Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 50

فلټرونه لرې کړئ
«خبردار اوسئ! نږدې ده چې یو سړي ته به زما لخوا نه حدیث ورسیږي او هغه به بالښت ته تکیه وهلي وي او وایې به : زمونږ او ستاسو تر منځه د الله کتاب دی ، نو څه مو چې پکې حلال وموندل حلال یې ګڼو، او څه مو چې پکې حرام وموندل حرام یې ګڼو، او حال دا چې هغه څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم حرام کړي دي - حرمت یې داسې دی - لکه الله تعالی چې حرام کړي وي».
صحيح دی ابو داود، الترمذي او ابن ماجه روایت کړی دی
«إِنَّ النَّاسَ إِذَا رَأَوْا الظَّالِمَ فَلَمْ يَأْخُذُوا عَلَى يَدَيْهِ أَوْشَكَ أَنْ يَعُمَّهُمُ اللَّهُ بِعِقَابٍ مِنْهُ». "کله چې خلک یو ظالم وویني او د ظلم څخه یې لاسنیوی ونه کړي، لرې نده چې الله به په دوی ټولو خپل عذاب راولي".
صحيح دی ابو داود، الترمذي او النسائي په الکبری کې او ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
«یقینا چې زموږ او د دوی تر منځ تړون لمونځ دی، نو چا چې دا پرېښود، هغه كافر شو».
صحيح دی الترمذي، النسائي، ابن ماجه او أحمد روایت کړی دی
«بد فال نیول شرک دی، بد فال نیول شرک دی، بد فال نیول شرک دی،- درې ځلې» او زموږ څخه هېڅوک داسې نشته مګر دا چې، الله جل جلاله یې په توکل سره له منځه وړي.
صحيح دی ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
کله به رسول الله صلی الله علیه وسلم د حاجت د رفع کولو له ځای څخه راووت نو: «غُفْرَانَكَ» به یې ویل، یعنې اې ربه ماته بخښنه وکړه.
صحيح دی ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغه سړي لعنت ویلی چې د ښځو جامې اغوندي او پر هغې ښځې چې د نارینه وو جامې اغوندي.
صحيح دی النسائي په الکبری کې او ابن ماجه په همدې معنا او احمد هم روایت کړی دی
"ستا ژبه دې تل د الله په یادولو لنده وي".
صحيح دی او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی
کله چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات وخت رانږدې شو نو عمومي وصیت یې دا وه: « لمونځ! او هغه څه چې ستاسو په واک کې دي (یعنې غلامان او وینځي)، لمونځ! او هغه څه چې ستاسو په واک کې دي» تر دې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم دا خبرې په سینه کې کولې (یعنې وروستۍ ساه یې له همدې خبرو سره وتله)، او په ژبه یې سمې نه شوې کولای.
صحيح دی رواه النسائي في السنن الكبرى وابن ماجه