Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 36

فلټرونه لرې کړئ
رسول الله صلى الله عليه وسلم مونږ ته وفرمايل - حال دا چې - هغه رښتينى او امانتدار دى چې: «ستاسو څخه د يو تن پېداېښت داسې وي چې د خپلې مور په ګېډه کې څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې راټولېږي ، بیا د پنډ شوي سختې وینې په څېر شي، بیا د غوښې دیوې ټوټې په څېر - چې ژول شوي وي - وګرځي، بیا ورته ملاېکه راولېږل شي او د څلورو خبرو حکم ورته وکړل شي، نو د هغه رزق، اجل، عمل، نېکمرغي او یا بد مرغي ولیکي، بیا پکې ساه پوکړل شي، نو یو څوک به داسې وي چې د جنتیانو عملونه به کوي تر دې چې د هغه او جنت تر منځه یو ګز واټن پاتې شي، نو تقدیر به پرې رامخکې شي او د دوزخیانو عمل به ترسره کړي او اور ته به داخل شي، او یو څوک به داسې وي چې د دوزخیانو عملونه به تر سره کوي، تر دې چې د هغه او د دوزخ تر منځه یو ګز واټن پاتې شي، نو تقدیر به پرې رامخته شي او د جنتیانو عمل به وکړي نو جنت ته به داخل شي».
صحيح دی متفق علیه دی
د نجد له خلکو څخه یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په داسې حال کې راغی چې سر یې ببر او وېښتان یې ګډوډ وو او موږ د هغه د غږ بونګاری اورېده، خو موږ نه پوهېدو چې څه وایي تر دې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته نږدې شو ، نو ګورو چې هغه د اسلام په اړه پوښتنه کوي، رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل چې: «په شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځونه» نو هغه وویل: آیا نور کارونه هم راباندې شته؟ هغه وفرمایل: «نه، خو که نفلي لمونځونه وکړې، او د رمضان د میاشتې روژه»، هغه وویل چې آیا لدې پرته نور څه راباندې شته؟ هغه وفرمایل: «نه، مګر دا چې نفلي روژې ونیسې» او رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته د زکات یادونه وکړه، نو هغه وویل: آیا لدې پرته نور څه راباندې شته؟ هغه وفرمایل: «نه، مګر دا چې نفلي خیراتونه ورکړې»، وایي: سړی روان شو او (له ځان سره یې) ویل چې: قسم په الله چې لدې به یې نه زيات کړم او نه به يې کم کړم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «کامیاب دی که ریښتینی وي.
صحيح دی متفق علیه دی
"څوک چې له الله پرته په بل چا قسم وخوري هغه کفر او یا شرک وکړ".
صحيح دی ابو داود، الترمذي، او احمد روايت کړی دی
دا چې ځینو مشرکانو زیات وژل کړي وو، زناګانې یې زیاتې کړې وې، نو دوی محمد صلی الله علیه وسلم ته راغلل، او ویې وویل: : په حقیقت کې، هغه څه چې تاسو یې وایئ او بلنه ورته کوئ ډېر ښه به وي که تاسو موږ ته ووایاست چې آیا د هغه څه لپاره کفاره شته چې مونږ کړي دي نو دا آیت نازل شو {وَالَّذِينَ لا يَدْعُونَ مَعَ اللهِ إِلَهًا آخَرَ وَلا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللهُ إِلا بِالْحَقِّ وَلا يَزْنُونَ} [الفرقان: 68] - (يعني او د رحمن ذات بنده ګان هغه دي) چې له الله سره بل معبود نه بلي او هغه نفس چې الله حرام كړى وي؛ ناحقه نه قتلوي او زنا نه كوي) (نو دوی ته به د لوړو ماڼیو بدله ورکړلی شي) او دا آیت نازل شو: {قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ لا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللهِ} [الزمر: 53]. ته (دوى) ته ووایه: اې زما هغو بنده ګانو چې په خپلو ځانونو يې زیاتى كړى دى! تاسو د الله له رحمت نه مه نا امېده كېږئ، [الزمر: ۵۳]
صحيح دی متفق علیه دی
«څوک چې (نجومي زده کړه کوي)، هغه په حقیقت کې داسې ده لکه د سحر یوه برخه چې زده کوي، نو څومره یې چې زیاته زده کړه کوي په همغه اندازه یې د سحر د زده کړې کچه زیاتیږي».
صحيح دی ابو داود ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - مونږ ته په حدیبیه کې د سهار لمونځ راکړ پداسې حال کې چې د شپې باران وریدلی و، نو کله یې چې سلام وګرځاوه، خلکو ته یې مخ کړ او ویې فرمایل: « آیا پوهیږئ چې رب مو څه وویل؟» هغوی وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: زما بنده ګانو پداسې حال کې سهار کړ چې ځیني له دوی څخه پر ما ایمان لرونکي او ځینې نور یې کفر کوونکي دي ، نو هغه چا چې وویل: د الله په فضل او رحمت پر مونږ باران وشو، نو دا پر ما ایمان لرونکی او په ستورو کفر کوونکی دی او هغه چا چې وویل: د فلاني او فلاني ستوري - د راښکاره کېدو - له امله پر مونږ باران وشو، نو دا پر ما کافر او په ستورو ایمان لرونکی دی».
صحيح دی متفق علیه دی
یو سړي وویل: اې د الله رسوله، آیا د جاهلیت په کړنو سره نیول کیږو؟ هغه وفرمایل: «چاچې په اسلام کې نیکي وکړه نو د جاهلیت په کړنو نه نیول کیږي، او چا چې په اسلام کې بدۍ وکړې نو په لومړۍ او دویمې دواړو سره نیول کیږي».
صحيح دی متفق علیه دی
«څوک چې د الله تعالی سره پداسې حال کې مخ شو چې هیڅ شی یې ورسره شریک کړی نه وي نو جنت ته داخل شو، او څوک چې ورسره مخ شو او څه شی یې ورسره شریک کړی وي، نو اور ته داخل شو» [9].
صحيح دی مسلم روايت کړی دی