Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 13

فلټرونه لرې کړئ
«دا څلور ځانګړنې دي چې په چا کې وي منافق دی، او که له دغو ځانګړنو څخه یوه هم په کې وه، نو د منافقت یوه ځانګړنه به پکې وي تر دې چې پرې یې ږدي: کله چې خبرې کوي، دروغ وایي، کله چې وعده کوي، وفا پرې نه کوي، کله چې شخړه کوي سپکې سپورې وایي، او کله چې تړون وکړي نو خیانت کوي».
صحيح دی البخاري او مسلم روايت کړی دی
«درې قسمه کسانو سره به الله تعالی د قیامت په ورځ خبرې ونه کړي، نه به یې پاک کړي او د دوی لپاره به دردوونکی عذاب وي: زوړ (بوډا) زناکار، کبرجن غریب، او هغه کس چې د الله تعالی لخوا ورکړل شوی مال له سوګند پرته نه پلوري او نه یې پېري».
صحيح دی الطبراني روايت کړی دی
«له کوچنیو ګناهونو ځان وساتئ، ځکه د کوچنیو ګناهونو مثال د هغو خلکو په شان دی چې یوې درې ته ښکته شي، نو یو تن یو لرګی راوړي، بل تن بل لرګی راوړي، تر دې چې ټول سره جمع شي او خپله ډوډۍ پخه کړي، همداسې دا کوچني ګناهونه هم دي، که څوک پرې ونیول شي، نو هلاک به یې کړي».
صحيح دی احمد روايت کړی دی
یو سړی رسول الله ﷺ ته راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله! که یو څوک راشي او زما مال اخیستل وغواړي؟ هغه وفرمایل: «خپل مال مه ورکوه»، ویې ویل: که له ما سره وجنګېږي؟ ویې فرمایل: «له هغه سره وجنګېږه»، هغه وویل: که ما ووژني؟ ویې فرمایل: «نو ته شهید یې»، هغه وویل: که زه هغه ووژنم؟ ویې فرمایل: «هغه به په اور کې وي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«په چا کې چې څلور خصلتونه وي هغه سوچه منافق دی او په چا کې چې له دغو څخه یو خوی هم وي په هغه کې د نفاق یو خوی دی تر دې چې پرې یې ږدي: کله چې خبرې کوي درواغ وايي او کله چې تړون وکړي ماتوي یې، كله چې وعده وکړي وعده خلافي کوي او کله چې شخړه وكړي کنځلې کوي».
صحيح دی متفق علیه دی
"کله چې دوه مسلمانان توره په لاس یو له بل سره وجنګیږي نو قاتل او مقتول دواړه په اور کې دي »، ما وویل: اې د الله رسوله! دا خو قاتل دی چې - اور ته به ځي - نو د مقتول څه ګناه ده؟ هغه وفرمایل: «هغه د خپل ملګري د وژلو لېوالتیا درلود».
صحيح دی متفق علیه دی
په هغو کسانو کې چې ستاسې نه مخکې وو، یو سړی و چې زخم یې درلود، نو (له ډېر درد څخه یې) فریاد کاوه، چاقو یې راواخېست او خپل لاس یې پرې کړ، نو تر هغه یې وینه ونه درېده چې مړ شوی نه و، نو الله تعالی وفرمایل:"زما بنده زما لور ته (په راتګ سره) پر ځان بیړه وکړه، نو ما پرې جنت حرام کړ».
صحيح دی متفق علیه دی
«له اوو بربادوونکو ګناهونو څخه ځان وساتئ» هغوی وویل: اې د الله رسوله، هغه کوم دي؟ ویې فرمایل: «په الله - تعالی - شرک کول، سحر، د هغه نفس وژل چې الله یې په ناحقه وژل حرام کړي دي، سود خوړل، د یتیم مال خوړل، د جنګ په ورځ له مېدان څخه تېښته کول، او په ساده، پاک لمنو مؤمنو ښځو د - زنا - تور پورې کول».
صحيح دی متفق علیه دی