Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 20

فلټرونه لرې کړئ
رسول الله صلی الله عليه وسلم یمن ته واستاوه، نو هغه ترې د هغو څښاکونو په اړه وپوښتل چې هلته جوړېږي، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: «هغه څه دي؟» ده وویل: «البِتْعُ او المِزْرُ» نو ابی بردة ته وویل شول چې: «البِتْعُ څه شی دی؟» هغه وویل: د شاتو نبیذ (یعنې هغه څښاک چې له شاتو جوړېږي او وروسته نشه‌وَر شي) او: المِزْر: د وربشو چمتو شوی څښاک دی، نو هغه صلی الله عليه وسلم وفرمایل: «هر نشه‌وَر (مستی راوستونکی) حرام دی». بخاري روایت کړی.
صحيح دی البخاري او مسلم روايت کړی دی
«دا څلور ځانګړنې دي چې په چا کې وي منافق دی، او که له دغو ځانګړنو څخه یوه هم په کې وه، نو د منافقت یوه ځانګړنه به پکې وي تر دې چې پرې یې ږدي: کله چې خبرې کوي، دروغ وایي، کله چې وعده کوي، وفا پرې نه کوي، کله چې شخړه کوي سپکې سپورې وایي، او کله چې تړون وکړي نو خیانت کوي».
صحيح دی البخاري او مسلم روايت کړی دی
«څوک چې زموږ په دې دیني امر (شریعت) کې نوښت رامنځته کړي چې له دې دین څخه نه وي، نو هغه (عمل) رد دی».
صحيح دی البخاري او مسلم روايت کړی دی
«الله – جل جلاله- فرمايلي: څوک چې زما له دوست سره دښمني وکړي، زما د هغه سره د جګړې اعلان دی، او زما بنده ما ته په هېڅ شي دومره نه نږدې کېږي چې زه یې خوښ ګڼم لکه څومره چې ماته د هغه څه په کولو سره رانږدې کېږي چې ما پرې فرض کړي دي، او زما بنده په نفلونو سره ما ته دومره نږدې کېږي تر دې چې زه ورسره مینه وکړم، نو کله چې ورسره مینه وکړم: زه به د هغه لپاره د غوږ حیثیت ولرم چې اورېدل پرې کوي، د هغه لپاره به د سترګې حیثیت ولرم چې کتل پرې کوي، د هغه لپاره به د لاس حیثیت ولرم چې رانیول پرې کوي او د هغه لپاره به د پښې حیثیت ولرم چې ګرځېدل پرې کوي، او که هغه زما څخه څه وغواړي زه به یې ورکړم، او که هغه زما څخه د پناه غوښتنه وکړي، زه به هغه ته پناه ورکړم».
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
«په رضاعت سره هغه ډول حرمت رامنځته کېږي لکه څنګه چې په زېږون (نسب) سره رامنځته کېږي».
صحيح دی متفق علیه دی
"که خلکو ته د دوی د ادعا سره سم ورکول کېدی، نو ځینو سړيو به په نورو د مال او وینې دعوه کړې وه، خو په دعوه کوونکي د ثبوت وړاندې کول دي او قسم په هغه چا دی چې انکار کوي".
حسن البيهقي او نورو همداسې روایت کړی دی، او يوه برخه يې په صحيحينو کې ده.
"یوه له هغو ویناوو څخه چې خلکو ته له لومړي نبوت څخه پاتې ده دا ده: 'کله چې حیا نه کوې، نو هر څه چې وغواړې هغه وکړه".
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
«څوک چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري، نو هغه دې یا د خیر وینا وکړي او یا دې چوپ پاتې شي، او څوک چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري، نو هغه دې د خپل ګاونډي درناوی وکړي، او څوک چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري نو هغه دې د خپل میلمه پالنه وکړي».
صحيح دی متفق علیه دی