Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 5

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

«مَا مِنْ يَوْمٍ يُصْبِحُ العِبَادُ فِيهِ إِلَّا مَلَكَانِ يَنْزِلاَنِ، فَيَقُولُ أَحَدُهُمَا: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُنْفِقًا خَلَفًا، وَيَقُولُ الآخَرُ: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُمْسِكًا تَلَفًا». «هېڅ داسې ورځ نشته چې بنده ګان پکې سهار کړي مګر دا چې دوه ملاېکې راښکته کېږي او یوه یې وایي چې: اې الله هغه چاته د ورکړې بدله ورکړه چې (په نورو) انفاق او لګښت کوي او بله یې وایي: اې الله! د هغه چا مال برباد کړه چې له نورو یې سپموي».
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسې حال کې چې په منبر ولاړ و، د صدقې، تعفف (یعنې له اړتیا پرته د صدقې اخېستلو څخه ډډه کولو) او له خلکو څخه د سوال کولو په اړه يې وفرمایل: « یعنې پورته لاس (ورکوونکی لاس) له ټيټ لاس (غوښتونکي لاس) څخه غوره دی، لوړ لاس هغه دی چې صدقه ورکوي، او ټيټ لاس هغه دی چې مرسته غواړي».
صحيح دی متفق علیه دی
«په تاسو کې هېڅوک نشته مګر دا چې الله به ورسره خبرې وکړي، په داسې حال کې چې د هغه او د ده ترمنځ به هېڅ ترجمان نه وي، نو خپل ښي طرف ته به وګوري، یوازې هغه څه به وګوري چې وړاندې کړي یې دي، او بل (چپ) طرف ته به وګوري او یوازې هغه څه به یې تر سترګو شي چې وړاندې کړي یې دي، او مخامخ به وګوري نو یوازې اور به یې مخ ته وي، نو له اور څخه ځان وژغورئ که څه هم په نیمه خرما سره وي».
صحيح دی متفق علیه دی
«الله جل جلاله فرمایلي: اې د آدم زویه! (د الله جل جلاله) په لاره کې لګښت (انفاق) وکړه، چې زه پر تا انفاق وکړم، (یعنې پراخي درباندې راولم)».
صحيح دی متفق علیه دی
يوه ښځه د خپلو دوو لوڼو سره راغله او له مایې د مرستې غوښتنه کول، نو زما سره يوازې له یوې خرما پرته نور هېڅ نه و، هغې ته مې ورکړه، نو هغې د خپلو لوڼو ترمنځ ووېشله او بیا پاڅېده او لاړه، نو پېغمبر ﷺ راغی، ما ورته دا پېښه بیان کړه، هغه وفرمايل: «هر چا ته چې د دغو لوڼو پالنه ورپه غاړه شوه، نو نېک چلند يې ورسره وکړو، د اور له عذاب څخه به یې د ساتنې سبب وګرځي».
صحيح دی متفق علیه دی