Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 106

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

«مَنْ سَأَلَ اللهَ الشَّهَادَةَ بِصِدْقٍ بَلَّغَهُ اللهُ مَنَازِلَ الشُّهَدَاءِ، وَإِنْ مَاتَ عَلَى فِرَاشِهِ». "څوک چې په اخلاص سره له الله تعالی څخه شهادت وغواړي، الله به یې د شهیدانو مرتبې ته ورسوي، که څه هم په خپل بستر کې مړ شي".
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«کله چې ستاسو څخه یو څوک جومات ته ننوت نو ودې وایي: اللَّهُمَّ افْتَحْ لِي أَبْوَابَ رَحْمَتِكَ، یعنې اې الله! ماته ستا د رحمت دروازې پرانیزه، او کله چې راووځي نو ودې وایي: اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ. یعنې اې الله! زه ستا څخه ستا د فضل غوښتنه کوم».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«له اوو بربادوونکو ګناهونو څخه ځان وساتئ» هغوی وویل: اې د الله رسوله، هغه کوم دي؟ ویې فرمایل: «په الله - تعالی - شرک کول، سحر، د هغه نفس وژل چې الله یې په ناحقه وژل حرام کړي دي، سود خوړل، د یتیم مال خوړل، د جنګ په ورځ له مېدان څخه تېښته کول، او په ساده، پاک لمنو مؤمنو ښځو د - زنا - تور پورې کول».
صحيح دی متفق علیه دی
«یو آواز کوونکی به آواز وکړي چې ستاسو -بدله دا ده- چې تل به روغ یاست او نه به ناروغه کېږئ، او تاسو به تل ژوندی یئ، نو هېڅکله به نه مړه کېږئ او ستاسو -بدله دا ده- چې تل به ځوانان یاست او هېڅکله به زوړوالی درباندې نه راځي، او ستاسو -بدله دا ده- چې تل به په نعمتونو کې یاست او هېڅکله به درباندې بېچارګي نه راځي» ، او دا د الله تعالی هغه وینا ده چې فرمایلي یې دي:{وَنُودُوا أَنْ تِلْكُمُ الْجَنَّةُ أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ} [الأعراف: 43]. (یعنې او دوى ته به اواز وكړى شي چې دا جنت دى چې تاسو د ده وارثان ګرځول شوي یئ، په سبب د هغو عملونو چې تاسو به كول).
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«له یو انسان څخه بل ته په طبیعي توګه د ناروغۍ انتقالېدل، ښي لور او کیڼ لور ته د مرغۍ په الوتلو بدفال نیول، د صفر په میاشت بدفالي نشته، او له مجذوم څخه داسې وتښتئ لکه چې له زمري څخه تښتئ.».
صحيح دی متفق علیه دی
(بریالی شو هغه څوک چې اسلام یې قبول کړ، او الله تعالی ورته دومره روزي ورکړه چې بسنه ورته کوي، او الله هغه ته په هغه څه قناعت ورکړي چې ورکړي یې دي).
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"د ښه ملګري او بد ملګري مثال د مشکو والا او د پخ (آهنګر دی)، نو کوم چې د مشکو والا دی: يا خو به درته مشک ډالۍ کړي، یا به یې ترې واخلې او یا خو به ترې ښایسته بوی درشي، او پخ چې دی؛ نو یا خو به دې کالي وسوځي، او یا به ترې بد بوی درشي».
صحيح دی متفق علیه دی
«طهارت (پاکي) د ایمان نیمايي/ برخه ده، "الحمد لله" ترازو (د عملونو میزان) ډکوي، او "سبحان الله" او "الحمد لله" دواړه د آسمان او ځمکې ترمنځ فضا ډکوي، لمونځ رڼا ده، صدقه دلیل دی، صبر رڼا (ځلانده زغم) دی، او قرآن یا خو ستا لپاره ثبوت دی او یا پر تا ثبوت دی، په ټولو خلکو سهار کېږي، نو ځیني خپل ځان خرڅوي چې آزاد یې کړي او ځیني نور یې هلاکوي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی