت کوم، او همدې نیت او عمرې سره به د تمتع [۳۷] حج کوي،
او تمتع حج تر ټولو غوره دی، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو اصحابو ته پر هغه امر کړی او پر هغه باندې یې تاکید کړی دی، او پر هغو کسانو په غوسه شو چې د هغه په امر کې زړه نا زړه شول، پرته له هغه کسانو نه چې قربانۍ لپاره یې له ځانه سره څاروي [۳۸] راوړي و، یوازې همدغه ډله د قران حج نیت کوي لکه چې په خپله رسول الله صلی الله کړی و.
او قارن: هغه څوک دی چې په تلبیه کې ووايي: " اللهمَّ لبيك عمرة وحجًّا " او د هغه لپاره روا نه ده چې خپل احرام وباسي تر دې چې د لوی اختر په ورځ خپله قرباني وکړي. [۳۷] متمتع : هغه څوک دی چې د حج په موسم کې عمره وکړي او بيا په بشپړه توګه احرام مات کړي؛ او د احرام له ممنوعاتو څخه "خوند" واخلي، بیا په اتمه ورځ د حج لپاره احرام واغوندي. او قارن: هغه څوک دی چې حج او عمره په ګډه ترسره کوي او يوازې د حج عملونه کوي، مګر هغه عمرې ته د ننوتلو نيت کوي د قران حج له مخې. او مفرد: هغه څوک دی چې له عمرې پرته یوازې د حج نیت وکړي. [۳۸] هدي : هغه څاروي حیوانات دی لکه اوښان، غواګانې او پسونه چې حاجي یې ډالۍ کوي، او له هغې څخه صدقه ورکوي او خوري یی.
او مفرد: هغه صرف د حج نیت کوي او وايي: " اللهمَّ لبيك حجًّا"
***
هغه کارونه چې محرم لپاره حرام ګڼل شوي دي که کوم مسلمان د احرام د تړلو نيت وکړي پر هغه باندې لاندې کارونه حرام دي: 1- کوروالی، او هغې ته هڅوونکي؛ لکه ښکلول او په شهوت سره لمس کول او پدې اړه خبرې کول، د ښځې کوژده، د نکاح تړل، محرم کس نه نکاح کوي او نه نورو ته نکاح تړي. ۲- د وېښتانو خریل او یا له هغه څخه یو څه اخیستل. ۳- نوکان پرې کول. ۴- د سړي سر پټول په داسې یو شي باندې چې د سر سره وصل وي، خو د چترۍ، خيمې او موټر په سيوري باندې هيڅ اعتراض نشته. ۵- د خشبویي لګول او د خوشبویي تنفس کول. ۶- د ځمکې ښکار، نو هغه دې نه ښکارکوي او نه دې د ښکار په هکله نورو خلکو ته لارښوونه کوي. ۷- سړیو لپاره د ګنډل شوي څيز اغوستل دي، او د ښځې لپاره په مخ او لاسونو کې ګنډل شوی څيز اغوستل، او سړي باید څپلکې واغوندي او که هغه يې ونه موندې موزې دې واغوندي.
او که له دغو محرماتو څخه کوم يو يې په ناپوهۍ او يا هيریدلو له امله وکړ، نو هغه به لرې کړي او هيڅ شی په هغه باندې نشته. کله چې احرام کوونکی (محرم) کعبې ته ورسېږي، هغه به طواف قدوم[۳۹] اوه طوافونه ترسره کړي، چې د حجر الاسود له څنګه پیلیږي، او دا د هغه د عمرې طواف دی، او د طواف لپاره کومه ځانګړې دعا نشته، بلکې د الله تعالی ذکر به کوي او په هغه څه به دعا کوي چې ورته آسانه وي [۴۰]، بیا به د مقام ابراهیم[۴۱] تر شا د طواف دوه رکعته لمونځ وکړي که امکان ولري، او که امکان ونلري نو د حرم په هر ځای کې یې کولای شي، بیا به سعې [۴۲] خوا ته ووځي او له صفا څخه به پیل وکړي او پر هغه به پورته شي، او قبلې ته به مخ کړي، تکبير او تهلیل به ووايي او دعا به وکړي، بيا به د مروه په لور لاړ شي او په هغې باندې به پورته شي او قبلې ته به مخ کړي، تکبير او تهلیل به ووايي او دعا به وکړي، بيا به صفا ته را وګرځي تر څو اووه شوطونه پوره کړي، د هغه تگ یو شوط او بيرته راتگ بل شوط دی، بیا به خپل د سر ویښتان لنډ کړي، او ښځه به د خپلو ویښتانو له سرونو څخه د ګوتې د سر په اندازه لنډ کړي، او پدې سره د متمتع حاجي عمره پاي ته ورسیده او خپل احرام به وباسي، او هر هغه څه چې په احرام کې ورباندې حرام وو ورته حلال شول. [۳۹] پدې مانا چې بیت الحرام ته راتلل، او هغه حرم مکي دی. [۴۰] مگر د دوو رکنونو تر منځ؛ هلته باید هغه څه وايي چې د الله تعالی په دغه قول کې راغلي دي: (رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ) (البقره: ۲۰۱) اى زمونږ ربه! مونږ ته په دنیا کې نعمت راكړه او په اخرت كې (هم) نعمت راكړه او مونږ د اور له عذابه وساته.
[۴۱] او هغه د ابراهيم عليه السلام مقام دی.
[۴۲] مسعی: د سعی کولو ځای، د صفا او مروه تر منځ تګ او منډې وهل دي، او هغه دوه کوچني غرونه دي.
که ښځه له احرام څخه مخکې يا وروسته حایضه شي يا ولادت وکړي نو هغه قارنه کيږي، نو له احرام اغوستلو څخه باید د عمرې او حج نیت وکړي، هغه د نورو حاجیانو په څیر؛ ځکه چې حیض او نفاس د احرام څخه نه منع کوي، او نه په منا او مشاعرو کې د ودریدلو ممانعت کوي، یوازې د کعبې طواف څخه منع کوي، نو هغوی د طواف پرته هر هغه څه کوي چې نور حاجیان یې کوي، او طواف تر هغه وخته پورې ځنډوي چې پاکه شي، نو که هغه پاکه شوه مخکې لدې چې خلک د حج لپاره احرام وتړي او منا ته ووځي، نو هغه کولی شی چې غسل وکړي او طواف او سعی ترسره کړي او خپل ویښتان لنډ کړي او د عمرې له احرام څخه ځان حلال کړي، او نورو خلکو سره د حج نیت وکړي کله چې خلک د حج لپاره په اتمه ورځ نیت وکړي، او که مخکې لدې چې هغه پاکه شی خلکو د حج لپاره احرامونه وتړل، پدې صورت کې هغه قارنه بلله کیږي، خلکو سره به نیت وکړي پداسې حال کې چې هغه په خپل احرام کې وي، او هر هغه څیز چې حاجیان یې کوی هغه دې هم وکړي، منا ته تلل، عرفات او مزدلفه کې ودرېدل، او د جمرو ویشتل، قرباني، د لوی اختر په ورځ د سر ویښتان لنډول، او کله چې پاکه شوه غسل دې وکړي او د حج طواف او سعی به وکړي.
دا طواف او سعی د هغې د حج او عمرې لپاره کافي دي، لکه څنګه چې د مؤمنانو مور عائشې رضی الله عنها – سره همدا پیښه وشوه، او رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: چې له پاکوالي وروسته د هغې طواف او سعی د هغې د حج او عمرې لپاره کفایت کوي کله چې هغې له خلکو سره د افاضې طواف او سعې طواف ترسره کړ، ځکه چې قارن د عمرې او حج ترمنځ د مفرد په شان دی هغه باندې یوازې یو طواف [۴۳] او یوه سعې وي؛ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تصریح پر بنیاد چې هغې ته یې وویل او د هغه د فعل پر اساس، او پدې هکله رسول الله - صلی الله علیه وسلم - په بل حدیث کې فرمایلي دي: عمره د قیامت تر ورځې پورې حج ته داخل شوې ده. او الله ښه پوهیږي.
[۴۳] د اختر په ورځ يا وروسته له اختره دې طواف وکړي، او د هغه لومړی طواف د حج نه مخکې و هغه ته طواف قدوم ويل کېږي، او هغه نفلی طواف دی، او سعی د مفرد او قارن لپاره یو دي که چیرته یې د طواف قدوم سره ادا کړی وي بسنه کوي، او که یې نه وي ادا کړی له طواف افاضې سره دې د اختر په ورځ او یا له هغه وروسته ادا کړي.
او کله چی د ذوالحجې اتمه ورځ راشي نو حاجيان په مکه مکرمه کې له خپلو کورونو څخه د حج لپاره احرام تړي، لکه څنګه چې په میقات کی يې احرام تړلی و، ځانونه به پاک کړي او بيا به د احرام جامې واغوندي، بيا حاجي که نارينه وي يا ښځینه د حج نیت به وكړي، بيا به ووايي: " اللهم لبيك حجًّا " او د احرام له ممنوعاتو څخه به ځان ساتي ترڅو چې د قربانۍ[۴۴] په ورځ له مزدلفې څخه منا ته راستون شي، او د عقبې جمره به وولي، سړي به خپل سر وخروي او ښځې به خپل ویښتان لنډ کړي.
[۴۴] د قربانۍ ورځ د لوى اختر ورځ ده، چې د ذوالحجې لسمه ده، پدې نوم ځکه یادېږي چې پدې ورځ کې حاجيان خپله قرباني ذبح کوي.
کله چې حاجي په اتمه ورځ احرام وتړي له نورو حاجيانو سره به منا ته لاړ شي، هلته به شپه تېره کړي او هر لمونځ به پر خپل وخت په قصر سره ادا کوي او یو ځای کوي به یې نه، او کله چې د عرفات په ورځ لمر را وخیژي، له حاجيانو سره به يو ځای نمرې ته ولاړ شي، او هلته به کښیني، ترڅو له امام سره او يا په هغه ځای کې چې اوسیږې د ماسپښین او مازدیګر لمونځ دې یوځای لنډ (قصر) سره ادا کړي، بيا له زوال څخه وروسته به عرفات ته ولاړ شي، که له منا څخه عرفات ته نېغ ولاړ شي او هلته کښېني، جواز لري، او عرفات ټول د ودرېدلو لپاره دی.
حاجي په عرفات کې په دوامدار ډول د الله تعالی ذکر، دعا او استغفار کوي، او قبلې ته مخ اړوي، نه غره ته؛ ځکه چې غر د عرفات يوه برخه ده، د عبادت په نیت پرې ختل روا ندي، او د عرفات د تيږو مسح کول روا ندي؛ ځکه دا یو حرام بدعت دی. حاجي تر لمر لوېدو پورې عرفات څخه باید و نه وځي، او له لمر لوېدو وروسته حاجيان مزدلفې ته ځي، او کله چې هلته ورسيږي د ماښام او ماخوستن لمونځ د جمعې او قصر په شکل ادا كوي او هلته به شپه تېره كړي، او كله چې سهار شي د سهار لمونځ به وكړي او د الله تعالى ذکر به وكړي، بيا د لمر له ختلو مخكې منا ته ولاړ شي، او كله چې منا ته ورسېد، نو د لمر له لوېدو وروسته په اوو کاڼو سره د عقبې جمره ولي، او کاڼي باید د نخود په اندازه وي، نه غټه او نه كوچنۍ، او د جمراتو ویشتل په څپلیو باندې روا ندي؛ ځکه چې دا د شیطان لخوا دوکه ورکول دي او دې کار ته ښه پرداز ورکوي، او د شیطان ذلیل کول د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حکم په متابعت او لارښونو کې دي، او باید هغه څه پریښودل شي چې الله او د هغه رسول منع کړي وي. [۴۵] د شیطان ذلیلول، یعنی: د هغه سپکاوی. بيا د جمرې ویشتلو څخه وروسته حاجي خپل څاروی ذبحه کوي، بيا خپل سر خریي او ښځه خپل ویښتان لنډوي؛ نارینه و لپاره لنډول روا دي، خو خریل یې غوره دي، بیا دې خپلې جامې واغوندي او هر هغه څه چې په احرام کې پرې حرام شوي وو د هغه لپاره روا دي، پرته له ښځو څخه، بیا به مکې ته ولاړ شي او د حج طواف او سعې دې وکړي، او په دې سره د هغه لپاره هر څه روا دي حتا میرمن هم، بيا به منا ته راستون شي او هلته به د اختر پاتې ورځې تیرې کړي او دوې ورځې او دوې شپی فرض دي چې په منا کې پاتي شي، او په يوولسمه او دولسمه ورځ د لمر له زوال څخه وروسته دې درې جمرې وولي، له کوچنۍ جمرې څخه دې پیل کړي کومه چې منا ته نږدې موقعیت لري، ورپسې منځنۍ او ورپسې د عقبې جمره کومه یې چې د اختر په ورځ ویشتلې وه، هره یوه جمره به په اوو کاڼو وولي، او د هر یو کاڼي په ویشتلو سره به الله اکبر ووایي، او د جمرو لپاره به کاڼي له خپل کور [۴۶] څخه راواخلي. څوک چې په منا کې ځای ونه مومي په هغه ځای کې دې پاتې شي چې خيمې ختمې شوې دي. [۴۶] یعنې: د هغه د اوسیدو ځای. که حاجی وغواړي چې په دولسمه ورځ د جمراتو د ویشتلو وروسته له منا څخه ووځي، کولای شي چې دغه کار وکړي، او که له منا څخه خپل وتل تر دیارلمسې ورځې پورې وځنډوي دا غوره ده او جمرات دې پس له زوال څخه وولي، او كله چې وغواړي سفر وكړي نو طواف وداع دې ترسره كړي، او له هغې وروسته دې سمدستي سفر وكړي،او که حایضې او نفاسې ښځې د حج طواف او سعی ترسره کړې وي هغوی باندې طواف وداع نشته. او که حاجي خپله قرباني تر يوولسمې، دولسمې يا ديارلسمې ورځې پورې وځنډوي، د هغه لپاره دغه کار روا دی، او که هغه د حج طواف او سعې تر هغه وخته وځنډوی ترڅو چې له مناسکو څخه راښکته شي نو د هغه لپاره دغه کار روا دی؛ مګر غوره هغه څه دي چې وړاندې بیان شول. الله ښه پوهیږي، او د الله سلام او درود دې وي زموږ پر پیغمبر محمد - صلی الله علیه وسلم - او د هغه پر کورنۍ باندې. *** ایمان الله تعالی پر مسلمان باندې د دې تر څنګ چې پر هغه او د هغه پر رسول - صلی الله علیه وسلم - او د اسلام په رکنونو باندې ایمان راوړي دا یې هم واجب کړي دي چې، د هغه پر ملایکو[۴۷]، او کتابونو[۴۸] باندې چې پر خپلو رسولانو باندې یې نازل کړي دي ایمان راوړي، چې په قرآن کریم سره یې پاي ته رسولي دي، او په قرآن کریم باندې یې پخواني ټول کتابونه نسخ کړي دي، او قرآن یې نورو کتابونو باندې برلاسی کړی دی، او د الله د لمړي رسول څخه تر پایه پورې چې محمد صلی الله علیه وسلم دی باېد ایمان راوړي؛ ځکه چې د دوی پیغام یو دی، دین یې یو دی چې هغه اسلام دی، او لیږونکی یې یو دی او هغه رب العالمین دی. مسلمان باید په دې ایمان ولري چې هغه پیغمبران چې الله په قرآن کې د هغوی ذکر کړی، هغوی پخوانیو امتونو ته د الله رسولان دي، او په دې ایمان ولري چې محمد صلی الله علیه وسلم د دوی وروستی پیغمبر دی، او هغه د ټولو خلکو لپاره د الله رسول دی، او دا چې د هغه د بعثت څخه وروسته ټول خلک د هغه امتیان دي حتی یهودیان، مسیحیان او د نورو دینونو پیروان؛ ځکه چې په ځمکه کې هر څوک چې دي د محمد امتي دی او د الله په نیز باندې د هغه په پیروي باندې مکلف دي. [۴۷] ملائکې: هغه روحونه دي چې الله تعالی له نور (رڼا) څخه پيدا کړي دي، او د هغوی شمیر ډېر دی چې يوازې الله تعالى يې شمېرلى شي، ځينې يې په اسمانونو کې دي، او ځينې يې پر بني آدم توظیف شوي دي. [۴۸] یعني مسلمان په دې عقیده دی چې هغه کتابونه چې الله تعالی پر خپلو رسولانو نازل کړي حق دي، او له هغو جملې څخه یوازې قرآن پاتې دی، خو تورات او انجیلونه چې د یهودیانو او نصرانیانو په لاسونو کې دي، هغه د دوی د تالیفاتو څخه دي پدې دلیل چې یو بل سره توپیر لري. او ددوی وینا پدې کتابونو کې چې وایی: معبودان درې دي، او عیسی د الله زوی دی، مګر حقیقت دا دی چې معبود یو دی او هغه الله دی، او دا چې عیسی د الله بنده او رسول دی لکه څرنګه چې په قرآن کې راغلي دي. او هغه څه چې په دې کتابونو کې د الله له کلام څخه ذکر شوي د قرآن په واسطه منسوخ شوي. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د عمر په لاس کې د تورات پاڼه ولیده، په غوسه شو او ویې ویل: ای د خطاب زویه! آیا پر ما شک کوې؟ په الله قسم که زما ورور موسی ژوندی وای نو زما له پیروۍ پرته به یې بله چاره نه درلوده. بیا عمر هغه پاڼه وغورځوله او ویې ویل: ای د الله رسوله ماته بخښنه وکړه.» احمد (۳/۳۸۷) له جابر بن عبدالله څخه روایت کړی، او الباني په الاروا (۱۵۸۹) کې دا سند حسن بللی دی. موسی او عیسی او ټول پیغمبران له هغو کسانو څخه بېزاره دي چې د محمد -صلی الله علیه وسلم- پیروي نکوي، او غواړي چې اسلام ته داخل شي؛ ځکه چې یو مسلمان په ټولو پیغمبرانو ایمان لري او د هغوی پیروي کوي، او څوک چې په محمد صلی الله علیه وسلم ایمان نلري او د هغه پیروي کوي او د اسلام دین ته داخلیږي نو هغه پر ټولو پیغمبرانو کافر او منکر دی، که هغه ادعا وکړي چې زه د دوی پیروي کوم، د دې خبرې دلیلونه د الله تعالی له قوله په دویم فصل کې ذکر شوي دي. د الله پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«قسم په هغه ذات چې د محمد روح یې په لاس کې دی، په دې امت کې هر یهودي یا نصراني چې زما خبر هغه ته ورسیږي او زما پر رسالت ایمان رانه وړي، مګر دا چې هغه به ددوزخیانو څخه وي» [۴۹] .
