Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 106

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

«بېشکه چې عملونه د نيتونو له مخې (اعتبار) لري، او هر چا ته به هماغه (اجر يا بدله) وي چې نيت یې کړی وي، نو چا چې هجرت د الله او د هغه د رسول لپاره کړی وي، نو د هغه هجرت به (واقعاً) د الله او د رسول لپاره وي؛ او چا چې هجرت د دنيا د (ګټې) لپاره کړی وي چې تر لاسه يې کړي، يا د کومې ښځې لپاره چې نکاح ورسره وکړي، نو د هغه هجرت به (هماغه وي) یعنې د هغه شي لپاره چې هجرت یې ورته کړی دی».
صحيح دی د محدثينو دواړو امامانو ابو عبدالله محمد بن اسماعيل بن ابراهيم بن المغيرة بن بردزبه البخاري او ابو الحسين مسلم بن الحجاج بن مسلم القشيري النيسابوري په خپلو صحيحينو کې روايت کړی دی، چې تر ټولو کره تصنيف شوي کتابونه دي.
"اې الله زموږ ربه، موږ ته په دنيا او اخرت کې خېر راکړه، او د اور له عذابه مو وساته".
صحيح دی متفق علیه دی
«د هغه چا مثال چې خپل رب یادوي او د هغه چا مثال چې خپل رب نه یادوي د ژوندي او د مړي دی»، او د مسلم الفاظ داسې دي: «د هغه کور مثال چې الله پکې یادېږي او د هغه کور مثال چې الله پکې نه یادېږي د ژوندي او د مړي دی».
صحيح دی متفق علیه دی
«په تاسو کې دې هېچاته مرګ نه راځي، مګر په داسې حال کې چې په الله ښه ګمان ولري».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د ناڅاپه لیدو په اړه وپوښتل، نو هغه راته امر وکړ چې سترګې واړوم.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«په حقیقت کې دنیا خوږه او شنه ده، او الله تعالی پکې تاسو مېشتوي، تر څو وګوري چې څه کوئ، نو له دنیا څخه وېره وکړئ او له ښځو څخه وېره وکړئ، ځکه چې د بني اسرائیلو لومړۍ فتنه په ښځو کې وه».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"بېشکه د آدم د ټولې اولادې زړونه د رحمان ذات د دوو ګوتو تر منځ دي، لکه یو زړه، نو هر لور ته چې وغواړي ګرځوي یې» بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "ای د زړونو اړوونکی ذاته! زموږ زړونه خپل اطاعت ته وروګرځوه".
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"ما له ما څخه وروسته د ښځو په څېر بله داسې فتنه نه ده پریښی چې هغه دې نارینه و ته ډېره زیانمنه وي. (یعنې د نارینه و لپاره د ښځو له فتنې څخه بله زیانمنه فتنه نشته)".
صحيح دی متفق علیه دی