Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 6

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې اودس وکړ چې هر غړی یې یو یو ځل ومینځه.
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
«إِذَا اسْتَيْقَظَ أَحَدُكُمْ مِنْ مَنَامِهِ فَلْيَسْتَنْثِرْ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ، فَإِنَّ الشَّيْطَانَ يَبِيتُ عَلَى خَيَاشِيمِهِ». «کله چې ستاسو څخه یو څوک له خوبه راپاڅېده، نو درې ځلې دې خپله پوزه کې اوبه واچوي او بېرته دې سوڼ کړي، ځکه چې شیطان یې په خیشوم (د پوزې پاس برخه کې) شپه تېره کړې ده».
صحيح دی متفق علیه دی
موږ د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره له مکې مکرمې بیرته مدینې ته د راستنېدو په حال کې وو، تر دې چې یو ځای کې اوبو ته راورسیدو، نو زموږ ملګرو د مازدیګر پر مهال بیړه وکړه، اودسونه یې وکړل، نو کله چې ورورسېدو پوندې یې معلومیدې چې وچې دي او لمدې شوي ندي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «پوندې په اور سره هلاکې دي، اودس بشپړ کړئ».
صحيح دی متفق علیه دی
له حمران - د عثمان بن عفان له ازاد شوي غلام - څخه روایت دی چې هغه عثمان ولیده چې د اودس لپاره یې اوبه راوغوښتې، نو له لوښي څخه یې په لاسونو اوبه راتوی کړې او درې ځلې یې ومینځل، بیا یې ښی لاس لوښي ته ښکته کړ، بیا یې خولې ته او پوزې ته اوبه واچولې او پوزه یې سوڼ کړه، بیا یې درې ځلې مخ پرې مینځه، او لاسونه یې تر څنګلو پورې درې ځلې ووینځلې، بیا یې په سر مسحه وکړه، بیا یې دواړه پښې درې ځلې ومینځلې، بیا یې وویل: پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - مې ولیده چې زما د اودس په څېر اودس یې کاوه او وییل یې: « چا چې زما د دې اودس په څېر اودس وکړ، بیا یې دوه رکعته لمونځ وکړ او له ځان سره یې پکې خبرې ونه کړې (یعنې له وسوسو یې ځان وژغوره) ټول مخکني ګناهونه به یې ورته وبخښل شي».
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه دوه ځلې اودس وکړ (یعنې هر غړی یې دوه دوه ځلې ووینځه)
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
عمرو بن أبی حسن مې ولیده چې له عبد الله بن زید څخه یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اودس په اړه پوښتنه وکړه، نو هغه د اوبو یو کنډول راوغوښت او هغوی ته یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اودس په څېر اودس وکړ، نو د لوښي څخه یې په لاسونو اوبو را واړولې، نو درې ځلې یې خپل لاسونه ووینځل، بیا یې لاس په کنډول کې ښکته کړ، نو درې ځلې یې خوله ووینځله، او درې ځلې یې پوزې ته اوبه واچولې او بیا یې سوڼ کړه، بیا یې پکې لاس ښکته کړ نو خپل مخ یې درې ځلې ووینځه، بیا یې دوه ځلې لاسونه تر څنګلو پورې ووینځل، بیا یې لاس ورکوز کړ او خپل سر یې مسح کړ، مخته یې داړه لاسونه راکش کړل او بیا یې شاته بوتلل، بیا یې دواړه پښې تر ښنګرو ووېنځلې.
صحيح دی متفق علیه دی