Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 3

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

«زما په مدحه او توصیف کې تاسو له حد څخه مه اوړئ، لکه څرنګه چې نصارا د عیسی زوی د مریمې په مدحه او توصیف کې له حده اوړیدلي وو؛ بېشکه چې زه د هغه بنده یم، نو تاسو ووایئ: د الله بنده او رسول».
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
نبي صلی الله علیه وسلم ته بندیان راغلل، ګوري چې له بندیانو څخه د یوې مېرمنې سینې له شیدو ډکې دي، چې ناڅاپه یې په بندیانو کې یو کوچنی وموند، نو راپورته یې کړ، سینې ته یې واچاوه او شیدې یې ورکړې، نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم مونږ ته وفرمایل: «آیا ګمان کوئ چې دا ښځه دې خپل ماشوم اور ته وغورځوي؟» مونږ وویل: نه، که چېرته د دې ځواک ولري چې اور ته یې ونه غورځوي، نو هغه وفرمایل: « الله پاک پر خپلو بندګانو تر دې ښځې ډېر مهربان دی، لکه څومره چې دا په خپل کوچني مهربانه ده».
صحيح دی متفق علیه دی
«یقینا چې الله جل جلاله تاسو له دې څخه منع کوي چې په خپلو پلرونو قسم وخورئ» عمر رضي الله عنه وویل: په الله جل جلاله مې دې قسم وي چې ما (دا ډول)قسم ندی خوړلی کله مې چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي، نه په قصدي توګه او نه دا چې د بل چا څخه حکایت وکړم.
صحيح دی متفق علیه دی