[۴۹] مسلم (۱۵۳) او احمد (۲/۳۱۷) د دې تخریج کړی دی.
او پر مسلمان واجب دي چې له مرګ څخه وروسته پر ژوندي کیدلو، حساب، جزا ، جنت او دوزخ ایمان ولري، او هغه باید د الله تعالی په تقدیر باندې ایمان ولري.
په تقدیر باندې د ایمان لرلو معنی:
دا چې مسلمان عقیده ولري چې الله تعالی په هر څه پوه دی، او د بندګانو په اعمالو پوهه و مخکې لدې چې ځمکې او اسمانونه پیدا کړي، او دغه پوهه یې له ځانه سره په لوح محفوظ کې لیکلې ده، او مسلمان په دې پوهیږي چې هر څه چې الله وغواړي هغه پیښیږي او هر څه چې و نه غواړي هغه نه پیښیږي، او دا چې الله جل جلاله بندګان د خپل د اطاعت لپاره پیدا کړي او هغوی ته یې دا خبره په ډاګه کړې او هغوی ته یې پر دې امر کړی او د خپلې نافرمانۍ څخه یې منع کړي دي، او هغه یی دوی ته روښانه کړی او دوی ته یې دا وړتیا او اراده ورکړې چې دوی به د الله حکمونه پلي کړي؛ چې هغوی ته به ثواب ورکول کیږي، او څوک چې د هغه نافرماني وکړي سزا ورته ورکول کیږي.
او د بنده اراده د الله تعالی د ارادې تابع ده، او هغه تقدیرونه چې الله تعالی خپلو بندګانو لپاره ندې مقدر کړي او هغوی ته یې اراده او اختیار نه وي ورکړی، مګر دا ډول تقدیرونه هغوی باندې اجرا کیږي لکه خطا او هیرول، او هغه څه چې دوی ورته اړ ایستل شوي دي، لکه فقر، ناروغي، آفتونه او داسې نور، نو پدې سره الله تعالی هغه نه نیسي او سزا ورته نه ورکوي، بلکې په آفتونو، فقر او ناروغیو باندې هغه ته اجر ورکوي، كه هغه صبر وكړي او د الله په حكم راضي شي نو لوی اجر به وركول كېږي.
دا هر څه چې وړاندې بیان شول مسلمان باید پرې ایمان ولري.
پر الله تر ټولو لوی ایمان لرونکی مسلمان، او هغه ته تر ټولو نږدې او په جنت کې تر ټولو لوړ درجه لرونکي (احسان او نیکي کوونکي دي)، هغه څوک چې د الله عبادت کوي، الله لوی ګڼي، او د هغه لپاره خشوع او عاجزي کوي ګواکې هغه ګوري، او په پټه او ښکاره د هغه نافرماني نه کوي، او پر دې عقیده دي هغه چې هرچیرې وي الله یې ګوري، او د هغه هیڅ کار، خبره او نیتونه له الله څخه پټ ندي، نو د هغه امر پر ځای کوي، او د هغه نافرماني نه کوي، او که یو له دوی څخه یوه ګناه وکړي - د الله د حکم خلاف-؛ له هغه ګناه څخه الله ته په اخلاص او عاجله توګه توبه کوي او په خپل خطا باندې پښیمانه وي، او له الله څخه بخښنه غواړي او هغه ګناه ته بیا نه راګرځې؛ الله تعالی فرمایلي دي:
(إِنَّ اللَّهَ مَعَ الَّذِينَ اتَّقَوا وَّالَّذِينَ هُم مُّحْسِنُونَ) بېشكه الله د هغو كسانو ملګرى دى چې پرهېزګاري كوي او د هغو كسانو چې هغوى نېكي كوونكي دي. [النحل:128]. *** د اسلام د دین کمال الله تعالی په قرآن عظیم الشان کې فرمایلي دي: (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا) نن ورځ ما تاسو لپاره ستاسو دین مكمل كړ او پر تاسو مې خپل نعمتونه تمام كړل او ما ستاسو لپاره اسلام د دین په توګه خوښ كړ.
[المائدة:3]،
او الله تعالى فرمایلي دي:
(إِنَّ هَٰذَا الْقُرْآنَ يَهْدِي لِلَّتِي هِيَ أَقْوَمُ وَيُبَشِّرُ الْمُؤْمِنِينَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْرًا كَبِيرًا) بېشكه دا قرآن هغې (لارې) ته ښودنه كوي چې تر ټولو برابره نېغه ده او هغو مومنانو ته زېرى وركوي چې نیک عملونه كوي، د دې چې يقينًا د دوى لپاره ډېر لوى اجر دى.
[الإسراء:9]،
الله -عز وجل- د قرآن په هکله فرمایي:
(وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِّكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَىٰ لِلْمُسْلِمِينَ) او مونږ په تا باندې كتاب نازل كړى دى، په داسې حال كې چې (د دين) د هر شي لپاره (په كې) واضحه بیان دى، هدایت، رحمت او زېرى دى د مسلمانانو لپاره.
[النحل:89].
«په صحیح حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
تاسو مې په سپينه (رڼایۍ) کي پريښې یاست، شپه يې د ورځې په شان ده، له ما وروسته د هغې نه څوک نه وځي مګر هلاک شوی انسان» (50). او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: " په تاسو کې مې دوه شیان پریښې دي، تر هغه وخته به تاسو ګمراه نشئ چې تاسو هغه ټینګ نیولي وي: د الله کتاب او د هغه د پیغمبر سنت" [51]. [50] ابوداود (4607)، او ترمذي (2676) په همدی څیر، او ابن ماجه (43) تخریج کړی، او لفظ د هغه دی، او احمد (17142) په لږ توپیر سره، دا تخریج کړی دی. او البانی په صحیح ابن ماجه کی صحیح بللی دی(۴۱) . [50] مالک تخریج کړی(۳۳۳۸)، او البانی په صحیح الجامع (۲۹۳۷) کې صحیح بللی دی. او په مخکې آیتونو کې: الله تعالی په لومړي آيت کې فرمايي چې د مسلمانانو لپاره يې د دوی دين اسلام بشپړ کړی دی، چې هیڅ کمښت نلري، او هیڅ دول زیاتوالي ته اړتیا نلري، د هر وخت او ځای او ملت لپاره د اعتبار وړ دی، او وايي چې په دې ستر، کامل، آسان دین سره یې پر مسلمانانو خپل نعمت بشپړ کړی دی، او همدارنګه د خاتم الانبیاء محمد -صلی الله علیه وسلم- په رسالت سره، او د اسلام په ظاهریدو او د اسلام د اهل بریا د هغوی پر دښمنانو باندې، او وایي چې اسلام یې د دین په توګه د خلکو لپاره خوښ کړی دی، او هيڅکله به هغه څخه ناراضه نشي او هيڅکله به له چا څخه دین قبول نکړي پرته د اسلام د دين څخه. او په دویم آیت کې الله تعالی فرمایي چې قرآن عظیم الشان یو بشپړ منهج دی چې په هغه کې د دیني او دنیوي معاملاتو ریښتیني او د حق بیان شوی دی، هیڅ داسې خیر نشته مګر دا چې هغه ته یې اشاره کړې، او هیڅ داسې شر او بدي نشته مګر دا چې له هغه څخه یې خبرداری ورکړی، او د تیرې، اوسنۍ، او راتلونکي مسألو او ستونزو سم او عادلانه حل په قرآن کې شتون لري، او هر هغه حل چې د قرآن له حل سره په ټکر کې وي، جهالت او بې انصافي ده. نو علم، عقیده، سیاست، د حکومتدارۍ نظام، قضا، ارواپوهنه، ټولنپوهنه، اقتصاد، د مجازاتو نظام او نور هر هغه څه چې انسان ورته اړتیا لري، دا ټول الله په قرآن کریم کې روښانه کړي دي، او د هغه د رسول محمد - صلی الله علیه وسلم - په ژبه - بشپړ بیان شوي دي؛ لکه څرنګه چې الله تعالی په پورتني آیت کې پدی هکله فرمایلي دي چې: وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِّكُلِّ شَيْءٍ)) [النحل:89]. او مونږ په تا باندې كتاب نازل كړى دى، په داسې حال كې چې (د دين) د هر شي لپاره (په كې) واضحه بیان دى. په لاندې څپرکي کې د اسلام د دين د بشپړتيا او د هغې د هر اړخيزې، بشپړې او عادلانه تګلارې په مفصل او لنډ شکل بيانیږی. *** څلورم څپرکی – د اسلام تګلاره لومړی: د علم (پوهې) په برخه کې: لومړۍ دنده چې الله انسان ته پرې امر کړی د علم زده کړه ده؛ الله تعالی فرمایلي دي: (فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا اللَّهُ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ ۗ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مُتَقَلَّبَكُمْ وَمَثْوَاكُمْ) نو ته پوه شه چې بېشكه شان دا دى چې د عبادت هېڅ لايق نشته مګر الله دى او د خپلې ګناه مغفرت وغواړه او د مومنو سړیو او مؤمنو ښځو لپاره هم، او الله ستاسو په ګرځېدنځى او اوسېدنځى عالِم دى.
[محمد:19]،
او الله تعالى فرماېلي:
(يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ ۚ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ) الله به په تاسو كې هغه كسان په درجو كې اوچت كړي چې ایمان يې راوړى دى او هغه كسان چې هغوى ته علم وركړى شوى دى او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ ښه خبردار دى.
[المجادلة:11]
او الله تعالى فرماېلي:
(وَقُل رَّبِّ زِدْنِي عِلْمًا) او ته ووایه: اى زما ربه ما ته (زما) په علم كې زیاتوالى راكړې. [طه:114]، او الله تعالى فرماېلي: (فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ) نو تاسو د ذكر له خاوندانو (عالمانو) نه پوښتنه وكړئ كه تاسو نه پوهېږئ.
[الأنبياء:7].
او د خاتم الانبیاء محمد صلی الله علیه وسلم په صحیح حدیث کی راغلي دي:
«د علم زده کړه پر هر مسلمان فرض ده» [۵۲]
او هغه صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
"د عالم فضیلت په عبادت کوونکي باندې داسې دی لکه د څوارلسمې سپوږمۍ فضیلت پر نورو ستورو باندې" [۵۳] .
[۵۲]ابن ماجه (۲۲۴) او طبراني په (۲۲) الصغیر کې تخریج کړی دی، او الباني په صحیح الجامع (۳۸۰۸) او (۳۸۰۹) کې دا سند صحیح بللی دی.
[۵۳] ترمذي (۲۳۲۲) او ابن ماجه (۴۱۱۲) کې تخریج کړی دی ، او الباني په صحیح الجامع (۱۶۰۹) کې دا سند صحیح بللی دی.
او په اسلام کې علم د اړتیا له مخې په څو برخو ویشل شوی دی:
لومړۍ برخه: په هر انسان، نر او ښځه فرض ده، هیڅوک د دې د ناپوهۍ څخه معاف ندي، او هغه د الله تعالی او د هغه د رسول محمد صلی الله علیه وسلم په اړه پوهه ده - او د هغه څه پوهه چې د اسلام د دین اړتیا وي [۵۴] .
[۵۴] په دې اړه په تېرو درېیو فصلونو کې تفصیل راغلی دی.
دویمه برخه: کفایی فرض که د کافي افرادو لخوا ترسره شي، له نورو خلکو څخه يې ګناه غورځول کیږي،او د نورو لپاره واجب ندي بلکه مستحب دي، هغه د اسلامي شریعت په احکامو پوهاوی دی چې زده کوونکي يې د تدريس، قضا او فتوا ورکولو وړتيا پیدا کوي، او همدارنګه هغه پوهه چې مسلمانان د صنعت او مسلکونو لپاره ورته اړتیا لري. د مسلمانانو مشر او زعیم باید خلک دې علومو او مسلکونو ته اړ باسي که چیرته کافی خلک په کې شتون ونلري، او د داسې پوهانو د موندلو لپاره باید کار وکړي چې د هغه سره به مسلمانان د هغه څه لپاره کافي وي چې د دوی د ژوند لپاره اړین وي.
دویم: د عقیدې په اړه:
الله جل جلاله خپل رسول محمد صلی الله علیه وسلم ته امر وکړ چې ټولو خلکو ته دا اعلان وکړي چې دوی یوازې د الله بندګان دي، یوازې د هغه عبادت دې وکړي، او دوی ته یې امر وکړ چې الله تعالی سره نیغه اړیکه ولري پرته له منځګړیتوب څخه د هغه په عبادت کې، څرنګه چې د دې وضاحت مخکې په دې مطلب "لا إله إلا الله" کې بیان شو، او هغوی ته يې امر وکړ چې يوازې پر الله توکل وکړي، له هغه پرته له هيچا څخه و نه وېرېږي، او يوازې [۵۵] له هغه څخه دې هيله ولري؛ ځکه چې هغه یوازې ګټه او ضرر رسونکی دی، او هغه دې د کمال په صفتونو سره ياد کړي چې ځان یې په هغې باندې ياد کړی او په هغه صفتونو سره چې رسول الله صلی الله علیه وسلم بیان کړي دي، لکه څرنګه چې مخکې د هغې بیان وشو.
[۵۵] مطلب دا چې : له هغه مخلوق څخه لکه مړي او بتان ډار او هيله لرل و نه شی چې د الله په څیر ځواک نلري، لیکن هغه ويره چې مخلوق يې لرلی شي لکه د زمریانو او غلو څخه ویره، او همدارنګه هیله لرل له هغه چا څخه چې د مرستې کولو توان لري، لکه مسؤل او سخي، دغه دواړه طبیعي ویره او هیله ده چې هغه انسان ملامت نه شي کیدلی.
دریم: د خلکو تر منځ اړیکې:
الله تعالی مسلمان ته امر کړی چې هغه باید صالح انسان وي، او د اسلام رڼا ته د کفر له تیارو څخه د بشریت د ژغورلو هڅه دې وکړي؛ له همدې امله ما دا کتاب تالیف او خپور کړ تر څو د مسولیت یوه برخه مې ادا کړي وي.
او الله امر کړی چې د یو مسلمان بنده اړیکه له بل مسلمان سره په الله باندی د ایمان لرلو اړیکه وي، نو هغه د الله نېکان بندګان خوښوي چې د الله او د هغه د رسول اطاعت کوي، كه څه هم دوى ډېر لرې خلک هم وي، له كافرانو او د الله او د هغه د رسول نافرمانو څخه نفرت كوي، كه څه هم دوى ډېر نږدې خلک وي، او دا هغه اړيکه ده چې دوه جلا شوي سره يوځاى کوي، او د بيلابيلو خلکو تر منځ جوړښت او محبت راولي، د نسب، وطن او مادي ګټو په خلاف سره، ځکه دا هغه څه دي چې په چټکۍ سره له منځه ځي. الله تعالى فرمایلي دي: (لَّا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ) ته به داسې قوم ونه مومې چې په الله او په ورځ د اخرت ایمان لري، چې دوى به له هغو كسانو سره دوستي كوي چې د الله او د هغه د رسول مخالفت كوي اګر چې دغه خلق د دوى پلرونه وي، یا د دوى زامن، یا د دوى وروڼه، یا د دوى قبیله وي. [المجادلة:22]، او الله تعالى فرماېلي دي: (إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ) بېشكه د الله په نیز په تاسو كې ډېر عزتمن، ستاسو زیات پرهېزګار دى. [الحجرات:13]. الله تعالى په لومړي آيت كې فرمايي: پر الله ایمان لرونکي د الله له دښمنانو سره مينه نکوي، كه څه هم هغوی تر ټولو نږدې خلک وي.
په دویم آيت کې فرمايي: په خلکو کې د الله په نیز تر ټولو عزتمند او محبوب هغه څوک دي چې د هغه تابعدار وي که هغه د هر جنس او رنګ څخه وي.
او الله تعالی له دښمن او دوست سره په انصاف امر کړی دی، او په خپل ځان یې ظلم حرام کړی دی، او پر خپلو بندګانو یې هم حرام ګرځولی دی او په امانت او ریښتینولۍ باندې یې امر کړی، او خیانت یې حرام ګرځولی دی، او د مور او پلار په احترام او تابعدارۍ یې امر کړی دی، خپلوۍ پاللو باندې یې امر کړی دی، او له بې وزلو او فقیرانو سره په نیکۍ کولو یې امر کړی دی، او همدارنګه په خیریه کارونو کې برخه اخیستل، او هر څه باندې د احسان او نیکۍ کولو امر کړی حتا پر حیواناتو باندې، الله د هغوی له ځورولو منع کړې، او هغوی باندې د احسان او مهربانۍ امر یې کړی [۵۶]، لیکن زیان رسوونکي څاروي لکه کوڅه ډب سپی [۵۷]، مار، لړم، موږک، سور پتنګ، ګیکو (ړانده مېږي) ؛ دوی باید ووژل شي تر څو د هغوی له شر څخه مخنیوی وشي او عذاب باید ورنکړل شي.
[۵۶] حتا د حلال څاروي د ذبحې په وخت کې هم، رسول الله -صلی الله علیه وسلم- امر کړی دی چې چاړه باید تیره کړای شي او څاروی باید په آرامۍ سره ذبحه شي. د ذبحه کولو ځای: ستونی دی، د مرۍ او د وینې دوه رګونه پرې کول ترڅو وینه یې راووځي، او اوښ د ستوني لاندې په چاړه باندې وهل کیږي، لیکن د څاروي وژل د بریښنایی شاټ په واسطه او یا د هغې په سر باندې وهل، او داسې نور؛ دا ټول ډولونه حرام دي او پدې طریقه حلال شوي څاروي خوړل روا نه دي.
[۵۷] دا یو وحشي سپی دی چې خلکو ته زیان رسوي، او ټول وحشي او ضرر لرونکي حیوانات پکې شاملیږي.
څلورم: د مؤمن انسان مراقبت او د زړه نصیحت په اړه:
د قرآن عظیم الشان آیتونه د دې لپاره راغلي چې خلکو ته دا روښانه کړي چې الله دوی په هر ځای کې چې وي ويني یې، او د هغوی په ټولو اعمالو پوه دی، او د دوی له نیتونو څخه باخبر دی، او د دوی عملونه او خبرې حسابوي، او د الله ملاېکې د دوی سره همېشه دي او د هغوی پټ او ښکاره عملونه لیکي، او دا چې الله به له دوی سره د ټولو کړنو او خبرو حساب کوي، که دوی په دې ژوند کې د هغه نافرماني او سرغړونه وکړي هغوی ته له دردناک عذاب څخه خبرداری ورکوي، او دا په الله باندې د ایمان لرونکو لپاره ترټولو لوی منع کوونکی دی چې هغوی له نافرمانۍ څخه منع کوي؛ نو پدې اساس باندې د الله تعالی له وېرې جرمونه او سرغړونې پریږدي.
څوک چې له الله څخه نه وېرېږي او ګناهونه کوي كه چیرته توان یې ولري، نو الله د هغه لپاره په دې ژوند كې حد مقرر كړى دى، او هغه دا دی چې: الله تعالی مسلمانانو ته امر کړی چې خلکو ته په نیکیو امر وکړي او له بدیو یې منع کړي؛ نو هر مسلمان دا احساس کوي چې هرکله خلک ګناه وکړي او هغه یې وویني، د الله په وړاندې مسؤول دی، تر څو هغه کس په خپلې ژبې سره منع کړي که په خپل لاس سره يې د مخنیوي توان نه درلود. او الله تعالی د مسلمانانو حاکم ته امر کړی [۵۸] چې سرغړوونکو باندې د الله حدود قایم کړي، او دا هغه مجازات دي چې د مرتکبینو د جرمونو په تناسب تعین شوي دي، چې الله تعالی په قرآن کې واضح کړي، او رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپلو احادیثو کې تشریح کړي دي، او مجرمینو باندې د حدودو په تطبیق کولو امر کړی دی؛ او په دې توګه عدالت، امنیت او سوکالي خپریږي.
[۵۸] حاکم یا ولسمشر.
پنځم: د پیوستون او ټولنیزې همکارۍ په برخه کې:
الله تعالی مسلمانانو ته امر کړی چې په مادي او معنوي لحاظ له یو بل سره همکاري وکړي، لکه څرنګه چې مخکې د زکات او صدقاتو په باب کې بیان شو، او الله تعالی مسلمان د هر ډول ضرر رسولو څخه منع کړي چې خلکو ته یې ورسوې، حتا د لارې ضرر رسولو یې حرام ګرځولی، او مسلمان ته يې امر کړی چې هر کله ضرر رسونکی څیز یې وليد نو له منځه يې يوسي، که څه هم هغه کار د بل چا له خوا ترسره شوي وي، او د دې کار لپاره د اجر ژمنه یې ورسره کړې ده، لکه څرنګه چې يې ضرر رسوونکي کس ته د سزا ژمنه کړې ده.
او الله تعالی مؤمن باندې واجب ګرځولې چې خپل ورور لپاره هغه څه خوښ کړي هغه څه چې د ځان لپاره خوښوي، او د هغه لپاره هغه څه بد وګڼي کوم څه چې د ځان لپاره یې بد ګڼي، الله تعالی فرمايي:
(وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَىٰ ۖ وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۖ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ) او تاسو له یو بل سره په نېكۍ او پرهېزګارۍ كې مرسته كوئ او د ګناه او ظلم په كار كې د یو بل سره مرسته مه كوئ او له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله ډېر سخت عذاب وركوونكى دى.
[المائدة:2]،
او الله تعالی فرماېلي دي:
(إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ) بېشكه هم دا خبره ده چې مومنان خو سره وروڼه دي، نو تاسو د خپلو دواړو وروڼو په منځ كې سوله كوئ.
[الحجرات:10]،
او الله تعالی فرماېلي دي:
(۞ لَّا خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِّن نَّجْوَاهُمْ إِلَّا مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلَاحٍ بَيْنَ النَّاسِ ۚ وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللَّهِ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا) هېڅ خیر نشته د هغوى په ډېرو پټو مشورو كې مګر هغه څوک چې حكم وكړي د صدقې كولو، یا د نېكۍ كولو، یا د خلقو په مینځ كې د اصلاح (روغې) كولو، او هر څوک چې دغه كارونه د الله د رضا لټولو لپاره وكړي، نو ژر ده چې هغه ته به مونږ ډېر لوى اجر وركړو.
[النساء:114] ،
او محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "په تاسو کې هیڅوک تر هغه وخته مؤمن نه شی کیدلی ترڅو چې د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ نه کړي چې د ځان لپاره یې خوښوي" [۵۹]، او رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپله هغه ستره خطبه کې چې د خپل ژوند په پای کې په حجة الوداع [۶۰] کې يې کړې وه، د هغه څه تاکید کړی چې مخکې ورته امر شوی و: او احمد روایت کړی:
"ای خلکو ستاسو رب یو دی او ستاسو پلار یو دی، خبر اوسۍ چې نه عرب پر عجم او نه عجم پر عرب، نه سور پر تور باندې او نه تور پر سور باندې فضیلت لري، مګر په تقوا سره، آیا تاسو ته مې خبر ورساوه؟" دوی وویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورساوه [۶۱]
او همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
"ستاسو وینه، شتمني، او عزت تاسو باندې حرام دي، لکه ستاسو د دغې ورځې د حرمت په څیر، ستاسو په دې خاورې (هیواد) کې، ستاسو په دې میاشت کې، تر هغې ورځې پورې چې تاسو خپل رب سره ملاقات وکړئ، آیا ما خبره ورسوله؟ هغوی وویل: هو. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله ګوته اسمان ته پورته کړه او ویې ویل: ای الله ته ګواه شه [۶۲] .
[۵۹] د بخاري (۱۳)، او مسلم (۴۵) روایت دی او دا لفظ د مسلم دی.
[۶۰] دا د احادیثو په کتابونو کې سترې او هراړخیزی ویناوې دي.
[۶۱] احمد روایت کړی (22978)، او الباني په السلسلة الصحيحة (6/199) کي صحيح بللی دی.
[۶۲] بخاری (105) او مسلم (1679) روایت کړی، او دا لفظ د بخاري دی.
شپږم: په کورنې سیاست کې:
الله تعالی مسلمانانو ته امر کړی چې پر خپل منځ کې یو امام وټاکي او له هغه سره د امارت لپاره بیعت وکړي، او هغوی ته یې امر ورکړ چې یو بل سره یوځای شئ او تفرقه مه کوئ ترڅو ستاسو څخه يو ملت جوړ شي، او همدارنګه الله هغوی ته امر وکړ چې د خپل امام او خپلو واکمنانو اطاعت وکړئ، مګر دا چې دوی د الله په ګناه سره امر وکړي، ځکه چې د خالق په نافرمانۍ کې د مخلوق اطاعت نشته.
او الله تعالی مسلمان ته امر کړی – هرکله چې هغه په کوم هیواد کې وي چې د اسلام دين د څرګندولو او هغه ته ددعوت توان نلري – هغه ته امر کوي [۶۳] چې له هغه ځای څخه اسلامی هیوادونو ته هجرت وکړي، هغه هیواد چې پکې ټولې چارې د اسلامي شریعت له مخې فیصله، او د مسلمان امام لخوا د الله د اوامرو پر اساس اداره کیږي.
[۶۳] امر يې ورته وكړ – كه توان یې لري – .
اسلام سیمه ییز سرحدونه او قومي او یا ولسي قومونه نه پیژني، بلکې د مسلمان ملي هویت اسلام دی، بندګان د الله بنده ګان دي، او ځمکه د الله ځمکه ده، یو مسلمان بغیر له کوم مخالف او معارض څخه له یو ځای څخه بل ځای ته تللی شی، په دې شرط چې د الله د شریعت پیروي وکړي، او هر کله چې د شریعت پر خلاف عمل وکړي هغه باندې د الله حکم تطبیقیږي، او د الله د شریعت په تطبیق سره، او د حدودو [۶۴]په قاېمولو سره د خلکو امنیت او د خلکو سمیدل، او د هغوی د وینو نه تویدل، د هغوی د عزت او مال ساتنه او ټول خیر ورسره منځ ته راځي. همدارنګه د شریعت په نه تطبیقیدلو سره ټوله بدي او شر منځ ته راځي.
[۶۴] حدود هغه سزاګانې دي چې په اسلامي شريعت کې د ځانګړو جرمونو د ترسره کولو لپاره ټاکل شوي دي.
الله د عقلونو ساتنه کړې: د نشه يي توکو، مخدراتو، او د سستۍ راوستونکو[۶۵] موادو په منع کولو سره، او د نشه يي توکو د څښلو لپاره يې جز ټاکلې، چې هغه له (۴۰-۸۰) پورې دُورې وهل دي، هر کله چې هغه دا کار وکړي؛ د هغه د منع کولو، او د عقل دساتلو، او د هغه له شر څخه د خلکو ساتل دي. [۶۵] سستي راوستونکي مواد هغه مواد دي چې د بدن، عقل او اعصابو د سستۍ او کسالت سبب ګرځي. او الله تعالی د مسلمانانو وینې خوندي کړي دي: د ظالم څخه په انتقام اخیستلو سره؛ نو قاتل باید ووژل شي، او په زخمونو کې په بدل اخیستلو سره قصاص روا شوی دی، او همدارنګه مسلمان ته یې د ځان، ناموس او مال څخه د دفاع حق ورکړی دی؛ الله تعالی فرمایلي دي:
(وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ) البقرة:179]، او ستاسو لپاره په قصاص كې ژوند دى، اى د خالص عقل خاوندانو! د دې لپاره چې تاسو (ځان) وساتئ. البقرة: 179، او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "هر څوک چې د خپل مال د ساتنې په لاره کې ووژل شو هغه شهید دی، څوک چې د خپل دین د ساتنې په لاره کې ووژل شي هغه شهید دی، او څوک چې د خپلې وینې د ساتلو په لاره کې ووژل شو هغه شهید دی، او څوک چې د خپلې كورنۍ د ساتلو په لاره کې ووژل شو هغه شهيد دى [۶۶] . [66] ابو داود (2/275)، نسائي (2/316) او احمد (1652) روایت کړی، او الباني په صحيح الترغيب والترهيب: (1411) کې دا حدیث صحيح بللی دی، او صحیح الجامع (۴۱۷۲) .
او الله تعالی د مسلمانانو د عزت ساتنه کړې: د هغه څه په واسطه چې د مسلمان په غیبت کې د حق څخه پرته د بدو الفاظو د ویلو څخه منع کړې، او د تهمت لګوونکي لپاره د حد قاېمولو په واسطه هر کله چې مسلمان په درواغو په اخلاقي جرم تورن کړي، لکه زنا، لواطت بغیر د شرعي ثبوت څخه.
او الله نسلونه د نامشروع اختلاط څخه خوندي ساتلي دي [۶۷]، او د عزت او ناموس حفاظت یی د زنا په کلک ډول تحریمولو او له لويو ګناهونو څخه یې شمیریلی دی، او عاملینو ته یې عبرتناکه سزا ټاکلې ده هرکله چې د حد قایمولو شرطونه پوره شي.
[۶۷] او الله نسلونه له ضایع کیدلو او اختلاط څخه خوندي ساتلې دي؛ لکه څرنګه چې یو سړی د زنا له امله د خپل پلار پرته بل چا ته منسوب شي.
او الله د مال ساتنه کړې: د غلا، خیانت، قمار، رشوت او نورو حرامو لاسته راوړنو په تحریمولو سره، او د هغې منع کوونکي سزا په واسطه چې د غل او لار لوټونکو لپاره یې مقرر کړې، او هغه د لاس پرې کول دي که د سزا شرطونه پوره شي، یا داسې سزا ورکړل شي چې ددې کار مخه ونیسي، که چیرته غلا ثابته شوي وي مګر شرطونه پوره نه وي. او هغه چا چې دا حدود وضع کړي هغه ښه پوه او حکیم ذات الله دی، او هغه ښه پوهیږي چې څه شی د هغه د مخلوق په خیر او صلاح دی، او هغه پر دوی ډیر مهربان دی، الله دغه حدود د مجرمو مسلمانو د ګناهونو کفاره او د ټولنې له شر او د نورو له شر څخه د ژغورنې وسيله ګرځولې ده. او د اسلام هغه دښمنان چې د قاتل وژل او د غله د لاس پرې کول عیب ګڼي، دا په اصل کې پدې مانا ده دوی د يو ناروغ د فاسد غړي پرې کول عیب ګڼي، که دغه غړی پرې نشي په ټوله ټولنه کې يې فساد خپریږي، او په ورته وخت کې دوی د خپلو ناحقه موخو لپاره د بې ګناه خلکو وژل تاییدوي.
[۶۸] دا د ناروغ او فاسد غړي له پرې کولو څخه چې د هغه د بدن او کورنۍ د خوندیتوب لپاره ترسره کیږی غوره او اړین دي.
اوم: د بهرني سیاست په اړه:
االله تعالی مسلمانانو او د هغوی مشرتابه ته امر کړی چې غیرمسلمانان اسلام ته دعوت کړي؛ تر څو د هغه په وسيله د کفر له تيارو څخه د الله د ايمان رڼا خوا ته، او د دنياوي ژوند په مادي څيزونو کې د ډوبېدو له بدبختۍ او د روحي خوښیو له محروميت څخه چې مسلمانان په واقعيت کې له هغه څخه خوند اخلي وژغوري. نو الله مسلمان ته پدې باندې امر کړی دی چې: د یو ښه انسان په توګه په خپل ښه والي سره ټول بني ادمانو ته ګټه ورسوي، او د ټول بشریت د ژغورلو هڅه وکړي، د انساني منهج پر خلاف؛ ځکه دغه انسانی منهج له انسان څخه دا غوښتنه کوي چې یوازې پخپله ښه اوسي، او دا د دې منهج د فساد او نیمګړتیا او د اسلام د نیکمرغۍ او بشپړتیا دلیل دی.
او الله تعالی مسلمانانو ته امر کړی دی چې د اسلام او مسلمانانو د ساتنې لپاره د الله د دښمنانو په مقابل کې هر څومره چې توان ولري چمتوالی ولري، ترڅو خپل او د الله دښمنان ووېروي. همدارنګه الله تعالی مسلمانانو ته دا اجازه ورکړې چې د اسلامي شریعت په رڼا کې له غیر مسلمانانو سره تړونونه ولري، که چیرته دې موضوع ته اړتیا وي، او الله تعالی مسلمانان له خپل دښمن سره د تړون د ماتولو څخه منع کوي چې له خپلو دښمنانو سره یې کړي دي، پرته لدې چې دښمن د هغه ماتول پیل کړي، او یا داسې څه وکړي چې د تړون ماتولو ته اړتیا پیدا شي، او دوی احساس وکړي چې تړون مات شوی دی.» مخکې له دې چې له غیر مسلمانانو سره جګړه پیل شي، الله تعالی مسلمانانو ته امر کړی چې لومړی خپل دښمنان اسلام ته دعوت کړي، که یې انکار وکړ، نو له هغوی څخه به جزیه وغوښتل شي او د الله حاکمیت [۶۹] ته باید تسلیم شي، او که یې و نه منل نو هغوی سره به جګړه وکړي ترڅو فتنه[۷۰] له منځه لاړه شي او ټول دین به د الله وي. [۶۹] د اسلامي واکمنۍ لاندې، مسلمانان زکات ورکوي، او غیر مسلمان جزیه ورکوي دا هغه مال دی چې له بالغ سړي څخه اخیستل کیږي، پرته له ښځو، ماشومانو، لیونیانو، بوډاګانو او غریبانو څخه، جزیه یوه لږه اندازه ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې په کال کې له یو دینار څخه زیاته نه وه، دا ډیره لږه اندازه ده چې هر شتمن یې په کال کې یو ځل ورکوي؛ تر څو د اسلامي دولت تر چتر لاندې خوندي ژوند وکړي او وتوانیږي د خپل ژوند ټول فعالیتونه د اسلامي شریعت په رڼا کې ترسره کړي او له خوندي ژوند څخه برخمن شي او د مسلمانانو لخوا د دوی د مال او عزت لپاره بشپړ خوندیتوب تضمین شي، د دوی د کلیساګانو او دین امنیت سربیره، او کله چې مسلمانان د هغوی د حقونو او له دښمن څخه د هغوی د ساتنې توان ونلري نو له دوی څخه اخیستل شوې جزیه بیرته ورکول کیږي؛ ځکه چې د جزیې شرطونه ندې تکمیل شوي چې هغه حمایت او ساتنه ده، او که چیرته هغوی د هیواد په ساتنې او دفاع کې ونډه واخلي، مسلمانان باید له هغوی څخه جزیه وانخلي، او حکومت باید د هغوی له فقیرانو سره د مسلمانانو په څیر مرسته وکړي او درملنه یې وکړي. [۷۰] فتنه به هغه وخت رامنځته شي کله چې خلکو ته د اسلام رسیدل منع شي، او د اسلام قبلولو لپاره د هغوی آزادۍ واخیستل شي پرته له زور او جبر څخه. د جګړې په وخت کې الله تعالی پر مسلمانانو د ماشومانو، ښځو، بوډاګانو او هغه راهبان چې په خپلو معبدونو کې دي وژل منع کړي دي، پرته له هغو کسانو چې د جنګیالیو سره په نظر ورکولو یا عمل کې ونډه اخلي، او دوی ته یې امر کړی چې له بندیانو سره په مهربانۍ چلند وکړي، لدې څخه موږ پوهیږو چې د غزا موخه په اسلام کې تسلط او استغلال ندی، بلکې موخه یې د حق خپرول او مخلوق باندې رحم کول دي، او خلک د مخلوق له عبادت څخه د خالق عبادت ته راوستل دي.
اتم: د ازادۍ په اړه: (الف) د عقیدې ازادي: د اسلام په دين کې الله تعالی هغه غیر مسلمان ته چې غواړې د اسلام تر واکمنۍ لاندې راشي د عقیدې ازادي ورکړې ده، وروسته لدې چې اسلام هغه ته بیان شي او دعوت ورته وشي، که يې اسلام غوره کړ؛ نو په دې کې يې خوشحالي او نجات دی، او که يې پر خپل دين پاتې کېدل غوره کړل؛ نو د ځان لپاره يې کفر، بدبختي او په دوزخ کې عذاب غوره کړ، او په دې سره پر هغه باندې حجت قایم شو، او د الله تعالی پر وړاندې هيڅ عذر نلري، نو پدې وخت کې مسلمانان هغه په خپل ايمان باندې په دې شرط پريږدي چې په خپل لاس په متواضع شکل جزيه ورکړي، او د اسلام احکامو ته باید درناوی وکړي، او خپل کفري مراسم دې د مسلمانانو پر وړاندې نه اظهاروي.
اما مسلمان، د اسلام له داخلېدو وروسته له هغه څخه ارتداد (د اسلام څخه وتل) نه قبلېږي، او که چیرته مرتد شي، نو سزا یې مرګ دی، دا ځکه چې د حق له پوهېدو وروسته مرتد انسان د ژوندي پاتې کېدلو وړ نه دی، پرته له دې چې الله ته توبه وباسي او بېرته اسلام ته راشي [۷۱] .
[۷۱] ارتداد: د اسلام پرېښودل او د کفر قبلول، چا چې اسلام د قناعت له مخې غوره کړی وي هیڅکله به دا کار ونکړي، او نه به کوم دین او کلتور هغه له اسلام څخه واړوي؛ ځکه چې هیڅکه به د اسلام کمال او اعجاز ته و نه رسيږي، او د ارتداد د مقاصدو څخه په اسلامي ټولنه کې د فتنې پارول او کفر ته هڅول او يا د شهوت او مادي او ټولنيزو ګټو کوښښ کول دي، په دې ډول له اسلام څخه ارتداد له لویو او مهمو الهی میثاقونو څخه وتل دي، او دا هغه څه ته ورته دي چې په اوسني وخت کې اکثره هیوادونه له وطن سره د ستر خیانت د جرم او د هغه لپاره د مرګ (اعدام) د سزا د وضع کولو شرط ټاکي، پدې ترتیب سره د مرتد کس فساد ټولنه کې تر دې کچې رسیږي چې بغیر ددې چې هغه د اسلامي ټولنې څخه د هغه په مرګ (قتل) ونه ویستل شي بله لاره یې نشته، اما د مرتد د ثبوت او هغه باندې د حد پلي کول د اسلام په شریعت کې د حاکم په لاس دي، د دقيقو قضايي ګامونو له مخې، د ارتداد د تورن له بې عدالتۍ او د اسلامي ټولنې د دين د ساتنې لپاره باید ترسره شي.
او كه مرتد کیدل یې د اسلام د نواقضو(باطلوونکي) د نقض په خاطر وي نو د نقض شوي څیز څخه دې د هغه په پریښودلو باندې توبه وباسي او بد دی یې وګڼي او د الله تعالی څخه دې بښنه وغواړي.
د اسلام نواقض (باطلوونکي) ډېر دي؛ تر ټولو مشهور یې: له الله تعالی سره شرک کول دي او هغه دا چې بنده له الله سره بل معبود وګرځوي، که څه هم د هغه څیز او الله تر منځ د منځګړيتوب په توګه وي، او هغه راغواړي او نذرانې ورته وړاندې کوي، که د الله د الوهیت په نوم او معنا باندې اعتراف هم وکړي ځکه چې د اله په مانا او عبادت پوه دی- لکه د اسلام نه مخکې مشرکانو چې د بُتانو عبادت کاوه، کوم چې صالحو خلکو ته پکې اشاره کیدله د شفاعت غوښتلو لپاره-، او يا دا و نه مني چې دغه څیز د الله سره يو معبود دى، او ددې څیز عبادت کول پدې مانا دي چې د الله عبادت شوی وي لکه د هغه مشرکانو په څیر چې خپل ځانونه اسلام ته منسوبوي او د هغه چا نه مني چې دوی ته د توحید بلنه ورکوي، او دوی ګمان کوي چې شرک یوازې بتانو ته سجده کول دي، او یا دا چې بنده پرته له الله څخه ووایی چې: دا زما الله دی. دوی د هغه چا په څیر دي چې شراب څښي او د هغه له نوم پرته بل نوم ورته اخلي، او د دوی حالت مخکې بیان شوی دی، الله تعالی فرمایي:
(فَاعْبُدِ اللَّهَ مُخْلِصًا لَّهُ الدِّينَ (2) نو ته د الله عبادت كوه، په داسې حال كې چې دین هغه (الله) لره خالص كوونكى يې.
أَلَا لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ ۚ وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ أَوْلِيَاءَ مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَىٰ إِنَّ اللَّهَ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ فِي مَا هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ كَاذِبٌ كَفَّارٌ (3)) خبردار شئ! خاص د الله لپاره خالص دین دى، او هغه كسان چې له هغه نه غیر يې دوستان (كارسازي) نیولي دي (وايي): مونږ د دوى عبادت نه كوو مګر د دې لپاره چې دوى مونږ الله ته نژدې كړي، په ښه نژدې كولو سره، بېشكه الله به د دوى په منځ كې په هغو خبرو كې فیصله كوي چې دوى په هغو كې اختلاف كوي، بېشكه الله هدایت نه كوي هغه چا ته چې هغه دروغجن، ډېر ناشكره وي.
[الزمر:2-3]،
او الله تعالى فرمایلي دي:
(ذَٰلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ ۚ وَالَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِهِ مَا يَمْلِكُونَ مِن قِطْمِيرٍ (13) دغه الله ستاسو رب دى، خاص د ده لپاره بادشاهي ده او هغه (معبودان) چې تاسو يې له دغه (الله) نه غیر بولئ، دوى د كجورې د زړي د پردې هم مالكان نه دي. إِن تَدْعُوهُمْ لَا يَسْمَعُوا دُعَاءَكُمْ وَلَوْ سَمِعُوا مَا اسْتَجَابُوا لَكُمْ ۖ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكْفُرُونَ بِشِرْكِكُمْ ۚ وَلَا يُنَبِّئُكَ مِثْلُ خَبِيرٍ (14)) كه تاسو دوى وبولئ، دوى ستاسو بلنه نه اوري او كه چېرې وايې وري، نو دوى ستاسو بلنه قبلولى نه شي او د قیامت په ورځ به دوى ستاسو په شریک جوړولو منكر شي او تا ته (بل څوک) خبر نشي دركولى د ښه خبرداره (الله) په شان. [فاطر:13-14] ۱- د مشرکانو او نورو کافرانو نه تکفیرول: لکه یهودیان، نصرانیان، ملحدان، مجوسیان او هغه طاغوتیانو چې د الله له نازل شوي احکامو څخه پرته حکم کوي، او د الله له حکم او فیصلې څخه راضي نه وي، او که څوک دوی تکفیر نه کړي پس لدې چې پوه شي چې دوی پر الله باندې کافران دي، نو دغه کس کافر شوی دی. ۲- سحر او جادو د لوی شرک ملزم دی، څوک چې دا کار وکړي یا هغه باندې راضي اوسي وروسته له دې چې پوه شی چې ددې کار کوونکی کافر کیږي، نو دغه کس کافر ګڼل کیږي. ۳- داسې عقيده لرل چې له اسلام پرته بل قانون يا نظام د اسلام له شريعت څخه غوره دی، یا دا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پرته بل حکم د هغه له حکم څخه غوره دی، یا دا چې د الله تعالی له حکم پرته د بل حکم کول روا دي. ۴- د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه کرکه – او یا له هغه څه سره کرکه چې پوهېږي چې دغه څیز د هغه له شریعت څخه دی. ۵- په هغه څه ملنډې [۷۲] وهل کله چې پوه شی چې دا د اسلام څخه دي. [۷۲] په الله او یا د هغه پر رسولانو ملنډې وهل؛ لکه محمد، موسی، یا عیسی علیه السلام - یا هغه څه باندې چې د اسلام د دین سره تړاو ولري او خلک پرې پوه وي. ۶- د اسلام له بریا څخه کرکه، او یا په ښکته کیدلو باندې د خوښۍ څرګندول. ۷- کافرانو سره مینه او د هغوی ملاتړ کول، حال دا چې هغه پوهيږي څوک چې هغوی سره مینه کوي د هغوی له ډلې څخه ګرځي. ۸- په دې باور کول چې هغه کولای شي د محمد صلی الله علیه وسلم له شريعت څخه ووځي - او په دې پوهېږي چې هېڅوک نشي کولای چې په هیڅ برخه کې د هغه له شریعت څخه ووځي.
۹- د الله له دين څخه مخ اړول، څوک چې د اسلام څخه مخ واړوي وروسته لدې چې هغه ته یادونه او نصیحت وشي، نه اسلام زده کوي او نه یې پلي کوي، دغه کس کافر ګرځي.
۱۰- د اسلام له توافق شوي حکم څخه انکار کول، داسې حکم چې هغه باندې نباید ناپوه پاتي شي... د اسلام د نواقضو (باطل کوونکو) په اړه په قرآن او سنت کې دلیلونه ډېر دي. (ب) د نظر ازادي: الله تعالی په اسلام کې د نظر ازادي په دې شرط ورکړې چې دا نظر د اسلام له احکامو سره په ټکر کې نه وي، نو الله مسلمان ته امر کړی چې د هر چا په مخ کې د حق کلمه ووایي او د الله په خاطر دې د ملامتونکي په ملامتولو نه شاته کیږي، او هغه یې له غوره جهاد څخه بللی، او هغه ته یې امر کړی چې د مسلمانانو چارواکو لپاره نصیحت وکړي، او د هغوی له سرغړونو څخه یې منع کړي، او امر یې ورته کړی چې باطل بلونکو ته ځواب ووایي او هغوی دې منع کړي، دا د نظر د احترام لپاره تر ټولو لوی او خورا ښکلی نظام دی. لیکن هغه نظر چې د الله له شریعت سره په ټکر کې وي، ددې نظر لرونکي ته اجازه نشته چې بیان یې کړي؛ ځکه دا تخریب، فساد او له حق سره مبارزه ده.
(ج) د شخصیت ازادي: الله تعالی په اسلام کې د اسلامي شریعت په پاکو حدودو کې انسان لپاره د شخصیت ازادي ورکړې، -که هغه سړی وی یا ښځه – ازادي په خپلو کړنو کې چې خلکو سره یې کوي، لکه اخیستل او پلورل، ډالۍ کول، وقف او بخښنه، نارینه او ښځه دواړو ته یې د جوړې غوره کولو ازادي ورکړې، او هیڅ څوک یې ندی مجبور کړی چې هغه څوک غوره کړي چې خوښ یې نه وي، او هرکله چې ښځه یو سړی غوره کړي چې په دین کې د هغې سره برابر نه وي، هغې ته په دې کار کې اجازه نه ورکول کیږي؛ د هغې د عقیدې او عزت د ساتلو لپاره، دا ډول منع کول د هغې او د هغې د کورنۍ په مصلحت دي. د ښځې سرپرست - چې د نسب له مخې هغې ته تر ټولو نږدې سړی وي او یا د هغې وکیل وي – سرپرست یا (ولي) هغه څوک دی چې د ښځې د واده د عقد مسولیت لري؛ ځکه چې ښځه خپل ځان په نکاح نشي ورکولی، ځکه چې دا کار د زناکارې ښځې سره مشابهت لري، نو خاوند ته وايي: تا ته مې فلانۍ په نکاح درکړه، خاوند ورته په ځواب کې وايي: ما دا نکاح قبوله کړه، او دوه شاهدان باید دې عقد کې حاضر وي. اسلام یو مسلمان ته اجازه نه ورکوي چې د هغه حد څخه تجاوز وکړي چې الله د هغه لپاره مقرر کړی دی، ځکه ټول هغه څه چې د هغه په اختیار کې دي الله پورې اړه لري، نو د هغه تصرف باید د الله د شریعت په حدودو کې وي، هغه شریعت چې د خپلو بندګانو لپاره یې د رحمت په توګه مقرر کړی، هر چا چې د هغه په شریعت باندې منګولې و لګولې هدایت او خوشحالي ورته رسیږي، او څوک چې مخالفت وکړي بدبخت او هلاک به شي؛ له همدې امله الله جل جلاله زنا او لواطت په کلکه منعه کړي، او پر مسلمان باندې ځان وژنه او الله چې په کوم خلقت پیدا کړي دي هغه کې بدلون راوستل یې حرام ګرځولي دي. هر چې د برېتو لنډول او نوکان لنډول، او د ناف د ویښتان خریل او د بغلونو د ویښتانو غوڅول او سنتول دي، نو دې ټولو باندې الله امر کړی دی. او الله تعالی مسلمان له دې څخه منع کوي چې په هغو چارو کې د الله د دښمنانو تقلید وکړي چې د دوی ځانګړتیا وي؛ ځکه چې د هغوی سره ظاهري چارو کې مشابهت او مینه کول په زړه کې د هغوی د محبت لامل ګرځي.
او الله غواړي چې مسلمان د صحیح اسلامي فکر سرچینه اوسي، نه دا چې د خلکو د افکارو او نظریاتو واردوونکی وي. او الله غواړي چې مسلمان ښه بیلګه وي نه تقلید کوونکي. او هر چې صنعتونه او سمې تخنيکي تجربې دي، نو اسلام د هغو زده کولو او د هغو څخه ګټه اخیستلو باندې امر کوي، حتا که پدې برخه کې غیر مسلمان مخکې اوسې؛ ځکه چې الله د انسان ښوونکی دی، الله تعالی فرمایي:
(عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ) انسان ته يې هغه څه ښودلي دي چې دى پرې نه پوهېده.
[العلق:5].
دا د انسان لپاره د نصیحت او اصلاح تر ټولو لوړه کچه ده چې د خپلې ازادۍ څخه ګټه پورته کړي، او د انسان د عزت ساتنه او حمایت د خپل ځان او د نورو له شر څخه یې وژغوري.
د هستوګنې ازادي:
الله تعالی مسلمان ته د هستوګنې ازادي ورکړې ده، نو هيڅوک د هغه له اجازې پرته نه شي کولای چې د هغه هستوګن ځای ته ننوځي، او نه د ده له اجازې پرته د هغه هستوګن ځای ته وګورۍ.
(ه) د کار کسب آزادي:
الله تعالی مسلمان ته د هغه څه په حدودو کې چې د هغه لپاره ټاکل شوي د ګټې او مصرفولو خپلواکي ورکړی، او هغه ته یې په کار او کسب امر کړی؛ ترڅو د خپل ځان او کورنۍ لپاره کفایت وکړي، د نیکۍ او خیرات په لارو کې یې مصرف کړي، او په ورته حال کې الله حرامې ګټې لکه: سود، قمار، رشوت، غلا، د فال او جادو مزدوري، زنا او لواطت، او د حرامو له لارې گټل لکه د روح لرونکو تصویر یا رسم جوړول [۷۳]، شراب، خنزیر، د لهو حرام وسایل، او د سندرو ويلو او نڅا کولو اجوره، لکه څرنګه چې له دې وسيلو څخه د ګټو لاس ته راوړل حرام دي، نو په دې وسایلو او مواردو باندې مصرف کول هم حرام دي، د مسلمان لپاره دا سمه نه ده چې له مشروع لارې پرته په بله لاره څه مصرف کړي، او دا د انسان لپاره د هغه د ګټلو او مصرفولو په برخه کې د نصیحت، لارښوونې او اصلاح لوړه درجه ده؛ ترڅو په حلالې ګټې (عاید) سره بډایه ژوند وکړي او خوشحاله اوسي.
[۷۳] د روح لرونکو هغه انځورونه چې د لاس په واسطه رسم شوي وي، او یا په لرګیو او نورو شیانو نقش شوي وي، یا له خټو او نورو شیانو څخه جوړ شوي وي، دغه موارد انځورګرانو ته د اخطار او وعید په نصوصو کې شامل دي.
نهم: په کورنۍ کې:
الله تعالی په اسلامي شريعت کې کورنۍ په خورا بشپړ نظام کې تنظيم کړې ده، هر څوک چې پرې عمل وکړي د هغه د خوښۍ وسيله ګرځي، نو والدین (مور او پلار) ته خير او احسان رسونه يې وضع کړي دي، د ښو خبرو او مستمر شکل باندې د هغوی زیارت کول که چیرې هغوی لرې وي، د هغوی خدمت او د هغوی ضرورتونه پوره کول او هغوی باندې مصرف (خرچه) کول او د هغوی لپاره د هستوګن ځای برابرول که چیرته هغوی یا یو له هغوی څخه فقیر وي، او الله تعالی د سزا خبرداری ورکړی دی هغه چا ته چې خپل مور او پلار ته پاملرنه نکوي، او هغوی سره نیکي کوونکي سره یې د خوښۍ وعده کړې، د واده کولو قانون يې وضع کړی او د هغې د مشروعيت حکمت يې په خپل کتاب او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم په ژبه بيان کړي دي
***
د واده د مشروعیت حکمت
۱- نکاح د عفت او پاک لمنۍ له سترو اسبابو څخه دي، او ددې له لارې د شرمګاه ساتنه د حرامو -زنا- څخه کیږي، او حرامو ته د کتلو څخه د سترګو ساتنه کیږي.
۲- په واده کولو سره ښځه او خاوند یو بل ته سکون او ارامتیا وربخښي؛ ځکه چې الله د دوی په منځ کې مینه او رحمت برقرار کړی دی.
۳- په نکاح کولو سره دمسلمانانو شمير په شرعي لحاظ زياتيږي، په هغه کې پاکي او اصلاح دي. ۴- په نکاح کې هر یو ښځه او خاوند د خپل ملګري خدمت کوي کله چې هر یو خپله هغه وظیفه ترسره کړي چې د هغه د طبیعت سره برابره وي، لکه څرنګه چې الله تعالی وضع کړي دي. سړی له کوره بهر کار کوي او پیسې ګټي؛ ترڅو خپلې مېرمنې او اولادونو باندې مصرف وکړي، او ښځه د کور دننه کار کوي، هغه امیدواره کیږي، شیدې ورکوي، ماشومان لویوي، د خاوند لپاره خواړه، کور او بستر چمتو کوي، کله چې ستړی او له اندیښنو سره کور ته ننوځي نو هغه ستړیا او اندیښنې له منځه ولاړې سي او له خپلې میرمنې او اولادونو سره آرام او سکون پیدا کړي، او ټول په آرامۍ او خوښۍ کې ژوند وکړي. د خاوند په څنګ کې د هغې په کار کې کوم اعتراض نشته - که دوی موافق وي - په کوم کار کې چې هغه د ځان لپاره غواړي یا د خپل میړه سره د پیسو په ګټلو کې مرسته کوي، مګر دا په دې شرط چې هغه کار چې هغه یې کوي د نارینه وو څخه لرې وي او ښځه له نارینه و سره اختلاط ونکړي، پدې مانا چې دغه کار د ښځې په کور یا فارم کې وي یا د میړه په فارم کې وي او یا د هغې په کورنۍ کې وي، لیکن د هغې کار چې نارینه وو سره په فابریکه، دفتر، هټۍ یا ورته نورو ځایونو کې چې اختلاط کیږي؛ دا کار نه د ښځې لپاره روا دی، او نه مېړه ته او نه د هغې مور او پلار او خپلوانو ته روا دی چې هغې ته د کار اجازه ورکړي اګر که ښځه دا ډول کار د ځان لپاره خوښ کړي، ځکه پدې کار سره ښځه خپل ځان او ټولنه فساد خوا ته اړ باسي.
تر هغه چې ښځه په خپل کور کې په ستر کې وي له نارینه و څخه به په امان کې وي، او ګناه کوونکي لاسونه به ورته ونه رسیږي، او غدارې سترګې به ورته ونه ګوري، خو که ښځه د خلکو په منځ کې بهر ته لاړه شي؛ هغه به ضایع او د لیوانو په مینځ کې د پسونو په څیر وي، او ممکن چې په لنډه موده کې به بد خلک د هغې ناموس او عزت له مینځه یوسي.
که خاوند په یوې مېرمنې سره بسنه ونکړي، نو الله تعالی ورته د څوګونه ودونو (تعدد) اجازه ورکړې چې تر څلورو ښځو پورې میرمنې ولري، پدې شرط چې د دوی تر منځ تر خپل توان پورې په کور، نفقه او د شپې په پاتې کیدو کې عدل وکړي، لیکن د زړه په محبت کې عدل شرط ندی؛ ځکه چې دا هغه څه دي چې د انسان په اختیار کې ندي او پدې باندې نه ملامتیږي، او هغه عدل چې الله تعالی ویلی دی چې تاسو یې نشی کولی د الله تعالی پدې قول سره: (وَلَن تَسْتَطِيعُوا أَن تَعْدِلُوا بَيْنَ النِّسَاءِ وَلَوْ حَرَصْتُمْ) او تاسو به كله هم (دا) وَس ونه لرئ چې د خپلو ښځو په منځ كې (په هر لحاظ سره او د زړه په مينه کې) انصاف وكړئ اګر كه تاسو (د دې) حرص (هم) وكړئ.
