Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 5

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

«تر هغه پورې قیامت نه قایمیږي تر دې چې یو سړی به د خپل ورور په قبر تېر شي او وبه وایي، کاش چې زه د دې پر ځای وم».
صحيح دی متفق علیه دی
«قیامت به تر هغه وخته نه راځي تر څو چې لمر له لوېدیځ څخه راختلی نه وي، نو کله چې راوخېژي او خلک یې وګوري ټول به ایمان راوړي دا نو بیا هغه وخت دی چې : {لاَ يَنْفَعُ نَفْسًا إِيمَانُهَا لَمْ تَكُنْ آمَنَتْ مِنْ قَبْلُ، أَوْ كَسَبَتْ فِي إِيمَانِهَا خَيْرًا}[الانعام: 158]، یعنې هیڅ نفس ته به یې ایمان ګټه ونه رسوي پداسې حال کې چې مخکې لدې یې ایمان نه وي راوړی، او یا یې په ایمان کې نیکي نه وي کړي. او خامخا به قيامت پداسې حال کې راشي چې دوه سړيو به خپلو کې جامه (رخت ) د خرڅلاو لپاره خپور کړی وي، نو راکړه ورکړه به یې تر منځه ونه شي او نه به یې بېرته راټول کړای شي او خامخا به قيامت په داسې حال کې راشي چې یو سړي به د خپلې اوښې شېدې - رالوشلې وي - نو وبه یې نه څښي، او خامخا به قیامت پداسې حال کې راشي چې یو سړي به خپل د اوبو ډنډ اخېړ کړی وي نو اوبه به ترې و نه څښي، او خامخا به قیامت په داسې حال کې راشي چې یو سړي به مړۍ خولې ته پورته کړي وي خو وبه یې نه خوري».
صحيح دی متفق علیه دی
«قیامت به تر هغه پورې رانشي تر څو تاسو له یهودو سره جنګ وکړئ، تر دې چې هغه تېږه اواز وکړي چې یهودي یې تر شا پټ شوی دی - او ووایي - اې مسلمانه زما شاته یو یهودی دی، نو هغه ووژنه».
صحيح دی متفق علیه دی
«وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، لَيُوشِكَنَّ أَنْ يَنْزِلَ فِيكُمْ ابْنُ مَرْيَمَ حَكَمًا مُقْسِطًا، فَيَكْسِرَ الصَّلِيبَ، وَيَقْتُلَ الخِنْزِيرَ، وَيَضَعَ الجِزْيَةَ، وَيَفِيضَ المَالُ حَتَّى لاَ يَقْبَلَهُ أَحَدٌ». «قسم په هغه ذات چې زما روح د هغه په لاس کې دی، نږدې ده چې په تاسو کې به عیسې زوی د مریمې په عدالت قایمولو سره راښکته شي، صلیب به مات کړي او خنزیر به ووژني، جزیه به وټاکي، او مال به دومره پراخه شي چې هېڅوک به یې (د صدقې په حېث) نه قبلوي».
صحيح دی متفق علیه دی
«قیامت به تر هغه وخته قایم نشي تر څو چې وختونه را لنډ شي، نو کال به د یوې میاشتې په شان وي، او میاشت به د جمعې په شان وي، جمعه به د یوې ورځې په شان وي، او یوه ورځ به د یو ساعت په شان وي" او ساعت به داسې وي لکه اور چې د کجوري پاڼې سوځوي».
صحيح دی احمد روايت کړی دی