Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 14

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

نبي صلی الله علیه وسلم ته بندیان راغلل، ګوري چې له بندیانو څخه د یوې مېرمنې سینې له شیدو ډکې دي، چې ناڅاپه یې په بندیانو کې یو کوچنی وموند، نو راپورته یې کړ، سینې ته یې واچاوه او شیدې یې ورکړې، نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم مونږ ته وفرمایل: «آیا ګمان کوئ چې دا ښځه دې خپل ماشوم اور ته وغورځوي؟» مونږ وویل: نه، که چېرته د دې ځواک ولري چې اور ته یې ونه غورځوي، نو هغه وفرمایل: « الله پاک پر خپلو بندګانو تر دې ښځې ډېر مهربان دی، لکه څومره چې دا په خپل کوچني مهربانه ده».
صحيح دی متفق علیه دی
«الله جل جلاله به ځمکه په خپله قبضه کې ونیسي، او اسمانونه به په ښي لاس کې نچه کړي، بیا به وفرمایي: زه پادشاه یم، چېرته دي د ځمکې پادشاهان».
صحيح دی متفق علیه دی
«بېشکه الله - جل جلاله - ظالم ته مهلت ورکوي، تر دې چې کله یې راونیسي بیا یې نه پریږدي» بیا یې (دا آیت) ولوست: {وَكَذَلِكَ أَخْذُ رَبِّكَ إِذَا أَخَذَ الْقُرَى وَهِيَ ظَالِمَةٌ إِنَّ أَخْذَهُ أَلِيمٌ شَدِيدٌ} [هود: 102]» «او په شان د دغو (نیولو) نیول د رب ستا دي كله چې هغه كلي نیسي، په داسې حال كې چې هغه (كلي) ظالم وي، بېشكه د هغه (الله) نیول ډېر دردوونكي، ډېر سخت دي».
صحيح دی متفق علیه دی
هغه له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه فرمایلي دي: «اللَّهُ جل جلاله فرمایلي: د ادم زوی زما څخه انکار وکړ او هغه د دې حق نه درلود او هغه زما سپکاوی وکړ خو هغه د دې حق نه درلود، زما څخه انکار د هغه دا وینا ده چې: ما به بیا را ژوندی نه کړي لکه څنګه یې چې په لومړي ځل پيدا کړی وم، حال دا چې زما لپاره هیڅ شی د هغه له بیرته راګرځولو څخه اسانه نه دی، او ماته سپکاوی دهغه دا وینا ده چې: الله تعالی زوی لري، حال دا چې زه یو او بې نیازه یم، نه مې څوک زېږولی او نه له چا زیږیدلی یم، او زما په شان هیڅوک نشته».
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې چې: «يَقُولُ اللهُ عَزَّ وَجَلَّ: أَنَا عِنْدَ ظَنِّ عَبْدِي، وَأَنَا مَعَهُ حِينَ يَذْكُرُنِي، فَإِنْ ذَكَرَنِي فِي نَفْسِهِ ذَكَرْتُهُ فِي نَفْسِي، وَإِنْ ذَكَرَنِي فِي مَلَإٍ ذَكَرْتُهُ فِي مَلَإٍ خَيْرٍ مِنْهُ، وَإِنِ اقْتَرَبَ إِلَيَّ شِبْرًا، تَقَرَّبْتُ إِلَيْهِ ذِرَاعًا، وَإِنِ اقْتَرَبَ إِلَيَّ ذِرَاعًا، اقْتَرَبْتُ إِلَيْهِ بَاعًا، وَإِنْ أَتَانِي يَمْشِي أَتَيْتُهُ هَرْوَلَةً». «الله جل جلاله فرمایي: زه د خپل بنده د باور سره یم (چې زما په اړه یې لري) او زه د هغه سره یم کله چې ما یادوي، که چېرته یې له ځان سره یاد کړم؛ زه به یې هم له ځان سره یاد کړم، او که چېرته یې په ډله کې یاد کړم، زه به یې له هغه څخه په غوره ډله کې یاد کړم، او که چېرته ماته یوه لویشت رانیږدې شي نو زه به یوه څنګل ورنږدې شم، او که چېرته ماته یوه څنګل رانږدې شو نو زه به د دواړو لاسونو په اندازه چې خلاص وي ورنږدې شم، او که هغه ماته په مزل راشي زه به ګړندی ورشم».
صحيح دی متفق علیه دی
«زمونږ پروردګار، تبارک وتعالی، هره شپه په وروستۍ پاتې دریمه برخه کې د دنیا اسمان ته راکوزیږي وایي چې: "څوک شته چې ما راوبلي او زه یې بلنه ومنم؟ څوک شته چې زما څخه سوال وکړي او زه یې ورکړم؟ څوک شته چې بخښنه راڅخه وغواړي او بخښنه ورته وکړم؟"
صحيح دی متفق علیه دی