Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 2

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

«ښځه دې د دوو ورځو په اندازه سفر نه کوي، پرته له دې چې خاوند يا محرم ورسره وي، بل یې دوه روژې منع کړي دي چې یوه یې د کوچني او بله د لوی اختر په ورځو کې روژه نیول دي او دا چې د سهار د لمانځه څخه وروسته لمونځ نشته تر دې چې لمر راوخیژي او د مازدیګر له لمانځه څخه وروسته تر دې چې لمر ولویږي، او دا چې له درېیو جوماتونو پرته په سفر مه ځئ چې هغه: مسجد الحرام، بیت المقدس او زما دغه جومات دی».
صحيح دی متفق علیه دی
التصنيف الشرعيأحكام النساء، آداب وأحكام السفر، تاريخ مكة والمدينة والأقصى، أوقات النهي عن الصلاة، أحكام الصيام، أحكام المسجد الحرام والمسجد النبوي، فقه المرأة المسلمة، أحكام وآداب العيد، أحكام المساجدموضوعات الحديثما يَحرُمُ صومه، أحكام المسجد الحرام، أحكام المسجد النبوي، أوقات النهي عن الصلاة
«بني اسرائیل د پیغمبرانو تر مشرۍ لاندې وو، کله چې به یو نبي وفات شو، بل نبي به یې ځای ناستی شو، خو زما نه وروسته به بل نبي نه وي، بلکې خليفه‌ګان به وي او زیات به شي»، هغوی وویل: «نو ته موږ ته څه امر کوې؟» هغه وفرمایل: یو د بل پسې چې خلیفه کېږې، نو بیعت ورسره کوئ، هغوی ته یې حق ورکړئ، ځکه الله به له دوی نه د هغه مسؤولیت پوښتنه کوي چې ورسپارلی یې دی (د رعیت د چارو په اړه)».
صحيح دی متفق علیه دی
التصنيف الشرعيقصص وأحوال الأمم السابقة