Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 18

فلټرونه لرې کړئ
«یقینا چې زموږ او د دوی تر منځ تړون لمونځ دی، نو چا چې دا پرېښود، هغه كافر شو».
صحيح دی الترمذي، النسائي، ابن ماجه او أحمد روایت کړی دی
«بد فال نیول شرک دی، بد فال نیول شرک دی، بد فال نیول شرک دی،- درې ځلې» او زموږ څخه هېڅوک داسې نشته مګر دا چې، الله جل جلاله یې په توکل سره له منځه وړي.
صحيح دی ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
"څوک چې له الله پرته په بل چا قسم وخوري هغه کفر او یا شرک وکړ".
صحيح دی ابو داود، الترمذي، او احمد روايت کړی دی
«څوک چې (نجومي زده کړه کوي)، هغه په حقیقت کې داسې ده لکه د سحر یوه برخه چې زده کوي، نو څومره یې چې زیاته زده کړه کوي په همغه اندازه یې د سحر د زده کړې کچه زیاتیږي».
صحيح دی ابو داود ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - مونږ ته په حدیبیه کې د سهار لمونځ راکړ پداسې حال کې چې د شپې باران وریدلی و، نو کله یې چې سلام وګرځاوه، خلکو ته یې مخ کړ او ویې فرمایل: « آیا پوهیږئ چې رب مو څه وویل؟» هغوی وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: زما بنده ګانو پداسې حال کې سهار کړ چې ځیني له دوی څخه پر ما ایمان لرونکي او ځینې نور یې کفر کوونکي دي ، نو هغه چا چې وویل: د الله په فضل او رحمت پر مونږ باران وشو، نو دا پر ما ایمان لرونکی او په ستورو کفر کوونکی دی او هغه چا چې وویل: د فلاني او فلاني ستوري - د راښکاره کېدو - له امله پر مونږ باران وشو، نو دا پر ما کافر او په ستورو ایمان لرونکی دی».
صحيح دی متفق علیه دی
«په حقیقت کې هغه څه چې زه ترې پر تاسو ډېر وېرېږم کوچنی شرک دی. هغوی وفرمايل: اې د الله رسوله کوچنی شرک څه دی؟ هغه وفرمایل: « ځان ښودنه (ریا) ده، الله جل جلاله به د قیامت په ورځ هغه مهال وفرمایي کله چې خلک د خپلو عملونو په جزا ورسیږي: هغو خلکو ته ورشئ، چې تاسو به په دنيا کې ورته ځان ښودنه کوله، او وګورئ چې آیا له هغوی سره کومه بدله شته؟».
حسن احمد روايت کړی دی
«څوک چې د الله تعالی سره پداسې حال کې مخ شو چې هیڅ شی یې ورسره شریک کړی نه وي نو جنت ته داخل شو، او څوک چې ورسره مخ شو او څه شی یې ورسره شریک کړی وي، نو اور ته داخل شو» [9].
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«هغه څوک زمونږ څخه ندی چې (د یو څه په لیدلو سره له غیبو) وړاندوینه وکړي او یا ورته وړاندوینه وشي، کوډې وکړي او یا ورته کوډې وشي، جادو وکړي او یا ورته جادو وشي، او هر څوک چې کوډګر ته ورشي او په هغه څه کې یې ريښتینی وګڼي چې هغه یې وایي، نو پر هغه څه یې کفر وکړ چې پر محمد - صلی الله علیه وسلم - نازل شوي دي".
حسن البزار روايت کړی دی