Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 47

فلټرونه لرې کړئ
"ایا زه تاسو ته د دجال په اړه داسې یو څه ونه وایم چې هېڅ پیغمبر خپل قوم ته نه دي ویلي؟ هغه (په یوه سترګه) ړوند دی، او هغه له ځان سره د جنت او دوزخ په څېر راوړي نو کوم چې هغه یې جنت بولي هغه اور دی او زه تاسو ته خبرداری درکوم لکه څنګه چې نوح خپل قوم ته خبرداری ورکړی و .
صحيح دی متفق علیه دی
«وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، لَيُوشِكَنَّ أَنْ يَنْزِلَ فِيكُمْ ابْنُ مَرْيَمَ حَكَمًا مُقْسِطًا، فَيَكْسِرَ الصَّلِيبَ، وَيَقْتُلَ الخِنْزِيرَ، وَيَضَعَ الجِزْيَةَ، وَيَفِيضَ المَالُ حَتَّى لاَ يَقْبَلَهُ أَحَدٌ». «قسم په هغه ذات چې زما روح د هغه په لاس کې دی، نږدې ده چې په تاسو کې به عیسې زوی د مریمې په عدالت قایمولو سره راښکته شي، صلیب به مات کړي او خنزیر به ووژني، جزیه به وټاکي، او مال به دومره پراخه شي چې هېڅوک به یې (د صدقې په حېث) نه قبلوي».
صحيح دی متفق علیه دی
«د قيامت په ورځ به د بنده دواړه قدمونه له خپله ځایه پورته نه شي تر څو ترې د هغه د عمر په اړه پوښتنه وشي چې په څه کې یې تېر کړی، او د علم په اړه چې څه عمل یې پرې کړی، او د مال په اړه چې له کومې لارې یې تر لاسه کړی او په کومه لاره کې یې لګولی، او د بدن په اړه چې په څه کې یې زوړ کړی دی».
صحيح دی الترمذي روایت کړی دی
له مسلمان څخه چې کله په قبر کې د شهادت د کلمې پوښتنه وشي هغه به وایي چې: أشهدُ أن لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ» نو دا د الله تعالی د همدې وینا مصداق دی چې فرمایي: {يُثَبِّتُ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا بِالقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الآخِرَةِ} [إبراهيم: 27]. کلکوي ( مضبوطوي په صحیح جواب ورکولو سره) الله تعالی مؤمنانو لره په مضبوطه وینا (کلمه د حق) باندې په دنيوی ژوند او آخرت کې.
صحيح دی متفق علیه دی
«الله جل جلاله به ځمکه په خپله قبضه کې ونیسي، او اسمانونه به په ښي لاس کې نچه کړي، بیا به وفرمایي: زه پادشاه یم، چېرته دي د ځمکې پادشاهان».
صحيح دی متفق علیه دی
«قیامت به تر هغه وخته قایم نشي تر څو چې وختونه را لنډ شي، نو کال به د یوې میاشتې په شان وي، او میاشت به د جمعې په شان وي، جمعه به د یوې ورځې په شان وي، او یوه ورځ به د یو ساعت په شان وي" او ساعت به داسې وي لکه اور چې د کجوري پاڼې سوځوي».
صحيح دی احمد روايت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو څه یادونه وکړه، بیا یې وفرمایل: « دا به هغه مهال وي چې علم له منځه لاړ شي» ما وویل: اې د الله تعالی رسوله! علم به څنګه له منځه ځي، حال دا چې مونږ قرآن لولو او خپلو زامنو ته یې لولو، او زمونږ زامن یې خپلو زامنو ته لولي او - دا لړۍ به - د قیامت تر ورځې پورې جاري وي؟ هغه وفرمایل: مور دې درباندې بوره شي اې زیاده، ما خو ته د مدینې تر ټولو زیات پوه انسان ګڼلې، آیا یهود او نصارا تورات او انجیل نه لولي، حال دا چې څه په هغوی - دواړو - کې دي په هیڅ شي یې عمل نه کوي ؟!».
صحيح لغيره ابن ماجه روايت کړی دی
«إِذَا سَمِعْتُمُ الْمُؤَذِّنَ فَقُولُوا مِثْلَ مَا يَقُولُ، ثُمَّ صَلُّوا عَلَيَّ، فَإِنَّهُ مَنْ صَلَّى عَلَيَّ صَلَاةً صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ بِهَا عَشْرًا، ثُمَّ سَلُوا اللهَ لِيَ الْوَسِيلَةَ، فَإِنَّهَا مَنْزِلَةٌ فِي الْجَنَّةِ، لَا تَنْبَغِي إِلَّا لِعَبْدٍ مِنْ عِبَادِ اللهِ، وَأَرْجُو أَنْ أَكُونَ أَنَا هُوَ، فَمَنْ سَأَلَ لِيَ الْوَسِيلَةَ حَلَّتْ لَهُ الشَّفَاعَةُ». «کله چې مو له اذان کوونکي څخه (د اذان الفاظ) واورېدل نو تاسو هم هغه څه وایئ چې هغه یې وایي، بیا پر ما درود ووایئ ، ځکه څوک چې پر ما درود ووایي، نو الله تعالی به پر هغه لس ځلې درود وایي، بیا ماته له الله جل جلاله څخه د وسیلې سوال وکړئ، چې هغه په جنت کې یو مقام دی، او د الله په بندګانو کې یوازې یو تن ته ورکول کیږي او له هغه پرته بل چاته نه ښایي، زه امېد لرم چې هغه به زه یم، او څوک چې زما لپاره وسیله وغواړي نو شفاعت به یې کیږي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی