Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 22

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ته یو سړی راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله ؟ هغه کوم دوه خویونه دي چې په درلودلو سره یې انسان ته جنت یا دوزخ واجبیږي؟هغه وفرمایل: «څوک چې مړ شو، پداسې حال کې چې د الله سره یې څه شی نه وي شریک کړی، جنت ته به داخل شي، او څوک چې مړ شو پداسې حال چې د الله تعالی سره څه شی شریک کړی وي اور ته به داخل شي»
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«تشدد کوونکي هلاک شول» درې ځلې یې وویل.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
مونږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم نهه، یا اته او یا اوه کسان وو، نو ویې فرمایل: «آیا تاسو له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیعت نه کوئ؟» دا په داسې حال کې چې موږ ورسره تازه بیعت کړی و، نو موږ وویل: ای د الله جل جلاله رسوله، موږ خو درسره بیعت کړی دی، بیا یې وفرمایل: «آیا تاسو له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیعت نه کوئ؟» نو موږ وویل: ای د الله رسوله موږ خو له تا سره بیعت کړی دی، بیا یې وفرمایل: «آیا تاسو له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیعت نه کوئ؟» وایې نو موږ خپل لاسونه وغوړول او ومو وییل: ای د الله جل جلاله رسوله موږ له تا سره بيعت وکړ، خو په څه شي درسره بيعت وکړو؟ ویې فرمایل وفرمایل: «په دې چې د الله عبادت به کوئ او هیڅ شرک به پرې نه کوئ او په پنځه وخته لمونځونو او دا چې اطاعت به کوئ - او یو څه یې له ځان سره پټ وویل: - او دا چې د خلکو څخه به د څه شي سوال نه کوئ» او یقینا چې له هغو خلکو څخه مې ځینې ولیدل چې قمچینه به ترې ولویده، نو له هیچا نه یې سوال نه غوښتل چې ورته یې راپورته کړي.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«ملايکې هغه کور ته نه ننوځي چې سپی یا انځور پکې وي».
صحيح دی متفق علیه دی
«په یهودو او نصاراو دې د الله تعالی لعنت وي، هغوی د خپلو پیغمبرانو له قبرونو جوماتونه جوړل کړل» عایشه رضي الله عنها وايي: که دا خبره نه وای (یعني دا منع او خبرداری)، نو د رسول الله صلی الله عليه وسلم قبر به ښکاره شوی وای، خو دا وېره پېدا شوه چې جومات ترې جوړ نه شي.
صحيح دی متفق علیه دی
«الله تبارک و تعالی فرمایلي دي: زه د شریکانو تر ټولو زیات غني یم، نو څوک چې یو عمل وکړي، په هغه کې بل څوک زما سره شریک کړي؛ زه به هغه کس او د هغه شرک پریږدم ».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«الله جل جلاله به د قيامت په ورځ هغه دوزخي انسان ته چې تر ټولو لږ عذاب ویني ووايي : که چېرته دې په ځمکه کې د ټولو شتو یو څه اختیار درلوده نو آیا نن ورځ به دې د فدیې په توګه ورکړي وو؟ هغه به ووایي هو، نو وبه وایي: ما درڅخه لدې اسانه غوښتنه کړې وه، په داسې حال کې چې ته د آدم په شا کې وې چې: ماسره به هېڅ شی نه شریکوې، خو تا ونه منله مګر دا چې ما سره شرک وکړې».
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه خبره وكړه او ما بله وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « څوک چې مړ شي پداسې حال کې چې هغه د الله جل جلاله سره شریک رابلي، اور ته به داخل شي» او ما وویل: څوک چې مړ شو پداسې حال کې چې د الله جل جلاله سره بل شریک نه رابلي، جنت ته به داخل شي.
صحيح دی متفق علیه دی