Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 3

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

روایت شوی په

«په هر چا چې د خپل (مسلمان) ورور کوم حق وي، که د عزت پایمالېدو یا بل څه په برخه کې وي نو همدا نن دې ترې ځان خلاص کړي، مخکې لدې چې دینار او درهم به نه وي، ځکه (په قیامت کې کې به بیا) که ښه نېک عمل ولري، نو د حق په اندازه به یې ترې واخېستل شي او که نيکۍ ونه لري، د هغه بد عملونه پر ده ور اچول کېږي».
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
التصنيف الشرعيالحياة الآخرة
هغه له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه فرمایلي دي: «اللَّهُ جل جلاله فرمایلي: د ادم زوی زما څخه انکار وکړ او هغه د دې حق نه درلود او هغه زما سپکاوی وکړ خو هغه د دې حق نه درلود، زما څخه انکار د هغه دا وینا ده چې: ما به بیا را ژوندی نه کړي لکه څنګه یې چې په لومړي ځل پيدا کړی وم، حال دا چې زما لپاره هیڅ شی د هغه له بیرته راګرځولو څخه اسانه نه دی، او ماته سپکاوی دهغه دا وینا ده چې: الله تعالی زوی لري، حال دا چې زه یو او بې نیازه یم، نه مې څوک زېږولی او نه له چا زیږیدلی یم، او زما په شان هیڅوک نشته».
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
التصنيف الشرعيتوحيد الأسماء والصفات، الحياة الآخرة، الشركموضوعات الحديثأهمية التوحيد، الإيمان بالله تعالى، الإيمان باليوم الآخرمحاور التعريف بالإسلامالتنزه عن الشريك والوالد، البعث بعد الموت
څوک چې اذان واوري او بیا ووایي: اللَّهُمَّ رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ، وَالصَّلاَةِ القَائِمَةِ، آتِ مُحَمَّدًا الوَسِيلَةَ وَالفَضِيلَةَ، وَابْعَثْهُ مَقَامًا مَحْمُودًا الَّذِي وَعَدْتَهُ». «اې د دې بشپړې بلنې او د دې ودریدونکي لمونځ (مالکه)؛ محمد - صلی الله علیه وسلم - ته وسیله او فضیلت ورکړه، او هغه ستایل شوي مقام ته یې ولېږه چې تا یې ورسره ژمنه کړې ده. (چا چې د اذان پسې دا دعا وویله نو ) هغه د قیامت په ورځ زما د شفاعت مستحق وګرځېده».
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
التصنيف الشرعيالأذان والإقامة، الحياة الآخرة