Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 27

فلټرونه لرې کړئ
«په حقیقت کې هغه څه چې زه ترې پر تاسو ډېر وېرېږم کوچنی شرک دی. هغوی وفرمايل: اې د الله رسوله کوچنی شرک څه دی؟ هغه وفرمایل: « ځان ښودنه (ریا) ده، الله جل جلاله به د قیامت په ورځ هغه مهال وفرمایي کله چې خلک د خپلو عملونو په جزا ورسیږي: هغو خلکو ته ورشئ، چې تاسو به په دنيا کې ورته ځان ښودنه کوله، او وګورئ چې آیا له هغوی سره کومه بدله شته؟».
حسن احمد روايت کړی دی
ما وویل: اې د الله جل جلاله رسوله، ماته په اسلام کې داسې یوه وینا وښایه چې له تا پرته له بل چا څخه پوښتنه ونکړم، هغه وفرمایل: ووایه چې په الله مې ایمان راوړی، بیا پرې ټینګ پاتې شه».
صحيح دی مسلم او أحمد روایت کړی دی
"څوک چې له کوم قوم سره مشابهت وکړي نو دی له هغوی څخه دی".
حسن ابو داود او احمد روايت کړی دی
«له خلکو څخه تر ټولو بد هغه دي چې قیامت پرې راشي او هغوی ژوندي وي، او هغه خلک چې له قبرونو څخه یې جوماتونه جوړ کړي دي».
حسن احمد روايت کړی دی
«څوک چې (چاته) ضرر واړوي الله به هغه ته ضرر ورواړوي او څوک چې پر (چا) سختي راولي، الله به په هغه سختي راولي».
حسن ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
«قیامت به تر هغه وخته قایم نشي تر څو چې وختونه را لنډ شي، نو کال به د یوې میاشتې په شان وي، او میاشت به د جمعې په شان وي، جمعه به د یوې ورځې په شان وي، او یوه ورځ به د یو ساعت په شان وي" او ساعت به داسې وي لکه اور چې د کجوري پاڼې سوځوي».
صحيح دی احمد روايت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یوه ډله راغله، نو هغه له نهو سره بیعت وکړ او یو ته یې د بیعت لاس ورنکړ، هغوی وویل: ای د الله رسوله، له نهو سره دې بیعت وکړ او دا دې پرېښود؟ هغه وفرمایل: «هغه تعویذ ځړولی دی» هغه لاس دننه کړ او تعویذ یې پرې کړ، نو بیعت یې ورسره وکړ او ویې فرمایل «چا چې تعویذ وځړاوه نو یقینا چې شرک یې وکړ».
حسن احمد روايت کړی دی
"هغه څوک به دوزخ ته داخل نشي چې د بدر او حدیبیې په پېښو کې یې ګډون کړی وي".
صحيح دی احمد روایت کړی دی او اصل يې په صحیح مسلم کې دی