Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 27

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

یو سړي وویل: اې د الله رسوله، آیا د جاهلیت په کړنو سره نیول کیږو؟ هغه وفرمایل: «چاچې په اسلام کې نیکي وکړه نو د جاهلیت په کړنو نه نیول کیږي، او چا چې په اسلام کې بدۍ وکړې نو په لومړۍ او دویمې دواړو سره نیول کیږي».
صحيح دی متفق علیه دی
«څوک چې د الله تعالی سره پداسې حال کې مخ شو چې هیڅ شی یې ورسره شریک کړی نه وي نو جنت ته داخل شو، او څوک چې ورسره مخ شو او څه شی یې ورسره شریک کړی وي، نو اور ته داخل شو» [9].
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«بُنِيَ الْإِسْلَامُ عَلَى خَمْسٍ: شَهَادَةِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، وَإِقَامِ الصَّلَاةِ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ، وَحَجِّ الْبَيْتِ، وَصَوْمِ رَمَضَانَ». «اسلام په پنځو شیانو ولاړ دی: :ګواهي ورکول چې له الله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول او بنده دی، لمونځ کول، زکات ورکول، د بیت الله حج کول، او د رمضان روژه نیول».
صحيح دی البخاري او مسلم روايت کړی دی
"ما ته امر شوی چې له خلکو سره تر هغه وجنګېږم تر څو شاهدي ورکړي چې له الله جل جلاله پرته بل معبود نشته او په دې چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله رسول دی او پدې چې لمونځ ادا کړي او زکات ورکړي، نو کله یې چې دا کار وکړ، د دوی وینه او مال له ما څخه خوندي شو مګر د اسلام لپاره، او نور حساب یې د الله جل جلاله سره ده".
صحيح دی متفق علیه دی
هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: څه فکر کوې که زه د کفارو له یوه سړي سره مخ شم او جګړه مو سره راشي، هغه زما یو لاس په توره ووهي او پرې یې کړي، بیا زما څخه یوې ونې ته پناه یوسي او ووایي چې؟ الله ته مې غاړه ایښودلې ده (یعنې مسلمان شي) نو آیا زه یې لدې وینا وروسته هغه وژلی شم اې د الله رسوله؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل «مه یې وژنه» هغه وویل: اې د الله رسوله! هغه زما یو لاس پرې کړ بیا یې دا کلمه وویله؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "مه یې وژنه، ځکه چې که ته هغه ووژنې، نو هغه به ستا په څېر وي مخکې له دې چې ته یې ووژنې، او ته به د هغه په څېر شې مخکې له دې چې هغه کلمه ووایې، هغه چې ویې ویله".
صحيح دی متفق علیه دی
«ما وویل: اې د الله رسوله، ابن جدعان به په جاهلیت کې خپلوي ( صله رحمي ) پاللـه او مسکینانو ته به یې ډوډۍ ورکوله، نو آیا دا - کارونه - ورته ګټه رسوي؟ هغه وفرمایل: « ګټه ورته نه رسوي، هغه یوه ورځ هم داسې ندي ویلي چې اې زما ربه! ماته د قیامت په ورځ زما ګناهونه وبخښه».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
چا چې خپل (مسلمان) ورور ته وویل چې: "اې کافره!"، نو دا (تکفیر) به له دوی څخه د یو پورې نښلي؛ که هغه رښتیا کافر وي نو خبره پر ځای ده، او که نه وي، نو دا خبره به بېرته پر هماغه ویونکي ورګرځي».
صحيح دی متفق علیه دی
«مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ، إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى». «په شفقت، مینې او خواخوږۍ کې د مؤمنانو مثال داسې دی لکه د بدن غړي، که یو غړی شکایت وکړي، د بدن پاتې برخه یې په بې خوبۍ او تبې سره نور غړي دګډون لپاره رابلي».
صحيح دی متفق علیه دی