Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 16

فلټرونه لرې کړئ
" خبر اوسئ چې دا دنیا او څه چې په کې دي لعنتي دي، پرته د الله تعالی له یاد (ذکر) او هغه څه څخه چې تړاو ورسره لري، او عالم یا زده کونکی".
حسن الترمذي او ابن ماجه روايت کړی دی
«چا چې پداسې حال کې سهار کړ چې بدن یې روغ وي، کور او چاپېریال یې امن وي، د ورځې لپاره غله ولري، نو داسې ده لکه دا ټوله دنیا چې ورته راټوله شوې وي».
حسن الترمذي او ابن ماجه روايت کړی دی
له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه وپوښتل شول چې تر ټولو زيات شی ( کوم دی ) چې خلک جنت ته داخلوي، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: له الله جل جلاله څخه وېره او ښه اخلاق » او ورڅخه وپوښتل شو چې تر ټولو زیات شی ( کوم چې ) خلک اور ته داخلوي، نو هغه وفرمایل: «خوله او شرمګاه».
حديث حسن او صحيح دی او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی
بې‌شکه قبر د آخرت له منزلونو څخه لومړی منزل دی؛ که څوک ترې خلاص شو، نو هغه څه چې وروسته راځي، ترې آسان دي؛ او که ترې خلاص نه شو، نو هغه څه چې وروسته راځي ترې ډېر سخت دي.
حسن الترمذي او ابن ماجه روايت کړی دی
"الله تعالی د نېغې لارې مثال - داسې - بیانوي چې د لارې په دواړو خواو کې دوه دېوالونه دي، او په هغې کې خلاصې دروازې دي، او پر دروازو پردې راځوړندې دي، او د لارې په دروازه یو بلونکی وايي: اې خلکو! ټول په ګډه لارې ته ننوځئ او غاړو او څنډو ته مه ورکږیږئ، او د لارې له پاسه بل بلونکی دی، نو هر کله چې لاروی وغواړي لدې درواځو څخه څه پرانیزي وایي: افسوس دی پر تا، مه یې خلاصوه، ځکه که تا خلاصه کړه نو خامخا به ورننوځې، او دا نېغه لار اسلام دی، او دوه دېوالونه د الله تعالی حدود دي، او خلاصې دروازې، د الله تعالی محارم دي، او هغه د لارې پر سر بلونکی د الله تعالی کتاب دی، او د لارې د پاسه بلونکی له الله تعالی څخه هغه وېرونکی مبلغ دی چې د هر مسلمان په زړه کې دی».
صحيح دی الترمذي او احمد روايت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم به اکثره دا ویل چې: «يَا مُقَلِّبَ القُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ»، «اې د زړونو اړوونکیه ذاته! زما زړه په خپل دین ثابت کړه»، نو ما وویل: اې د الله رسوله! موږ پر تا ایمان راوړی او پر هغه څه چې ته پرې راغلی یې نو آیا ته پر موږ وېرېږې؟ هغه وویل: «نَعَمْ، إِنَّ القُلُوبَ بَيْنَ أُصْبُعَيْنِ مِنْ أَصَابِعِ اللهِ يُقَلِّبُهَا كَيْفَ يَشَاءُ»، «هو، یقینا چې زړونه د الله تعالی له ګوتو څخه په دوو ګوتو کې دي، هر ډول یې چې وغواړي همغسې یې اړوي».
صحيح دی الترمذي او احمد روايت کړی دی
کله چې دا آیت نازل شو {ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ} [التكاثر: 8] ،بیا به په دغې ورځ كې له تاسو نه خامخا ضرور د نعمتونو په باره كې پوښتنه كېږي ، نو زبیر وویل: اې د الله رسوله: هغه کوم نعمتونه دي چې زمونږ څخه به یې پوښتنه کیږي، پداسې حال کې چې یوازې دوه تور خواړه لرو چې یو یې خرما او بل یې اوبه دي؟ هغه وفرمایل: «خبردار اوسئ چې له همدې څخه به کیږي».
حسن الترمذي او ابن ماجه روايت کړی دی
" نارینه مومن او ښځینه مومنه تر هغه پورې په خپل نفس، اولاد او مال کې امتحانیږي، تر څو چې له الله سره مخ شي او هېڅ ګناه پرې نه وي".
حسن الترمذي او احمد روايت کړی دی