Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 36

فلټرونه لرې کړئ
«که تاسې په الله حق توکل کاوه، الله به تاسې ته داسې روزي درکوله لکه څنګه چې مرغانو ته روزي ورکوي چې سهار خالي ججوري وځي او بېګاته ډکې ګېډې راستنیږي».
صحيح دی امام احمد، الترمذي، النسائي، ابن ماجه، ابن حبان په خپل صحیح کې او حاکم روایت کړی دی.
«ستا ژبه دې تل د الله په ذکر لمده وي».
صحيح دی احمد، الترمذي، ابن ماجه او ابن حبان روايت کړی دی.
"په لوړ غږ د قرآن تلاوت کوونکی د هغه چا په څېر دی چې په ښکاره صدقه او خیرات ورکوي، او په پټ او ټیټ غږ د قرآن تلاوت کوونکی د هغه چا په څېر دی چې په پټه صدقه او خیرات ورکوي".
صحيح دی أبو داود، الترمذي او النسائي روایت کړی دی
«اې خلکو، سلام خپور کړئ، خواړه ورکړئ، خپلولي وپالئ او د شپې په داسې حال کې لمونځ کوئ چې خلک وېده وي، نو جنت ته به په سلامتۍ سره داخل شئ».
صحيح دی او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی
«أَلاَ أُنَبِّئُكُمْ بِخَيْرِ أَعْمَالِكُمْ، وَأَزْكَاهَا عِنْدَ مَلِيكِكُمْ، وَأَرْفَعِهَا فِي دَرَجَاتِكُمْ وَخَيْرٌ لَكُمْ مِنْ إِنْفَاقِ الذَّهَبِ وَالوَرِقِ، وَخَيْرٌ لَكُمْ مِنْ أَنْ تَلْقَوْا عَدُوَّكُمْ فَتَضْرِبُوا أَعْنَاقَهُمْ وَيَضْرِبُوا أَعْنَاقَكُمْ؟» قَالُوا: بَلَى. قَالَ: «ذِكْرُ اللهِ تَعَالَى». "آیا زه تاسو ته ستاسو د غوره عملونو په اړه خبر درنکړم چې ستاسو د واکمن پر وړاندې ترټولو پاکیزه او ستاسو مرتبو لره لوړوونکي وي او ستاسو لپاره د سرو زرو او سپینو زرو له خیراتولو غوره وي، او لدې درته غوره وي چې د خپل دښمن سره مخ شئ ؟ نو تاسو د هغوی څټونه ووهئ او هغوی ستاسو څټونه ووهي؟» هغوی وویل: ولې نه (یعنې خبر راکړه)، هغه وفرمایل: د الله تعالی ذِکر (یادول).
صحيح دی او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی
"کله چې په تاسو کې یو څوک مجلس ته لاړ شي نو په خلکو دې سلام واچوي او کله چې غواړي ترې لاړ شي نو بیا دې هم پرې سلام واچوي، ځکه لومړی سلام د وروستي سلام په اړه کوم ځانګړی لومړیتوب نه لري".
حسن ابو داود، الترمذي او النسائي په الکبری کې او أحمد روایت کړی دی
"څوک چې د خپل ورور له عزت څخه دفاع وکړي، نو الله تعالی به د قیامت په ورځ د هغه له مخ څخه اور وګرځوي".
صحيح دی الترمذي او احمد روايت کړی دی
« د اسراء په شپه (یعنې هغه شپه چې اسمانونو ته پورته کړی شوم) له ابراهیم علیه السلام سره مخ شوم نو ویې ویل: اې محمده! خپل امت ته دې زما لخوا سلام ووایه او خبر یې کړه چې جنت پاکیزه خاوره او خوږې اوبه لري او ځمکه یې ونې بوټې نه لري، او دا چې کښت یې: سُبْحَانَ الله، الحَمْدُ لِلَّه، لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ او اللَّهُ أَكْبَرُ» دي.
د شواهدو په اعتبار حسن دی الترمذي روایت کړی دی