Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 64

فلټرونه لرې کړئ
ام سلمې رضي الله عنها رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د حبشې په خاوره کې د ماریا په نوم د یوې کلیسا یادونه وکړه، نو هغې ورته د هغو انځورنو یادونه وکړه چې په کلیسا کې یې لیدلي وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «دا هغه خلک دي چې کله په دوی کې کوم نیک بنده یا نیک سړی مړ شي نو پر قبر یې جومات جوړوي او بیا پکې هغه تصویرونه انځوروي، «دا د الله تعالی په نېز تر ټولو بد مخلوق دي».
صحيح دی متفق علیه دی
«بېشکه الله جل جلاله پاک دی، یوازې پاک شیان مني، او بېشکه چې الله تعالی مؤمنانو ته په هغه څه امر کړی چې پیغمبرانو ته یې پرې کړی دی، الله تعالی فرمایلي: (اې رسولانو! تاسو له پاكیزه څیزونو خورئ او نېک عملونه كوئ)، او فرمایي: (اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغو پاكو حلالو څیزونو څخه خورئ چې مونږ تاسو ته دركړي دي). بیا یې د داسې یو سړي یادونه وکړه چې اوږد سفر یې کړی وي، سر یې ببر وي او په ګردونو ککړ وي، د اسمان لور ته لاسونه پورته کړي او ووایي چې اې ربه! اې ربه! په داسې حال کې چې خوراک یې حرام وي، څښاک یې حرام وي، لباس یې حرام وي او په حرامو تغذیه شوی وي، نو څنګه به یې دعا قبوله شي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«الله جل جلاله به ځمکه په خپله قبضه کې ونیسي، او اسمانونه به په ښي لاس کې نچه کړي، بیا به وفرمایي: زه پادشاه یم، چېرته دي د ځمکې پادشاهان».
صحيح دی متفق علیه دی
ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات څخه پنځه ورځې مخکې ترې واورېدل چې ویل یې: « زه الله تعالی ته بېزاري ښایم لدې چې ستاسو څخه دې څوک په خالصې دوستۍ ونیسم، ځکه چې الله تعالی زه په خالصې دوستۍ نیولی یم، لکه څرنګه یې چې ابراهیم په خالصې دوستۍ نیولی دی او که چېرته ما څوک په خالصې دوستۍ نیولی نو خامخا به مې ابو بکر نیولی و، خبردار اوسئ چې ستاسو نه مخکې خلکو د خپلو پیغمبرانو او نېکانو له قبرونو څخه جوماتونه جوړ کړي وو، خبردار اوسئ چې له قبرونو څخه جوماتونه جوړ نه کړئ، زه تاسو لدې څخه منع کوم».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«اې خلکو! الله پاک دی او له پاکۍ پرته بل څه نه قبلوي، او الله تعالی مومنانو ته د هغه څه امر کړی چې رسولانو ته یې امر کړی و، نو فرمایلي یې دي: {يَا أَيُّهَا الرُّسُلُ كُلُوا مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا، إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ} یعنې: (اې رسولانو! تاسو له پاكیزه څیزونو خورئ او نېک عملونه كوئ، بېشكه زه په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ، ښه عالم یم.[المؤمنون: 51] او فرمایلي یې دي: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ} [البقرة: 172] یعنې: اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغو پاكو حلالو څیزونو څخه خورئ چې مونږ تاسو ته دركړي دي. بیا یې د داسې یو سړي یادونه وکړه چې اوږد سفر یې کړی وي، سر یې ببر وي او په ګردونو ککړ وي، د اسمان لور ته لاسونه پورته کړي او ووایي چې اې ربه! اې ربه! په داسې حال کې چې خوراک یې حرام وي، څښاک یې حرام وي، لباس یې حرام وي او په حرامو تغذیه شوی وي، نو څنګه به یې دعا قبوله شي!
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«کله چې الله تعالی له یوه بنده سره مینه وکړي، نو جبرائیل راوغواړي او وفرمایي: زه د فلاني سره مینه لرم، نو ته هم ورسره مینه وکړه، وایي: نو جبرائیل هم ورسره مینه وکړي بیا په آسمان کې غږ وکړي او وایې چې: الله تعالی له فلاني سره مینه لري، نو تاسې هم ورسره مینه وکړئ، نو د آسمان خلک هم ورسره مینه وکړي، او وروسته ورته د ځمکې په خلکو کې هم محبوبیت پېدا شي، او کله چې یو بنده بد وګني، جبرائیل را وبولي او وفرمایي: زه فلانی بد ګڼم ، نو ته یې هم بد وګڼه، نو جبرائیل یې بد وګڼي، بیا د آسمان په خلکو کې غږ وکړي چې: الله تعالی فلانی بد ګڼي، نو تاسې یې هم بد وګڼئ، نو د آسمان خلک يې هم بد وګڼي، او د ځمکې په خلکو کې به هم ورته کرکه پېدا شي».
صحيح دی صحيح مسلم
«بېشکه الله - جل جلاله - ظالم ته مهلت ورکوي، تر دې چې کله یې راونیسي بیا یې نه پریږدي» بیا یې (دا آیت) ولوست: {وَكَذَلِكَ أَخْذُ رَبِّكَ إِذَا أَخَذَ الْقُرَى وَهِيَ ظَالِمَةٌ إِنَّ أَخْذَهُ أَلِيمٌ شَدِيدٌ} [هود: 102]» «او په شان د دغو (نیولو) نیول د رب ستا دي كله چې هغه كلي نیسي، په داسې حال كې چې هغه (كلي) ظالم وي، بېشكه د هغه (الله) نیول ډېر دردوونكي، ډېر سخت دي».
صحيح دی متفق علیه دی
هغه له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه فرمایلي دي: «اللَّهُ جل جلاله فرمایلي: د ادم زوی زما څخه انکار وکړ او هغه د دې حق نه درلود او هغه زما سپکاوی وکړ خو هغه د دې حق نه درلود، زما څخه انکار د هغه دا وینا ده چې: ما به بیا را ژوندی نه کړي لکه څنګه یې چې په لومړي ځل پيدا کړی وم، حال دا چې زما لپاره هیڅ شی د هغه له بیرته راګرځولو څخه اسانه نه دی، او ماته سپکاوی دهغه دا وینا ده چې: الله تعالی زوی لري، حال دا چې زه یو او بې نیازه یم، نه مې څوک زېږولی او نه له چا زیږیدلی یم، او زما په شان هیڅوک نشته».
صحيح دی بخاري روايت کړی دی