Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 28

فلټرونه لرې کړئ
ما وویل: اې د الله رسوله! زموږ څخه پر یو یې د ښځې څه حق دی؟ هغه وفرمایل: «باید ډوډۍ ورکړې کله چې ته خپله خوراک کوې، جامې ورکړې کله چې ته خپله جامې اخلې او یا یې ترلاسه کوې، مخ مه وهه او مه یې بدرنګوه او ځای دې ترې مه جلا کوه مګر په خپل کور کې".
حسن ابو داود ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
"څوک چې خواړه وخوري او ووايي: (الحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَطْعَمَنِي هَذَا وَرَزَقَنِيهِ مِنْ غَيْرِ حَوْلٍ مِنِّي وَلاَ قُوَّةٍ). هغه الله لره ستاینه ده چې ماته یې دا خواړه راکړل پرته له دې چې کوم حرکت، حیله او یا ځواک ولرم، نو ټول مخکني ګناهونه به یې وبخښل شي".
حسن ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
"په مؤمنانو کې تر ټولو د کامل ایمان لرونکي هغه دي چې ښه اخلاق ولري او په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې له خپلو مېرمنو سره ښه وي".
حسن ابو داود، الترمذي، او احمد روايت کړی دی
"څوک چې له کوم قوم سره مشابهت وکړي نو دی له هغوی څخه دی".
حسن ابو داود او احمد روايت کړی دی
«له خلکو څخه تر ټولو بد هغه دي چې قیامت پرې راشي او هغوی ژوندي وي، او هغه خلک چې له قبرونو څخه یې جوماتونه جوړ کړي دي».
حسن احمد روايت کړی دی
«څوک چې (چاته) ضرر واړوي الله به هغه ته ضرر ورواړوي او څوک چې پر (چا) سختي راولي، الله به په هغه سختي راولي».
حسن ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یوه ډله راغله، نو هغه له نهو سره بیعت وکړ او یو ته یې د بیعت لاس ورنکړ، هغوی وویل: ای د الله رسوله، له نهو سره دې بیعت وکړ او دا دې پرېښود؟ هغه وفرمایل: «هغه تعویذ ځړولی دی» هغه لاس دننه کړ او تعویذ یې پرې کړ، نو بیعت یې ورسره وکړ او ویې فرمایل «چا چې تعویذ وځړاوه نو یقینا چې شرک یې وکړ».
حسن احمد روايت کړی دی
«هېڅ شی د الله تعالی په نیز له دعا څخه زیات عزتمن ندی».
حسن او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی