Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 21

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

یو سړی و چې ما بل څوک نه پېژانده چې له جومات څخه دې تر هغه لرې وي، خو هېڅ لمونځ یې نه پرېښوده، وایي نو ورته وویل شول: یا دا چې ما ورته وویل: که ته یو خر واخلې چې د شپې په تیاره او د ورځې په تودوخه کې پرې سپرېږې، هغه وویل: زه نه غواړم چې کور مې د جومات خواته وي، زه غواړم چې تر جومات پورې مزل مې راته ولیکل شي او دا چې بېرته کله خپلې کورنۍ ته ځم، نو رسول الله صلی الله علیه وفرمایل: «الله تعالی درته دا ټول راټول کړي دي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
اې د الله نبي، موږ ته خبر راکړه چې که چېرته پر موږ داسې حاکمان مقرر شي چې زموږ څخه د خپلو حقونو غوښتنه کوي خو موږ ته زموږ د حقونو له راکولو انکار کوي، نو ته موږ ته څه امر کوې؟ هغه ترې مخ واړاوه، بیا یې ترې پوښتنه وکړه، هغه ترې مخ واړاوه، هغه ترې بیا په دویم او یا دریم ځل پوښتنه وکړه، نو اشعث بن قیس راکش کړ، هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « واورئ او اطاعت وکړئ، پر هغوی د هغه مسوولیت دی چې ورتر غاړي دي او پر تاسو د هغه څه مسوولیت دی چې در ترغاړي دي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«څوک چې تاسو ته راشي په داسې حال کې چې تاسو ټول په یو سړي راغونډ شوي یاست، غواړي چې ستاسو منځ کې درز او تفرقه واچوي، او یا مو جماعت سره بیل کړي، نو ویې وژنئ».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«یا الله ! څوک چې زما د امت د چارو مسوولیت په غاړه واخلي او له هغوی سره سختي وکړي نو سختي پرې راوله، او چا چې زما د امت د چارو مسوولیت پر غاړه واخیست او په نرمۍ یې ورسره چلند وکړ، نو پرې مهربانه شه».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«بېشکه فتنې به راشي، خبر اوسئ! بیا به داسې فتنې راشي چې ناست به پکې له روان څخه غوره وي، او روان به پکې له منډه وهوونکي څخه غوره وي چې منډې وروهي، خبر اوسئ! کله چې دا فتنه راکښته یا واقع شي، نو څوک چې اوښان ولري، نو د خپلو اوښانو خوا ته دې لاړ شي، او څوک چې پسونه ولري، نو د خپلو پسونو خوا ته دې لاړ شي، او څوک چې ځمکه ولري، نو د خپلې ځمکې خوا ته دې لاړ شي، یو سړي وویل: اې د الله رسوله! که څوک نه اوښان ولري، نه پسونه او نه ځمکه، نو څه به کوي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: خپله توره دې واخلي، او د هغې تېغ دې په ډبره وټکوي، بیا دې ځان وژغوري که د ژغورنې توان یې درلوده، بیا یې درې ځلې وویل: اې الله! آیا ما پېغام ورساوه؟ اې الله! آیا ما پېغام ورساوه؟ اې الله! آیا ما پیغام ورساوه؟ بیا یو سړي وویل: اې د الله رسوله! که زه مجبور کړای شم، تر دې چې یو صف یا یوې ډلې ته بوتللی شم، او یو سړی ما په توره ووهي، یا یو غشی راشي او زه پرې ووژل شم؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: هغه به د خپلې ګناه او ستا د ګناه بار واخلي، او له دوزخیانو څخه به شي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
رسول الله ﷺ د بني سلیم د زکات پر مالونو یو سړی وټاکه چې ابن اللتبیة نومېده، کله چې راستون شو، نو حسابي یې ورسره کوله، هغه وویل: دا ستاسو مال دی او دا ماته ډالۍ شوی دی، نو رسول الله ﷺ وفرمایل: «ولې دې د خپل پلار او مور په کور کې نه کېناستې تر څو درته ډالۍ راغلې وې، که ته رښتیا وایې» بیا یې موږ ته خطبه راکړه، نو د الله حمد او ثنا یې ادا کړه او بیا یې وفرمایل: «زه ستاسو څخه یو څوک پر هغه کار ګومارم چې الله ماته سپارلی، خو هغه راځي او وایي: دا ستاسو مال دی او دا ماته ډالۍ شوی دی، ولې هغه د خپل پلار او مور په کور کې نه کېناسته چې ډالۍ ورته راغلې وې، قسم په الله! له تاسو څخه هېڅوک ناحقه څه نه اخلي مګر دا چې د قیامت په ورځ به یې پر اوږو بار وي زه به ضرور داسې څوک وپېژنم چې د الله حضور ته راځي او اوښ به یې پر اوږو بار وي او رمباړې به وهي، او که غوا وي نو رمباړې به وهي، او که پسه وي نو هغه به هم اوازونه کوي، بیا یې لاس پورته کړ تر دې چې د تخرګ سپینوالی یې ښکاره شو، او ویې فرمایل: «اې الله! آیا ما پیغام ورساوه» زما سترګو ولیدل او غوږونو می واورېدل.
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم زما سره و چې حولاء بِنْت تُوَيْتِ بْنِ حَبِيبِ بْنِ أَسَدِ بْنِ عَبْدِ الْعُزَّى زموږ په خوا کې تېره شوه ما وویل: چې دا حولاء بنت تویت ده، خلک وایي چې دا د شپې نه ویده کېږی (عبادت کوي) رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "د شپې نه ویده کېږي! دومره عمل کوئ چې توان یې لرئ، قسم په الله چې؛ الله تعالی (په ثواب او اجر ورکولو) نه ستړی کېږي تر څو چې تاسو په عمل کولو ستړي نه شئ".
صحيح دی متفق علیه دی
«ژر دی چې تاسو به واکمنان وګورئ نو له ځینو کارونو سره به یې تاسو بلد یاست او ځینې نور به یې ردوئ، نو چا چې وپېژندل خلاص شو، او چا چې انکار وکړ نو هغه جوړ پاتې شو، خو هغه څوک چې پرې خوشحاله شو او پيروي یې وکړه» نو هغوی وویل: آیا مونږ ورسره ونه جنګیږو؟ هغه وفرمایل: نه، تر څو چې لمونځ کوي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی