عربي - Arabic English Qafár af - Afar Afrikaans - Afrikanns Akan Shqip - Albanian አማርኛ - Amharic Հայերեն - Armenian অসমীয়া - Assamese Azərbaycanca - Azerbaijani Bamanankan - Bambara Bassa Bemba বাংলা - Bengali Bosanski - Bosnian Български - Bulgarian မြန်မာဘာသာ - Burmese Bisaya - Cebuano Cham Нохчий - Chechen chiCheŵa - Chewa 中文 - Chinese Адыгэбзэ - Circassian Hrvatski - Croatian Česky - Czech Dagbani Dansk - Danish فارسی دری - Dari Dendi ދިވެހި ބަސް - Dhivehi Nederlands - Dutch إستوني - Estonian Suomi - Finnish Français - French Fulfulde - Fula ქართული - Georgian Deutsch - German Ελληνικά - Greek ગુજરાતી - Gujrati Kreyòl ayisyen - Haitian Creole Hausa हिन्दी - Hindi Magyar - Hungarian Igbo Indonesia - Indonesian Italiano - Italian 日本語 - Japanese Jóola - Jola ಕನ್ನಡ - Kannada Қазақша - Kazakh ភាសាខ្មែរ - Khmer Kikuyu Ikinyarwanda - Kinyarwanda Ikirundi - Kirundi 한국어 - Korean كوردی سۆرانی - kurdish كوردي kurmancî - Kurmanji Kyrgyz ລາວ - Lao latviešu - Latvian Lingala lietuvių - Lithuanian Luganda Македонски - Macedonian Maguindanaon Malagasy - Malagasy Bahasa Melayu - Malay മലയാളം - Malayalam Mandinka मराठी - Marathi Mõõré - Moore नेपाली - Nepali أنكو - NKo Norwegian ଓଡ଼ିଆ - Odia oromoo - Oromo پښتو - Pashto فارسی - Persian Polski - Polish Portuguese ਪੰਜਾਬੀ - Punjabi Română - Romanian Русский - Russian Српски - Serbian Shona සිංහල - Sinhala Slovenščina - Slovenian Soomaaliga - Somali Soninke Sesotho - Sotho Español - Spanish Kiswahili - Swahili Svenska - Swedish Tagalog Тоҷикӣ - Tajik தமிழ் - Tamil తెలుగు - Telugu ไทย - Thai ትግረኛ - Tigrinya Türkçe - Turkish Ukrainian اردو - Urdu ئۇيغۇرچە - Uyghur Ўзбек - Uzbek Việt Nam - Vietnamese Wolof Yao Yorùbá - Yoruba Zarma زولو - Zulu
780 احاديث
د نبوي احاديثو پوهنغونډ
وېشنيزې
د حدیث درجه
روایت شوی په
راوي
ټول راویان وښایاست (21)
«بېشکه تا د یو ستر کار په اړه پوښتنه وکړه، او دا کار هغه چا ته ډېر اسان دی چې الله ورته اسانه کړی وي: هغه دا دی چې د الله عبادت وکړې او هېڅ شی ورسره شریک نه کړې، لمونځ قایم کړې، زکات ورکړې، د رمضان روژه ونیسې، او د بیت الله حج وکړې، بیا یې وفرمایل: ایا غواړې چې د خېر دروازې در وښیم؟ روژه ډال دی (له ګناهونو څخه د ساتنې وسیله) او صدقه ګناهونه داسې وژني لکه څنګه چې اوبه اور مړ کوي، او د سړي لمونځ کله چې شپه پخه شي، بیا یې دا آیت تلاوت کړ: {تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ} تر دې چې {يَعْمَلُونَ} ته ورسید، بیا یې وویل: آیا غواړې د دین سر، ستنې او لوړه څوکه در وښیم؟ ما وویل: هو، ای د الله رسوله! ویې ویل: د دین سر اسلام دی، ستنه یې لمونځ او لوړه برخه یې جهاد دی، بیا یې وفرمایل: آیا غواړې چې د دې ټولو اصل او جوهر در وښیم؟ ما وویل: هو، اې د الله رسوله! هغه خپله ژبه ونیوله او ویې ویل: «دا دې كنترول كړه!» ما وویل: اې د الله نبي! آیا موږ په خبرو کولو هم نیول کېږو، هغه وفرمایل: «مور دې درباندې بوره شه! آیا له ژبې پرته بل څه شته چې له امله یې خلک پړ مخه په اور ولوېږي»!
صحيح دی الترمذي روایت کړی دی
«بُنِيَ الْإِسْلَامُ عَلَى خَمْسٍ: شَهَادَةِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، وَإِقَامِ الصَّلَاةِ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ، وَحَجِّ الْبَيْتِ، وَصَوْمِ رَمَضَانَ».
«اسلام په پنځو شیانو ولاړ دی: :ګواهي ورکول چې له الله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول او بنده دی، لمونځ کول، زکات ورکول، د بیت الله حج کول، او د رمضان روژه نیول».
صحيح دی البخاري او مسلم روايت کړی دی
"ما ته امر شوی چې له خلکو سره تر هغه وجنګېږم تر څو شاهدي ورکړي چې له الله جل جلاله پرته بل معبود نشته او په دې چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله رسول دی او پدې چې لمونځ ادا کړي او زکات ورکړي، نو کله یې چې دا کار وکړ، د دوی وینه او مال له ما څخه خوندي شو مګر د اسلام لپاره، او نور حساب یې د الله جل جلاله سره ده".
صحيح دی متفق علیه دی
هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: څه فکر کوې که زه د کفارو له یوه سړي سره مخ شم او جګړه مو سره راشي، هغه زما یو لاس په توره ووهي او پرې یې کړي، بیا زما څخه یوې ونې ته پناه یوسي او ووایي چې؟ الله ته مې غاړه ایښودلې ده (یعنې مسلمان شي) نو آیا زه یې لدې وینا وروسته هغه وژلی شم اې د الله رسوله؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل «مه یې وژنه» هغه وویل: اې د الله رسوله! هغه زما یو لاس پرې کړ بیا یې دا کلمه وویله؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
"مه یې وژنه، ځکه چې که ته هغه ووژنې، نو هغه به ستا په څېر وي مخکې له دې چې ته یې ووژنې، او ته به د هغه په څېر شې مخکې له دې چې هغه کلمه ووایې، هغه چې ویې ویله".
صحيح دی متفق علیه دی
«ما وویل: اې د الله رسوله، ابن جدعان به په جاهلیت کې خپلوي ( صله رحمي ) پاللـه او مسکینانو ته به یې ډوډۍ ورکوله، نو آیا دا - کارونه - ورته ګټه رسوي؟ هغه وفرمایل: « ګټه ورته نه رسوي، هغه یوه ورځ هم داسې ندي ویلي چې اې زما ربه! ماته د قیامت په ورځ زما ګناهونه وبخښه».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
چا چې خپل (مسلمان) ورور ته وویل چې: "اې کافره!"، نو دا (تکفیر) به له دوی څخه د یو پورې نښلي؛ که هغه رښتیا کافر وي نو خبره پر ځای ده، او که نه وي، نو دا خبره به بېرته پر هماغه ویونکي ورګرځي».
صحيح دی متفق علیه دی
«مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ، إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى».
«په شفقت، مینې او خواخوږۍ کې د مؤمنانو مثال داسې دی لکه د بدن غړي، که یو غړی شکایت وکړي، د بدن پاتې برخه یې په بې خوبۍ او تبې سره نور غړي دګډون لپاره رابلي».
صحيح دی متفق علیه دی
"پر منافقانو تر ټولو دروند لمونځ د ماخوستن او سهار لمونځونه دي، که دوی پوه شي چې په دوی کې څه دي، نو دوی به ورته راتګ کړی و، اګر که په خاپوړو وای، او ما هوډ وکړ چې د لمانځه د ادا کولو امر وکړم، بیا یو سړي ته امر وکړم چې خلکو ته لمونځ ورکړي، بیا د ځان سره سړي بوځم چې د لرګیو ګیډۍ ورسره وي، او په هغو خلکو کورونه وروسوځوم چې لمانځه ته نه حاضریږي».
صحيح دی متفق علیه دی