Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 19

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

«يَعْقِدُ الشَّيْطَانُ عَلَى قَافِيَةِ رَأْسِ أَحَدِكُمْ إِذَا هُوَ نَامَ ثَلاَثَ عُقَدٍ يَضْرِبُ كُلَّ عُقْدَةٍ عَلَيْكَ لَيْلٌ طَوِيلٌ، فَارْقُدْ، فَإِنِ اسْتَيْقَظَ فَذَكَرَ اللَّهَ، انْحَلَّتْ عُقْدَةٌ، فَإِنْ تَوَضَّأَ انْحَلَّتْ عُقْدَةٌ، فَإِنْ صَلَّى انْحَلَّتْ عُقْدَةٌ، فَأَصْبَحَ نَشِيطًا طَيِّبَ النَّفْسِ، وَإِلَّا أَصْبَحَ خَبِيثَ النَّفْسِ كَسْلاَنَ». «کله چې ستاسو څخه یو څوک ویده شي نو شیطان یې د سر شاته برخې ته درې غوټي ورکړي او له هرې غوټي سره ورته وایې چې مخې ته دې لویه شپه ده نو ویده شه، که چېرته راویښ شو او الله تعالی یې یاد کړ، نو یوه غوټه یې خلاصه شي، او که اودس یې وکړ (بله) غوټه یې خلاصه شي او که چېرته یې لمونځ وکړ بله غوټه یې خلاصه شي، نفس یې پاکیزه او تازه شي، که نه نو په داسې حال کې به پرې سبا شي چې تمبل او مردار نفس لرونکی به وي».
صحيح دی متفق علیه دی
«کله چې ستاسو څخه یو څوک په خپلې ګېډه کې څه شی ومومي او په دې پوه نه شي چې ایا څه ترې ووتل که نه، نو تر هغه دې له جومات څخه نه وځي تر څو چې غږ واوري او یا باد بوي ومومي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"له تاسو څخه الله جل جلاله د هېچا لمونځ نه قبلوي کله چې اودس مات کړي تر دې چې اودس وکړي".
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم به هر لمانځه ته اودس کاوه، ما وویل: تاسو به څنګه کول؟ هغه وویل: زمونږ څخه به یو تن تر هغه پورې په - یو اودس سره لمونځونه کول - تر څو به یې چې اودس مات شوی نه و.
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
«الطُّهُورُ شَطْرُ الْإِيمَانِ، وَالْحَمْدُ لِلهِ تَمْلَأُ الْمِيزَانَ، وَسُبْحَانَ اللهِ وَالْحَمْدُ لِلهِ تَمْلَآنِ -أَوْ تَمْلَأُ- مَا بَيْنَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ، وَالصَّلَاةُ نُورٌ، وَالصَّدَقَةُ بُرْهَانٌ، وَالصَّبْرُ ضِيَاءٌ، وَالْقُرْآنُ حُجَّةٌ لَكَ أَوْ عَلَيْكَ، كُلُّ النَّاسِ يَغْدُو، فَبَايِعٌ نَفْسَهُ فَمُعْتِقُهَا أَوْ مُوبِقُهَا». «پاکوالی نيم ايمان دی، او (الحمد لله) تله درنوي او ( سبحان الله او الحمد لله) دواړه د آسمان او ځمکې تر منځه - واټن - ډکوي لمونځ رڼا ده ، او صدقه یې د خاوند په ایمان پرېکنده دلیل دی، صبر روښنایې ده، او قرآن خو یا ستا لپاره او یا پر تا باندې حجت دی، ټول خلک - د روزۍ په لټه کې - سبا کوي، ځینې ځان پلوري؛ تر څو یې له اور څخه آزاد کړي، او ځینې نور یې پلوري تر څو یې هلاک کړي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې اودس وکړ چې هر غړی یې یو یو ځل ومینځه.
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
"کله چې ستاسو څخه یو څوک اودس وکړي، نو پوزې ته دې اوبه واچوي، بیا دې سوڼ کړي، او که له تاسو څخه یو څوک اودس وچوي نو په تاق عدد (اودس ماتو) دې وچ وکړي او کله چې له تاسو څخه یو څوک له خوبه راپاڅیږي، نو خپل لاس دې ومینځي، مخکې له دې چې هغه په ​​لوښي کې ښکته کړي، ځکه چې ستاسو څخه یو څوک پدې نه پوهیږي چې لاس یې شپه چېرته تېره کړې ده». او د مسلم لفظ داسې دی: کله چې له تاسو څخه څوک له خوبه راویښ شي، نو تر هغې دې خپل لاس په لوښي کې نه ډوبوي، تر څو چې یې درې ځلې پرېمنځلی نه وي، ځکه هغه نه پوهېږي چې لاس یې په کوم ځای کې شپه تېره کړې ده».
صحيح دی متفق علیه دی
«إِذَا اسْتَيْقَظَ أَحَدُكُمْ مِنْ مَنَامِهِ فَلْيَسْتَنْثِرْ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ، فَإِنَّ الشَّيْطَانَ يَبِيتُ عَلَى خَيَاشِيمِهِ». «کله چې ستاسو څخه یو څوک له خوبه راپاڅېده، نو درې ځلې دې خپله پوزه کې اوبه واچوي او بېرته دې سوڼ کړي، ځکه چې شیطان یې په خیشوم (د پوزې پاس برخه کې) شپه تېره کړې ده».
صحيح دی متفق علیه دی