Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 71

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

ما وویل: اې د الله جل جلاله رسوله، ماته په اسلام کې داسې یوه وینا وښایه چې له تا پرته له بل چا څخه پوښتنه ونکړم، هغه وفرمایل: ووایه چې په الله مې ایمان راوړی، بیا پرې ټینګ پاتې شه».
صحيح دی مسلم او أحمد روایت کړی دی
«بېشکه چې عملونه د نيتونو له مخې (اعتبار) لري، او هر چا ته به هماغه (اجر يا بدله) وي چې نيت یې کړی وي، نو چا چې هجرت د الله او د هغه د رسول لپاره کړی وي، نو د هغه هجرت به (واقعاً) د الله او د رسول لپاره وي؛ او چا چې هجرت د دنيا د (ګټې) لپاره کړی وي چې تر لاسه يې کړي، يا د کومې ښځې لپاره چې نکاح ورسره وکړي، نو د هغه هجرت به (هماغه وي) یعنې د هغه شي لپاره چې هجرت یې ورته کړی دی».
صحيح دی د محدثينو دواړو امامانو ابو عبدالله محمد بن اسماعيل بن ابراهيم بن المغيرة بن بردزبه البخاري او ابو الحسين مسلم بن الحجاج بن مسلم القشيري النيسابوري په خپلو صحيحينو کې روايت کړی دی، چې تر ټولو کره تصنيف شوي کتابونه دي.
«په تاسو کې دې هېچاته مرګ نه راځي، مګر په داسې حال کې چې په الله ښه ګمان ولري».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د ناڅاپه لیدو په اړه وپوښتل، نو هغه راته امر وکړ چې سترګې واړوم.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«په حقیقت کې دنیا خوږه او شنه ده، او الله تعالی پکې تاسو مېشتوي، تر څو وګوري چې څه کوئ، نو له دنیا څخه وېره وکړئ او له ښځو څخه وېره وکړئ، ځکه چې د بني اسرائیلو لومړۍ فتنه په ښځو کې وه».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"ما له ما څخه وروسته د ښځو په څېر بله داسې فتنه نه ده پریښی چې هغه دې نارینه و ته ډېره زیانمنه وي. (یعنې د نارینه و لپاره د ښځو له فتنې څخه بله زیانمنه فتنه نشته)".
صحيح دی متفق علیه دی
«دوه ډوله د جهنم خلک دي چې ما تر اوسه نه دي لیدلي: يو ډول داسې خلک دي چې د غواګانو د لکیو په څېر قمچیني ورسره وي او خلک پرې وهي او هغه ښځې چې جامې لري خو بربنډې وي، سړي ورته مایله کیږي او دوی سړیو ته میلان پیدا کوي، سرونه یې داسې جوړ کړي وي لکه د اوښ د مایله بوقان په څېر، دوی به جنت ته داخلې نه شي، او نه به یې بوی ومومي، حال دا چې بوی یې په دومره دومره مسافه کې موندل کېدلی شي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«دار و مدار د عملونو په نيت سره دى او هر انسان ته يوازې هغه څه حاصل دي چې د هغه نيت يې کړى وي، نو د چا هجرت چې د الله او د هغه د رسول لپاره وي، نو هجرت یې د الله او د هغه د رسول لپاره دی، او د چا هجرت چې د دنیا لپاره وي تر څو یې تر لاسه کړي، او یا د ښځې لپاره چې نکاح یې کړي، نو هجرت یې د هغه څه لپاره دی چې نیت یې کړی وي» او د بخاري الفاظ داسې دي: "«بېشکه دار و مدار د عملونو په نیتونو سره دی، او د هر انسان لپاره هغه څه دي چې هغه يې اراده کړي وي».
صحيح دی متفق علیه دی