Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 8

فلټرونه لرې کړئ
ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې فرمایل یې: الله پاک فرمایلي: يَا ابْنَ آدَمَ إِنَّكَ مَا دَعَوْتَنِي وَرَجَوْتَنِي غَفَرْتُ لَكَ عَلَى مَا كَانَ فِيكَ وَلاَ أُبَالِي، يَا ابْنَ آدَمَ لَوْ بَلَغَتْ ذُنُوبُكَ عَنَانَ السَّمَاءِ ثُمَّ اسْتَغْفَرْتَنِي غَفَرْتُ لَكَ، وَلاَ أُبَالِي، يَا ابْنَ آدَمَ إِنَّكَ لَوْ أَتَيْتَنِي بِقُرَابِ الأَرْضِ خَطَايَا ثُمَّ لَقِيتَنِي لاَ تُشْرِكُ بِي شَيْئًا لأَتَيْتُكَ بِقُرَابِهَا مَغْفِرَةً»، «اې د آدم زویه، تر څو چې ته ما رابلې او ماته امید ساتې، زه درته بخښنه کوم که هر څومره ګناهکار وې او پروا نه ساتم، اې د آدم زویه، که ستا ګناهونه د آسمان تر کنارو ورسېږي او بیا له ما څخه بخښنه وغواړې، زه درته بښنه کوم او پروا نه ساتم، اې د آدم زویه که ته ماته د ځمکې په اندازه له ګناهونو سره راشې او بیا زما سره مخ شې په داسې حال کې چې ماسره دې شرک نه وي کړی، نو په همدې اندازه به درته بخښنه وکړم».
حسن الترمذي روایت کړی دی
«د انسان د اسلام ښکلا پدې کې ده چې هغه څه پرېږدي چې د ده پورې اړه نه لري».
النووي وايي: حسن حديث دی الترمذي او نورو روایت کړی.
«بېشکه الله جل جلاله څه شیان فرض کړي، نو هغه مه ضاېع کوئ او ځېني پولې یې ټاکلي له هغې مه اوړئ، او څه شیان یې حرام کړي هغه مه نقض کوئ، او پر تاسو د مهربانۍ له مخې له ځینو شیانو چپ پاتې شوی؛ نه دا چې هېر شوي یې دي، نو تاسو د هغوی پلټنه مه کوئ».
النووي وايي: حسن حديث دی الدار قطني په خپل السنن او نورو کې روايت کړی دی.
"که خلکو ته د دوی د ادعا سره سم ورکول کېدی، نو ځینو سړيو به په نورو د مال او وینې دعوه کړې وه، خو په دعوه کوونکي د ثبوت وړاندې کول دي او قسم په هغه چا دی چې انکار کوي".
حسن البيهقي او نورو همداسې روایت کړی دی، او يوه برخه يې په صحيحينو کې ده.
«بېشکه چې الله تعالی زما لپاره زما د امت تېروتنه، هېرېدل، او هغه څه چې دوی پرې مجبور کړل شوي، معاف کړي دي».
النووي وايي: حسن حديث دی ابن ماجه، البيهقي او نورو روايت.
«نه ځانته ضرر رسول شته او نه بل ته ضرر اړول».
حسن ابن ماجه، الدارقطني او نورو مسنداً روایت کړی دی.
«د الله څخه وېره کوه هر چېرې چې یې، او د بد عمل پسې ښه عمل کوه چې له منځه یې وړي، او له خلکو سره په ښه اخلاقو چلند کوه».
ترمذي ويلي: حسن حديث دی الترمذي روایت کړی دی
«په دنیا کې زهد (بې رغبتي) وکړه چې الله درسره مینه ولري، او د خلکو په شتمنیو کې زهد وکړه چې خلک درسره مینه ولري».
النووي وايي: حسن حديث دی ابن ماجه او نورو په حسنه اسانيدو روايت کړی دی.