Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 79

فلټرونه لرې کړئ
"څوک چې د خپل ورور له عزت څخه دفاع وکړي، نو الله تعالی به د قیامت په ورځ د هغه له مخ څخه اور وګرځوي".
صحيح دی الترمذي او احمد روايت کړی دی
«له کوچنیو ګناهونو ځان وساتئ، ځکه د کوچنیو ګناهونو مثال د هغو خلکو په شان دی چې یوې درې ته ښکته شي، نو یو تن یو لرګی راوړي، بل تن بل لرګی راوړي، تر دې چې ټول سره جمع شي او خپله ډوډۍ پخه کړي، همداسې دا کوچني ګناهونه هم دي، که څوک پرې ونیول شي، نو هلاک به یې کړي».
صحيح دی احمد روايت کړی دی
«کله چې اوبه د دوه چاټیو (قلتینو) په اندازه وي نه ناپاکه کېږي».
صحيح دی أبو داود، الترمذي، النسائي، ابن ماجه او أحمد روایت کړی دی
کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرنجی کاوه، نو خپل لاس به یې په خوله کېښود او یا به یې خپلې جامې په خوله کېښودې او خپل غږ به یې ښکته کړ(یعنې د پرنجې پر مهال به یې خپل غږ کنترول کړ).
صحيح دی ابو داود، الترمذي، او احمد روايت کړی دی
"بېشکه مؤمن په ښو اخلاقو سره د روژه نیوونکي او اعتکاف کوونکي درجې ته رسیږي".
د شواهدو په اعتبار صحيح دی ابو داود او احمد روايت کړی دی
«مَنْ قَالَ بِسْمِ اللَّهِ الَّذِي لَا يَضُرُّ مَعَ اسْمِهِ شَيْءٌ، فِي الْأَرْضِ، وَلَا فِي السَّمَاءِ، وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ، ثَلَاثَ مَرَّاتٍ، لَمْ تُصِبْهُ فَجْأَةُ بَلَاءٍ، حَتَّى يُصْبِحَ، وَمَنْ قَالَهَا حِينَ يُصْبِحُ ثَلَاثُ مَرَّاتٍ، لَمْ تُصِبْهُ فَجْأَةُ بَلَاءٍ حَتَّى يُمْسِيَ»، «چا چې درې ځلې: بِسْمِ اللَّهِ الَّذِي لَا يَضُرُّ مَعَ اسْمِهِ شَيْءٌ، فِي الْأَرْضِ، وَلَا فِي السَّمَاءِ، وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ، وویل، پر هغه به تر سهاره پورې هېڅ ناڅاپي آفت نه راځي، او چاچې سهار مهال درې ځلې وویل: نو پر هغه به بیګا پورې هېڅ ناڅاپي آفت نه راځي، وایې: نو أبان بن عثمان فالج وواهه، بیا به هغه سړي ورته کتل چې دا حدیث یې ترې اورېدلی و، نو هغه ورته وویل: څه دي چې ماته راګورې؟ قسم په الله که ما پر عثمان دروغ ویلي وي، او نه عثمان په پېغمبر صلی الله علیه وسلم دروغ ویلي دي، خو په کومه ورځ چې دا څه راورسېدل چې رارسېدلي دي په هغه ورځ غصه شوی وم او د دې دعا ویل راڅخه هېر شوي و.
صحيح دی ابو داود، الترمذي او النسائي په الکبری کې او ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
زه د بنو عامر له پلاوي سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لور روان شوم، موږ وویل: ته زموږ بادار یې، هغه وفرمایل: «الله جل جلاله بادار دی»، موږ وویل: په موږ کې د فضیلت له اړخه تر ټولو غوره او د نفوذ له اړخه تر ټولو پیاوړی یې، هغه وفرمایل: «څه چې وایئ ووایئ، یا ځینې داسې ویناوې وکړئ، خو شیطان دې تاسې له حد څخه په اوړېدلو دوکه نه کړي».
صحيح دی ابو داود او احمد روايت کړی دی
"څوک چې ناداره کس (قرضدار) ته مهلت ورکړي او یا ورته له یو څه قرض څخه تېر شي نو الله تعالی به یې د قیامت په ورځ د خپل عرش تر سیوري لاندې راولي چې په هغه ورځ د هغه له سیوري پرته بل سیوری نه شته".
صحيح دی الترمذي او احمد روايت کړی دی