Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 27

فلټرونه لرې کړئ
زه د پېغمبر صلی الله علیه وسلم سره په یو سفر کې وم، نو یوه ورځ د مزل پر مهال ورنږدې شوم، ورته مې وویل چې: اې د الله رسوله! داسې یو عمل راوښیه چې جنت ته پرې داخل شم او له اور نه پرې وژغورل شم، هغه وفرمایل: « تا راڅخه د یو لوی عمل په اړه پوښتنه وکړه، او یقینا چې دا کار د هغه چا لپاره اسانه دی چې الله ورته اسان کړی وي، د الله تعالی عبادت کوه او د هغه سره هېڅ شی مه شریکوه، لمونځ کوه، زکات ورکوه، د رمضان میاشت روژه نیسه، او د الله تعالی د کور حج وکړه» بیا یې وفرمایل: «آیا د خېر کارونو ته دې لارښوونه ونه کړم: روژه ډال دی، او صدقه ګناهونه داسې وژني لکه څنګه اوبه اور مړ کوي، او همدا رنګه یو سړی چې د شپې لمونځ (تهجد) کوي» وایې: بیا یې دا آیت ولوست«{تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ} یعنې: د دوى ډډې له خپلو خوب ځایونو نه لرې كېږي (د شپې لمانځه لپاره خپل خوب ځایونه پریږدي). تر دې چې {يَعْمَلُونَ}» ته ورسیده، بیا یې وفرمایل: « آیا زه تاسو ته د ټول اسلام د سر، ستنې او تر ټولو د لوړې څوکې په اړه احوال درنکړم؟» ما وویل: ولې نه اې د الله رسوله! ویې فرمایل: د دین سر اسلام او ستن یې لمونځ دی، او تر ټولو لوړه څوکه یې جهاد دی» بیا یې وفرمایل: "ایا زه تاسو ته د دې ټولو له جوهر څخه خبر درنکړم؟" ماوویل: ولې نه اې د الله نبي، نو خپله ژبه یې ونیوله او ویې فرمایل: «دا دې کنترول کړه» ما وویل: اې د الله نبی، آیا موږ په خپلو خبرو نیول کیږو؟ ویې فرمایل: « مور دې درباندې بوره شي اې معاذه! آیا د ژبې له بې ځایه خبرو بل څه هم شته چې له امله یې خلک پړمخه په اور کې ورغوځول کیږي؟!».
د ټولو روایتونو په اعتبار صحیح دی او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی
" نارینه مومن او ښځینه مومنه تر هغه پورې په خپل نفس، اولاد او مال کې امتحانیږي، تر څو چې له الله سره مخ شي او هېڅ ګناه پرې نه وي".
حسن الترمذي او احمد روايت کړی دی
«دا دین به تر هغه ځای ورسیږي چېرته چې شپه او ورځ رسېدلي او الله تعالی به په ښارونو او کلیو کې هېڅ داسې کور پرې نه ږدي مګر دا چې دا دین به ورننباسي د عزت لرونکي په عزت او د ذلیل انسان په ذلت سره؛ داسې عزت چې الله پرې اسلام لوړ او کفر پرې سپک او ذلیل کړي" او تميم داري به وییل: دا مې په خپلې کورنۍ کې ولېدل؛ زما د اهل بيتو له جملې څخه چې چا اسلام قبول کړی و خیر، شرافت او عزت یې تر لاسه کړ، او څوک چې له دوی څخه کافران وو، نو له ذلت، سپکاوي او جزیي سره مخ شول».
صحيح دی احمد روايت کړی دی