عربي - Arabic English Qafár af - Afar Afrikaans - Afrikanns Akan Shqip - Albanian አማርኛ - Amharic Հայերեն - Armenian অসমীয়া - Assamese Azərbaycanca - Azerbaijani Bamanankan - Bambara Bassa Bemba বাংলা - Bengali Bosanski - Bosnian Български - Bulgarian မြန်မာဘာသာ - Burmese Bisaya - Cebuano Cham Нохчий - Chechen chiCheŵa - Chewa 中文 - Chinese Адыгэбзэ - Circassian Hrvatski - Croatian Česky - Czech Dagbani Dansk - Danish فارسی دری - Dari Dendi ދިވެހި ބަސް - Dhivehi Nederlands - Dutch إستوني - Estonian Suomi - Finnish Français - French Fulfulde - Fula ქართული - Georgian Deutsch - German Ελληνικά - Greek ગુજરાતી - Gujrati Kreyòl ayisyen - Haitian Creole Hausa हिन्दी - Hindi Magyar - Hungarian Igbo Indonesia - Indonesian Italiano - Italian 日本語 - Japanese Jóola - Jola ಕನ್ನಡ - Kannada Қазақша - Kazakh ភាសាខ្មែរ - Khmer Kikuyu Ikinyarwanda - Kinyarwanda Ikirundi - Kirundi 한국어 - Korean كوردی سۆرانی - kurdish كوردي kurmancî - Kurmanji Kyrgyz ລາວ - Lao latviešu - Latvian Lingala lietuvių - Lithuanian Luganda Македонски - Macedonian Maguindanaon Malagasy - Malagasy Bahasa Melayu - Malay മലയാളം - Malayalam Mandinka मराठी - Marathi Mõõré - Moore नेपाली - Nepali أنكو - NKo Norwegian ଓଡ଼ିଆ - Odia oromoo - Oromo پښتو - Pashto فارسی - Persian Polski - Polish Portuguese ਪੰਜਾਬੀ - Punjabi Română - Romanian Русский - Russian Српски - Serbian Shona සිංහල - Sinhala Slovenščina - Slovenian Soomaaliga - Somali Soninke Sesotho - Sotho Español - Spanish Kiswahili - Swahili Svenska - Swedish Tagalog Тоҷикӣ - Tajik தமிழ் - Tamil తెలుగు - Telugu ไทย - Thai ትግረኛ - Tigrinya Türkçe - Turkish Ukrainian اردو - Urdu ئۇيغۇرچە - Uyghur Ўзбек - Uzbek Việt Nam - Vietnamese Wolof Yao Yorùbá - Yoruba Zarma زولو - Zulu
780 احاديث
د نبوي احاديثو پوهنغونډ
وېشنيزې
د حدیث درجه
روایت شوی په
راوي
ټول راویان وښایاست (223)
«په اخيري وخت کې به داسې خلک راڅرګند شي چې عمرونه یې لږ او عقلونه یې کم وي، د مخلوق تر ټولو ښه وینا به کوي، خو له اسلامه به داسې وځي لکه غشی چې له لیندۍ څخه وځي د دوی ایمان به تر ستوني هاخوا نه تېرېږي، نو هر چېرې چې ورسره مخ شوئ، ورسره وجنګېږئ او ویې وژنئ؛ ځکه د هغوی وژل د هغه چا لپاره د قیامت په ورځ اجر دی چې وژلی یې وي».
صحيح دی متفق علیه دی
«پر چا چې حد جاري شو او په دنیا کې بیړنۍ سزا ورکړل شوه، نو الله تعالی لدې ډېر عادل ذات دی چې خپل بنده ته په آخرت کې دویم ځل سزا ورکړي او پر چا چې حد جاري شو او الله یې پرده وکړه او بخښنه یې ورته وکړه، نو الله تعالی له دې ډېر عزتمند دی چې هغه څه بېرته واخلي چې یو ځل یې بخښلی دی».
حسن الترمذي او ابن ماجه روايت کړی دی
زه داسې یو څوک وم چې زیات مذي به راڅخه تلل، او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه شرمېدم چې د حکم په اړه یې ترې پوښتنه وکړم، ځکه چې لور یې ماته ناسته وه، نو مقداد بن اسود رضی الله عنه ته مې امر وکړ چې پوښتنه ترې وکړي، هغه وویل: "خپله تناسلي آله دې وینځي او اودس دې کوي». او د بخاري روایت کې دي چې ویې وییل: «اودس وکړه او تناسلي آله دې ومينځه».
صحيح دی متفق علیه دی
فاطمه رضی الله عنها رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله چې د میچنې له امله د خپلو لاسونو د تڼاکې کېدلو په اړه ورته شکایت وکړي، او لدې هم خبره شوې وه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مریان راوستل شوي دي، خو هغه ورسره مخ نه شو، نو عائشې رضي الله عنها ته یې یادونه وکړه، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی، عائشې رضي الله عنها خبر کړ، (علي رضي الله عنه) وایې: په داسې حال کې (زموږ کور ته) راغی چې مونږ څملاستلي وو، نو هڅه مو وکړه چې کینو، راته یې وویل: «مه خوځیږئ» نو راغی او زما او د (فاطمې) تر منځه کېناست، تر دې چې ما یې د پښو یخوالی په خپله ګېده حس کړ، نو ویې فرمایل: « آیا زه تاسو ته د داسې یو څه لارښوونه ونه کړم چې ستاسو له غوښتنې (غلام غوښتلو) غوره وي؟ کله چې څملاستلئ - او یا خوب ځای ته راغلئ- نو درې دیرش ځلې سبحان الله، درې دیرش ځلی الحمد لله او څلوردیرش ځلې الله اکبر ووایئ، نو دا ستاسو لپاره له خدمتګار څخه غوره دي».
صحيح دی متفق علیه دی
«رُفِعَ الْقَلَمُ عن ثلاثة: عن النائم حتى يَسْتَيْقِظَ، وعن الصبي حتى يَحْتَلِمَ، وعن المجنون حتى يَعْقِلَ».
"له درې ډوله خلکو څخه قلم پورته شوی دی: له ویده څخه تر هغه پورې چې راویښ شي، له کوچني څخه تر هغه پورې چې زلمی (بالغ) شي او له لیوني څخه تر هغه پورې چې په هوش راشي".
صحيح دی ابو داود، الترمذي او النسائي په الکبری کې او ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
«ووایه: اې الله! په حلالو دې له حرامو څخه زما بساینه وکړه، او ما په خپل فضل سره له بل چا څخه بې نیازه کړه».
حسن الترمذي روایت کړی دی
«قُلِ اللهُمَّ اهْدِنِي وَسَدِّدْنِي، وَاذْكُرْ بِالْهُدَى هِدَايَتَكَ الطَّرِيقَ، وَالسَّدَادِ سَدَادَ السَّهْمِ».
«ووایه! اې الله! ماته هدایت وکړه او توفیق راکړه، او په هدایت سره د لارې د ښودلو یادونه وکړه، او په توفیق سره د غشي پر ځای د لګېدلو یادونه وکړه».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی