Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 7

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

«په جماعت سره د یو سړي لمونځ د کور او بازار د لمانځه په پرتله څه د پاسه شل درجې لوړې دي، دا ځکه چې که له دوی څخه یو څوک ښایسته اودس وکړي. بیا جومات ته راشي او یوازې لمونځ یې جومات ته راباسي، له لمانځه پرته بله اراده نه لري، نو هیڅ قدم نه اخلي مګر دا چې یوه درجه یې پرې لوړیږی او یوه ګناه یې ترې توییږي، تر دې چې جومات ته ننوځي، نو کله چې جومات ته ننوځي دی په لمانځه کې دی، ځکه چې یوازې لمونځ ایسار کړی دی، او ستاسو څخه پر یو تر هغه وخته پورې ملاېکې درود وایي چې دی په هغه ناسته کې وي چې لمونځ یې په کې کړی دی، وایې: ای الله رحم پرې وکړه، ای الله بښنه ورته وکړه، ای الله توبه یې قبوله کړه، تر څو یې چې اودس خراب شوی نه وي او داسې کار یې نه وي وکړي چې خلک او ملاېکې پرې ازاریږي».
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو ړوند سړی راغی او ورته یې وویل: اې د الله رسوله، زه څوک نلرم چې لاس نیولی مې جومات ته راولي، نو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې غوښتنه وکړه چې په کور کې د لمانځه کولو اجازه ورکړي، نو اجازه یې ورکړه، کله چې روان شو غږ یې پسې وکړ، ورته یې وویل: " آیا د لمانځه لپاره اذان اورې؟" ويې ويل: هو، ورته یې وويل: نو د اذان بلنه ومنه (یعنې جومات ته راځه).
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته د سهار لمونځ راکړ نو ویې ویل: «آیا فلانی حاضر دی؟» هغوی وویل: نه، ویې ویل: «آیا فلانی حاضر دی؟»: هغوی وویل: نه، ویې ویل: «په حقیقت کې دا دوه لمونځونه د منافقانو لپاره تر ټولو درانده لمونځونه دي او که تاسو په دې پوهیدلي چې په دې دواړو (لمونځونو) کې څه دي، نو تاسو به ورته راغلي وئ، که څه هم په خاپوړو وای ، او یقینا چې لومړی صف یې د ملایکو د صف په څېر دی، او که چېرته یې په فضیلت پوه شوي وئ نو ځانونه به مو وختي ور رسولي وو، او یقینا چې د یو سړي لمونځ د بل سړي سره له یوازې لمانځه څخه ډېر پاکیزه دی، او د دوو سړيو سره یې لمونځ د یو سړي سره له لمانځه څخه ډېر پاکیزه دی او هر څومره چې ډېرېږي نو همغومره الله تعالی ته محبوب وي.
صحيح دی ابو داود، النسائي او احمد روایت کړی دی
«په جماعت سره ستاسو د یو کس لمونځ په یوازې لمونځ کوونکي پنځه ویشت برخې زیات فضیلت لري، او د سهار په لمانځه کې د شپې او د ورځې ملايکې راټولېږي» بیا به ابو هریره ويل: که وغواړئ دا تلاوت کړئ: {إِنَّ قُرْآنَ الفَجْرِ كَانَ مَشْهُودًا} [الإسراء: 78] یعنې: (بېشكه د سهار قرائت ته شاهدي ورکول کېږي (ملايکې حاضرېږي).
صحيح دی متفق علیه دی
"څوک چې سهار او یا بیګا مهال جومات ته لاړ شي، نو الله تعالی به د هغه لپاره په جنت کې د مېلمستیا ځای چمتو کړي، هر ځل چې دی سهار او یا هم بیګا کوي".
صحيح دی متفق علیه دی
«څوک چې هوږه یا پیاز وخوري نو ځان دې له موږ څخه جلا کړي – یا یې وفرمایل چې: زموږ له مسجد څخه دې ځان ګوښه کړي او په کور کې دې پاتې شي»، او پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته یو لوښی راوړل شو چې په هغه کې پیاز یا بل ډول شنه سبزیجات و، نو هغه یې بوی حس کړ، نو پوښتنه یې وکړه او ورته وویل شو چې شنه بوی لرونکي سبزیجات پکې دي، نو ویې فرمایل چې د هغه ځینو ملګرو ته یې وړاندې کړئ چې له هغه سره (په سفر کې) وو، نو کله یې چې ولیدل له خوړلو یې کرکه وکړه او ویې ویل: «كُلْ فَإِنِّي أُنَاجِي مَنْ لاَ تُنَاجِي». «وخورئ، ځکه زه له هغه چا سره مناجات کوم چې ته یې نه کوې».
صحيح دی متفق علیه دی
"د نارینه وو لپاره غوره صفونه لومړي او بدترین یې وروستي دي او د ښځو لپاره غوره صفونه وروستي او تر ټولو بد یې لومړي صفونه دي".
صحيح دی مسلم روايت کړی دی