Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 71

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

په هغو کسانو کې چې ستاسې نه مخکې وو، یو سړی و چې زخم یې درلود، نو (له ډېر درد څخه یې) فریاد کاوه، چاقو یې راواخېست او خپل لاس یې پرې کړ، نو تر هغه یې وینه ونه درېده چې مړ شوی نه و، نو الله تعالی وفرمایل:"زما بنده زما لور ته (په راتګ سره) پر ځان بیړه وکړه، نو ما پرې جنت حرام کړ».
صحيح دی متفق علیه دی
«اې الله! په حقیقت کې ژوند یوازې د آخرت ژوند دی؛ نو انصارو او مهاجرینو ته بخښنه وکړه».
صحيح دی متفق علیه دی
"بېشکه مومن ته په جنت کې داسې یوه خیمه شته چې له صدف (ملغلرې) جوړه شوي وي او داخل یې تش وي، اوږدوالی یې شپیته میل دی، په دې خیمه کې به د مومن لپاره ميرمنې وي، په دوی ټولو به ګرځي، خو یو بل نه ویني".
صحيح دی متفق علیه دی
«لَا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَالِدِهِ وَوَلَدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ». "په تاسو کې هېڅوک تر هغه وخته مؤمن کېدلی نشي تر څو چې زه ورته د هغه له پلار، زوی او ټولو خلکو څخه ډېر محبوب نشم".
صحيح دی متفق علیه دی
"د مؤمن چارې ته حیرانتیا ده، یقینا چې هره چاره یې په خېر ده، او دا (ځانګړتیا) له مؤمن پرته د بل چا لپاره نشته، كه خوشحالي ورته ورسيږي نو شكر وباسي او دا د ده لپاره خير دى، او كه مصيبت ورته ورسيږي صبر کوي او دا د ده لپاره خير دى".
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه غوښتنه وکړه، هغه ماته (یو څه) راکړل، بیا مې غوښتنه وکړه، بیا یې راکړل، بیا یې راته وفرمایل: «اې حکيمه! دا مال شین او خوږ دی، چا چې د نفس د سخاوت له مخې واخېست برکت به ورته پکې واچول شي، او څوک چې دا په حرص سره واخلي برکت به ورته پکې وانه چول شي، او د هغه چا په څېر به وي چې خوري او نه مړېږي، او د پورته لاس خاوند (ورکوونکی) د ټیټ لاس له خاوند (غوښتونکي) څخه غوره دی» حکيم وویل: ما وویل: «اې د الله رسوله! قسم په هغه ذات چې ته یې په حقه رالېږلی یې، ستا څخه وروسته به له هېچا څخه څه شی ونه غواړم، تر څو چې له دې دنیا لاړ شم (وفات شم)» نو همغه و چې ابو بکر رضي الله عنه به حکيم ته د صدقې ورکولو هڅه کوله، خو حکيم نه منله، بیا عمر رضي الله عنه ورته وړاندیز وکړ، له هغه یې هم ونه منله، بیا هغه ټولو مسلمانانو ته وفرمایل: «زه ورته د هغه د حق مال وړاندیز کوم چې الله تعالی ورته په غنیمت مال کې ټاکلی دی، خو هغه یې نه اخلي» نو حکيم له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه وروسته له هېچا څه ونه غوښتل تر دې چې وفات شو، الله دې پرې ورحمېږي.
صحيح دی متفق علیه دی
«مرګ به د یو برګ پسه په څېر راوستل شي، یو اواز کوونکی به غږ وکړي: اې جنتیانو، دوی به غړۍ او سرونه راپورته کړي او ګوري به، وبه وایي: آیا تاسو دا پیېژنئ؟ هغوی به ووایي: هو، دا مرګ دی، پداسې حال کې چې ټولو مخکې لیدلی و، بیا به آواز وکړي: اې دوزخيانو، نو غړۍ او سرونه به راپورته کړي او ګوري به، وبه وایي: او آيا تاسو دا پېژنئ؟ هغوی به ووایي: هو، دا مرګ دى، په داسې حال کې چې ټولو مخکې لیدلی و، نو حلال به کړای شي، بیا به ووایي: اې جنتیانو، تلپاتې اوسئ؛ مرګ نشته، او اې دوزخیانو تلپاتې اوسئ مرګ نشته، بیا یې - دا آیت - ولوست: {وَأَنْذِرْهُمْ يَوْمَ الحَسْرَةِ إِذْ قُضِيَ الأَمْرُ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ} [مريم: 39] او ته دوى د حسرت (او ارمان) له ورځې نه ووېروه كله چې به كار فیصله كړى شي، حال دا چې دوى (اوس) په غفلت كې دي، او دوی د دنیا خلک په غفلت کې دي {وَهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ} او دوى ایمان نه راوړي».
صحيح دی متفق علیه دی
«مَنْ سَأَلَ اللهَ الشَّهَادَةَ بِصِدْقٍ بَلَّغَهُ اللهُ مَنَازِلَ الشُّهَدَاءِ، وَإِنْ مَاتَ عَلَى فِرَاشِهِ». "څوک چې په اخلاص سره له الله تعالی څخه شهادت وغواړي، الله به یې د شهیدانو مرتبې ته ورسوي، که څه هم په خپل بستر کې مړ شي".
صحيح دی مسلم روايت کړی دی