[النساء:129]،
دا مینه ده او هغه څه چې ورسره تړلي دي، دا هغه انصاف دی چې الله تعالی د دې حقیقت نشتوالی د څوګونه ودونو (تعدد) کولو لپاره خنډ نه دی ګرځولی، ځکه چې دا ممکنه نه ده، او الله تعالی خپلو پیغمبرانو او د هغو کسانو لپاره چې ممکنه عدالت پلي کولی شي د څوګونه ودونو (تعدد) جواز ورکړی؛ ځکه چې الله تعالی ښه پوهیږي چې د دوی لپاره څه ښه دي، نو څوګونه واده (تعدد) د نارینه او ښځو لپاره خیر او غوره دی؛ دا ځکه چې یو سالم سړی په جنسي اړخ کې لیوالتیا لري، او کولی شي چې د څلورو ښځو جنسي اړتیاوې پوره کړي او هغوی ته عفت وبښي، که هغه ځان په یوې ښځې پورې محدود کړي، لکه څنګه چې د عیسویانو [۷۴] او نورو حال دی، او لکه څنګه چې د اسلام مدعیان دا غوښتنه کوي، نو لاندې بدۍ او ناخوالی به واقع شي:
[۷۴] د الله پېغمبر عیسی (علیه السلام) له څوګونه ودونو (تعدد) څخه منع ندخ کړې، بلکې عیسویانو منع کړي دي؛ البته د خپلو نفساني خواهشاتو په غوښتنو سره.
لومړی: که خاوند مؤمن وي، د الله تعالی اطاعت کوونکی وي او له الله تعالی څخه وېرېږي، نو هغه به په خپل ژوند کې تر یوه حده د محرومیت احساس وکړي، او خپل نفس به د حلالو اړتیاوو څخه محروم کړي؛ ځکه چې یوه میرمنه د امیداورۍ په وروستيو میاشتو کې، نفاس، حيض، او د ناروغيو په وخت کې خپل خاوند له هغې څخه د خوند اخیستلو او خوښیو څخه منعه کړي، نو خاوند د خپل ژوند يوه برخه داسې تېروي لکه چې میرمنه ونلري، دا په داسې حال کې دی چې خاوند او میرمنه یو بل سره مینه ولري، او که خاوند یې خوښ نه وي، نو خبره له دې څخه هم ډیره ضرر رسونکې ده.
دویم: که خاوند د الله نافرمان او خائن انسان وي، نو هغه به بدکاري (زنا) کوي او خپله ښځه به پرېږدي. ډیری هغه خلک چې څوګونه ودونه (تعدد) کول روا نه بولي او د زنا او خیانت جرمونه کوي پداسې حال کې چې هغه غیر محدود تعدد ته مخه کوي، تر دې هم لویه خبره دا ده چې که د حلال څوګونه ودونو (تعدد) سره مبارزه وکړي او هغه عیب و ګڼي نو کافر بلل کیږي، حال دا چې هغه پوهیږي چې الله تعدد روا ګڼلی دي.
دریم: که څوګونه ودونه (تعدد) منع شي ډیری ښځې له نکاح او اولاد څخه محرومیږي، نو دغه نیکې او پاکې ښځې به خپل ژوند په بې خاوندۍ او بې وزلۍ او محرومیت سره تیر کړي، او مقابل لورې کې به ښځه په بدکارۍ او ځان پلورنې کې ژوند کوي چې جنایتکاران به د هغې په ناموس او شرف باندې لوبې کوي.
دا روښانه ده چې ښځې د نارینه وو په پرتله ډیرې دي ځکه چې د نارینه وو د مړینې عوامل ډیر دي؛ د جنګونو او خطرناکو کارونو له امله چې دوی یې کوي، بله دا چې ښځې د بلوغ له پیل څخه واده ته چمتو وي، پداسې حال کې چې ټول نارینه چمتو نه وي؛ ځکه چې ډیر یې د مهر د نه لرلو او د واده د ژوند لګښتونو ... او داسې نورو څیزونو له امله واده نشي کولی.
په دې توګه معلومه شوه چې اسلام له ښځو سره انصاف او مهرباني کړې ده، څوک چې له شرعي څوګونه ودونو (تعدد) سره مبارزه كوي، هغوى د ښځو، فضيلت او د پيغمبرانو دښمنان دي، څوګوني ودونه (تعدد) د الله د پېغمبرانو –علیهم السلام- سنت دي، چې هغوى له ښځو سره ودونه كړي او د الله له حدودو سره سم يې څوګونه ودونه كړی.
او کله چې خاوند بله ښځه په نکاح کوي او لمړۍ ښځه د غیرت او خفګان احساس کوي هغه عاطفي او جذباتي مسئله ده، او په شرعي مواردو کې عاطفي مسایلو ته لومړیتوب نه ورکول کیږي. او ښځه کولی شي د نکاح له تړون مخکې د ځان لپاره دا شرط وټاکي چې خاوند به یې هغې باندې بله ښځه نه کوي، که خاوند دغه شرط ومني باید خپل شرط باندې ودریږي، لدې شرط سره هم که بل واده وکړي نو ښځه اختیار لري چې خپل خاوند سره پاتې شي او یا خپله نکاح ماته کړي، او د خپلې ښځې څخه هغه څیزونه چې هغې ته یې ورکړي و بیرته وا نخلي.
الله تعالی طلاق په ځانګړي توګه د خاوند او ښځې تر منځ د اختلاف او تاوتریخوالي په حالت کې روا ګڼلی دی، همدارنګه په هغه صورت کې چې خاوند او ښځه یو بل سره مینه ونلري؛ ترڅو دوی په بدبختۍ او اختلاف کې ژوند ونکړي، او همدارنګه ترڅو هر یو د ځان لپاره داسې جوړه ومومي چې هغه باندې راضي وي او د هغه سره پاتې عمر پدې دنیا او په آخرت [۷۵] کې په خوشحالۍ سره تیر کړي، که چیرته دواړه پدې دنیا کې په اسلام مړه شي.
(۷۵) صالحې مسلمانې ښځې (چې واده یې نه وي کړی او یا طلاقې شوې وي) که الله تعالی دوی له بیرته ژوندې کیدو او حساب څخه وروسته جنت ته داخلې کړي، هغوی ته به اختیار ورکړي چې له جنتیانو نارینه و څخه ځان ته خاوند غوره کړي او واده ورسره وکړي، او که کومه مسلمانه ښځه چې مړه شي او له یو ځل څخه زیات یې واده کړی وي، هغې ته به اختیار ورکړ شي چې تر ټولو محبوب خاوند ځان ته غوره کړي که هغه سړی له جنتیانو څخه وي.
لسم: د روغتیا په اړه:
اسلامي شریعت د طب ټول اصول بیان کړي دي، په قرآن عظیم الشان او د محمد صلی الله علیه وسلم په احادیثو کې د ډیرو نفساني او بدني ناروغیو بیان شوی دی، او د ناروغیو مادي او روحي درملنه بیان شوې ده؛ الله تعالی فرمایلي دي:
(وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْآنِ مَا هُوَ شِفَاءٌ وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ) او مونږ قرآن نازلوو هغه چې د مومنانو لپاره شفا او رحمت دى.
[الإسراء:82]،
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
"الله هيڅ مرض ندی نازل کړی مګر دا چې د هغه لپاره يې شفاء نازله کړې ده، څوک چې پرې پوه شول هغه پرې پوه وي، او څوک چې له هغه څخه ناپوه پاتې شول، هغه به پرې ناپوه وي"[۷۶]
[۷۶] احمد (1/377، 413، 453)، ابن ماجه (2/340)، ابن حبان (1394)، او الحاکم (4/196) تخریج كړى، او الباني په السلسلة الصحيحة کې صحیح بللى دی (۴۵۱) .
او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
"نو تاسو درملنه وکړئ، او د حرامو شیانو سره درملنه مه کوئ" [۷۷]
او د امام ابن القیم رحمه الله په کتاب " زاد المعاد في هدي خير العباد" کې ددې تفصیل راغلی دی، نو هغه ته رجوع وکړئ ځکه چې دا د اسلام او د خاتم الانبیاء محمد صلی الله علیه وسلم د ژوند د تشریح لپاره یو له خورا ګټورو، صحیح او جامع اسلامي کتابونو څخه دی.
[۷۷] ابوداود (۳۸۷۴) تخریج کړی، او البانی په صحیح الجامع (۱۷۶۲) کې دا سند صحیح بللی دی.
یوولسم: اقتصاد، تجارت، صنعت او کرنه: هغه څه چې خلک هغه ته اړتیا لري لکه اوبه، خوراک، عام المنفعه وسایل او هغه تنظیم چې د دوی د ښارونو او کلیو د ساتنې ضمانت کوي، د هغه پاکوالی، د ترافیکو تنظیمول، له درغلیو او درواغو سره مبارزه او داسې نور، په اسلام کې ددې ټولو مواردو تفصیل په پوره بیان سره شوی دی.
دولسم: د پټو دښمنانو په بيانولو او له هغو څخه د خلاصون د لارو چارو په بيانولو کې: الله جل جلاله په قرآن کريم کې خپل مسلمان بنده ته داسې بيان کړی، چې د هغه لپاره داسې دښمنان شته چې په دنيا او آخرت کې به يې د هلاکت خوا ته کش کړي، که هغوی ته غاړه کیږدي او د هغوی پیروي وکړي، نو د هغوی څخه یې ورته خبرداری ورکړی دی، او د هغوی څخه د خلاصون لاره یې ورته ښودلی ده، او دغه دښمنان:
لومړی: رټل شوی شیطان: هغه څوک چې پاتې دښمنان د انسان پر ضد را پاروي او تحریکوي یې، هغه زموږ د پلار آدم او مور حوا دښمن دی، هغه څوک چې دوی یې له جنت څخه ایستلي، او هغه د نړۍ تر پایه پورې د بنی ادم دایمي دښمن دی، هغه سخت کوشش کوي چې دوی پر الله کافران کړي ترڅو الله دوی له هغه سره یو ځای په اور کې وساتي - الله مه کړه -، که هغه و نه توانیږي چې څوک کفر ته داخل کړي، کوشش کوي چې هغه د ګناهونو په کولو سره د الله د غضب او عذاب مستحق وګرځوي.
او شیطان هغه روح دی چې د انسان دننه د وینې په څیر جریان لري، د هغه په سینه کې وسوسې اچوي، او د هغه لپاره بدۍ ښکلي کوي، ترڅو یې په شر اخته کړي که چیرته د هغه پیروي وکړي. او له هغه څخه د خلاصون لار لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی بیان کړې ده، او هغه دا چې کله مسلمان په غصه شي یا ګناه وکړي باید ووایی چې: "أعوذ بالله من الشيطان الرجيم"، زه الله جل جلاله ته پناه وړم له رټل شوي شیطان څخه. هغه باید خپله غوسه و نه کاروي او نه ګناه باندې اقدام وکړي، او باید پوه شي چې د بدۍ انګیزه چې هغه په خپل ځان کې احساسوي د شیطان له خوا ده؛ ترڅو هغه په هلاکت کې واچوي، او بیا له هغه څخه بیزاره کیږی، الله تعالی فرمايي:
(إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوًّا ۚ إِنَّمَا يَدْعُو حِزْبَهُ لِيَكُونُوا مِنْ أَصْحَابِ السَّعِيرِ) بېشكه شیطان ستاسو دښمن دى، نو تاسو هغه دښمن وګڼئ، یقینًا همدا خبره ده چې هغه خپله ډله رابلي، د دې لپاره چې دوى له دوزخیانو ځني شي.
[فاطر:6].
دویم دښمن: د نفس غوښتنې: لدې جملې څخه هغه څه دي چې یو څوک د حق د ردولو احساس ورته پیدا شي، او د حق ردول کله چې د بل چا لخوا راغلی وی، او د الله د حکم څخه سرغړونه او د هغه ردول؛ ځکه چې دغه حکم ددې د غوښتنو پر خلاف دی، او د نفس د غوښتنو څخه دا دي چې عواطف او احساساتو ته د حق او عدالت په مقابل کې لومړیتوب ورکړي. له دې دښمنۍ څخه د خلاصون لاره د بنده لپاره دا ده چې د خپلو نفسي خواهشاتو له پیروۍ څخه الله تعالی ته پناه وغواړي.
دریم دښمن: هغه نفس چې په بدۍ امر کوي: او د هغې په بدۍ باندې امر کول هغه څه دي چې انسان په خپل ځان کې د یو حرام خواهش احساس وکړي، لکه زنا، شراب څښل او د روژې په میاشت کې پرته له کوم شرعي عذر څخه روژه ماتول، او نور شیان چې الله منع کړي وي. او له دې دښمن څخه د خلاصون لاره دا ده چې د خپل ځان او د شیطان له شر څخه الله تعالی باندې پناه وغوښتل شي، او د دې حرامو خواهشاتو په ترسره کولو کې صبر وکړي، او د الله تعالی د رضا په خاطر له هغه څخه ځان وساتي، لکه څنګه چې د هغو خوړلو او څښلو څخه ځان ساتي چې زړه یې ورته کیږي، لیکن دغه خوړل او څښل هغه ته تاوان رسوي که یې وخوري او یا یې وڅښي، او دا په یاد راولي چې دا حرام شهوت لنډ مهاله دی چې هغه څخه وروسته اوږد افسوس به ورسره وي.
څلورم دښمن: انساني شیطانان: دوی د آدم علیه السلام نافرمانه اولادونه دي، چې شیطان لوبولي دي، او هغوی بد کارونه کوي او په مجلسونو کې ناستو کسانو ته بد کارونه ښکلي کوي، او له دې دښمن څخه د خلاصون لاره: له دې دښمن څخه ځان ساتل دي، او له هغوی څخه لرې پاتې کیدل او هغوی سره ناسته نه کول دي.
دیارلسم: د سپیڅلي هدف او هوسا ژوند په اړه: هغه لوړ هدف چې الله تعالی خپلو مسلمانو بندګانو ته ټاکلی دی هغه دنیوي ژوند ندی او نه هغه لنډ مهاله خواهشات ... بلکې د حقیقي او ابدي راتلونکي لپاره تیاری دی، او هغه: له مرګ څخه وروسته ژوند دی؛ ریښتینی مسلمان پدې ژوند کې کار کوي، په دې فکر چې دا د آخرت لپاره وسیله او مزرعه ده، نه دا چې په خپل ذات کې هدف وي.
نو هغه د الله تعالی دغه خبره یادوي:
(وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ) او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي.
[الذاريات:56]،
او د الله تعالى دا قول:
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَلْتَنظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍ ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ (18) اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړی دی! تاسو له الله نه ووېرېږئ او هر نفس دې هغه شي ته وګوري چې ده د سبا ورځې (قیامت) لپاره مخكې لېږلى دى او تاسو له الله نه ووېرېږئ ، بېشكه الله په هغو عملونو ښه خبردار دى چې تاسو يې كوئ.
وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنسَاهُمْ أَنفُسَهُمْ ۚ أُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ (19) او تاسو د هغو كسانو په شان مه كېږئ چې الله يې هېر كړى دى، نو هغه (الله) له دوى نه خپل ځانونه هېر كړل، همدغه كسان نافرمانه دي.
لَا يَسْتَوِي أَصْحَابُ النَّارِ وَأَصْحَابُ الْجَنَّةِ ۚ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمُ الْفَائِزُونَ (20)) د دوزخ والا او د جنت والا سره برابر نه دي، جنت والا چې دي؛ هم دوى كامیاب (او په مراد رسېدلي) دي.
[الحشر:18-20]،
او د الله تعالى دا قول:
(فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ (7) نو هغه څوک چې د یوې ذرې په اندازه نېک عمل وكړي، (نو) دى به هغه وویني.
وَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ (8)) او هغه څوک چې د یوې ذرې په اندازه د شر (او بدۍ) عمل كوي، ( نو) دى به هغه وویني.
[الزلزلة:7-8].
د هغه په واسطه خپل بندګان د هغه هدف په لور لارښوونه کوي چې د کوم هدف لپاره یې دوی پیدا کړي، او هغه راتلونکی چې حتمي ددوی په انتظار کې دی؛ نو هغه واحد الله ته په عقیدې سره د دې ریښتیني او ابدي راتلونکي لپاره چمتوالی نیسي، او هغه څه کوي چې الله ته خوښ وي، او الله د هغه څخه راضي اوسي، او پدې ژوند کې د هغه د اطاعت کولو په خاطر د هغه عزت او اکرام کوي، او تر مرګ وروسته یې د عزت کور ته داخلوي. نو الله پدې ژوند کې هغه ته د ښه ژوند په ورکولو سره عزت ورکوي، هغه د الله په ساتنه او حفاظت کې ژوند کوي، د الله د رڼا په واسطه کتل کوي ... هغه عبادتونه ترسره کوي چې الله ورته امر کړی وي، نو د الله تعالی په مناجات سره خوند اخلي او په خپل زړه او ژبې سره د الله یاد کوي، پدې توګه د هغه زړه ډاډ پیدا کوي.
هغه په خپلو خبرو او عملونو کې له خلکو سره نیکي کوي، او د هغوی له معززو خلکو څخه د ده په نیکیو اعتراف او دعاګانې اوري، چې د ده د خوشحالۍ سبب ګرځي او سینه یې پرانیزي، او د خپلو نیکیو په مقابل کې د کینه ګرو ناشکري ویني، نو د هغوی دغه کړنه د دې مانع نګرځی چې هغوی سره نیکي ونکړي؛ ځکه چې هغه یوازې د الله په خاطر دغه کار کوي او د هغه څخه اجر غواړي. او له هغو اشرارو څخه چې د دین او د هغه له پیروانو څخه کرکه لري مسخرې ګوري او مضرې خبرې اوري چې پدې سره د الله تعالی رسولان ورپه یادیږي، نو بیا پوهیږي چې دا کار د الله په لار کې دی، نو له اسلام سره یې مینه او استقامت زیاتېږي.
هغه په دفتر کې، په فارم کې، په پلورنځي کې یا په فابریکه کې خپلو لاسونو سره کار کوي؛ ترڅو په تولید سره اسلام او مسلمانانو ته ګټه ورسوي؛ او الله سره د ملاقات په ورځ د هغه د اخلاص او نیک نیت په بدل کې الله هغه ته اجر ورکوي، او د دې لپاره چې هغه پاکه ګټه ترلاسه کړي چې په خپل ځان او کورنۍ باندې یې مصرف کړي، او له هغې څخه صدقه او خیرات ورکړي، پدې سره به په بډایه زړه، عزتمند، مطمئن، باعزته او د شرف سره ژوند وکړي، هغه د الله -تعالی- څخه د اجر تمه لري؛ ځکه چې الله قوي او مسلکي مومن خوښوي، هغه خوري، څښي او بیده کیږي بې له اسراف څخه، د دې لپاره چې د الله اطاعت لپاره ځان پیاوړی کړي.
له خپلې مېرمنې سره کوروالی کوي، ترڅو د هغې او د خپل ځان عفت وساتي له هغه څه څخه چې الله منع کړي دي، ترڅو اولاد ولري او هغوی د الله عبادت وکړي او د هغه لپاره په ژوندون او له مرګ وروسته دعا وکړي، او د هغه نیک عملونه دوام ومومي، او پدې سره د مسلمانانو شمیر زیاتیږي او هغه د الله لخوا اجر ترلاسه کوي، او هر نعمت چې ورته رسیږي د الله تعالی شکر ادا کوي چې د هغه د اطاعت لپاره یې کاروي او اعتراف کوي چې دا یوازې د الله لخوا دي، نو هغه به د الله لخوا اجر ترلاسه کوي، او هغه پوهیږي چې کله نا کله د لوږې، ویرې، ناروغۍ، درد او مصیبتونو سره مخ کیږي، دا ټول د الله لخوا ازموینه ده؛ ترڅو الله وګوري –حال دا چې هغه ښه پوهیږي- [78] چې هغه د الله په تقدیر باندې څومره صبر لري؛ د الله په وړاندې د هغه د صبر او قناعت کچه وګوري؛ نو هغه صبر کوي او راضي اوسیږي او په هر حالت کې د الله تعالی حمد او ثنا وایي، د الله د ثواب په هیله چې صبر کوونکو لپاره یې چمتو کړی دی، نو پدې سره د هغه لپاره مصیبت آسانیږي او هغه قبلوي، لکه څنګه چې ناروغ د شفا په هیله د درملو تریخوالی مني.
[78] الله تعالی خپلو بندګانو ته امر او منع کوي یې، او هغه له وړاندې پوهیږي چې څوک به یې اطاعت او څوک به یی نافرماني وکړي، دا د دې لپاره چې دا پوهه ښکاره شي ترڅو بنده ته د هغه د کار بدله ورکړل شي، او مجرم دا ونه وايي: "زما پروردګار ماته د هغې ګناه سزا راکړه چې ما نه وه کړې"؛ الله جل جلاله فرمايي: : (وَمَا رَبُّكَ بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِيدِ) [فصلت:46]. او ستا رب پر بندګانو ظلم نکوي.
کله چې مسلمان په دې ژوند کې لکه څنګه چې الله ورته امر کړی په لوړې روحیي سره ژوند وکړي او د حقیقي او ابدي راتلونکي لپاره کار وکړي؛ ترڅو ابدي خوشحالي ولري کوم چې د دې ژوند کړاونه به په کې نه وي، او مرګ به دغه خوشحالي قطع نکړي، نو بې له شکه د دې دنیا په ژوند کې به خوشحاله وي، او د مرګ وروسته ژوند کې به هم خوشحاله وي: الله تعالی فرمایلي دي:
(تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا ۚ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ) دغه د آخرت كور (جنت) دا مونږ د هغو كسانو لپاره مقرروو چې په ځمكه كې نه د لويۍ اراده لري او نه د فساد (وراني) كولو او ښه انجام د پرهېزګارانو لپاره دى.
[القصص:83]،
او الله تعالی رښتیا وویل کله چې یې وفرماېل:
(مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً ۖ وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ) چا چې نېک عمل وكړ، سړى وي، كه ښځه، په داسې حال كې چې مومن وي، نو خامخا هرومرو به مونږ هغه ته ژوند وركړو، ډېر پاكېزه ژوند او خامخا هرومرو به مونږ هغوى ته د هغوى د اجر بدله وركړو د هغو تر ټولو ښو عملونو په بدل كې چې دوى به كول.
[النحل:97].
په مخکني آیت او دې ته ورته آیتونو کې، الله تعالی فرمايي: هغه نیک سړی او صالحه ښځې ته چې په دې ژوند کې د الله په اطاعت او د هغه د رضا په لټه کې کار کوي، په دې ژوند کې عاجل اجر ورکوي چې هغه ښه او خوشحاله ژوند دی چې مخکې مو د هغې يادونه وکړه، او له مرګ وروسته د غیر عاجل اجر چې د جنت ابدي نعمتونه دي ورکوي، په دې اړه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:
"د مؤمن کار څومره حیرانوونکی دی، ځکه چې د هغه ټول کار د هغه لپاره خیر دی، او دا د بل چا لپاره نه دی مګر مومن لپاره، كه خوښي ورته ورسيږي نو شكر وباسي او دا د ده لپاره خير دى، او كه سختي ورته ورسيږي صبر كوي نو دا هم د ده لپاره خير دى" [۷۹] .
[۷۹] مسلم ( 2999 )، احمد ( 4 / 332 ) او دارمي ( 2777 ) تخریج کړی.
په دې توګه څرګنده شوه چې يوازې په اسلام کې سالم فکر، د ښو او بدو سمه اندازه او بشپړه او عادلانه طريقه شتون لري، او دا چې په ارواپوهنه، ټولنه، تعلیم، سیاست، اقتصاد، ټول نظامونه او بشري تګلارې او طریقې باید د اسلام په رڼا کې اصلاح او له هغه څخه باید واخیستل شي، که نه نو په هغه څه کې کاميابېدل ناشوني دي چې مخالفت يې کوي، بلکې دا د هغو کسانو لپاره په دنیا او آخرت کې د بدبختیو سرچينه ده څوک چې دغه بشري نظامونو باندې عمل کوي.
***
پنځم څپرکی – د ځینو شکونو (شبهاتو) راسپړل
لومړی: هغه خلک چې اسلام ته سپکاوی کوي : تر ټولو زیات اسلام ته سپکاوی کوونکي دوه ډوله خلک دي:
لومړۍ طبقه: هغه خلک چې د اسلام سره تړاو لري او د مسلمانۍ دعوا کوي، خو په خپلو خبرو او عملونو سره د اسلام خلاف کار کوي، نو داسې عملونه کوي چې اسلام ور څخه بیزاره دی، دوی د اسلام استازیتوب نشي کولی او دا سمه نه ده چې د دوی کړنې اسلام ته منسوب شي، او هغوی دا دي:
(الف) د منحرفې عقیدې خاوندان: لکه هغه کسان چې د قبرونو طواف کوي او د قبرونو له خاوندانو څخه خپلې اړتیاوې غواړي، او پدې باور دي چې په دوی کې ګټه او تاوان شتون لري [۸۰]، او داسې نور.
[۸۰] او لکه د خوارجو په څېر چې د اسلام په نوم بې ګناه خلک وژني، او ډېری يې د اسلام د دښمنانو له دسيسو څخه دي.
(ب) د اخلاق او دین څخه لرې خلک:
دوی د الله فرایض پریږدي، د الله له طرفه حرام شوي څیزونه کاروي، لکه زنا، شراب څښل او داسې نور. او د الله د دښمنانو سره مینه لري او د هغوی سره ځان یوشان کوي.
(ج) او د هغو خلکو له ډلې څخه چې د اسلام سپکاوی کوي ځینې مسلمانان دي، خو په الله باندې د هغوی ایمان ضعیف وي، او د اسلام د احکامو تطبیق کې نیمګړتیا لري، دا ډول خلک په ځینو واجباتو کې نیمګړتیاوې لري، خو نه یې پرېږدي، او ځینې حرام کارونه ترسره کوي، کوم چې د لوی شرک یا بل ډول کفر درجې ته نه رسېږي، او په حرامو او بدو عادتونو اخته شوي وي، او اسلام ددې کړنو څخه بېزاره دی، او هغه له لويو ګناهونو څخه ګڼي، لکه: دروغ ويل، خيانت (فریب)، د وعدې ماتول او حسد، دا ټول اسلام ته زيان رسوي؛ ځکه غیر مسلمان چې له اسلامه ناخبره دي فکر کوي چې اسلام دوی ته د دې کار اجازه ورکوي.
دویمه کټګوري: له هغه خلکو نه چې اسلام ته سپکاوی کوي؛ د اسلام له دښمنانو څخه دي، د هغه څخه کرکه لري، او د دوی له جملې څخه: مستشرقین، یهودیان، عیسوي مبشرین، او د اسلام هغه دښمنان دي چې د دوی لاره تعقیبوي، هغه کسان چې د اسلام بشپړتیا، مهرباني، او د خپریدو سرعت یې په قهر کړي دي؛ ځکه چې دا د فطرت دین دی[۸۱] ، هغه دین چې فطرت یې قبلوي کله چې ورته وړاندې شي. هر غیر مسلمان په ګډوډۍ کې ژوند کوي، او د خپل دین یا مذهب څخه د نارضایتۍ احساس کوي؛ ځکه چې دا د هغه فطرت سره په ټکر کې دی کوم چې الله په هغه سره پیدا کړی دی پرته له ریښتینې مسلمان څخه، ځکه چې مسلمان یوازې هغه څوک دی چې خپل دین سره خوشحاله او راضي وي؛ ځکه چې دا یو ریښتینی دین دی چې الله وضع کړی دی، او د الله شریعت د الله د فطرت سره موافق دی چې خلک یې پر هغه پیدا کړي؛ له همدې امله موږ هر عیسوی، یهودي، او ټولو هغو کسانو ته چې د اسلام څخه بهر دي وایو: ستا ماشومان د اسلام په فطرت سره پیدا شوي دي، مګر تا او د دوی مور هغوی له اسلام څخه کفر خوا ته راوستي دي، د هغې فاسدې تربیې په واسطه چې تاسو یې ورته ورکوئ، او هغه تربیه د هغو دینونو او مذهبونو څخه وي چې اسلام سره په ټکر کې وي.
[۸۱] خاتم المرسلین محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: هیڅ ماشوم نه زیږول کیږي مګر په فطرت سره، نو د هغه مور او پلار هغه یهودي، نصراني او مجوسي کوي. [بخاري (۱۲۹۲) او مسلم (۲۶۵۸)تخریج کړی، او لفظ یې د مسلم دی]، په دې حدیث کې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي چې انسان د اسلام په فطرت سره زیږول کیږي، او په خپل فطرت سره ایمان راوړي، نو که هغه په خپل فطرت سره پریښودل شي؛ هغه پرته له شکه اسلام غوره کوي، او د هغوی له طرفه د یهودیت، نصرانیت، او مجوسیت او د نورو باطلو فرقو قبلول د هغوی د پالنې او تربیې له امله دي.
دغه کینه کوونکي مستشرقان او مسیحیت ته بلونکي په قصدي توګه په اسلام او په خاتم النبیین -صلی الله علیه وسلم- باندې دروغ وایي:
۱- کله د هغه د رسالت څخه په انکار کولو.
۲- کله په عیب لگولو، حال دا چی هغه -صلی الله علیه وسلم- کامل دی، چې د هر عیب او نیمګړتیا څخه د الله تعالی لخوا پاک ګڼل شوی، د هغو حاقدینو او متعصبینو د غوښتنو پر خلاف.
۳- د اسلام د ځینو عادلانه احکامو تحریف کول چې د عالم او حکیم الله لخوا وضع شوي؛ ترڅو خلک له هغه څخه متنفر کړي.
مګر الله پاک د دوی دسیسې له مینځه وړي؛ ځکه چې دوی د حق سره جګړه کوي، او حق لوړ دی او هغه باندی هیڅ څیز نه لوړېږي. الله تعالی فرمایلي دي:
(يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ (8) دوى غواړي چې په خپلو خولو سره د الله رڼا مړه كړي او الله د خپلې رڼا پوره كوونكى دى اګر كه كافران (دا كار) بد ګڼي.
هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَىٰ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ (9)) دغه (الله) هغه ذات دى چې خپل رسول يې په هدایت او حق دین سره لېږلى دى، د دې لپاره چې دغه (الله) دغه (حق دین) ته په نورو ټولو دینونو باندې غلبه وركړي، اګر كه مشركان دغه (كار) بد ګڼي.
[الصف:8-9].
دویم: د اسلام سرچینې:
که غواړې – اې هوښيار انسانه – چې د اسلام په رښتينې بڼه پوه شې، نو د قرآن عظيم الشان، او د رسول الله -صلى الله عليه وسلم- صحيح احاديث ولوله چې په صحيح البخاري، صحيح مسلم، د امام مالک موطا، د امام احمد بن حنبل مسند، د ابو داود سنن، د نسائي سنن، د ترمذي سنن، د ابن ماجه سنن، او د دارمي سنن کې ليکل شوي دي.
او د ابن هشام سیرت النبي، او د علامه اسماعیل ابن کثیر د قرآن عظیم تفسیر، او د علامه محمد ابن القیم کتاب زاد المعاد في هدي الخير العباد، او دې ته ورته د اسلام د امامانو کتابونه ولولئ، هغه امامان چې خلکو ته د توحید او بصیرت سره د الله خوا ته بلنه ورکوي، لکه شیخ الاسلام احمد بن تیمیه، او مجدد امام محمد بن عبد الوهاب، هغه څوک چې الله تعالی د هغه او د شهزاده محمد بن سعود په واسطه د عربو په جزیره کې د اسلام دین او د توحید عقیدې ته عزت او مقام ورکړ، او ځينې هغه ځايونو ته چې له دولسمې هجري قمري پېړۍ را پردیخوا پکې شرک عام شوی و.
اما د مستشرقانو کتابونه او هغه ډلې چې اسلام ته منسوب دي حال دا چې هغوی اسلام سره په مخالفت کې قرار لري، د هغو مسایلو په اړه چې زیات شمیر یې مخکې ذکر شوي دي، او یا د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- صحابه کرامو باندې تعرض کول، او یا ځینو صحابه کرامو ته سپکاوی او ښکنځلې کولو سره، او یا د هغو امامانو سپکاوی کول چې د الله تعالی د وحدانیت خوا ته یې بلنه ورکړې ده، لکه: ابن تیمیه، ابن القیم، محمد بن عبد الوهاب، او هغوی باندې درواغ جوړول، ځکه چې دغه ګمراه کوونکي کتابونه دي. خبر اوسئ چې تاسو هغو باندې دوکه نشئ او هغه و نه لولئ.
دریم: اسلامي مذهبونه:
ټول مسلمانان په یوه مذهب دي او هغه اسلام دی، او د هغوی مرجع قرآن او د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث دي، لیکن هغه څه چې په څلورو اسلامي مذاهبو باندې مشهور دي لکه حنبلي، مالکي، شافعي او حنفي، ددې څخه موخه اسلامي فقهي مکتبونه دي چې د دغو مذاهبو علماوو د اسلام اصول پکې تدریس کړي دي چې د ټولو مرجع قران او د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث دي، کچیرته د دوی تر منځ کوم اختلاف شتون ولری نو په نادر ډول په فرعي مسايلو کې دی، او هر عالم خپلو شاګردانو ته امر کړی چې پدې ډول مسایلو کې هغه قول واخلي چې د قرآن او حديث متن سره تثبيت شوی وي، که څه هم بل عالم ويلي وي.
مسلمان مجبور ندی چې لدې جملې څخه یو مذهب غوره کړي، بلکې هغه باندې واجب دي چې قرآن او حدیث ته مراجعه وکړي، او هغه خلک چې دې مذهبونو ته منسوب دي او په زیاتو عقیدوي مسایلو کې منحرف شوي دي، او کومې کړنې چې کوي لکه د قبرونو طواف، او دقبرونو له خاوندانو (مړو) څخه مرسته غوښتل، او هغه څه چې دوی د الله په صفتونو کې تاویل او تفسیر کوي، او دغه صفات ظاهري مانا ته راجع کول، دې ډول خلکو د خپلو مذاهبو د امامانو سره په عقیده کې مخالفت کړی دی؛ ځکه چې د امامانو عقیده د پخوانیو صالحو خلکو عقیده وه چې مخکې د ناجیه په ډله کې یاده شوې ده.
څلورم: له اسلام څخه وتلې ډلې:
په اسلامي نړۍ کې داسې ډلې هم شته چې له اسلامه وتلي دي، حال دا چې اسلام ته منسوبیږي او د مسلمانۍ دعوا کوي، په حقیقت کې هغوی مسلمانان ندي؛ ځکه چې د هغوی عقیدې پر الله، د هغه پر آیاتونو او وحدانیت باندي کفري عقیدې دي، د دې فرقو له جملې څخه:
۱- د باطنیه فرقه:
د غه ډله چې د حلول او تناسخ عقیده لري، او دا چې د دین نصوص یو باطني مانا لري چې د هغه ظاهري معنی سره په ټکر کې دي چې د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- لخوا بیان شوي دي، او په هغه څه باندې چې د مسلمانانو په اجماع شوي وي، او دا باطني مانا د دوی د خواهشاتو[۸۲] پر اساس وضع کیږي، د باطني دلې د رامنځته کیدلو اساس دا و چې د یهودیانو، مجوسیانو او ملحدو مفلسفینو د فارس په خاوره کې کله چې اسلام په خپریدلو سره دوی وځپل شول، پخپل منځ کې یې مشوره وکړه ترڅو یو مذهب رامنځته کړي، او د هغوی هدف دا و چې مسلمانان له یو بل څخه جلا کړي او د قرآن کریم په مانا کې د دوی نظرونه ګډوډ کړي؛ ترڅو د مسلمانانو په منځ کې اختلاف او تفرقه واچوي، نو دوی دغه تخریبي مذهب جوړ کړ او هغه ته یې بلنه وکړه، دوی ځانونه اهل بیت ته منسوب کړل، او ادعا یې وکړه چې دوی د هغوی له ډلې څخه دي؛ ترڅو د عامو خلکو په ګمراه کولو کې ډیر موثر وي، نو د هغوی له جاهلانو څخه يې ډېر خلک ښکار کړل او هغوی يې ګمراهان کړل.
[۸۲] باطنیة ډېر لقبونه لري، او په څو فرقو وېشل شوي دي چې په هند، شام، ایران، عراق او ګڼو نورو هېوادونو کې خپاره شوي دي، یو شمېر متقدمینو په تفصیل سره بیان کړي، لکه: شهرستاني په "الملل والنحل"، او همدارنګه متاخرینو تشریح کړي، او په دوی کې یې نوې فرقې په ګوته کړې، په شمول د: قادیانیانو، بهایانو او داسې نور، او له هغو کسانو چې دغه ډلي یې بیان کړي دي محمد سعید ګیلانی دی چې په "ذیل الملل و النحل"، او شیخ عبدالقادر شیبه الحمد -د مدینې د اسلامي پوهنتون استاد- د "الأديان والفرق والمذاهب المعاصرة" په کتاب کې.
۲- له هغو ډلو څخه یوه یې (قادیانیان) دي: او غلام احمد قادیاني ته یې نسبت کیږي چې د نبوت په دعوا مشهور دی او په هند او شاوخوا سیمو کې یې خلکو ته هغه باندې د ایمان راوړلو بلنه ورکړه، او انګریزانو هغه او د هغه پیروان وکارول کله چې هند د هغوی مستعمره وه، هغه او د هغه پیروان یې په بشپړه توګه تمویل کړل؛ تر دې چې ډېر ناپوهان هغه پسې روان شول، نو له همدې امله قادیانیان چې د اسلام په نوم تظاهر کوي ښکاره شول، حال دا چې دغه ډله کوښښ کوي چې اسلام له منځه یوسي او تر خپل توان پورې خلک د اسلام له دایرې څخه اوباسي، او په دې سره مشهور شو کله چې یې دا کتاب: "تصديق براهين أحمدية" تالیف کړ، او په هغه کې د نبوت دعوا وکړه، د اسلام نصوص یې تحریف کړل، د تحریف شوي نصوصو څخه دا دی چې جهاد
په اسلام کې منسوخ شوی دی، او هر مسلمان باید له انګریزانو سره سوله وکړي، او په هغه وخت کې یې د "ترياق القلوب"په نوم یو کتاب هم ولیکه. دا ليکوال په ۱۹۰۸ ميلادي کال کې له هغه وروسته مړ شو چې ډېر خلک يې ګمراه کړل، او له هغه وروسته د حکیم نورالدین په نوم ددې ګمراه ډلې ریاست او هغې ته د دعوت مشري په غاړه واخېسته.
۳- او همدارنګه له اسلام څخه -بله- وتلې باطني ډله بهايي نومیږي، دغه ډله د نولسمې پېړۍ په پيل کې په ايران کې د علی محمد په نوم د يوه سړي له خوا جوړه شوه. او ويل کیږي: محمد علي شيرازي دی، او هغه د شيعه ګانو له اثنی عشری فرقې څخه و، نو يو مذهب يې جوړ کړ چې په هغه کې يې د خپل ځان لپاره دا ادعا وکړه چې هغه منتظر مهدي دی، او بيا يې ادعا وکړه چې الله تعالى د ده په وجود کې اوسيږي، نو پدي اساس هغه د خلکو لپاره معبود وګرځید - الله د هغه څه څخه ډیر لوړ دی چې کافران او ملحدان یې وايي – او هغه پس له مرګه له ژوندون، حساب، جنت او دوزخ څخه انکار وکړ، او د کافرو براهمیانو او بودایانو لاره یې غوره کړه، او یهود، نصارا او مسلمانان یې سره یو ځای کړل، او دا چې د هغوی په منځ کی هیچ توپیر نشته، بیا یې د خاتم الانبیاء محمد صلی الله علیه وسلم د نبوت څخه انکار وکړ، او د ډیرو اسلامي احکامو څخه یې انکار وکړ، او د هغه له مړینی څخه وروسته د (البهاء) په نوم د هغه وزیر دغه دنده په میراث وې وړه، او پیروان یې زیات شول، نو دغه ډله د ده نوم ته منسوبه شوه او د البهائية په نامه ياده شوه.
۴- او د اسلام څخه له وتلې ډلو څخه، که څه هم د اسلام ادعا وکړي، لمونځ وکړي، روژه ونیسي، او حج وکړي، ډیرې فرقې دي چې ادعا کوي چې جبرئیل -علیه السلام- په پیغام رسولو کې خیانت کړي کله چې دغه پیغام یې محمد - صلی الله علیه وسلم - ته راوړ، حال دا چې دغه پیغام علي ته لېږدول شوی و، او ځینې ددې ډلې څخه وايي: علي الله دی، د هغه او د هغه د اولادونو او لمسیانو او د هغه د میرمنې فاطمې او د هغې مور خدیجه – رضی الله عنهم اجمعین- په تعظیم کې مبالغه کوي. آن تر دې چې هغوی یې له الله سره معبودان بولي او دوی په دې عقیدې دي چې دوی بې ګناه دي او د الله په نزد د دوی منزلت د پیغمبرانو – علیهم السلام- څخه لوړ دی.
او دوی وايی: کوم قرآن چې اوس د مسلمانانو په لاس کې دی، زیاتوالی او کموالی لري، او خپل ځان ته یې ځانګړې د قرآن نسخې جوړې کړي دي، او په کې یې له ځانه آیتونه او سورتونه ایښودلي دي، او له خپل پیغمبر څخه وروسته غوره مسلمانانو لکه ابوبکر او عمر رضي الله عنهم باندې لعنت وایي، او د مؤمنانو د مور عایشې –رضی الله عنها- سپکاوی کوي. او هغوی د سختیو او سوکالۍ په وخت کې د علي او د هغه له اولادونو څخه مرسته غواړي، او د الله پرته هغوی بولي، حال دا چې علي او د هغه اولادونه له دوی څخه بېزاره دي؛ ځکه چې هغوی یې له الله سره معبودان جوړ کړي، او د الله په اړه دروغ وایې او د هغه خبرې یې تحریف کړي دي - الله د دوی له ویناوو څخه لوړ دی [۸۳].
[۸۳] د دوی له هغو اعمالو څخه چې د اسلام تصویر ناسم معرفۍ کوۍ، خپل مخونه او سينې وهل او خپل بدن په زنځیرونو او چاقوګانو باندې وهل دي.
او دا کفري فرقې چې موږ یې یادونه وکړه، دا هغه کفري ډلې دي چې د اسلام ادعا کوي اما په اصل کې اسلام له منځه وړي، نو خبردار اوسه - اې هوښیاره! او ای مسلمانه چې هر ځای کې یې - چې اسلام یوازې ادعا نده، بلکې قرآن او د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- احادیثو باندې ځان پوهول دي، هغه چې ثابت دي، او په هغه باندې عمل کول دي، نو قرآن کریم او د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- په احادیثو کې تدبر او غور وکړه، هلته به ته هدایت، رڼا او مستقیمه لاره ومومي چې ددې لارې پیروان به د رب العالمین د نعمتونو په جنت کې د خوښیو لور ته رسوي.
***
د خلاصون په لور بلنه
اې هوښیار انسانه (که نارینه وي یا ښځینه)! چې تر اوسه یې اسلام نه دی منلی... زه تاسو ته دغه د نجات او خوښۍ بلنه استوم، او وایم چې:
د الله تعالی له عذابه ځان وژغوره، له مرګ څخه وروسته په قبر کې، او بیا د دوزخ له اور څخه.
په الله باندې د معبود په توګه، او په محمد - صلی الله علیه وسلم - د رسول په توګه، او په اسلام د دین په توګه د ایمان لرلو له لارې ځان وژغوره، او په ریښتیا سره ووایه: " لا إله إلا الله محمد رسول الله"، له الله پرته بل معبود نشته او محمد د الله رسول دی، پنځه وخته لمونځ وکړه، د خپل مال زکات ورکړه، د رمضان میاشت روژه ونیسه، او د بیت الله الحرام زیارت وکړه که توان یې لرې.
او خپل اسلام الله ته اعلان کړه، ستا لپاره له دې پرته بله د نجات او خوشحالۍ لاره نشته [۸۴] .
[۸۴] په دې دنيا كې له ښه ژوند سره او په آخرت كې له جنت سره.
او تاسو ته په هغه لوی الله قسم کوم چې له هغه پرته بل معبود نشته چې اسلام ریښتینی دین دی چې الله له هیچا څخه پرته له اسلامه بل دین نه مني، او زه الله او د هغه پریښتې او د هغه ټول مخلوق ګواه نیسم چې له الله پرته بل معبود نشته، او محمد د الله رسول دی، او دا چې اسلام ریښتینی دین دی او زه مسلمان یم.
او زه له الله جل جلاله څخه غواړم چې په خپل فضل او کرم سره ما او زما اولاد او زما ټول مسلمان وروڼه په اسلام سره مړه کړي، او موږ ټول د نعمتونو په جنتونو کې د خپل پېغمبر صادق الامين محمد -صلی الله علیه وسلم- سره، او د الله له ټولو انبياوو او زموږ د پېغمبر له کورنۍ او د هغه له اصحابو سره راټول کړي، او له الله تعالی څخه دا غواړم چې د دې کتاب لوستونکي او اوریدونکي ته په دې سره فاېده ورسوي... آيا تاسو ته مې پیغام ورساوه؟ ای الله ته شاهد اوسه.
الله ښه پوهیږي، وصلى الله وسلم على نبينا محمد، وعلى آله وصحبه، والحمد لله رب العالمين.
***