Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 5

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

رسول الله صلی الله علیه وسلم به په خپلې رکوع او سجده کې «اللهُمَّ اغْفِرْ لِي ذَنْبِي كُلَّهُ دِقَّهُ، وَجِلَّهُ، وَأَوَّلَهُ وَآخِرَهُ وَعَلَانِيَتَهُ وَسِرَّهُ». ویل، یعنې «ای الله! ماته مې ټول واړه او غټ، اول او آخر، ښکاره او پټ ګناهونه وبخښه».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
(ای خلکو! الله ته توبه وباسئ، یقینا زه چې یم د ورځې الله ته سل ځلې توبه کوم).
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«اې الله ! تاته مې غاړه اېښودلې، پر تا مې ایمان راوړی، پر تا مې توکل کړی، تا ته مې رجوع کړې او ستا لپاره مې شخړه کړې، اې الله ! زه د ستا په عزت پناه غواړم چې ستا پرته بل معبود نشته- لدې چې ما ګمراه کړې، ته هغه ژوندی ذات یې چې هېڅکله نه مرې، حال دا چې پیریان او انسانان مري».
صحيح دی متفق عليه دی او دا لفظ د مسلم دی، او البخاري مختصر روایت کړی دی.
«کله چې یو سړی کور ته ننوځي او د ننوتلو او ډوډۍ خوړلو پر مهال الله یاد کړي نو شیطان -خپلو ملګرو ته-ووایي: نه د اوسېدو ځای لرئ او نه درته ډوډۍ شته، او کله چې کور ته ننوځي او د ننوتلو پر مهال الله یاد نه کړي نو شیطان ووایي: د شپې ځای مو پیدا کړ، او کله چې د ډوډۍ پر مهال الله یاد نه کړي، ووایي: د شپې ځای او ډوډۍ مو پيدا کړل».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
یو اعرابي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ورته ویې ویل: ماته یو څه را وښایه چې زه یې وایم، هغه وفرمایل: «ووايه: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، اللهُ أَكْبَرُ كَبِيرًا، وَالْحَمْدُ لِلَّهِ كَثِيرًا، سُبْحَانَ اللهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ، لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ» «له الله پرته بل معبود نشته، هغه یو دی شریک نه لري، الله لوی دی په لوی والي سره، او الله لره ډېرې ستاینې دي، الله رب العالمین لره پاکي ده، له یو حالت نه بل ته اوړیدل نشته مګر د غالب الله او حکمت والا رب په زور او ځواک سره» وایي: دا مې د رب لپاره دي، نو زما لپاره څه دي؟ ویې فرمایل: «ووایه: اللهُمَّ اغْفِرْ لِي وَارْحَمْنِي وَاهْدِنِي وَارْزُقْنِي» «ای الله، ما ته بښنه وکړه، په ما رحم وکړه، ما ته لارښوونه وکړه او ما ته روزي راکړه».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی